ښځه او حقوق یی – څلورویشتمه برخه – حکمتیار — دیلی شهادت

 

ښځه او حقوق یی – څلورویشتمه برخه – حکمتیار

 

دیلی شهادت

 

دې لپاره چي دا موضوع او اړوند احكام ئې لازيات راته واضح شوي وي بايد هغه روايات هم له نظره تېر كړو چي په دې اړه راغلي، خو تر دې وړاندي بايد دا وضاحت وكړو چي آيا د دغو زناكارو سزا يوازي همدا پورتنۍ سزا ده كه اسلامي حكومت كولى شي څه پرې زيات كړي؟ ځيني په دې باور دي چي له دې سزا سره يو كلن تبعيد هم مل دئ، قاضي به د پورتنۍ سزا تر څنگ دا پرېكړه هم كوي چي زناكار تر يوه كال پوري له خپل مېشت ځاى بلي سيمي ته په تلو مكلف كړي، دوى ځينو رواياتو ته په پام سره دا سزا واجب او د پورتنۍ ضميمه گڼي، خو ځيني نور بيا دا د حد د سزا ضميمه نه بلكي داسي سزا ئې بولي چي د حاكم رأيي ته ئې محول كوي، چي كه دا تبعيد د مجرم او ټولني لپاره غوره ورته معلوم شي نو داسي كار كولى شي. احنافو دغي رأيي ته ترجيح وركړې او يقيناً چي صحيح رأيه همدا ده، په څو دلائلو: 1- په آيت كي سزا ټاكل شوې، په دې آيت او د قرآن په نورو آيتونو كي د مزيد سزا لپاره شاهد نه مومو. 2- هر تبعيد ته د سزا په سترگه نشو كتلى، د هغه زناكار لپاره چي په څرگنده مجازات شوى او له خلكو سره په جگو سترگو مخامخېدا ورته گرانه شوې، دا غوره ده چي څه موده له خپلي سيمي بل ځاى ته ولېږل شي، په بل ځاى كي به دى هم له روحي فشار خوندي وي او د ده مخكنۍ ټولنه به هم له هغه ضرره خوندي وي چي د مجرم آزاد گرځېدا ئې ورسره مخامخ كوي، دا ځكه چي د مجرم آزاد گرځېدا د جرم په اړه حساسيت ورو ورو له منځه وړي او هغو كسانو ته جسارت بخښي چي د همداسي جرم شوق لري. لاندي روايت دا مطلب ډېر ښه توضيح كوي:

عَنِ ابْنِ عُمَرَ قَالَ : بَيْنَمَا أَبُو بَكْرٍ رضي الله عنه فِى الْمَسْجِدِ جَاءَهُ رَجُلٌ فَلاَثَ عَلَيْهِ بِلَوَثٍ مِنْ كَلاَمٍ وَهُوَ دَهِشٌ فَقَالَ أَبُو بَكْرٍ لِعُمَرَ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُ: قُمْ إِلَيْهِ فَانْظُرْ فِى شَأْنِهِ فَإِنَّ لَهُ شَأْنًا. فَقَامَ إِلَيْهِ عُمَرُ رضي الله عنه قَالَ : إِنَّهُ ضَافَهُ ضَيْفٌ فَوَقَعَ بِابْنَتِهِ فَصَكَّ عُمَرُ رضي الله عنه فِى صَدْرِهِ وَقَالَ : قَبَّحَكَ اللَّهُ أَلاَ سَتَرْتَ عَلَى ابْنَتِكَ. قَالَ : فَأَمَرَ بِهِمَا أَبُو بَكْرٍ رضي الله عنه فَضُرِبَا الْحَدَّ ثُمَّ تَزَوَّجَ أَحَدُهُمَا مِنَ الآخَرِ وَأَمَرَ بِهِمَا فَغُرِّبَا عَامًا أَوْ حَوْلاً. رواه البيهقى

 

له ابن عمر رضي الله عنه روايت دئ چي يوه ورځ په داسي حال كي چي ابوبكر رضي الله عنه په جومات كي وو يو سړى ورته راغى چي لالهانده او پرېشانه وو، خبري ئې هم څرگندي او واضح نه وې، ژبه ئې بنده بنده كېده، نو ابوبكر رضي الله عنه عمر رضي الله عنه ته وويل: ورشه او حال ئې معلوم كړه، حتماً څه خبره ورسره ده، عمر رضي الله عنه ورغى او هغه ورته وويل: يو مېلمه ئې خپل كور ته راوست او هغه ئې له لور سره زنا وكړه، عمر رضي الله عنه هغه په سينه وواهو او ورته وئې ويل: خداى دي سپك كړه، ولي دي پر خپلي لور پرده وانه چوله!! ابوبكر رضي الله عنه دواړه راوغوښتل، دواړو پر خپلي گناه اعتراف وكړ، پر دواړو حد جاري شو، خو د حد تر څنگ ئې هم دوى دواړه سره نكاح كړل او هم ئې تر يوه كال پوري تبعيد كړل. كه غور وكړو نو د دې بدوي لپاره تر ټولو غوره كار دا وو چي لور او دغه مېلمه ئې سره كښېنولي وى، دواړو ته ئې ويلي وى چي تاسو دا غلطي وكړه، اوس نو په كار دا ده چي تاسو دواړه په خپلو كي نكاح وكړئ، ځكه له قانوني او شرعي پلوه نه ده په خپله سزا وركولى شوى، نه ئې په محكمې كي دوى ته سزا وركولى شوى، ځكه محكمې به يا څلور شاهدان ترې غوښتل يا به دوى دواړو اعتراف كولو، محكمې ته د دواړو بېول له دې پرته چي هغوى تنبيه شي ده ته كومه گټه ونه رسوله. د عمر رضي الله عنه په اړه دا روايت هم راغلى چي ويلي ئې دي: له دې وروسته به څوك تبعيد نه كړم، دا خبره ئې هغه مهال وكړه چي يو مجرم ئې تبعيد كړ او هغه روميانو ته پناه يووړه. د علي رضي الله عنه په اړه هم راغلي چي له تبعيد سره ئې مخالفت كړى. له دې رواياتو په ډېر وضاحت سره معلومېږي چي هغه رأيه كمزورې ده چي تبعيد د حد ضميمه او واجب گڼي. 

 

خو دا چي آيا له عقلي، علمي، اخلاقي او فطري پلوه زنا ته د جرم په سترگه كتلى شو كه نه او داسي سزا ورسره ښايي كه نه؟ دې پوښتني ته له ځواب وړاندي څو خبري ستاسو مخي ته ږدم: آيا وړو مرغيو ته مو پام كړى چي كله د الوتو شي نو دوه دوه سره جوړه شي، په يوې خوندي گوښې كي ځان ته په گډه ځاله جوړه كړي، د ژوند تر پايه سره ملگرې وي، تر منځ ئې وفا او مينه وي، ټول هم و غم ئې دا وي چي بچيان وزېږوي، ستر ئې كړي او الوتو ته ئې چمتو كړي، نه ئې نارينه بلي ښځي ته او نه ئې ښځه پردي نارينه ته تمايل ښيي. آيا د مرغانو دا صفا او له ميني او وفا ډك ژوند كافي نه دئ چي ووايو: د فطرت تقاضا همدا ده، جنسي تمايل د گډ ژوند او گډي كورنۍ جوړولو محرك او موخه ئې د اولاد زېږول او روزل.

 

آيا هغه چرگ ته ځير شوي يئ چي گڼ شمېر چرگي ساتي، بل چرگ ئې خوا ته نه پرېږدي، كه بل د ده پر مېرمنو جنسي تېرى وكړي تر هغه ورسره جنگېږي چي زخمي زخمي شي، د چرگانو تر منځ د جگړو لويه وجه همدا وي!! دا صحنه د كومي خبري غمازي كوي او موږ ته څه پيغام لري؟!! آيا زموږ په وړاندي دا څرگند پيغام نه ږدي چي پر خپلو مېرمنو غيرت كول د ژوو د فطرت غوښتنه او په همدې كي د دوى د بقاء رمز پروت دئ؟!! آيا دا چي الله تعالى د ژوو په فطرت كي دا احساس ايښى چي د ښځي په رحم كي د دوو نارينه وو د مني د توئېدو په وړاندي حساسيت وښيي او مخنيوى ئې وكړي او د دې په وړاندي جدي غبرگون وښيي چي د ده مېرمني ته بل څوك ورنږدې شي، داسي حساسيت او غبرگون چي جگړي ته چمتو شي او د دې پروا هم ونه كړي چي ښايي په دې جگړي كي به دى په خپله زخمي شي!! آيا دا فطري عكس العمل د دې خبري شهادت نه وركوي چي په همدې كي د ژوو د بقاء رمز مضمر دئ او دا فطري اصل تر پښو لاندي كول بدي پايلي لري؟!!

 

كبان به گورې چي دوه سره جوړه شي، يوه خوندي ځاى ته ولاړ شي، نارينه ئې ځاى برابر كړي، په خپلي لكۍ د زمكي د سر تيږي يوې خوا بلي خوا ته كړي، ښځه ئې راشي او هملته په هگۍ اچولو لگيا شي، دى ئې په شاوخوا كي گرځي او په حركاتو كي ئې د شوق او ميني اغېز دومره ځلاند وي چي سړى گمان كوي هغه مستي كوي، بل كب د هغې خوا ته نه پرېږدي او كه كوم يو دا جسارت وكړي نو پرې حمله كوي، كله چي ښځه د هگيو له اچولو فارغه شي، هغه ورشي او پر همدغو هگيو خپله مني وشيندي، او بيا هڅه وكړي چي دا هگۍ پټي كړي ښايي د دې لپاره چي مارغان ئې ونه خوري او ښايي د دې لپاره چي بل كب همدا د ده كار ورسره ونه كړي!!

 

ما په يوه فيلم كي د مارغانو يوه جوړه ليده چي گډه ځاله ئې وه، ښځي ئې په داسي حال كي خپل مېړه له لاسه وركړ چي هگۍ ئې اچولې وې، دې ته اړه شوه چي د ژوند بل ملگرى ځان ته پيدا كړي، بختوره وه، داسي ملگرى ډېر ژر په لاس ورغى، په مخكنۍ ځالي كي ئې د نوي گډ ژوند د دوام پرېكړه وكړه، خو كله چي نارينه دې ځالي ته راغى او په هغې كي ئې داسي هگۍ ترسترگو شوې چي مېرمني ئې له مخكني مېړه څخه ترلاسه كړې وې، نو ټولي ئې يوه په بلي پسې له ځالي لاندي وغورځولې، او ځاى ئې هغو هگيو ته تش كړ چي مېرمن به ئې له دې وروسته اچوي!! دا ځكه چي ده د نوي گډ ژوند پرېكړه په دې موخه كړې وه چي په خپله د بچيانو خاوند شي، وئې پالي او په دې توگه ئې نسل دوام وكړي او د فطرت غوښتنه ئې ترسره شي!! ما ته ووايئ: دا صحنې موږ ته څه درس راكوي؟! آيا د يوه سالم الفطرت انسان لپاره دا كافي نه ده چي ووايي: الله تعالى د ژوو په فطرت كي جنسي غريزه او له هغه لذت اخيستل د دوى د نسل د بقاء لپاره ايښې نه يوازي د تلذذ او خوند اخيستو لپاره، هغه چي دا غريزه په غير فطري طريقې او فقط د خوند اخيستو لپاره اشباع كوي، يقيناً چي دومره جاهل او كودن دئ چي دغه مارغان تر هغه ډېر شرف لري!! كه تاسو د ژوو ژوند ته ځير شئ نو دا به درته جوته شي چي د ټولو جنسي اړيكي د فطري قانون مطابق او د اولاد درلودو په موخه ترسره كېږي، قرآن د هغه الله تعالى كتاب دئ چي دا ټول ژوي ئې پيدا كړي او د دوى په فطرت كي ئې دا ځانگړتياوي ايښې دي، نو ځكه د انسان د جنسي غريزې او د هغې د اشباع په اړه د قرآن لارښووني همغسي دي چي د ژوو فطرت ئې غوښتنه كوي. قرآن جنسي بې لاريتوب او شذوذ د جاهليت له مظاهرو څخه گڼي، د قرآن له نظره په هري ټولني كي چي د دې گنده او ناولي عمل مظاهر راڅرگند شي نو هغه له تمدن وروسته پاته او جهل وهلې ټولنه ده. علم او تمدن انسان د قانونيت خوا ته كاږي او ټولي اړيكي د همدغي قانونمنۍ په سيوري كي تنظيموي او ټولنه له دې ژغوري چي قانون ترپښو لاندي شي، له حدودو تېرى وشي، نظم له منځه ولاړ شي، يو د بل پر حق او حد تېرى وكړي، د انسان په ژوند كي تر ټولو مهمه او اساسي قضيه د ده جنسي اړيكي دي چي د ده او د ده د نسل ژوند او دوام ورپوري تړلى دئ. د انسان د ژوند د دغه اساسي اړخ روغوالى، د قانون په چوكاټ كي د هغه تنظيمول او په دې برخه كي د پولو او حدودو د تر پښو لاندي كېدو مخنيوى د علم او تمدن له لومړنيو غوښتنو څخه دي. جهل او د انسان له فطرت او د هغه د جسم د سلامتيا او روغتيا له غوښتنو او د هغه د روح او بدن له صحي اړتياوو بې خبري د دې سبب كېږي چي د انسان د ژوند دغه اړخ ته لازمه اعتنا ونه شي، ضوابط ئې تر پښو لاندي شي او له حدودو ئې تېرى وشي، مگر نه گورئ چي د لوېديزي نړۍ بې مهاره ټولنه له دې جهته څومره رنځ وړي او له څومره خطرناكو ناروغيو سره مخامخ ده؟ سيفليس او د ايډز وژونكې ناروغي د دې ټولني له مظاهرو څخه يوه ده، د لوېديزي نړۍ زړه سواند پوهان په چيغو چيغو د خطر اعلان كوي چي يا آزادي جنسي اړيكي مهار كړئ او يا د هغه د بدو او تباه كوونكو عواقبو انتظار وكړئ، دا حالت به موږ له هغو بدو پايلو سره مخامخ كوي چي د كورنيو د جوړېدا لړۍ پاى ته ورسي او خلك د اولاد له درلودو او د هغوى د روزني د تكليفونو له گاللو ډډه وكړي!!

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *