کومه لار انتخابول غواړئ؟ — مصمم

 

کومه لار انتخابول غواړئ؟

 

مصمم

 

دنيا د آزميښت ډگر دى انسان له مختلفو واقعاتو سره مخامخ کيږي، له کړاوونو او دردونو سره د غيرت با ايمانه ژوند او يا هم آرام او مستريح ژوند هغه هم د ايمان په بيه تر لاسه کول او د آرامۍ اړخ لگول، د ژوند دا دواړه اړخونه ځانته، ځانگړتياوې او ارزښتونه لري دا سلسله له آدم عليه السلام څخه تر دې دمه روانه ده، پيغمبران عليه السلام له سختو کړاوونو او ازميښتونو سره مخامخ شوي، ابراهيم خليل الله، موسى کليم الله او د نبوت خاتم حضرت محمد صلى الله عليه وسلم چې د بشريت ستر لارښود او ناجي دى د مثال په توگه يادوو د حق د پلوي په منظور يې د ژوند له سختو نه د سختو کړاوونو په وړاندې دريدلي د باطل په مقابل کې يې د باطل پرستانو داسې مقابله کړى چې تر نن ورځې مسلمانان او امت مسلمه پرې وياړي او د خپل ديني او عقيدوي اصل په بناءً د ژوند د تگ لارې په توگه کار ور څخه اخلي او عمل پرې کوي.

 

افغان مؤمن ملت پدې تېرو څلورو لسيزو کې په الهي امتحان کې پروت دى، د يرغلگرو روسانو او د هغوى د خلقي او پرچمي بانډونو له ځناور صفته او وحشيانه اعمالو څخه نيولى د وحشي امريکايانو په مشرۍ د ناټو د غړو هېوادونو په شمول د ٤٨ ممالکو وسله وال يرغل په دا دولس کلن دور کې د ظلم هغه چپه ميچنې پرې وگرزول شوې چې په يادولو سره يې د انسان زړه څه چې د سربى حسه ويښته يې هم پرې درديږي.

که پرون څه بې ضميره کسان د خلق او پرچم په نامه د روسانو په غلامۍ کې پراته له روسانو سره په گډه د افغانانو په وژلو کې د ځناورتوب ريکارډ جوړ، د کليو او کورونو په ورانولو کې د ذرې غوندې انساني سلوک و نه کړ نن امريکايانو له خپلو مؤتلفينو او زرخريده غلامانو سره پدې ځپل شوي ولس باندې هغه وحشيانه ظلمونه وکړل چې تاريخ يې له يادولو کرکه لري.

 

افغان ملت – د امريکا بې همته غلامانو له لوى چلنج سره مخامخ کړى د امريکا په چوپړ کې ولاړې بدنامي څيرې چې غواړي افغان خاوره رسماً د امريکايانو په واک کي ورکړي، پدې نه بښوونکي خيانت او جنايت کې يو شمير کسان د ملت د نمايندگانو په توگه پدې جرم کې له ځان سره شريک او دا بدنامي په راتلونکې کې په غاړه ور واچوي.

د حق او باطل لار د يرغلگرو له يرغل سره سم بيله د ملت غوڅ اکثريت هغه چې الهي اوامرو ته منقاد په اسلام او آزادۍ مين دي د اشغالگرو په وړاندي په مسلحانه جهاد لاس پورې کړ، بل هغه د گوتو په شمير هېواد پلورونکي دي چې له پخوا څخه يې د سي، آى، اې او نورو جاسوسي شبکو سره کار کاوه او د هغوى په خدمت کې وو د نيواکگرو په چوپړ کې ودريدل د ملت په خلاف يې له هيڅ ډول جنايت څخه مخ وا نه ړاوه، د جاسوسۍ دنده يې په وياړ او افتخار سره قبوله کړه، د دوى د اخلاصمندانه جاسوسۍ له کبله زندانونه په بې وزلو مسلمانانو ډک کړى شول، عامه غونډې، ودونه او د جنازو مراسم د دوى د لارښوونې او جاسوسۍ په نتيجه کې د کفري ځواکونو له خوا بمبار او بې دفاع مظلوم مسلمانان په خپلو وينو کې لت پت شول او همدا وضع او حالت تر اوسه پورې په هماغه وحشت سره دوام لري، د امريکائي ځواکونو د وتلو د خبر په را پورته کيدو سره د دوى په زړونو د وير او غم گبړۍ گډه ده امريکايانو ته د هغوى د فوځ د پاتې کيدو ننواتو، زاريو، جيگيو ته يې سړى حيران پاتې کيږي ځکه ذلت او بې همتي هم آخر حد او اندازه لري.

 

مطلب د خبرې دا چې په اشغالگرو پورې نښتي کسان افغانستان د امريکا په گروت کې پاتې کيدل او د هغوى تر تسلط لاندې ساتل غواړي له امريکايانو سره په امنيتي تړون ټينگار يې د همدې خبرې ژوندۍ ثبوت دي.

بلخوا په ايماني زيور سنبال مؤمن او مجاهد ملت د يوې ورځي لپاره له يوه کس سره هم د پاتې کيدو موافق ندى، له امريکايانو سره د امنيتي تړون خبره مار ته په لستوڼي کې ځاى ورکول بولي، که خداى مکړه د هېواد پلورنې دا تړون امضا شو، جنگ به شدت پيدا کړي د تړون د امضا کيدو خبره د جنگ له دوامه پرته بل څه نشي بلل کيداى دا د جنگ د پاسه د تيلو د پاشلو خبره ده مؤمن او مجاهد ملت جهاد د آزادۍ يوازينۍ لار بولي او په خپل ايماني هوډ سره به خپل مسلحانه جهاد ته ادامه ورکړي تر څو يې د دښمن پوزه په ځمکه نه وي ور موښلى.

 

هو: يوې خوا ته د ايمان، عقيدې، خپلواکۍ او آزادۍ خبره ده چې دې پاک او سپيڅلي هدف ته رسيدل د اشغالگرو ځواکونو په پاتې کيدو کې ولو که د هر عنوان لاندې وي نا ممکن دى بايد افغان خاوره په يو مخيزه توگه د اشغالگرو له موجوديته پاکه شي دي هدف ته هغه کسان رسيداى شي چې جهاد يې د يوې ديني فريضې په توگه منلى او اميد ځاى يې يوازې او يوازې د الله جل جلاله او د هغه مقدس ذات په غيبي مرسته او کومک باوري او متيقين وي او هغه همدا افغان مجاهد ملت دى.

 

بل پلو ته بې ماهيته ځان پلوري ډالر گټونکي کسان دي چې هر څه يې په مادياتو پورې تړلي او مربوط دي له دينه لرې خپله بقا او موجوديت د اشغالگرو په موجوديت کې ويني، د مظلومو افغانانو په سر لوبې کول او خپل باداران خوشحاله ساتل غواړي، له ديني ارزښتونو سره کومه دلچسپي او علاقه نه لري د آزادي او خپلواکي سوژه يې مړه او له لاسه ورکړي ده، غواړي د مادي وسايلو او ډالرو په ورکړه او درواغجنو وعدو په ورکولو سره ځينې کسان د لويې جرگې تر نامه لاندې له ځان سره ودروي، پدې تاريخي بدنامۍ کې د هغوى سپيڅلى جامې داغجني کړي او د امنيتي تړون د هوکړې وعده تري واخلي، د امريکا په چوپړ کې ولاړي ناولې څيرې بايد ځانونه پدې خبره پوه او خپل غوږونه پرې خلاص کړي چې د ملت فرد، فرد دوى په ټوله معنى سره پيژندلي د هېواد دورانۍ او بربادۍ اصلي عاملين يې بولي، په ټولو وژنو او ورانيو کې د اشغالگرو پل زن ښکاري جاسوسان همدا جنايت کاران دي، دون صفتي او دون همتي د دوى د کاري، کار جز لا ينفک جوړ شوى دى، په ملت کې به کله هم د ځان په شانې په امريکائي خم کې رنگ او بدنام کسان پيدا نکړي، چې د هېواد پلورني تور او ننگين سند د امنيتي تړون تر عنوان لاندې پرې امضاء او د دارينو مختوري ور په برخه کړي، نه پوهيږو دا کومې خولې او کومي سترگي دي، چې يو شمير کسان د ملت د مخورو نمايندگانو په نامه لويې جرگې ته را بولي او بيا د هېواد پلورنۍ د سند د هو کړى تمنا او غوښتنه ترې کوي واقعاً د شرم خبره ده، جرگې ته را بلل شوى کسان به کله هم د ايمان او غيرت سودا ونکړي د ځان او کورنۍ لپاره به د شرم دا تور داغ پر تندى کې نږدي، افغانان ستونزې او مشکلات گاللى شي د فقر او تنگدستۍ ژوند تيرولى شي خو د ننگ او پيغور ټکى په هيڅ صورت کې نشي قبلولاى.

 

اوس چې دښمن له خپلې کاميابۍ او پرمختگ څخه نااميد او مايوس شوى، نور د مجاهدينو د مقابلې دوام او توان په ځان کې نه ويني له ليونتوبه ډک خوبونه ويني او هغه دا چې خپلو شومو اهدافو ته د رسيدو لپاره د امنيتي تړون تر نامه لاندې خپل يو شمير فوځيان په افغانستان کې پاتې کيدل او خپلو شيطاني موخو ته د رسيدا ناکامى هلې ځلې کوي بايد د زړه په غوږونو سره واوري چې د دوى ناکامي د لمر غوندې روښانه او ښکاره ده، د ويښ ضمير نړيوال سياست مداران د يرغلگرو ماتې او ناکامي د يوه نه انکار کيدونکى واقعيت او حقيقت په توگه مني او تسليموي.

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *