طالبانو! شاباس! آفرین! زنده باد! — زلمی هیواد وال

 

طالبانو! شاباس! آفرین! زنده باد!

 

زلمی هیواد وال

 

د طالبانو دښمنانو له پیله تر اوسه وخت پر وخت پر طالبانو ډېر تورنه لګولي، بې اساسه او بې ځایه تبلیغات یې ور پسې کړي او لا لګیا دي، زه دا نه وایم چې طالبان سپین بازان دي، خو دا په زغره وایم چې هسې نه دي لکه غربي مېډیا او نور داخلي بد خواهان یې چې انځوروي.

په طالبانو یو لوی تور دا لګول کېږي چې دوی د خاورې او ولس پروا نه لري، په داسې حال کې چې طالبانو تر بل هر چا د خاورې او ولس لپاره زیاتې قربانۍ ور کړې دي، زه چې څومره پوهېږم له طالبانو سره د خاورې او ولس مینه په وینه کې ګډه ده، کله چې طالبان واکمن وو ټولو بدخواهانو یې په دې تورنول چې د پاکستان خلک دي، او د پاکستان د ګټو لپاره کار کوي، مګر عملا هېچا ونه لیدل چې طالبانو دې داسې یو څه کړي وي چې په هغه کې د افغان ولس تاوان او د پاکستان ګټه وي، پاکستان ډېرې هڅې وکړې او د همدې لپاره یې د طالبانو ملاتړ کولو چې د ډیورنډ کرښه ورسره ومني، مګر طالبانو دغه تاريخي جنایت او ملي خیانت ونه کړ، زه وایم که د طالبانو پر ځای بل څوک وای د وخته به یې کیسه ور سره خلاصه کړې وه!

دا خبره هغه وخت ډېره ښه روښانه شوه کله چې څه وخت مخکې په پاکستان کې د طالبانو دوخت سفیر ملا عبد السلام ضعیف په هند کې په یو جوړ شوي کنفرانس کې په صریحو ټکو کې وویل چې پاکستان به وخت په وخت مونږ ته ویل چې د ډرېونډ د کرښې په سر خبرې ور سره وکړو، مګر مونږ ورته ویل چې دا کار زمونږ له توان نه لوړ دی، دا یو ملي او تاریخي کار دی، چې یوازې تر ملت اوولس پورې اړه لري، او ولس کولی شي په دې اړه تصمیم ونیسي، نه حکومتونه او تنظیمونه، په رښتیا هم چې دا ډېر لوړ ملي دريځ دی.

تېر کال کله چې پاکستان په کونړ بریدونه پیل کړل، طالبانو د ټولو د توقعاتو پر خلاف دیوې اعلاميې په ترڅ کې دغه کار د ټولو انساني او اسلامي اصولو خلاف عمل وګاڼه، او په کلکو ټکو یې وغندلو، تر دې چې سیمه ایزو نظامي طالبان خو نظامي ځواب ور کولو ته هم تیار شول.

په همدې وخت کې کله چې په ایران کې په څو زره افغان بندیانو د اعدام خبر خپور شو، او عملا د ایران له خوا یو څه په ظلم او وحشت سره اعدام شول، طالبانو په دې اړه هم خپل غبرګون د یوې اعلامیې په ترڅ کې وښودلو، او له ایران څخه یې په کلکه وغوښتل چې له دې ډول خودسره کړنو څخه ډه ډه وکړي.

دا په داسې حال کې چې ایران هم د طالبانو په ملاتړ تورنېږي، هغه کسان چې طالبان له ایران او پاکستان څخه د ملاتړ په تر لاسه کولو تورنوي، خپله یې نه د پاکستان او نه دایران د دې ډول ظلمونو په وړاندې کوم غبرګون ښودلی!

څو ورځې وړاندې کرزي په لویه جرګه کې وویل چې ملا عبد السلام ضعیف مې راوغوښت، ترې ومې پوښتل چې خارجیانو داسې وړاندیز درته کړی چې د هېواد ځينې برخې درته وسپاري؟ ده ویل چې هو! ما ورته ویل چې تاسو څه ورته وویل؟ ده ویل چې مونږ یې ردوو، مونږ دا نه منو، دا خبره یو ځل بیا ددې لپاره ځواکمن دلیل دی چې طالبان ملي دريځونه لري، په هېڅ ډول د خپل هېواد تجزیه نه غواړي، که څه هم چې دوی واک ته پکې رسېږي، متاسفانه چې خپله کرزي د قطر له دفتر سره د خپل مخالفت لامل دا وښود چې طالبانو هېواد تجزیه کولو! او اوس یې په خپله خوله وویل چې طالبانو دا خبره نه وه منلې!

 په هر صورت، اوس اوس چې کرزي د امریکایانو په وړاندې دریځ ونیو، او دا په حقیقت کې یو اسلامي او ملي دريځ دی، طالبانو یې ستاینه وکړه، په داسې حال کې چې کرزي له لومړۍ ورځې له امریکایانو او ټلوال خیلو سره د طالبانو پر ضد لاس یو کړی، نه یې په وژلو صرفه کوي، نه په زنداني کولو، نه له کور او کلي څخه په شړلو، نه یې په سر صرفه کوي او نه په مال، له یوې مخې یې ور پسې را اخیستې ده، مګر طالبانو له دې ټولو سره سره کرزي ته شین څراغ ور کړ چې که په خپل دريځ ټينګ ودرېږي، خاوره او ولس په امریکایانو خرڅ نه کړي، دوی دېته تیار دي چې له افغانانو سره د ناستې پاستې له لارې ستونزه هواره کړي! او دا هغه څه دي چې کرزی یې له ډېر وخت راهیسې له امریکایانو څخه غواړي، چې طالبان له ما سره خبرو ته کښېنوه، دا دي اوس طالبان خپله د امریکې او نورو له فشارونو پرته په خپله خوښه له کرزي سره کښينې، کوم څه چې کرزی څو کاله ورپسې لالهانده او سرګردانه و، که کرزی په رښتیا له هوښیارۍ نه کار واخلي، په رښتیا یې په ولس او خاوره زړه دردېږي، او نه غواړي چې افغان ستونزه نوره هم پسې اوږده شي، باید لکه څنګه چې طالبان ورته رالنډ شول دغسې دې دی هم ورلنډ شي، یو او بل ته دې لاسونه سره ور کړي، دا ناولي امریکایان دې په ګډه سره وشړي، او نور دې د تل لپاره په ګران هېواد کې په ریښتیني ډول د افغان مظلوم ولس د بچیانو د وینو توییدو مخه ونیسي.

زما په ګومان طالبان ډېر ځېرک او هوښیار دي، ځکه دوی پوهېږي چې همدا اوس د امریکایانو د وهلو ښه فرصت دی، راشه خپله د دوی په ملګرو یې ووهه، ددې پر ځای چې په نظامي ډګر کې ګوزار ور کړې، راشه داسې سیاسي ګوزار ور کړه چې آن د زامې غاښونه یې ووزي! که حقیقت ته وکتل شي یقینا چې دا ډېر لوی او ژور ګوزار دی، که کرزی تر پایه ټينګ شو، د امریکې باد سمدستي وزي!

 طالبان به وايي چې هغه قربانۍ چې په زور د امریکې د ایستلو لپاره ور کوو راشه د هغه یوه وړه برخه همدا اوس ور کړو، هغه هڅې چې د تړون له لاسلیکولو وروسته یې د تړون د لغوه کولو لپاره په کار اچوو، راشه سړیه همدا اوس د هغو هڅو لسمه برخه په کار واچوو! هم به امریکایان وتلي وي، هم به افغان ولس خپلواکي ګټلې وي، هم به د داخلي جګړو مخه نیول شوي وي، او یقینا چې ویاړ به یې هم د طالبانو او هم د کرزي په برخه کېږي. که کرزی له هوښیارۍ کار واخلي دغه تاریخي او ملي ویاړ د طالبانو په پرتله په ډېره کمه بیه تر لاسه کولی شي! طالبانو دا دولس کاله ډېرې قربانۍ ور کړې، ستونزې او کړاوونه یې وګالل، بې کورۍ او مهاجرتونه یې تېر کړل، د خپلو او پردیو په زندانونو کې یې ډېرې د سختیو او تکلیفونو شپې او ورځې تېرې کړې، خو کرزي دا یوه هم نه ده کړې، مفت په مفته به لوی تاریخي او ملي ویاړ تر لاسه کړي.

زما په فکر د طالبانو دغه دريځ د کرزي له دريځ نه زیات د ستایلو وړ دی، زه وایم: طالبانو! شاباس، آفرین! زنده باد! ستاسو دریځ باید تقدیر شي، مثبت ځواب ورته وویل شي، ځکه که طالبان پټه خولي شوي وای او یا له دې وروسته پټه خوله شي، او په دې اړ څه ونه کړي،  د کرزي مخالفت څه نشي کولی، ځکه چې د ولس پراخه او ډېره برخه همد اوس له طالبانو سره اوږه په اوږه ولاړ دي، ملاتړ یې کوي، ځای ور کوي، ډوډۍ ورکوي، لارې او ګودرې ورته ښيي، د دښمن په ځپلو او وهلو کې مرسته ور سره کوي.

 اوس هغه کسان چې په رښتیا یې په ولس او خاوره زړه دردېږي باید له دې فرصت نه په استفادې سره د طالبانواو کرزي تر منځ منځګړيتوب وکړي، یو او بل ته یې سره ور نېږدې کړي، او هڅه وکړي چې دواړه لوري پوه کړي، په پوره باور سره ویلی شو که خپله افغانان په خپل منځ کې سره جوړ شي، یقینا چې د افغان ولس او هېواد د ترقۍ، پرمختګ، آبادۍ،سوکالۍ، آرامۍ، عزت، کرامت او شهامت خوبونه به رښتیا شي. کوم څه چې ددین او هېواد دښمنان یې هېڅ کله او په هېڅ بیه نه غواړي، الله دې وکړي چې نور د افغان ولس د سوکالۍ او آرامۍ لپاره زمینه مساعده شي. آمین.

   د یادونې ده چې په مختلفو حالاتو او وختونو کې د طالبانو پورته یاد شوي دريځونه ښيي چې له ولس او هېواد سره مینه، او ملي ویاړونو ته په درنه سترګه کتل د طالبانو د سیاست یوه مهمه او اساسي برخه ده، کوم څه چې ددوی سیاسي بصیرت په ګوته کوي.

زلمی هیواد وال.

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *