صبر — شاهد شفق

 

 

صبر

شاهد شفق


هغه لوړه دنګه ونه درلوده که څه هم اوس یې ږیره سپینه شوې وه خو لا هم د یو ځوان غوندې ښکارېدلو،له سپین ږیروملګرو سره اوس په همغسې لهجه خبرې کولې لکه ځوان چې وي .
خو دغه خوشحاله لرونکې څېرې او خنداوره سپین ږیری هم بې درده نه و د وخت حوادثو او توندو توپانونو له ده سره هم ټکر کړی و د د ده همت یې هم ازمویلی و که به ظاهرا تاسې فکر کولو چې ښایې د هېڅ پېښې په وړاندې سوچ نه کوي او سر به نه ورباندې خوږوي او یا هم له ستونځو او کړاونو سره ندی مخ شوی مګر ستاسې له توقع او د هغه د ظاهر خلاف د هغه ژوند ډېر ترخه هم لرل
هو په انسانانو کښې به یوه ډله داسې هم ستاسې سترګو ته دریږي چې ظاهره بڼه به یې تاسې ته د هغه په نړۍ کښې د پرتو ګردونو او تیارو پرمخ پرده غوړوي بلکې که ووایو چې صبر او استقامت هغه د کومې حادثې پر محل فکر وړی نه پریږدي او اجازه نه ورکوي چې د تقدیر د پریکړو په وړاندی د سرکشی چېغه وکړي واقعیت ته به نږدې شوي و
هو هغه د دنګې ونې لرونکی متین انسان د یو د لرې پرتو ولایاتو اوسېدونکی و ،د جهاد او مقاومت هغه سنګرونه چې حزب اسلامي د روسانو په ضد جوړ کړي و ،دوی هم د همدې سنګرونو د ساتونکو ویاړ خپل کړی و
د روسانو تر ماتې وروسته چې کله په هېواد کښې د اسلامي منتخب نظام په ضد کمونستانو او د هغوی تش په نوم مجاهدو ملګرو جګړه پیل کړه د هېواد هغه لرې ولایت او دحزب د سنګرونو دغه ساتونکی هم د دوښمنانو له یرغلونو خوندی پاتی نه شول
د دنګې ونې لرونکی سپین ږیری ته الله تعالی ګڼ شمېر زامن ورکړي و چې ښایې تقدیر به هغه د خپلو زامنو د یوه د قربانی له ازمیښت سره مخ کولو
په هغه ورځ چې هغه زمونږ په مېلمستون کښې له نورو سپین ږیرو او مخورو سره ناست و او د یوې شهید پرورې کورنۍ پر حالت بحث کېدلو ډول ډول تبصرې روانې وې چې زیاتره له خواخوږی ډکې وې ،دی تر ډېره پټه خوله او خاموش و د کوم بحر غوندې چې یو نری شمال یې د خوځولو توان نه لري
خو کله چې بحث د صبر ،زغم او حوصلې پر تورو راوڅرخېد هغه هم د څه ویلو اړتیا حس کړه ،د لرګي تسبیح یې په ورغوي کښې راټولې کړلې او له تکیې او بالښت څخه لږ رامخکې شو او نېغ کښېناست ،د لیدونکو سترګې هم ده ته ور واوښتې لکه ټول چې د هغه څخه د کومې مهمې خبرې د اورېدو لپاره اماده شوي وي،زما پلار همغسې تکیه وهلې وه په فکر کښې ډوب و او تسبیح یې چټکې چټکې اړولې او کله چې هغه خبرې پیل کړلې هغه لوري ته یې مه وروګرځولو او د تسبیح اړولو چټکتیا یې ورو ورو ارامه شوله .
د دنګې ونې لرونکی دغه صابر انسان له صبر څخه بحث کولو هغه د خپل زوی د شهادت په ورځ او کله چې د هغه شهید جسد ورته راوړي د دغه پېښې د صبر له ستر او سخت مخ څخه ګړېدلو
ویل یې: د شهید زوی د جسد په لیدلو او د شهادت د خبر په اخیستلو مې تر ننه له هغه چا سره چې د ده ملګري او دده پر شهادت او څه ډول شهیدېدلو خبر و ونه پوښتل چې زما زوی څنګه شهید شو؟ ولي؟ او نور ځکه ویريدم چې هسې نه د دې پوښتونو په کولو سره او په دې سوچونو کښې په ډوبېدلو سره د صبر لمن پریږدم او د یوه مومن د عقیدوی ځانګړنو څخه بی برخې شم دا زوی ما ته خدای تعالی راکړی و او هغه بیرته راڅخه واخیستلو پس ایا زه د خپل رب د ورکړې او اخیستنې په باب شکایت وکړم؟ که د هغه رضایت د هغه ورکړه او اخیستنه باندی په ټولو حالاتو کښې راضی واوسم او صبر وکړم؟
هو هغه ویل ما ونه پوښتل په دې خاطر چې مبادا په دې سوچونو کښې خپل صبر له لاسه ورنه کړم.
کله چې هغه دغه جملې ویلې کله چې هغه دغه توري یو له بل سره پیل ما له ځانه سره ویل:سبحانه الله ،زمونږ پاکه ربه څه صابر بندګان لرې ،زمونږ ربه څه لویې حوصلې د ورکړي دي ،زمونږ ربه په څه ښکلو عقیدوي باورونو مسلح مومن بندګان درته په سجده سر ږدي.
هو هغه د صبر او حوصلو یو نه نړېدونکی دیوال ګرځېدلی و هغه د یوه بحر غوندي خاموش و هر څه یې په خپله سینه کښې په ډېر صبر سره ساتلي و
د هغه تر خبرو وروسته په مېلمستون کښې د ټولو مخورو او مشرانو په بڼو کښې د سوچونو د یوه ګرداب شاهد وم،ټول پټه خوله و لکه هغه یې چې د ځانونو څخه ډېر لوی صابر موندلی وي لکه د هغه د صبر په وړاندې چې خپل صبر کم ویني او هغه ته د تسلي ورکولو لپاره څه نه لري.
الله تعالی ته دعا کوو چې د پېښو او حوادثو په وړاندې مونږ او تاسې ټولو ته د یوه مومن له شان سره ښاییدونکی صبر نصیب کړي


امین یامعین

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.