سرتاج عزیز څه لوبه پیل کړې؟ — زلمی هیوادوال

 

سرتاج عزیز  څه لوبه پیل کړې؟

 

زلمی هیوادوال

 

دا اوس ټولې نړۍ ته ثابته شوې ده چې د پاکستان حکومت  له نورو سره په تعامل کې پرته له خپلو ګټو د انساني ژوند هېڅ اصول  او معیارونه  نه پېژني،  ځکه خو کله چې سخته پرې راشي نه خپل پېژني نه پردی، نه اسلام پېژني او نه کفر، یوازې پيسې پېژني، په دې اړه ډېر شواهد شته خو تر ټولو واضح یې  امریکایانو ته خپل یو وګړی ایمل کانسي سپارل وو، کوم چې امریکې هم په نره کې ور ته ووژلو! او د پاکستان حکومت غوږ هم پرې نه وګرولو.

 

بیا دا څو کاله وړاندې یې عافیه صدیقي چې یوه پاکستانۍ مسلمانه مېرمن وه په کراچۍ کې ونیوله او بیا یې په امریکایان  خرڅه کړه! او ظاهرا یې ډرامه جوړه کړه چې دې ښځې په غزني کې  په امریکایانو د برید هڅه کوله! نوموړې څو کاله له امریکایانو سره د بګرام په زندان کې وه، بیا وروسته یې امریکې ته بوتله اوهلته یې په اتیا کاله بند محکومه کړه!

 

هغه څه چې وحشي امریکایانو له نوموړې مسلمانې مېرمنې سره وکړل، په ټول تاریخ کې به یې بیلګه نه وي، هغه وحشتونه چې نوموړې یې قرباني شوې ده، د اغلې عافیه صدیقي له هغو تصویرونو څخه ښه معلومېدای شي کوم چې رسنیو ته راووتل!

 

له دې ټولو سره سره په پاکستاني حکومت کې هېڅ ډول غیرت را پورته نه شو، که څه هم چې ولس یې ګڼې مظاهرې وکړې، مګر  حکومت یې تر ننه پورې همداسې مړې سترګې ګرځي.

 

دا هغه څه وو چې پاکستان له خپلو وطنوالو سره وکړل، هغه چې له نورو مسلمانانو او مجاهدینو سره یې کړي هغه خو څه کوې، تر شپږو سوو زیات مجاهدین یې ونیول او پر احمقو امریکایانو یې خرڅ کړل، د طالبانو د حکومت په ړنګولو کې یې تر ټولو زیات لوی او اساسي کردار ادا کړ! که له امریکایانو سره د پاکستان حکومت مرسته نه وای کړې نو په پوره باور سره ویلای شم چې هېڅکله به امریکه نه وای توانېدلې چې د طالبانو حکومت ړنګ کړي.

په هر صورت دا ټول و شول اوتېر شول، کله چې  طالبانو په قطر  کې د پاکستان له مداخلې او  منځګړېتوب پرته دسولې د پروسې هڅې روانې کړې  داسې فکر کېدو چې طالبان د پاکستان دوه مخۍ او منافقت ته متوجه شوي دي، د دفتر پر سر ستونزې را ولاړې شوې، کیسه بيرته غلې شوه، خلک وايي چې طالبانو خپل دفتر بند کړی، مګر طالبانو تر ننه پورې رسما څه نه دي ویلي، له دې معلومېږي چې طالبان هم نه غواړي چې دغه لویه لاسته راوړنه چې له ډېرو  هلو ځلو  وروسته یې تر لاسه کړه، زر له لاسه ور کړي، ځکه خو دوی رسما  ددفتر د بندیدو داسې اعلان نه کوي، لکه تېر  کال په مارچ کې یې چې له امریکې سره د خبرو د ځنډېدو په اړه وکړ، له همدې نه معلومېږي  چې دوی خبرې بندول نه غواړي، دا چې دفتر ته نه ورځي او له امریکايي پلاوو سره خبرې نه کوي کېدای شي  دوی به غواړي  په نظامي ډګر کې چې همدا اوس یې وخت دی  ناټو ته ښه کلک ګوزارونه ور کړي، چې  ناټو او امریکه   یو څه تنازل ته مجبوره کړي.

 

اوس اوس چې د نواز شریف حکومت راغلو، او هلته دقطر موضوع سړه شوه، پاکستان یو ځل بیا له موقع نه په استفادې سره دا ښه وبلله چې خپل بایللی رول بیرته را اعاده کړي؛ ځکه خو یې سر تاج عزیز کابل ته په منډو کړ تر څو  هلته یې له کرزي او زلمي رسول سره  سترګې وجنګولې، او داسې څرګندونې یې وکړې چې ګواکي اصلي لوبه ټوله ددوی په لاس کې ده، څه چې دوی وغواړي همغسې کولی شي، کرزي ته یې بیا باغونه شنه کړل، سره له دې چې کرزی یې له دې مخکې هم څو څو ځله تېر ایستلی دی، مګر بیا هم شرم نه لري او په دې تورلینګیو باور کوي.

 زما په نظر پاکستان د افغانستان په موضوع کې هېڅ نشي کولی، ځکه چې هغه څه وايي چې کولی یې نه شي، زه فکر کوم چې د طالبانو پاکستان ته زړه ډک دی، د خپل امارت ړنګېدل یې چې د ډېرو وینو په قیمت یې جوړ کړی وو له یاده نه دي وتلي، زه طالبانو ته یوه مشوره ور کوم او هغه دا چې ګورئ په پاکستان باندې بیا باور ونه کوئ، که هر څو باغونه درته شنه کړي، هر څو غوړه مالي درته وکړي،هر څو کلکې او ټينګې وعدې  در سره وکړي، په پای کې هغه څه کوي چې په خپله ګټه یې وي، تاسو په دوه توته خرڅوي!

 

که تاسو غواړئ چې له امریکایانو او یا د کرزي له حکومت سره خبرې وکړئ نو په خپله یې ور سره وکړئ، تاسو هر وخت ویلي او وايئ چې مونږ  دکرزي له حکومت سره  دیو حکومت په حیث خبرې نه کوو ځکه چې په رسمیت یې نه پېژنو!  نو اوس که خپل موقف تغیروئ او  د کرزي له حکومت سره خبرو ته تیارېږئ نو بیا یې ښه لار دا ده چې په خپله یې مخامخ پرته له کوم منځګړي ور سره وکړئ، او که یې د بل چا په واسطه ور سره کوئ نو یقینا چې لویه اشتباه کوئ، او که یې بیا د پاکستان په منځګړیتوب ور سره کوئ نو سل په سلو کې ډېره لویه تاریخي اوملي اشتباه کوئ ، داسې اشتباه چې بیا به وروسته ډېر پښېمانه وئ!

 

 هغه تنازل چې تاسو یې د کرزي حکومت ته د پاکستان د منځګړیتوب له وجې کوئ هغه تنازل په خپله مخامخ د کرزي حکومت ته وکړئ، او کوم امتیاز چې د پاکستان په واسطه ترې غواړئ هغه  په خپله مخامخ ترې وغواړئ!

دا ځکه چې پاکستان یو خو په سیاست کې له تاسو نه ډېر پوه دی، زر  او ژور مو تېر باسي، او بل دا چې پاکستان هېڅ عهد، وعدې او قانون ته ژمنیتا نه لري، لکه څه رنګه یې چې د امریکې د یرغل پر مهال د امریکې لوری ونیو، نن هم د امریکې لوری نیسي، ځکه چې دوی له امریکې نه ډالر اخلي،  له تاسو غریبانو به څه بود کړي؟ لا به درنه ډارېږي چې داسې نه چې طالبان له مونږ نه څه ونه غواړي!

 

ستاسو په نامه به له نړیوالو نه ډالر اخلي او بیا به تاسو ته یوه برخه در کوي لکه له تنظیمونو سره یې چې وکړل، تاسو باید له تنظیمونو سره د پاکستان له چلن نه  ډېر څه زده کړئ، ځان لاس تړلی د پاکستان په لاس کې ور نه کړئ.

نه پوهېږم چې  د سرتاج عزیز د څرګندونو او منډو تر ړو په اړه به د طالبانو دريځ  څه وي، تر اوسه  خو یې پټه خوله غنیمت ګڼلې ده، چې وروسته به  څه ووايي او که به همداسې روژه ونیسي! یو ټکی د پام وړ دی چې طالبان غالبا دځینو پېښو په اړه زر غبرګون نه ښيي، دوی ډېرې بلاوې دي، حالاتو ته ګوري هر څه په دقت سره څاري مختلف نظرونه ځانته معلوم کړي بیا وروسته خپل نظر په ډېر دقیق او ژور ډول څرګندوي.

 

زما په نظر سر تاج عزیز هسې بدلې بولي، ځکه څه وخت مخکې چې لا طالبانو خپل دفتر نه و خلاص کړی  په لندن کې د پاکستان د پوځ مشر کیاني  له کرزي او د انګریزانو له صدر اعظم سره  غوړه ژمنه وکړه چې په شپږو میاشتو کې به سوله راولي، شپږ میاشتې تېرې شوې، مګر  د کیاني او کرزي سوله را نغله،  کیاني  سره له دې چې  دپوځ مشر  دی، او د سترګو د پاسه یې  خوله هم  ښه کش ایښې وي مګر   په شپږو میاشتو کې څه چې له شپږو میاشتو ور اخوا هم د سولې په راوستو کې  پاتې راغی، ځکه خوشکمنه ده چې سرتاج عزیز غریب  چې په سر یو ویښته هم نه لري څه به وکړای شي او کنه!

زلمی هېوادوال

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *