جهاد د هیواد تر بشپړې آزادۍ! —- مصمم

 

جهاد د هيواد تر بشپړې آزادۍ!

 

مصمم

 

نن سبا د مطبوعاتو او رسنيو گرمه او توده موضوع د امنيتي سند د لاس ليکولو په سر څرخي، په پرديو آخورونو څر وړي، غلام صفته او د استعمار په چوپړ کې پريوتي ځان پلوري کسان دي، چې خپل موجوديت او بقا د ناولو اشغالگرو په موجوديت کې ويني د اشغال خاتمه له خپل مرگ سره تړلې بولي، همدا ويره او ډار دى چې د امنيتي سند د لاس ليکولو ژر تر ژره په له شرمه ډکو غوښتنو سره ئې خپل ستوني وشلول، د مظلومو افغانانو په وژنه، په کورونو چاپې، بريدونه او په نيمو شپو کې سپين ږيري ماشومان او زنانه په ډيره وحشيانه توگه سره په شهادت رسول ددې بې وجدانه او بې احساسه غلامانو د غيرت يو رگ هم و نه ښوريده، دا بړيڅي چې د استعمار د لاس محصول او د افغانستان له اشغال سره راوړل شوي، نه له الله (ج) څخه ويره او ډار ور ته پيدا کيږي، نه هم په حساب او کتاب ايمان او عقيده لري، د امريکايانو په غيږ کې ژوند له حرامو لارو د ډالرو را ټولول ئې هر څه دي.

پدې ماډل کسانو اصلاً خبره او بحث کول ندي پکار د بگيل کمونستانو، له کابارو او هوټلونو عياش او فحاش په بې بند و بار يو سر بدبختان دي چې د ډالرو په بدله کې يې هر څه بايلودي د اشغالگرو په خدمت کې د افغانانو په ځورونه او وژلو سر دي ددوى له بې ماهيته، ماهيت سره همدا خبره پکار ده چې د امريکايانو لمنې ټينگې ونيسي او د هغوى د فوځيانو د پاتې کيدا او په جناياتو کې د خلاص لاس په درلودلو د امنيتي سند د لاس ليک کولو په غوغا سر کولو سره د خلکو غوږونه کاڼه کړي، په پوره باور او اطمينان سره ويلى شو چې ددې جنايت غوښتونکو شمير او اندازه له زر او يا دولس او ديارلس سوو څخه په هيڅ صورت سره زياته نده، په استعمارگرو پورې تړلې رسنۍ او مطبوعات دي چې په مختلفو او بيلا بيلو بڼو سره يې خپروي.

د خبرې د سپيناوي او تصديق لپاره همدا حقيقت کفايت کوي چې د پوهنتونونو په زرهاوو محصلينو او د ديني مدارسو، زده کوونکو، عکس العمل او په ښارونو، کليو او بانډو کي ددې خاينانه سند (امنيتي تړون) په خلاف د عامه مسلمانانو توند غبرگون او سختو ټکو سره غندنه د مسلمان ملت د غوڅ اکثريت مخالفت په ډاگه کوي.

د مشورتي جرگې يا ډرامي خبره د هر با درده او با درکه افغان لپاره له خندا وړ پرته بل څه ندي په جرگه کې را غونډ کړى شوي کسان هماغه منحوسه او پلورل شوې څېرې دي چې په اختلاسونو رشوتونو چور او چپاول کې ځانگړې له شرمه ډک ريکارډ لري، اسلاميت او افغانيت يې بايلودى او خرڅ کړى دى، د افغانانو په وحشيانه وژنه، په نيمو شپو د اشغالگرو ځواکونو لخوا په کورونو ور ننوتل د دوى لپاره د غم او خفگان خبره نه بلکه دا ځناور صفته اعمال د خپلو بادارانو په لويو لاسته راوړنو سره تعبيروي، لعنت دي وي د دا رنگه بې همتانو په پستۍ او دون همتۍ باندي.

د صبغت الله اصرار او تاکيد د امنيتي تړون په سر ساده خبره نه وه د مؤثقو معلوماتو له مخې د امريکايانو لخوا صبغت الله مجددي ته مخکې له مخکې درې مليونه (٣٠٠٠٠٠٠) ډالر د هغه د تاکيدي او له ليونتوبه ډکو خبرو په بدل کي ورکړى شوى وې، د مشورتي جرگې د نورو غړو حال همدا شاني در واخله، چا د وعدو، پيسو او چا په تش شاباس ورکولو سره خپلې تورې څېرې او کرغيړنى کارنامې په خپل تندي باندې د شرم تل پاتې تور داغ پريښود.

دا ښاغلي!! د حمام دستمال ته ورته لاس پاکى دي چې هر څوک لاس پرې پاکوي د هغوى خبره او مشوره د مچ د وزر قدري ارزښت او اهميت نلري، امريکايان او ناټو هېوادونه غواړي په کرزي فشار واچوي چې د هغه په موجوديت کې دا سند لاس ليک کړي چې دا موضوع ځانته اوږد او مفصل بحث غواړي، کرزي دا موضوع درک کړې چې د امنيتي سند په لاس ليکولو سره له زياتو مشکلاتو، بدناميو او پرابلمونو سره مخامخ کيدونکي دي د امريکايانو خودسرانه اعمال، د آزاد منشو کسانو تعقيب او ترور، له طبيعي منابعو څخه د خپل ميل او خواهش مطابق استفاده کول، افغان خاوره په امريکايي ژاندارم بدلولو سيمه او منطقه تر تهديد لاندې راوستل ددې تور سند د تړون نتايج او زېږنده بلل کيږي، بدنامي به ئې د کرزي او د هغه د گروپ په غاړه او راتلونکي وايسرا (جمهور رئيس به پړه او ملامتي د کرزي په اوږو ور باروي، کرزي ته پکار ده چې د عام او خاص له لعنت څخه سر له همدا اوسه ځان خلاص کړي او د سبا ورځې مسئوليتونه په غاړه وانه خلي، د امريکايانو گواښونه او تهديدونه کوم ځاى نشي نيولى.

که همدا نن، نن کرزى خپل غږ له مجاهدو ځواکونو سره يو کړي او په نره د امريکايانو د ژر، تر ژره وتلو خبره مطرح کړي ملت به د آرامۍ ساه واخلي، مجاهد ځواکونه به د يرغلگر په وړاندې په کلکۀ ودريږي خپلې ستونزې به د بين الافغاني ناستو له لارې حل او فصل کړي  کوم کسان چې د ايران او پاکستان د لاس اوږدونې خبره کوي او مخه ئې په امريکا او ناټو هېوادونو نيول غواړي سخت تيروتي،  په غلامۍ کې غرق د آزادۍ او له هېواد څخه د دفاع روحيه پکې وژل شوې او له منځه تللې ده باور وکړئ ددې بې خصلتانو دا ځان بايلودنه، په پرديو ځان ساتل د هر مؤمن او مجاهد افغان په وړاندې د شرم او خجالت خبره ده، واقعيت د خبرې دا دى چې د امريکايانو موجوديت د دوى بې خاره لوټمار او عياشيو لپاره ښه او مناسب وخت دى.

د پاکستان او ايران خطر د افغان لپاره په خوله راوړل له مرگ سره مترادف خبره ده دوى خو افغانيت بايلودى، اسلامي ارزښتونه ئې تر پښو لاندې کړي، افغانستان دوى ته دومره اندازې ته پکار دي تر څو د امريکايانو تر سيوري لاندې ملت لا ښه پسې ولوټي او له خپلو بادارانو څخه مخکي پښې سپکي او له بې توله ډالرو سره له ملکه وتښتي.

د افغانانو روڼ او ځلند تاريخ ټولو ته معلوم دي زمونږ با ايمانه تش لاس مجاهدين چې پرون او آبله ورځ ئې د انگريزي او روسي استعمار پوزه په ځمکه ور وموښله د روسانو جغرافيه بدله کړه، دا دى پوره دولس کاله ئې په الکترونيکي، او ليزري او مډرنو جنگي وسايلو سنبال د امريکا په مشرۍ د ٤٨ هېوادونو د وحشيانه يرغل په وړاندې په پوره ايماندارۍ او قهرمانۍ سره ودريدل او وجنگيدل، حوصلى ئې لا اوچتې د دښمن تر يو مخيزې ماتې پورې به د حق سنگرونه لا تاوده ساتي د همسايه گانو د خطر خبره د امريکايانو د چوپړ گرو تشه او بې معنى ادعا د اشغالگرو  د پاتې کيدو او د امنيتي سند د امضا کيدو لپاره خندوونکې کارنامه ده.

د ٤٨ يرغلگرو هېوادونو د فوځونو وحشيگريو، د کليو او کورونو بمباري کول، ودونه او ښادۍ په غم اړول، په عامه غونډو او جنازو بمونه ورول، په نيمو شپو کې په کورونو ور ننوتل او قتل عامونه نيواکگرو غلامانو او مزدورانو ته د اختر ورځ ښکاري او که څنگه؟!

د پرديو مزدورانو خبره اصلاً کوم وزن، قيمت او ارزښت نلري دوى د عمل په ميدان کې مطرح ندي که دا سبا ئې نيواکگرو بادارانو کډې بار کړې دوى به له هغوى څخه مخکي تښتي او وتلى به وي.

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *