د وحدت ملي جبهې د لويي غونډي ملا تړ — ډیلی شهادت

 

د وحدت ملي جبهې د لويي غونډي ملا تړ

 

ډیلی شهادت

 

حزب اسلامي د هغى ستري غونډي ستاينه كوي چي په همدې اونۍ كي د وحدت ملي جبهې په ابتكار او د دې لپاره جوړه شوې وه چي له امريكا سره د امنيتي تړون په اړه د ټول افغان ولس په استازيتوب خپل مخالفت څرگند كړي، په دې لويي غونډي كي د كابل ښار په شمول د هېواد د نورو ولايتونو علماءو، مخورو قومي مشرانو، پېژندل شوو جهادي او سياسي څېرو برخه اخيستې وه، ويناوالو د بهرنيو ځواكونو حضور د جگرو او بې امنيو د دوام عامل گڼلو، له امريكا سره امنيتي تړون ئې د هېواد پلورنه او د افغانانو د ملي حاكميت، خپلواكۍ او استقلال پر سر سودا گڼله، په جدي الفاظو سره ئې د دې شرمناك تړون مخالفت كولو او ويل ئې: كه د كابل چارواكي دا تړون لاسليك كړي نو د افغان ولس له شديد عكس العمل سره به مخامخ شي. حزب اسلامي نه يوازي د دې اعلاميې ملاتړ كوي بلكي هغه د افغان مؤمن ولس د رأى، باور او هوډ هينداره گڼي، له امريكا سره امنيتي تړون داسي گڼي لكه له انگريزانو سره د شاه شجاع تړون او له شوروي اتحاد سره د ببرك كارمل تړون، يقيناً چي د دې شرمناك تړون او د وطن پلورني د دې سپېرې وثيقې ملاتړ به يوازي هغه غلام فطرته او ذليلي څېرې كوي چي د خپل دين، ايمان، وطن، ملي نواميسو، خپلواكۍ او ملي حاكميت پلورني ته چمتو وي، افغانان به هيڅكله دا وطن پلورونكي ونه بخشې، او د غلامۍ دا ننگينه كړۍ به په خپلي غاړي كه ونه مني او د پرديو اسارت ته به سر ټيټ نه كړي، امريكايان بايد پوه وي چي له څو ذليلو كمونيستانو او اوباشو غربپالو پرته هيڅ سرلوړى افغان د غلامۍ دا وثيقه نه مني، موږ به تر هغه خپل جهاد ته ادامه وركوو چي ټول بهرني ځواكونه زموږ له هېواد ووځي او په خپلواك او آزاد افغانستان د ملت د خوښي اسلامي حكومت قائم شي.

په دې غونډي كي د مجاهدينو او په ځانگړې توگه د حزب اسلامي د غړو فعال او رغنده حضور نيواكگران غصه كړي او خپلي مزدوري رسنۍ ئې گمارلې چي د حزب په ضد خپل تبليغات لازيات تشديد كړي، په دې لړ كي يوې امريكايي رسنۍ دا دروغجن خبر خپور كړ چي گواكي د حزب اسلامي كوم غړي د حزب په استازيتوب له افغان ولس د خپلو اشتباهاتو بخښنه غوښتې، په داسي حال كي چي نه د حزب كوم مسئول شخص داسي څرگندوني كړې او نه حزب اسلامي د خپل مؤمن ولس په خلاف داسي كار كړى چي د ستايني او مكافات پر ځاى د غندني او سزا وړ وي، حزب تل، پرون هم او نن هم؛ د بهرنيو يرغلگرو او كورنيو ظالمانو او تاړاك گرانو په وړاندي د خپل ولس په څنگ كي ودرېدلى، د ظلم او تېري په وړاندي ئې له خپل مظلوم ولس دفاع كړې، تل ئې د تېري او تجاوز په وړاندي په مشروع دفاع لاس پوري كړى، او په خپل عادلانه مقاومت او دفاع كي تل اسلامي اصولو ته ژمن او ملتزم پاته شوى.

همداراز يوې بلي مزدوري رسنۍ د ورور حكمتيار د مشر زوى صلاح الدين حكمتيار په اړه يو بې بنسټه او دروغجن خبر خپور كړ او په كندز كي يوه ترافيكي حادثه ئې هغه ته منسوب كړه، په داسي حال كي چي صلاح الدين حكمتيار په سعودى كي اوسېږي، په تېرو نږدې شلو كلونو كي ئې افغانستان ته هيڅ سفر نه دئ كړى، خپل تحصيلات ئې په هغه هېواد كي د دكتورا تر مستوى بشپړ كړل، د كانكور په آزمويني كي د ټول سعودي په كچه دوهم ممتاز شاگرد وو.

حزب اسلامي افغانستان

20 عقرب 1392

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *