علم د ایمان پیل او ایمان د علم پای دی — شاهد شفق

 

علم د ایمان پیل او ایمان د علم پای دی

شاهد شفق 

ا هغه جمله ده چې هغه مهال چې زه په څلورم ټولګي کښې وم د حزب اسلامي د امیر د یوه کتاب په سرلیک کښې مې لوستلې وه او په یادو کړې مې وه،نه پوهیږم هغه وخت به څومره ورباندې پوهېدم خو یو ډول زړه راښکون یې درلود په وار وار مې ښایې له ځانه سره تکرار کړي وي او لوستلي وي او بیا مې ښایې په نورو پاڼو کښې هم سترګې ورباندې لګېدلي وي او زه یې په دې اړه جاجونې ته اړ کړی وم،د اسلامي امت د یوه عالم اثار چې د توحید په اړه بحث په کښې و لولم  ،په لوستلو یې زیاتره همدا جمله ماته د یوې سریزې او مهمې پایلې په توګه څرګندیږي.
نن چې کله د یو چا د علم او پوهې څخه بحث کیږي او هغه په الله تعالی ایمان نه وي راوړی ماته همدا جمله سترګو ته دریږي،له ځانه پوښتم چې په الله تعالی ایمان نه لرونکی پوه او عالم ګڼلی شو؟که علم د ایمان پیل وي او چا د ایمان په درشل قدم نه وي اېښودی د خپل رب په دروازه کښې په سجده نه وي پریوتی ،خپل رب او پالونکی د پالنې حق یې نه وي منلی هغه ته پوه او عالم ویلی شو؟په کار خو دا ده او د علم غوښتنه دا ده چې ته چې څومره پوهه تر لاسه کوې د خپل رب او پالونکی د قدرت اثار به د تر سترګو کیږي او ایمان به د لا زیاد قوي او ټینګیږي په الله تعالی به د ایمان داسې درجې ته رسیږي چې شیطان به یې له ماتولو عاجز وي البته د خپل رب په کومک ځکه دا قوت چې تر لاسه کوي د خپل پالونکي د خپل واکمن،د خپل رب په لوري او هغه ته د ورنږدې کېدو او د هغه د پیژندلو پایله ده که نه وي انسان د خپل وجود د تنګ قفس واکمن هم ندی دا وجود او د هډوکو دا قفس چې په غوښو پوښل شوی دی دا هم ده ته یو امانت ورکړل شوی دی ،که کله یې یو اغزی په پښه کښې ننوځي او یا کومه ناروغي ورباندې یرغل وکړي د قفس کومه برخه کښې کومه ستونځه،کوم درد،کومه ماته رامنځ ته شي له علاج او درمل کولو یې عاجز وي ځکه دی د خپل وجود واکمن او جوړونکی ندی دی د دې تنګ قفس صانع ندی اود جوړولو هغومره تاب هم ورکښې نشته دی مجبور د عاجزی نارې اوچتوي ،هغوی چې ایمان لري د وجود صانع او حکیم او عزیز رب ته دعا کوي هغه ته لاسونه اوچتوي له هغه مرسته غواړي ځکه پوهیږي چې واکمن او حکیم صانع هغه دی که د هغه په صنعت کښې کومه ناروغي راپیدا کیږي درمل یې هم یواځي له هغه سره دی او بس،خو هغوی چې د ستر رب او پالونکی له پیژندلو بې برخې دي د هغه دروازه کښې په سجده ندي پریوتلی د زړه په محراب کښې یې د هغه واکمنی نده منله ،هغوی بیا په مادیاتو او وسایلو تکیه کوي ،فکر کوي چې د دوی د وجود ژغورونکی به وي د دوی د ستونځو حل کوونکی به وي همدا پر مادیاتو تکیه او وسایلو ته اهمیت ورکول دوی د خپل رب له پیژندلو لرې کړي دي،د خپلو وجودونو د صانع او د هغه د صنعت په هکله بې خبره او ناشکره دي او هغه شکر نه ادا کوي،ډېره بده نده چې د امانت واکمنان ځانونه وګڼو په داسی حال کښې چې هغه امانت دی او د بل چا ملکیت دی؟
ځنې دي چې وایې له الله تعالی منکر او د هغه د واکمنی څخه سترګې پټوونکی او د حکیم رب د رالیږلي پیغمبر او د هغه د غوره کړي دین څخه مخ ګرځوونکي که نېک او غوره کار وکړي او ښېګڼه ترسره کړي دا د ستایلو وړ دی باید مونږ ته د اولګو او نمونه شخصیت په توګه څرګند شي او پیروي ورڅخه وکړو!
خو ایا مونږ رښتیا د اولګو او نمونه شخصیتونو په لټه کښې یو؟ ایا رښتیا مونږ نمونه او مثال اشخاص نه لرو؟او زمونږ لپاره د نمونه شخصیت جوړونې ارزښتونه څه دي؟د نیکی اوبدی او ښېګڼې زده کړه له څه کوو؟څوک به مونږ ته لارښوونه کوي؟څوک به یې تعینوي مونږ خو داسې عاجز یو چې د خپل وجود واکمن هم نه یو د خپل وجود درد نه شو دوا کولی!
که یو څوک غوره کړنې لري خو خپل پالونکی واکمن او حکیم رب یې نه وي پیژندلی د هغه دین د هغه مختار نبي یې نه وي منلی د هغه د پیژندنې حق نه ادا کوي نو مونږ ولې د ده د پیژندنې او په ده پسې د تللو حق پر ځان لازم وګڼو
مونږ د خپل حکیم رب ملکیت یو او زمونږ د ستر او واکمن رب نه پیژندونکي او له هغه سرغړوونکی که څه هم دنیا کښې څه ښې کړنې ولري د اولګو شخصیتونو په توګه نه شو منلی ځکه ملکیت د مالک او واکمن له غوښتنو سره په تضاد کښې نه شی راتللی.
هو نېلسن مندیلا ومړ،د هغه مړینه د هغه کړنې د ټولنیزې مېډیا پر څپو نوی رنګ خپور کړی دی
خو بښنه غواړم زه د داسې اولګو شخصیت  په لټه کښې یم چې زما د واکمن او مالک پیژندونکی وي ځکه هغه د ده هم مالک دی او د ده انکار او مخ اړول او بیا ځنې کارونه ترسره کول ماته اجازه نه راکوي چې د خپل رب په دروازه کښې د خپل رب منکرین او د هغه ناشکره او نه منونکی د نمونه شخصیتونو په توګه ومنم.
هو د غوره والي معیارونه الله تعالی انتخاب کړي او ټاکلي دي له هغه پرته بل درشل مه لټوي ،د هغه څخه سرغړونکي او هغه ته سجده نه کوونکی تاسې ته مثال او اولګو شخصیتونه نه شی جوړېدلی.
په درنښت

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *