د موسکا پای — نثار احمد صمد

 

 

د موسکا پای

 

لیکوال : اریک مارګولیس

منبع : ټورنټوسن ورځپاڼه ( کاناډا )

نېټه : ۱۴/۹/۲۰۰۸

ژباړن : نثار احمد صمد

 

د پاکستان نوﺉ ولسمشر د مشرف عکس دﺉ

 

همدا اوونۍ د نوي ولسمشر آصف علی زرداری یعنی د وژل سوي بی نظیر بوټو د مېړه د کار پیل باید هغه پاکستان ته څه امید او لورﺉ ورکړی وای چی جنګ ته داخلېدونکی دﺉ . خو داسی ونه سوه ، بلکی د ماضی یو ستومانه احساس بیرته تکرار سو . د زرداری د تګ لاري لومړنۍ عمده وینا دا وه چی د پاکستان په شمال لویدیځ کی یې په اصطلاح « د ترور پر ضد د جنګ » سره بیا هم تعهد وکړ . د ده لخوا د بوش د دغی اصطلاح انتخابول واشنګټن ته یو څرګند پیغام و یعنی دا چی دﺉ اراده لری چی د امریکا د ننګی وړ پخواني دیکتاتور پروېز مشرف کرکجنو تګ لارو ته پایښت ورکړي او پاکستان د واشنګټن سور او تال ته ونڅوي .

داسی ښکاری چی زرداری اصلأ د مشرف د ناکام رژیم مصیبتونو ته دوام ورکوی . پاکستان مفلس یا دیوالی دﺉ او د تېلو او خوړو د واردولو په غرض د خارجی اسعارو لپاره صرف ۶۰ نوری ورځی لری . د هېواد د ۱۶۵ ملیونه نفوس نیمایی وګړي د ورځی په صرف دوه ډالره سره پایی . د امریکا لخوا د ۲۰۰۱ راهسی د ۱۱٫۲ بلیونو ډالرو مرستی او په لسګونو ملیونو ډالرو هم د پټو مبلغونو ورکړي ، د پاکستانی پوځ او امنیتی ځواکونو بی میله یا بېزاره کونکی وظایف اجاره کړي او د هغه د حکومت ګډه مرسته یې متردده یا مذبذبه کړې ده .

خو د پاکستان ۹۰٪ ولس په افغانستان کی د امریکا په مشرۍ د جنګ مخالف دي او دوی هم د اکثریت اروپایانو غوندی هغه یو داسی استعماری جنګ بولی چی غواړی د منځنۍ آسیا پر انرژي باندی د امریکا تسلط خوندی کړی . هغوی ځکه د مشرف څخه کرکه لرل چی هغه د پاکستان په شمال لویدیځ کی د طالبانو پلوه پښتني قبایلو سره د جنګ په غرض ۱۲۰٫۰۰۰ پاکستانی پوځیان هلته سوق او پدې بهیر کی یې په زرګونو ملکی انسانان ووژل او په افغانستان کی یې د امریکا جنګ ته سېک ورکړ .

اوس چی زرداری ، یعنی هغه څوک چی د واشنګټن په مالی او سیاسی ملاتړ سره واک ته ورسېد ، غواړی چی پر عین هماغه پل خپل پل پسی کښېږدي . دا چی د رایه ورکونکو صرف ۲۶٪ د ده ننګه کړې ، نو ځکه زرداری مخ پر سختو ربړو ورتلونکی دﺉ .

د زرداری لخوا د پاکستان د ستری محکمې د هغو قاضیانو د بیرته مقررولو څخه انکار چی مشرف پسی اخیستی وو ، پخپله د دیموکراسۍ پر مخ یوه څپېړه او د هغه سخت فساد د اتهاماتو ثبوت دﺉ چی دﺉ به محکمې ته راکشوی . زرداری له هغه مهاله چی د عامه قراردادونو وزیر و ، په « ښاغلي ۱۰٪ » سره مشهور سو ، خو نن خپل هماغه غلط اجراأت نه مني ، او ټینګار کوی چی دا تورونه ټول د سیاسی پلوه لمسونونه وو .

د امریکا هغو پلانونو چی غواړی د پاکستان په پښتني آزادو قبایلی سیمو کی ځمکنۍ حملې وکړی ، یو نوی بحران را تود کړی دﺉ . زرداری په ظاهره د خپلو خلکو پر ضد د امریکا د نورو ډیرو حملو تصدیق او تایید ورکړی دﺉ . خو د پاکستان پوځی مقتدر لوی درستیز جنرال اشفاق کیانی وایی چی د هېواد ۶۵۰٫۰۰۰ کسیز وسلوال ځواکونه به پر خپلو پولو د امریکا تیری ونه زغمی . حالت دې ته رسېدلی چی ښایی د پاکستانی او امریکایی پوځونو تر منځ شخړي پیښی سی .

دا چی کاناډا به د پاکستان په قبایلی سیمو کی جنګ ته ور کش کړه سی ، تر اوسه واضح نه دﺉ . خو د هارپر د حکومت د دفاع پخواني وزیر په بی پروایی سره غوښتی چی کاناډا یی پوځونه دې پر پاکستان برید وکړی .

 

پر ټرکونو حملې –

 د ټرکونو هغه کاروانونه چی دامریکا او ناټو لپاره تیل ، اوبه او مهمات راوړي کله چی د افسانوی خیبر درې ته رسیږی ، نو د طالبانو پلوه ډلو د زیاتېدونکو حملو سره مخامخ کیږی . نن سبا یو ډېر ناوړه دوران په چلښت کی دﺉ . امریکا د پاکستان وسلوال يوځ ته پیسې ورکوی چی د پولی پر اوږدو د طالبانو پر پلویانو حملې وکړي ، خو په افغانستان کی بیا د امریکا د جنګ سره کومک کوي . پدې ډول  امریکایی او پاکستانی جنګی الوتکی په آزادو قبایلی سیمو کی د پښتنو کلي بمباری کوی . خښمېدلی پښتانه هم په بدل کی د حکومتی اهدافو پر ضد خپلو بمی حملو ته لاس اچوی ( یعنی د دوی « تروریزم » ) .

حکومت او امریکا خپلی حملې پداسی حال کی نوري هم پسی ډېروی چی هلته پاکستانیان د خپل حکومت څخه د خپلو خلکو د وژلو بندول غواړي .

د مشرف څخه ځګه نفرت کېدﺉ چی هغه د امریکا ګوډاګی و . که زرداری د مشرف هماغو ناکامو تګلارو ته پایښت ورکړي ، نو دﺉ به هم د کټ مټ برخلیک سره مخامخ سی .

امریکا پر پاکستان باندی په ځمکنۍ حمله سره غواړي د غالبوزو یو بل چرګینی را وپاروی . دا چی هغه تر اوسه پدې نه دی توانېدلی چی د امریکا په مشرۍ د افغانستان د نیونی په وړاندی هلته ملی مقاومت دړی وړی کړی او د تیلو د پایپ لاین پلان سوﺉ لوری وژغوری ، نو د بوش نامینده سپینه ماڼۍ چی نه اضافی پوځیان او نه هم ډیري پیسې لری تر څو افغانستان پرې تابع کړی ، په لوی لاس یو بل نوﺉ جنګ پېښوی .

هو ، پاکستان ته د دې افغانی جګړې ورغځول خطرناک عمل او بی ځایه زړه ورتوب دﺉ . دا کار د نازک او ژر ماتېدونکي پاکستان د بی ثباته کولو او بېلتون تهدیدونه ورسره لری کټ مټ لکه امریکا چی په عراق کی وکړ . ټوټه سوﺉ پاکستان به هند ولمسوی چی مداخله وکړي حال دا چی دواړه اټومی وسلې لری .

ځکه نو آصف زرداری پر یو ټک ټک لرونکي بم باندی ناست دﺉ . هغه یو نوي سوچ او فکر ته اړ دﺉ . په همدې ترتیب د ده لویدیځ ساتندویان هم مخکی لدې چی پاکستان یې پر ټوټو سره چاودلی وی ، د افغانستان د عبث جنګ ختمولو ته باید فکر وکړي . پای

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *