ښځه او حقوق یی – دری دیرشمه برخه – حکمتیار — دیلی شهادت

 

 

ښځه او حقوق یی – دری دیرشمه برخه – حکمتیار

 

دیلی شهادت

 

له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي يو اسلمي سړى رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راغى او پر خپل ځان ئې څلور ځلي دا گواهي وركړه چي له يوې ښځي سره ئې زنا كړې، په هر ځل كي رسول الله صلى الله عليه وسلم مخ ترې اړاوو، نو په پنځم ځل ئې مخ ورواړاوو او وئې ويل: آيا مجامعت دي ورسره كړى؟ وئې ويل: هو، وئې فرمايل: دومره چي ستا دغه (غړى) د هغې په هغه (غړي) كي غائب شو؟ وئې ويل: هو، وئې فرمايل: داسي لكه چي سلايي په رانجومي كي پټېږي او پړى په څا كي؟ وئې ويل: هو، وئې فرمايل: آيا پوهېږې چي زنا څه ته وايي؟ وئې ويل: هو؛ له دې سره مي هغه كار په حرامه توگه كړى چي سړى ئې له خپلي مېرمني سره په حلاله توگه كوي. وئې فرمايل: په دې وينا سره څه غواړې؟ وئې ويل: غواړم چي ما پاك كړې!! نو امر ئې وكړ او هغه رجم شو، بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم له خپلو دوو اصحابو څخه واورېدل چي يوه ئې بل ته ويل: دې ته وگوره چي الله پرې پرده اچولې وه خو خپل نفس تر هغه آرام پرې نښود چي د سپي په څېر رجم شي، نو څو شېبې ئې د دوى په وړاندي سكوت وكړ، تر هغه چي د يوه داسي خره د جيفه (مړزگي) خوا ته تېر شو چي له پړسوبه ئې پښې شخي ولاړي وې، نو وئې فرمايل: فلانى او فلانى چېري دي؟ هغوى وويل: موږ دغه يو يا رسول الله! وئې فرمايل: كوز شئ او د خره له دې مړزگي څه وخورئ، هغوى وويل: يا رسول الله! څوك به دا وخوري؟ وئې فرمايل: كوم تېرى چي تاسو همدا اوس د خپل ورور پر عرض او عزت وكړ د دې تر خوراك ډېر سخت كار (گناه) دئ، په هغه ذات قسم چي زما سا ئې په واك كي ده هغه اوس د جنت په نهرونو كي غوټې وهي.

  

په بل روايت كي داسي راغلي:

ثُمَّ جَاءَتْهُ امْرَأَةٌ مِنْ غَامِدِ مِنَ الأَزْدِ، فَقَالَتْ : يَا رَسُولَ اللَّهِ، طَهِّرْنِي، فَقَالَ : وَيْحَكِ ارْجِعِي، وَاسْتَغْفِرِي اللَّهَ، وَتُوبِي إِلَيْهِ، قَالَتْ : لَعَلَّكَ تُرِيدُ أَنْ تَرُدَّنِي كَمَا رَدَدْتَ مَاعِزَ بْنَ مَالِكٍ، قَالَ : وَمَا ذَلِكَ، قَالَتْ : إِنَّهَا حُبْلَى مِنَ الزِّنَا، قَالَ : أَثَيِّبٌ أَنْتِ؟، قَالَتْ : نَعَمْ قَالَ : إِذًا لاَ نَرْجُمُكِ حَتَّى تَضَعِي مَا فِي بَطْنِكِ، قَالَ : فَكَفَلَهَا رَجُلٌ مِنَ الأَنْصَارِ حَتَّى وَضَعَتْ، فَأَتَى النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم، فَقَالَ : قَدْ وَضَعَتِ الْغَامِدِيَّةُ، فَقَالَ : إِذًا لاَ نَرْجُمُهَا، وَنَدَعُ وَلَدَهَا صَغِيرًا لَيْسَ لَهُ مَنْ يُرْضِعُهُ، فَقَامَ رَجُلٌ مِنَ الأَنْصَارِ، فَقَالَ : إِلَيَّ رَضَاعُهُ يَا رَسُولَ اللَّهِ، فَرَجَمَهَا  السنن الصغرى و مسلم.

 

بيا د ازد د قبيلې د غامد له ټبره يوه ښځه ورته راغله او وئې ويل: يا رسول الله! ما پاكه كړه! وئې فرمايل: افسوس پرتا، بېرته ستنه شه او له الله تعالى بخښنه وغواړه، او توبه ورته وكړه، وئې ويل: ښايي ته غواړې ما داسي رد كړې لكه ماعز بن مالك چي دي رد كړ، وئې وفرمايل: او دا څه دي؟ وئې ويل: دا له زنا حامله شوې، وئې فرمايل: ته مېړوښه يې؟ وئې ويل: هو، وئې فرمايل: تر هغه دي نه رجم كوو چي خپل بچى وزېږوې، راوي وايي: نو د انصارو يوه سړي د هغې كفالت په غاړه واخيست تر هغه چي بچى ئې وزېږاوو، نو هغه سړى رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راغى او وئې ويل: غامديه مېرمني بچى وزېږاوو، نو رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: په داسي حال كي ئې نه رجم كوو او بچى ئې نه پرېږدو چي ووړ وي او داسي څوك نه لري چي تى وركړي، نو له انصارو څخه يو سړى ودرېدو او وئې ويل: يا رسول الله! د هغه رضاعت زما پر ذمه شو، نو بيا ئې هغه رجم كړه. 

 

ولي په گواهي كي دوه مېرمني له يوه نارينه سره برابري دي؟

د ښځو د حقوقو دروغجن مدافعين د اسلام دا اصل د اعتراض وړ او د ښځو په اړه تبعيض گڼي چي وايي: يا به دوه متفق عليه نارينه شاهدان شهادت وركوي او يا به د دوه نارينه شاهدانو د نه موندلو په صورت كي يو نارينه او دوه ښځينه شاهدان وړاندي كېږي!! په داسي حال كي چي قرآن د دې پرېكړي دلائل زموږ مخي ته اېښي او ويلي ئې دي چي دا يوازي د دې لپاره چي كه يوه ښځه خبره هېره كړي بله ئې ورپه ياد كړي، دا ځكه چي د ښځي عاطفه هومره قوي ده چي د دې حافظه هم تر اغېز لاندي نيسي، گورئ چي عاطفه ئې د اولاد ټولي نادودي او غلط كارونه حتى جفاگاني ورباندي هېروي، هري مور ته خپل اولاد ډېر بې گناه معلومېږي، زوى ئې د گاونډي له زوى سره په جگړي كي سخت ملامت وي خو دا ترې په حقه او ناحقه دفاع كوي، خپله مورنۍ عاطفه ئې دې ته هڅوي چي له خپل زوى دفاع وكړي، همدغه عاطفه د بې وزلي پوروړي په نسبت د شهادت وركولو په وخت كي په دې همغه كار كوي چي له خپل زوى د دفاع په وخت كي ئې پرې كوي.

 

هغه ناپوه كسان چي دا د ښځو په نسبت تبعيض گڼي، په دې هم نه پوهېږي چي شهادت وركول امتياز نه بلكي يو مكلفيت دئ او اسلام د مكلفيتونو په برخه كي تل ښځو ته امتيازات وركړي چي څو مثالونه ئې دا دي:

سنگر ته له تلو ئې معاف كړې، مگر دا چي نفير عام وي او يا دا په خپله خوښه تگ وغواړي.

جومات ته ئې د تلو حق وركړى خو ورباندي مكلفه كړې ئې نه ده.

 

نكاح د ښځي او نارينه ترمنځ يوه برابره معامله ده، په دې سره د دواړو يوې طبيعي او انساني اړتيا ته ځواب ويل كېږي، خو اسلام نارينه د مهر په وركولو مكلف كړى، د كور او د كورنۍ ټول مصارف ئې او د خپلي مېرمني او ماشومانو نفقه او جامه ئې د نارينه په غاړه اچولې او ښځه ئې معافه كړې. دا په داسي حال كي چي ښځه له مېړه مهر اخلي او د مېړه په شمول له خپلوانو ميراث ترلاسه كوي او دا حق وركړى شوى چي كولى شي خپله دغه شتمني په كار واچوي او گټه ترلاسه كړي. گورئ چي په اقتصادي چارو كي هم امتياز وركړى شوى خو له مكلفيت معاف شوې دي.

ښځو ته دا حق وركړى شوى چي گاڼه وكاروي، سره زر او ورېښم وكاروي، خو د خپل مېړه لپاره، د خپل مېړه لپاره سينگار نه يوازي ورته جائز گڼي بلكي د ثواب كار ئې بولي، خو دا حق نه لري چي خپله گاڼه پرديو ته وښيي او د هغوى په وړاندي له سينگار سره څرگنده شي، له هر هغه څه منع شوې چي د نامحرم او پردي حساسيت او شهوت پاروي او د دې لوري ته ئې هڅوي. حتى عطر او د گاڼو غږ هم په دې كي نيسي. 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.