طالبان ولي اوس هم د مجاهدينو خلاف كركجن تبليغات كوي؟ — منصف

 

طالبان ولي اوس هم د مجاهدينو خلاف كركجن تبليغات كوي؟- له دې تبليغاتو څه ترلاسه كول غواړي؟!!

 

 

لیکوال: منصف

 

طالبانو د ميزان شپږمه د خپلي بريا د ورځي په توگه ولمانځله، په (نن ټكى آسيا) سايټ كي ئې د يوې اعلاميې په ترڅ كي مجاهدين د تنظيمي جگړه مارانو په نامه يادكړي، د كابل جگړي ئې دوى ته منسوب كړې او ليكلي ئې دي: په کابل کې د کمونيستي نظام تر ړنګيدو وروسته دغه ښکلى تاريخي ښار د جهاد په نوم تنظيمي جګړه مارو د خپل منځې جګړو په ترڅ کې په بشپړه توګه په کنډواله بدل كړ!!!، د اعلاميې په نورو برخو كي ئې هم د مجاهدينو په ضد ډېره ترخه ژبه كارولې او له مبالغې او كينې ډك دروغجن تبليغات ئې كړي، غواړم د دې كينه ناكي اعلاميې ځيني برخي وڅېړم او له طالبانو وپوښتم چي څه شي دې ته اړ كړي يئ چي نن او په داسي حال كي د مجاهدينو په ضد تبليغات كوئ چي د هېواد په گوټ گوټ كي حقيقي مجاهدين د صليبي ځواكونو په وړاندي داسي جهاد كوي لكه د شوروي ځواكونو په ضد د دوى مخكنى سپېڅلى جهاد، دا نن ستاسو په ليكو كي ډېر شمېر همغه پخواني مجاهدين په جهاد بوخت دي؟!! راشئ وگورو چي دا اعلاميه څومره له حقيقت لري او د مصلحت خلاف پاروونكې ليكنه ده، اعلاميه داسي پيل شوې: نن د روان هجري لمريزکال د تلې د مياشتې شپږمه نيټه ده .پوره ۱۷ کاله مخكې په همدې ورځ طالبانو د هيواد پلازمينه کابل د تنظيمي جګړه مارانو له وجود څخه تصفيه او هالته يې يوه واکمنه متحده او اسلامي اداره حاکمه کړله.

 

په دې اړه څو عرائض لرم:

•           په نوموړي سايټ كي د طالبانو او اشرف غني احمدزي هممهاله افراطي ستاينه شوې او د حزب اسلامي كينه ناكه غندنه!! كله چي دا ستايني او غندنه يوه د بلي خوا ته ږدو او قضاوت كوو نو دې نتيجې ته رسېږو چي يا خو دا سايټ گمارل شوى چي د طالبانو تر نامه لاندي د حزب اسلامي په ضد تبليغات وكړي، طالبان د حزب اسلامي په ضد جنگ ته وهڅوي، همغه كار چي په استخباراتي شبكو پوري تړلي مزدور ليكوالان ئې كوي، او يا خو د ځينو كمعقلو طالبانو له لوري رامنځته شوى چي نه دوست پېژني او نه دښمن، ډېر ځلي د دښمن لپاره هغه څه كوي چي هغه ئې له كولو عاجز وي، راشئ دلته د دې سايټ هغه سرمقاله وڅېړو چي په حقيقت كي د ميزان د شپږمي په اړه د طالبانو اعلاميه ده، بيا به كه خداى كول د حزب اسلامي په ضد د مجاهد پښتون تر نامه لاندي د دې سايټ د يوه عقده من او كينه ناك او گمارل شوي ليكوال له درواغو ډكه كچه ليكنه څېړو.

 

           داسي معلومېږي چي دا سايټ د شخصيتونو په تللو كي هغه معيارونه او كاڼي كاروي چي ملا محمد عمر مجاهد او اشرف غني احمدزى هموزن ښيي!! حتى احمد زى تر ملاعمر دروند گڼي، د احمدزي د ستايني په ترڅ كي ليكي: د ښاغلي احمدزي مخالفين د بحث په پيل کې دا خبره کوي، چې هغه د افغانستان د دود او دستور سره  بلدتيا نلري، د خپلې ټولنې سره د چلند هنر (ئې) ندی زده ، ممکن پخوا زه هم په همدې فکر وم ؛ ولې که چيرته (چېري) څوک له ده سره د يو ځل ناستې تجربه ولري او پدې اړه يې وپوښتي، ممکن د خپل دود او دستور او د پښتني ټولنې د پيژندګلوۍ په اړه ترې ډېر څه زده کړي. په پغمان کې د يوې غونډې پر مهال، چې د احمدزيو د قوم د سپين ږيرو او مشرانو سره يې درلوده، د پښتنو دودونه او نرخ  په هر اړخيز ډول تشريح کړل، چې زما په ګډون د غونډې ټول ګډونوال يې هک پک کړل، باور وکړئ، له هغې ورځې راپديخوا دده په اړه زما ډېرې پوښتنې ځواب شوېدي. ددې ترڅنګ ښاغلي احمدزي يو نړيوال اکاډميک شخصيت دی، د ستونزو سره ، علمي او عملي مبارزه کوي، چې زما په نظر د اوسني سياسي ميدان ټول لوبغاړي لدې وړتيا څخه بې برخې دي!!! د دې كچه او له ادبي پلوه له غلطيو ډكي او د محتوى له پلوه ډېري پرېوتې ليكني په اړه له ليكوال څو پوښتني لرو: آيا په نورو سياسي لوبغاړو كي ملا محمد عمر هم شامل او له هغي وړتيا ئې بې برخي گڼې چي ستا اتل ئې لري؟!! احمدزى د امريكايانو له نظره غوره څېره ده، سابقه ئې د كرزي، جلالي او خليلزاد په څېر ده، ډېره موده ئې په امريكايي ادارو كي او د امريكا د يوه مأمور په توگه تېره كړې، دا څنگه لوبه ده او دا كومه تله ده چي تا په خپل لاس كي نيولې چي هم د امريكا يو مأمور ستايې او هم د هغې په ضد يو جنگيالى؟!! زه داسي انگېرم چي ته د احمدزي په ستايني كي د خپل زړه خبره كوې او د ملا محمد عمر او طالبانو په ستايني او د حزب په ضد تبليغاتو كي خپل مأموريت ترسره كوې، كه داسي نه وي نو دا تناقض څنگه توجيه كوې؟!! 

 

•           له طالبانو څو پوښتني لرو: د تنظيمي جگړه مارانو او طالبي جگړه مارانو ترمنځ توپير څه دئ؟ موږ خو د طالبي جگړه مارانو په ليكو كي د ملامحمد عمر په شمول داسي مشر نه گورو چي هغه دي د همدې تنظيمونو غړى نه وي پاته شوى او د كوم تنظيم له امير سره ئې بيعت نه وي كړى، موږ ته ووايئ: ستاسو مخكني تنظيمونه ښه ول كه د طالبانو هغه تحريك چي تاسو وروسته جوړ كړ؟ ولي به دا تر هغوى ښه وي؟ آيا د مخكني امير په شتون كي د خپل مخكني بيعت ماتولو او له نوي امير سره بيعت كولو لپاره كومه توجيه او جواز وړاندي كولى شئ؟

 

•           كه خپل منځي جگړه ناروا وي نو تاسو خو د دې تحريك له زېږېدو بيا تر هغي ورځي چي ستاسو حكومت نسكور شو يوازي له تنظيمونو سره جنگېدلي يئ، په دې جنگونو كي دومره افغانان وژل شوي چي ستاسو په اصطلاح او زعم مخكنيو خپل منځيو جگړو كي د هغې شلمه برخه مرگ ژوبله نه ده رامنځته شوې!! له كومي ورځي چي تاسو له سپين بولدك د افغانستان لوري ته راواوښتئ بيا تر خواجه بهاء الدين پوري نږدې شپږ كاله له تنظيمونو سره جنگېدئ، مخكنۍ جگړه يوازي د كابل شاوخوا وه خو تاسو د جگړو لمنه تر ټولو ولايتونو پوري وغزوله، د كوم منطق او كوم عقلي او شرعي معيار له مخي مخكنۍ جگړه ناروا وه او ستاسو جگړه روا؟!! ستاسو او د سياف د فتوى تر منځ به څه توپير وي؟! هغه د شوروي ځواكونو په ضد جهاد جائز گڼي او د صليبي ځواكونو په ضد په جهاد بوخت مجاهدين مباح الدم او واجب القتل گڼي!! او تاسو د تنظيمونو په خلاف خپل جهاد سپېڅلى گڼئ او د نورو ناروا او حرام!!

 

           د مجاهدينو په ضد ستاسو تبليغات همداسي دروغجن او له مبالغو ډك دي لكه دلته چي تاسو ويلي: د كابل ښكلى او تاريخي ښار په بشپړه توگه وران شو!! جنابانو! لومړى خو كابل همغو كمونيستانو وران كړ چي تر دې وړاندي ئې ټول افغانستان وران كړى وو، پر كابل بمونه يا د جنرال دوستم پلوي كمونيستو پيلوټانو ورول او يا د جبل السراج ائتلاف پيلوټانو، د جهازونو په كابين كي هم دوى ناست ول او د ټانكونو د اشترنگ تر شا هم، همغه جنرال دوستم چي وروسته له تاسو سره ملگرى شو او له كندهار تر هرات پوري ئې د تورن اسمعيل پر سنگرونو ستاسو لپاره بمونه ورول، ډېر ناپوه او په غرض او مرض اخته انسان به د هغو جگړو پړه پر مجاهدينو اچوي، د هغي جگړي تر شا مسكو او واشنگټن او د دوى سيمه ايز ملگري هېوادونه ولاړ ول، دوهم دا چي هغه جگړه د مخكنۍ جگړي تسلسل وو، كابل د كمونيستانو په واك كي وو، كمونيست جنرال نبي عظيمي ئې د كابل گارنيزيون قومندان او كمونيست جنرال آصف دلاور ئې لوى درستيز وو او د ارگ نيمايي برخه د جنرال دوستم په واك كي وه، د نجيب حكومت او اړوند ادارې ئې د دفاع وزارت، داخله وزارت، خاد او ټول امنيتي ځواكونه ئې په خپل حال پاته وو، يوازي په دومره توپير سره چي نجيب له څو نورو محدودو څېرو سره ترې كم شوى وو او څو تش په نامه مجاهدين او ستاسو مخكني مشران ورسره يو ځاى شوي وو، درېيم دا چي د كابل يوه وړه برخه چي د ټول كابل لسمه برخه هم نه ترې جوړېږي په هغو جگړو كي په نسبي توگه ورانه شوه نه ټول كابل په بشپړه توگه!!، او دا يا هغه پښتون مېشت سيمي وي چي د جبل السراج ناولي او پردي پال ائتلاف غوښتل استوگن ئې له كابل وباسي او يا هزاره مېشت سيمي وې چي د شوراى نظار، سياف او حزب وحدت تر منځ جگړو كي وراني شوې. تاسو په حقيقت كي د بي بي سي او امريكا ږغ هغه دروغجن تبليغات تكراروئ چي ستاسو په گټه او د مجاهدينو په ضد ئې كول، همغه چي پرون ئې تاسو د صلحي كوتري گڼلئ خو نن مو وحشت زېږوونكي تروريستان!! ستاسو تر ټولو لويه گناه او نه جبرانېدونكې اشتباه دا وه چي هغه مهال مو له حزب اسلامي سره د يو ځاى كېدو پر ځاى له شمالي ټلوالي او غربپالو سره لاس يو كړ او له شا مو د حزب پر مجاهدينو بريد وكړ!! داسي بريد چي يوازي د سياف په څېر مفتي ئې توجيه كولى شي. هغه مهال غربپال، تش په نامه ملت پال، د ظاهرشاه پلويان، له نجيب تښتېدلي كمونيستان… او ټول هغه چي نن د امريكا په چوپړ كي دي ستاسو خوا ته ودرېدلي وو، د كرزي په څېر سياستوال ئې هم ستاسو ملگرى وو او په لسهاوو زره ډالر ئې تاسو ته دركول، او د شيرمحمد كريمي اوسني لوى درستيز په څېر افسران هم چي ستاسو ځواكونه ئې تنظيمول! د ټولو افغانانو هغه ورځ په ياد ده چي كله تاسو كابل ته ننوتئ نو د ظاهر خان وياند په روم كي اعلان وكړ چي بابا به په همدې اونۍ كي كابل ته ځي، او جنرال نصير الله بابر وويل: طالبان د ظاهر شاه لښكر دئ!! 

 

•           اعلاميه ادعاء كوي چي طالبانو د هيواد پلازمينه کابل د تنظيمي جګړه مارانو له وجود څخه تصفيه او هالته (هلته) يې (ئې) يوه واکمنه متحده او اسلامي اداره حاکمه کړل (كړله)!!. 

دوى ته وايو:

 

           تاسو كابل له جگړه مارانو نه دئ تصفيه كړى بلكي د مخكنيو جگړه مارانو پر ځاى مو داسي نوي جگړه ماران پرې مسلط كړل چي نه ئې دوست او دښمن پېژندو او نه ئې د حلال او حرام پولي، له حزب اسلامي سره جنگېدل خو له جنرال دوستم، جنرال مالك، شير محمد كريمي، مسعود او غربپالو سره ئې ملگرتيا كوله، ډېر ناپوه او له حقائقو بې خبر او د بي بي سي د زهرجنو او دروغجنو تبليغاتو په دام كي نښتى انسان به دا گمان او ادعاء كوي چي طالبانو په كابل كي يوه واکمنه متحده او اسلامي اداره حاکمه کړله!! هغه څوك به د طالبانو حكومت ته د حكومت او اسلامي ادارې نوم وركوي چي نه د حكومت په حقيقي معنى پوهېږي او نه د اسلامي ادارې په معنى، طالبانو كابل نيولى خو نه ئې د يوه حكومت جوړولو فرصت ترلاسه كړى او نه ئې د حكومت كولو استعداد، پوهه او تجربه درلوده، دا هغه حقيقت دئ چي د طالبانو ډېر مشران پرون هم او نن هم پرې اعتراف كوي.

 

د طالبانو اعلاميه وړاندي كاږي: … د جهاد په نوم تنظيمي جګړه مارو د خپل منځې (منځي) جګړو په ترڅ کې (كي) د كابل ښار په بشپړه توګه په کنډواله بدل، د ژوند ټول اساسي سهوليتونه (سهولتونه) يې (ئې) تخريب او تر ۶۰۰۰۰ زيات اوسيدونکي يې (ئې) د تنظيمي بي هدفه جګړې (جگړي) د قربانيانو په توګه له ژونده محروم کړاي شول. يواځې کابليان نه ول چې (چي) د تنظيمي جګړو په لمبو کې (كي) د ژوند له نعمتونو بي برخې (بې برخي) شوي ول؛ بلکې د هغې سوځوونکو لمبو ټول هيواد په سر واخيست او ټول هيواد يې د فساد، فحشاء، بيدني (بې ديني)، بيعدالتي (بې عدالتي)، او بي نظمي (بې نظمي) په صحنه بدل کړ.

 

د دوى په ځواب كي څو عرائض لرو:

•           ستاسو اعلاميه له يوې خوا له ادبي پلوه ډېري نيمگړتياوي لري، په هري جملې كي ئې تر يوې زياتي غلطي ترسترگو كېږي، له بلي خوا د محتوى له پلوه ډېري ستونزي لري، د واقعيتونو او تاريخي حقائقو خلاف ده، ډېر دروغ مو ويلي، د بي بي سي دروغجن تبليغات تكراروئ، نه كابل په بشپړه توگه وران شوى، نه د كمونيستانو د اقتدار په دوران كي د كابل مظلوم ښاريان له تسهيلاتو برخمن ول، نه په هغو جگړو كي شپېته زره انسانان له ژوند محروم كړى شوي، د هغو جگړو د مرگ ژوبلي مجموعي شمېر به ښايي شپږو زرو ته هم ونه رسېږي، د وژل شوو شمېر خو ئې دومره هم نه وو لكه ستاسو د هغو جنگياليو د وژل شوو شمېر چي د جنرال مالك په ملگرتيا او د ده په تضمين مزار ته ولاړل او تر څلورو زرو زيات ئې ووژل شول، يوازي هغه ترې ژوندي ووتل چي د حزب اسلامي مجاهدينو ته ئې پناه وړې وه. هغه جگړه يوازي د كابل شاوخوا وه، او يوازي څو نښتي وې، د هېواد بلي سيمي ته خوره نشوه، خو تاسو خپله نامقدسه جگړه د هېواد گوټ گوټ ته وغزوله، د زېږېدو له لومړۍ ورځي بيا له كابل او كندهار د وتلو تر ورځي په مسلسله توگه په جگړو بوخت وئ.

 

•           تاسي په كندهار كي د هغو پروتوكولي قومندانانو او مفسدينو په خوا كي ودرېدلئ چي كمونيستانو د نجيب حكومت د نسكورېدو پر مهال كندهار هغوى ته سپارلى وو، همغه چي تاسو ئې اوس په فساد تورنوئ، او د حاجي سركاتب په څېر د صالح او نومياليو مجاهدينو په ضد وجنگېدئ، ستاسو ملگري د سلام راكټي او ملا نقيب الله په څېر پروتوكولي قومندانان ول، سلام راكټي اوس له خپل مشر سياف سره يو ځاى د امريكايانو په چوپړ كي دئ، هغوى ته داسي جنگيالي سپاري چي جامه، سليقه او سابقه ئې د طالبانو ده، امريكايان ئې د مجاهدينو په ضد جنگوي او داسي فسادونه پرې كوي چي د مجاهدينو نوم بد او ولس ترې بېل كړي.

 

اعلاميه وايي: د افغانانو هغه يو موټي (موټى) هيواد چې د يو نيم مليون شهيدانو د وينو په بيه (بيع) يې د يرغلګرو شورويانو له اشغاله آزاد کړي وه (كړى وو) د جنګ سالارانو د ځان غوښتنې (غوښتني) له امله په څو بيلا بيلو (بېلو بېلو) برخو ويشل شوي وه (وېشل شوى وو)، طبيعي شتمنۍ يې په پرديو پلورل شوې او سرحدې پولې (سرحدي پولي) يې له هر لوري را سکښتل شوې وي .

 

جنابه! دا د جنگ سالار اصطلاح دي له بي بي سي كاپي كړې، هغه مهال ته د بي بي سي په تله كي تر خپل وزن ډېر زيات دروند ختلې او ستا لپاره ئې دومره تبليغات كول چي ډېري سيمي ئې په همدغو تبليغاتو سره ستا لپاره فتح كولې، او مجاهدينو ته به ئې جنگسالاران او ټوپكيان ويل، ته نن همغه زړې خبري تكراروې، په داسي حال كي چي بي بي سي خپله مخكنۍ لهجه بدله كړې، اوس نوي معيارونه كاروي، نن طالبانو ته هم جنگسالاران او ټوپكيان وايي، د اسلام دښمنانو هغه مهال مجاهدين ستا په لاس ځپل، ته ئې د خپلو منصوبو لپاره غوره او گټور گڼلې خو نن تا هم نه مني!! 

عجيبه لا دا ده چې ته په دې پراگراف كي مجاهدين تورنوې خو ورپسې وايې: د دغې کور ورانوونکې جګړې په جاري ساتلو کې په ماتي خوړليو شورويانو سربيره (سربېره) نور ډير (ډېړ) ليري او نيږدي (نيږدې) جهتونه هم شامل ول، هغوئ هر يوه ددې په ځاي چې له مظلومو افغانانو سره د جګړې په خاموشه کولو کې مرسته وکړې (وكړي) دخپلو ګټو په خاطر يې لا د هغې په اوږد ولو کې کوښښ کاوه، د دغې بدمرغې جګړې په لمبو کې راګيرو افغانانو له يوه مقتدر څښتن پرته له بل هيڅ چا څخه د خير تمه (طمع) نه لرله ؛ د انساني حقونو دروغجنو مدعيانو او د بشر دوستي په پلمه ننيو راغليو امريکايانو ټولو ورته د بي پروايي څټ ورګرځولي (گرځولى) او پوره څلور کاله يې د جنګسالارانو په لاس د افغان ولس د تباهي او بربادي تماشه کوله .

 

جنابه! ته دلته هم د غربي رسنيو د غلطو تبليغاتو تر اغېز لاندي داسي څه ليكې چي له يوې خوا ستا مخكنۍ ادعاء ردوي او له بلي خوا امريكايانو ته برائت وركوې!! ته ښه پوهېږې چي امريكا په هغو جگړو كي اوږد لاس درلود، څټ ئې نه وو ورگرځولى بلكي د پردې تر شا ئې د هغي جگړي مهندسي كوله، هغه جگړه د واشنگټن او مسكو د گډ توافق له مخي او د دوى د سياستونو او گټو پر محور روانه وه، د دواړو گډه منصوبه دا وه چي په كابل كي د دوى د خوښي ائتلافي حكومت رامنځته شي، كمونيستان، غربپال او د مجاهدينو تر نامه لاندي منافقين سره يو ځاى شي، د واقعي مجاهدينو مقابله وكړي، د شوروي ځواكونو نيمگړى جنگي مأموريت پر مخ بوځي، جگړه تر هغه دوام وكړي چي مجاهدين خلع سلاح شي او خپل ټول جنگي امكانات له لاسه وركړي، همغه كار چي تاسو هم پر خپلي ذمې اخيستى وو، مجاهدين مو خلع سلاح كړل، خو داسي چي ستاسو هر قومندان د مفتوحه سيمي ولس خلع سلاح كولو او وسلې ئې په پاكستان كي د اوسپني په بيع خرڅولې، همغه كار چي د افغانستان له اشغال وروسته امريكايانو د ډي ډي آر په نامه وكړ، يقيناً چي له افغانانو سره يو ستر خيانت دا وو چي له هغوى وسلې په زور واخيستل شوې او په پاكستان كي وپلورل شوې!!

 

اعلاميه ادعاء كوي: هماغه وه چې الله تعالي د دغه مظلوم اولس د ژغورنې (ژغورني) لپاره دهغوئ (هغوى) له منځه د طالبانو په نوم اسلامي خوځښت را اوچت کړ چې هغوئ د الله په نصرت وکړاي شول هغه ټولې (ټولي) دسيسې شنډې کړې (شنډي كړي) کومې (كومي) چې زمونږ د کورنيو او بهرنيو دښمنانو له لوري د هيواد د تجزيې لپاره پلان شوې وي (وې) .

 

پوښتنه كوم: طالبانو كومه دسيسه شنډه كړه؟ د جگړي د دوام دسيسه، د ولس د خلع سلاح كولو دسيسه، له شا د اصلي مجاهدينو په خنجر وهلو دسيسه او كه جنگ ته د پراخ او ژور قومي او سمتي رنگ وركولو دسيسه؟!! موږ خو نه يوازي داسي كومه دسيسه نه پېژنو چي طالبانو دي شنډه كړې وي بلكي گورو چي طالبان په خپله د دسيسې برخه شول، طالبان هغه مهال رامنځته شول چي شمالي ائتلاف شړېدلى وو، د مقاومت توان ئې له لاسه وركړى وو، دې ته ئې ځان اړ گڼلو چي اقتدار يوه موقت حكومت ته وسپارل شي او بيا انتخابات ترسره شي، طالبان ناڅاپي په همدې وخت كي راوټوكېدل، بنسټ ئې په كويټه كي كېښودل شو، د كرنل امام په دفتر كي، له چمن سپين بولدك ته راواوښتل، شمالي ټلوالي هغوى د ځان لپاره د نجات فرشتې گڼل، استاد رباني د ملانقيب په لاس بوجۍ بوجۍ پيسې ورلېږلې، كابل راډيو هم له بي بي سي او امريكا غږ سره همغږې شوې وه او د طالبانو په گټه ئې تبليغات كول او خپلو جنگياليو ته ئې ويل چي له طالبانو سره يو ځاى شي، د حزب سنگرونه ئې په غزني، وردگ ميدان، لوگر، چهار آسياب او سروبي كي د طالبانو په گټه تر بريدونو لاندي نيولي وو، كه طالبان نه وى راټوكېدلي نو جگړه همغه كال پاى ته رسېدله.

 

د طالبانو د اقتدار په كلونو كي د پراخ او شديد جنگ تر څنگ افغانان له داسي بې ساري قحطي او قيمتي سره مخامخ شول چي د هېواد په اوږده تاريخ كي ئې بېلگه نشو موندلى، د وچكالۍ تر ټولو بد حالت د هېواد په جنوب غرب او د طالبانو د راټوكېدلو په سيمه كي وو، هلته نه يوازي د نهرونو، چينو او كاريزونو اوبه وچي شوې بلكي تر زمكي لاندي اوبه هم دومره ټيټي او ژوري شوې چي راايستل ئې گران شو!! آيا دا د الله تعالى د نصرت او پېرزوني نښي دي كه د غضب نښي؟!! 

 

اعلاميه زياتوي: طالبانو په (پر) کابل د واکمنۍ په لومړۍ ورځ تر هر څه لومړي (لومړى) دلکونو افغانانو قاتل ملحد ډاکټر نجيب د خپلو وحشيانه اعمالو په جزا (جزاء) ورساوه (ورساوو) .

 

دوى ته وايو: دا دومره هم د افتخار وړ خبره نه ده چي تاسو يو بندي اعدام كړى، هغه هم په داسي حال كي چي د جنرال دوستم او جنرال مالك په څېر د ده له سيالانو او د ده په څېر جانيانو سره مو ائتلافونه كړي، نجيب بايد اعدام شوى وى، خو د يوې شرعي محكمې له حكم سره سم، او له هغه وروسته چي له ده ژور تحقيقات شوي وى، گټور معلومات ترې اخيستل شوي وى، پر خپلو جرمونو ئې اعتراف كړى وى، افغانانو ته د ده ټول جنايات په خپله د ده په خوله څرگند شوي وى، نه دا چي د ملل متحد له دفتر راوايستل شي او د كابل په څلور لاري كي په دار وځړول شي او نن ځيني ووايي: دى پاكستانيانو ووژلو، خلقيانو ووژلو، د دې لپاره ووژل شو چي حقائق افشاء نه كړي… 

 

د اعلاميې په پاى كي لولو: نن د طالبانو په لاس د کابل دتصفيې ۱۷ کليزه په داسې حال کې په هيواد راځې (راځي) چې د کابل په شمول ټول هيواد د اشغالګرو تر اشغال لاندې ده (دئ)؛ همدا نن د کمونيستي (كمونيستو) جنايت کارانو په لاس د۵۰۰۰ زره انسانانو دشهادت له امله په ټول هيواد د وير او ماتم کمبله غوړيدلې، د اشغالګرو د حمايت تر سيوري لاندې د قاتلينو او جنايت کارانو د مجازات په ځاي (ځاى) هغوئ ته مکافات ورکول کيږي (كېږي) او د لکونو انسانانو وژونکو کمونيستانو ته د ديموکراسي او بشري حقونو د مساوات په پلمه د هيواد د ملکي ، پوځي او قضايي چارو مهم صلاحيتونه ورسپارل کيږي (كېږي) .

 

په دې اړه څو پوښتني لرو:

                    يو بهرنى هېواد له يوه فراري كمونيست تحقيقات كوي، تر هغه ئې تر پوښتنو او گروېږنو لاندي نيسي چي پر خپلو جناياتو اعتراف وكړي، د كمونيست رژيم په لاس د پنځه زرو وژل شوو مظلومو افغانانو نوم لړ ترې ترلاسه كوي، دا جنايت نړۍ والو ته افشاء كوي، … خو موږ ته ووايئ: تاسو ولي د خپل څو كلن اقتدار په دوران كي دې ته ورته يو كار هم ونه كړ؟! امريكايانو د لكونو مظلومو شهيدانو قاتلان په خپلي غېږ كي نيولي، د افغانستان د امنيتي ځواكونو ډېرى افسران همغه پروني كمونيست قاتلان دي، خو سره له دې ټولو د كابل لاس پوڅي حكومت د خلكو د غولولو لپاره داسي دوه ورځنى ماتم اعلان كړ چي بيرغونه به نيم ځوړوند وي!! اسدالله سروري ئې زنداني كړى!! خو تاسو دومره څه هم ونه كړل!! د افغانستان په هر ولايت كي ډله ايز قبرونه؛ لومړى له كمونيستانو او بيا له شوراى نظار؛ په ميراث پاته دي، تاسو يو هم ونه سپړلو او د شهيدانو قاتلان مو محاكمه او مجازات نه كړل!!!

 

                افغانان اوس پوره هوښيار شوي، د دې او هغه ادعاء گانو ته نه گوري د دوى عملونو ته گوري، نه د چا پر خوږو خوږو خبرو غولېږي او نه ئې پر غلوونكي ظاهر او عباء او قباء.

 

مخلصو او مجاهدو طالبانو ته وايو: له صالح مجاهدينو سره د يووالي او ورورولۍ لار غوره كړئ، هغه ناپوه او په غرض او مرض ككړي څېرې له خپلو ليكو ورټئ چي د مجاهدينو په خلاف تبليغات كوئ، د مجاهدينو مشرانو ته ښكنځلي كوي، د مجاهدينو په ضد د جنگ د جواز فتوى گاني وركوي، په جوماتونو، ښوونځيو، او د ولس د تجمع په ځايونو كي چاودني جائز گڼي. په دې پوه شئ چي اوږد مزل په مخكي لرو، د نړۍ ټول كفري ځواكونه د اسلام او مسلمانانو په ضد متحد شوي، كه ټول مجاهدين په گډه وتوانېږي دا ستر طوفان په شا وتمبوي او د دې ستر دښمن مقابله وكړي دا به د الله تعالى لويه پېرزوينه وي، داسي مه انگېرئ چي سبا بله ورځ به بيا ارگ ته رسېږئ، او د همدې كاذب او غولوونكي طمعي له كبله هغه څوك خپل لومړى دښمن مه گڼئ چي د دښمن په ضد په بل سنگر كي په جهاد بوخت دئ!! عجيبه ده چي د حزب اسلامي مشر هغه مهال ستاسو كلك ملاتړ وكړ چي امريكايانو پر افغانستان بريد وكړ، دا په داسي حال كي چي تاسو له حزب اسلامي سره جنگېدلي وئ او امريكايانو په اقتدار كي شركت بلنه وركړه خو هغه وويل: د خپل افغان حريف سل كلن حكومت منلى شم خو د يوه بهرني اشغالگر يوه ورځنى حكومت نه منم!! په خپلو مركو كي ئې تل د طالبانو ملاتړ كړى، حتى ستاسو مشر ئې د ملامحمد عمر مجاهد په نامه ياد كړى او تر ټولو نورو واكمنانو ئې غوره گڼلى، خو تاسو د حزب اسلامي په ضد د جنگ فتوى گاني وركوئ، د موسى جان نقشبندي په نامه ستاسو يو بې علم او له دين او دنيا ناخبر غړى هغه ته ښكنځلي كوي!! ستاسو دغه اعلاميه ښيي چي تاسو د مجاهدينو په اړه څه عزائم لرئ، او ستاسو زړونه څومره له كينې او رخې ډك دي!! اجازه راكړئ د مجاهد پښتون د يوې خبري په اقتفاء كي تاسو ته يوه خبره وكړم، هغه ويلي: د لړمي بچيان خپله مور خوري!! زه ورته وايم: كمعقله بچيان د يوه چاكليټ لپاره خپلي مور ته ښكنځلي كوي!! 

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *