دا وینی نه ضایع کیږی! —عبدالکریم ساپی

 

دا وینی نه ضایع کیږی!

 

عبدالکریم ساپی

 

د بیگناه مصري خلکو هغه معصومو کريغو، ترهېدونکو او بوږنوونکو فريادونو چې د مصر د فرعوني او ظالم پوځ د ديو شکله ټانکونو د چينونو او پوځي موټر له ټيرونو لاندې بې اختياره له خولې وتل، انسانان خو پريږده چې د ناري جنات او د غير بشري مخلوقاتو زړونه هم دردول، او په دې فرعوني وحشت او چنگيزي جنايت يې د ترحم او زړه سواندۍ اوښکې تويېدې!!

د ٢٠١٣ کال د اگست په (١٤ مه) د چهارشنبې په سهار له لمر ختو نه مخکې رابعه العدويه سيمې او د التحرير ميدان چې د مصر د پلازمينې قاهرې ښار په زړه کې موقعيت لري، هغه مهال د قيامت صفرا ناورينه صحنه تمثيلوله، چې د مصري غلام او اجير پوځ ټانکونه او بکتر بند گاډي، د مصر د حق، آزادۍ او د بنده له بنده گۍ نه د بنده گانو د نجات پلوه اعتراض کوونکو مسلمانانو په کمپونو باندې په ډيره بې رحمۍ او وحشت سره ور وخيژول شول، له څلورو خواوو پوليسو او پوځيانو پرې لکه د ځنگل د ښکاريانو گولۍ ورولې داسې لکه د بلې کومې سيارې مخلوق چې د وحشي ځناورو په پنجو کې کيوتى وي، زگيروي وو، فريادونه وو، غوغا وه، واويلاوه چې د بېگناه او مظلومو ټپيانو او پرهرژلو له سينو را وتله او د قاهرې فضاء يې ويرجنه او غمجنوله، د شهيدانو وينو د لمر وړانگې بدرگه کولې. خو په دې جنايت لا هم د جنايتکار السيسي زړه يخ نه و، هوايي ځواک ته يې حکم صادراوه چې له هوا نه هم د حق پالونکو او حق غوښتونکو په مړ ژواندو ليکو د اور او اوسپنې گولۍ و وروي، د رابعه العدويه جامع جومات شهيد کړى شو او په جومات کې پناه اخيستونکي سپين ږيري او ځوانان د پناه له نعمت نه محروم، د ظلم او بربريت ښکار شول، که چنگيز او هلاکو خان ژوندي واى، نو به هم د السيسي دغه جنايت ته حيران او گوته په غاښ دريدلي واى!!

اسلام دښمن او په مجموع کې بشريت دښمنه، فرعوني او استبدادي ځواکونه ددې حوصله او طاقت نلري، هغه ځواکونه او خوځښتونه وزغمي چې د حق او عدالت د نظام نافذولو هڅه کوي.

هغه نظام او حکومت راولي چې بنده ته د بنده له غلامۍ نه نجات ورکوي، د ظلم او ښکېلاک ځنځيرونه ور مات کړي.

په عربي نړۍ کې د ٢٠١١م په وروستيو او د ٢٠١٢م کال په لومړيو کې د فرعوني او استبدادي رژيمونو په خلاف ولسي پاڅونونو د حالاتو بڼه بدله کړه، په مصر کې هم د حسني مبارک ٣٣ کلن فرعوني رژيم نسکور شو، د اسلامي، مبارز او مجاهد اويا کلن تنظيم اخوان المسلمين تر قيادت لاندې په دغه هېواد کې د آزادانه او شفافو ټاکنو د زمينې برابريدو په نتيجه کې، د مصر مسلمان او په دين مين ولس په خپله خوښه او په قانوني بڼه د نوي حکومت او نوي نظام د جوړيدو پريکړه وکړه او محمد المرسي يې خپل ولسمشر وټاکه خو د يوه خپلواک حکومت را منځ ته کيدل او د محمد المرسي په څېر د يوه مسلمان او هدفمن ولسمشر واکمن کيدل، هغه څۀ وو چې د امريکا په مشرۍ غربي ښکېلاکي او اسلام دښمنو طاقتونو ته په هيڅ صورت د زغم او برداشت وړ نه وو.

د مرسي د حکومت لا يو کال نه و پوره شوى چې د جون په مياشت کې يو شمير اجيرو او پردي پالو بړيڅو چې د مصر د غلام پوځ د اجير او فرعون صفته لوى درستيز جنرال عبد الفتاح السيسي لاس ور سره و، د خپلو غربي بادارانو په لمسه د مصر د قانوني او د ولس په اکثريت خوښه منتخب شوي ولسمشر محمد المرسي په خلاف بلواگانې او مظاهرې په لاره واچولې، چې نږدې يوه مياشت يې دوام وکړ او په ترڅ کې يې د دولت د مخالفينو او پلويانو تر منځ په نښتو کې زيات او کم شپيته کسان مړه او ژوبل شول، او دا په هر حکومت او هېواد کې عادي پيښې گڼل کيږي.

السيسي دغه د امريکا غلام او ايجنټ، ددې پر ځاى چې د ستونزې د حل او د دوه مخالفو ډلو تر منځ د را پيدا شوي کړکيچ لپاره د منتخب حکومت او منتخب او قانوني ولسمشر لارښوونو ته غوږ کيږدي او اوامر يې پر ځاى کړي د قانوني ولسمشر او د ولس له انتخابي او غوره کړې اعلى مرجع څخه بغاوت وکړ، د يهودي او صليبي بادارانو د امر په تعميل يې پوځي کودتا په لاره واچوله، د مصر په قانوني او منتخب حکومت يې شبخون وکړ، او په مصر کې يو ځل بيا د ولسواکۍ د نظام پر ځاى د فرعوني او استبدادي نظام د واکمن کولو لپاره يې ټول انساني او بين المللي قوانين تر پښو لاندې کړل.

د هېواد او نړيوالو منل شويو قوانينو تر مخه، پوځ د ولس او حکومت د نوکر حيثيت لري، پوځ يواځې په هغه څه کولو مکلف دى چې حکومت او د ولس رښتيني استازي ورته حکم کوي.

 پوځ حکمراني نه بلکې د حکومت د حکم تعميل کوي، پوځ ته حکمراني نه ښايي، او په کومو هېوادو کې چې پوځ په زور او فرعونيت سره د ملک په حکمرانۍ ډاکه اچولې، نو د هغو ملکونو انجام له بدبختۍ سره مخ شوى، چې تونس، مصر، ليبيا، او يمان يې ژوندي مثالونه دي.

خو د محمد المرسي د حکومت له نسکورولو فقط يوه نيمه مياشت وروسته د مصر د موجوده ناقانونه او د ولس د ناخوښي حکومت په خلاف د مصر اکثريت ولس مظاهرې کوي، د مشروعيت او ولسواکۍ غوښتنه کوي، د ظلم او بې عدالتۍ په ضد غږ پورته کوي نو بيا همدغه فرعون صفته، بې ضميره او پردي پال السيسي دى. چې د ناقانونه حکومت پر ځاى په ولس باندې ټانکونه او پوځي موټر ور خيژوي، پوليس او پوځ ته له څلورو خواو نه د اعتراض کوونکو په کمپونو د گوليو ورولو حکم کوي!! له دوه ساعته نه په کم وخت کې له (٣٥٠٠) څخه زيات بيگناه حق پلوه ولسي وگړي په شهادت رسوي، او له (١٠٠٠٠) نه زيات نور مرگوني ټپيانوي!!

دا کومه ديموکراسي، او له ولس سره کومه همدردي ده؟!

له خپل ولس سره خو داسې ظلم نه چنگيز او هلاکو خان کړى او نه هم بل کوم فرعوني ديکتاتور!! د داسې جنايتکار د عبرتناکې سزا په اړه، د ليکوال د قلم عفت له څه ليکلو عاجز دى، دا قضاوت او پريکړه بايد پخپله د مصر ولس او د نړۍ انصاف او عدالت غوښتونکي ولسونه وکړي.

هغه ويډيوگانې چې د جنايتکار السيسي په مشرۍ د مصر د جيره خور او پردي پال پوځ د ياد جنايت له ويرجنې او وحشتناکې صحنې څخه ډکې شوې دي. په ليدو يې د هر انسان له زړه نه وينې څاڅي، ويښتان يې نيغ دريږي، او ددغې صحنې د کتلو تاب نلري، د ټانکونو د چينونو او د پوځي موټرو تر ټيرونو لاندې د انسانانو وينې بهول کيږي، د هغوى غوښې او د بدن اعضاء چې د توپونو او کلاشينکوفونو په مرميو، له څلورو خواوو نه ويشتل کيږي، په هوا کې لکه د مالوچو په شان يوې خوا او بلې خوا ته الوزي.

آيا همدا ديموکراسي ده؟! چې د مسلمان ولسمشر محمد المرسي او اسلامي حکومت په خلاف د يو څو تنو پردي پالو بې دينه او ولس دښمنو مخالفينو په مرگ ژوبله، او غوښتنه چې هغه هم د ولسي خلکو ترمنځ پيښه شوې، السيسي د منتخب حکومت او ولسمشر په خلاف بغاوت او پوځي کودتا کوي، خو په هغو زرگونو ولسي خلکو ټانکونه خيژول کيږي او گولۍ پرې ورول کيږي، چې د ناقانونه او غير منتخب حکومت په خلاف غږ پورته کوي، دا د جنايتکارې امريکا په اشاره د السيسي په لاس د هغه ستر جنايت تر سره کول دي چې هميشه به د انسانيت په لمن يو تور داغ وي.

السيسي ويلي وو چې د ولسي وگړو خوندي ساتل خپله دنده گڼي او په دې اړه يې له خپل منصبي څادر څخه پښې بهر کړې او د محمد مرسي په مشرۍ د وخت منتخب او قانوني حکومت ته يې گواښ کړى و چې که دده په وينا په (٤٨) ساعتونو کې حکومت (دغه مصنوعي بحران) ختم نکړ، پوځ په دې اړه بې تفاوته پاتې کيدې نشي، هماغه و چې د يو څو بې دينه، وطن پلورونکو او پردي پالو مظاهره کوونکو د غوښتنو او د امريکا اهدافو د پوره کولو په خاطر يې د حکومت په خلاف پوځي بغاوت وکړ، کودتا يې وکړه او مرسي يې له قانوني واکه گوښه او بندي کړ، عجيبه دنده او ديموکراسي ده!! د يو څو تنو او باشانو په خاطر خو السيسي د قانوني حکومت تخته نسکوروي، خو له بلې خوا د ولس اکثريت چې د منصور عدلي د لاسپوڅي او بلواکه حکومت د ناقانونه کړنو په خلاف او د المرسي د مشروع حکومت  د پحال کيدو لپاره غږ پورته کوي، قتل عام کيږي!!

اصل حقيقت دا دى چې دا هر څه د امريکا په مشرۍ د لويديځو ښکېلاکي، اسلام او مسلمان دښمنو صليبي هېوادو په اشاره د ولس د قاتل او جيره خور جنرال السيسي په لاس، د يو خپلواک، اسلامي او عادلانه حکومت د مخنيوي په موخه تر سره شول او تر سره کيږي.

خو السيسي او د هغه اسلام او مسلمان دښمن طاقتونه بايد په ياد ولري چې د اسلام او آزادۍ د لارې پتنگانو هميشه د خپلو وينو په نذرانه کولو، د اسلام د ډيوې رڼا بله ساتلې، او له هرې کربلا نه وروسته يې په خپل دوامداره جد و جهد سره د دښمنانو خولې له خاورو ډکې کړي دي، دا يو اخوان المسلمين نه دى چې د يو څو زرو پتنگانو په شهيدانولو سره به يې د غورځنگ مخه ونيول شي.

د اسلامي نهضتونو خوځښت اوس نړيوال شوى، د صليبي لښکرو په وړاندې د افغان مېړنيو مجاهدينو فاتح مقاومت په افغانستان کې د اسلامي نظام او اسلامي حکومت د قايميدو زيري خپروي، د مصري پوځ د عامه وژنې د جنايت په نتيجه کې د مسلمانانو رنگينې وينې چې د اسلام، خپلواکۍ او آزادۍ په لار کې تويې شوي، هيڅکله به نه ضايع کيږي او هرومرو به رنگ راوړي.

د مصر په دين او آزادۍ مين ولس هوډ کړى چې تر څو يې په دغه هېواد کې مشروعيت بيا حاکم کړى نه وي، خپلې مبارزې ته به دوام ور کوي او په دې لار کې قرباني خپل دنيوي او اخروي وياړ بولي، هغه ورځ اوس لرې نه ده چې السيسي او دده نور جنايتکار ملگري د حسني مبارک، عبد الله صالح او زين العابدين په برخليک اخته او په نړۍ کې د پناه ځاى ونلري.

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *