عصمت قانع د تاند دلارې د صلیبي لښکروپه چوپړکي — زابلی

 

عصمت قانع د تاند دلارې د صلیبي لښکروپه چوپړکي

 

قانع اوقناعت

 

قانع له وړکتوب څخه د ټوکو، د کلي او کوڅي له لویدلو ځوانانو سره د خندا او عبث وخت تیرولو، په مشرانو د رخشند وهلو عادت لري ، چي اکثره وختونو به په ودونو او  میلو کي ، لنډغرو ځوانانو د پیشو بازیو او بیزو بازیو لپاره د قانع له قواري سره د برابرو خندا اوره اکټونو څخه خوند اخست ، د خپلي خندا غړکي به یي د قانع په لوبولو تشه ولي ، نوموړي به له ځانه بیرته ترځانه له هیچا هم د بي حيایۍ او ننګ خبري نه سپمولي ، بلاخره دا تشویق د دي سبب شو ، چي قانع د خندا او بي کاره خلکو په منځ کي ، چي په لمخه وختونو کي د ساعت تیري لپاره بل بدیل هم نه ؤ، شه شهرت پیدا کړي.

 قانع د خپل غربت له کبله جوالیتوب ته مخه کړه ، د ځوانو او بي ادبه  جوالیانو سره یي د خپل نږدي تماس په اساس د جوالیانو د بي بندوباره عاداتو څخه د ځان ټولي کمیاني مشبوع کړي . د پخان ډم د ډول تړنګ ته هم تر هیچا ناوخته نه دۍ رسیدلی ، د کیافي توپیر یي له نوموړي ډول زن سره ډیر په باریکیو کي توجه ته انسان اړباسي ، قانع په مکتب کي په ټولو استادانو خنداوي جوړولي ، چي د ازار پیټې یي تر همدي ځایه راورساوه ، چي حتا په ټوله مکتب کي بلاخره په ولسوالي کي په لیوني قانع مشهور شو ځکه د ده افعال ، کردار ، روحیات او کیافه د لیوني په شان وه.

په همدي جریان کي د کمونیزم او مجاهدینو د مبقابلي اوازي ګرمي شوي ، د حزب اسلامي مجاهدینو ، قانع هم جهاد ته تر دعوت لاندي ونیو خو متاسفانه د قانع اخلاق دونه فاسد ؤ چي د شریفو انسانانو سره یي د جوړتیا ټول چانسونه سوځولي ؤ ، قانع د روسانو د بمباردونو او هر کس او ناکس د نیولو له ویري کور کلی پریښود ، په پاکستان کي د یو ، بل ، اخبار او مجلي له لاري ، چي یو شعر او یا یو ټوکه به یي لیکله ، د ځان د مشهور کولو کوښښ شروع کړ ، د خپلو ټوکو او خندا مجالسو د ګرمولو په برکت یي ځان څه ناڅه مشهور کړ ، خو په روپو او شهرت پسي د لیونتوب تر کچي رسیدلی ؤ .

په دغه وخت کي د رباني صیب د فتر خلاص شو ، قانع چي په حزب کي د خپلو لویدلو اخلاقو له وجي ځاي نه درلود ، نو یي رباني صیب تنظیم ته مخه کړه ، رباني صیب چي تر هیچا لاس نه اړاؤ ، خصوصا پښتنو کي، ددي لپاره چي خپله نشنلیستي مفکوره ورباندي پټه کړي ، نو قانع صیب یي ښه استقبال کړ ، قانع هم له خدایه داسي ځای غوښتی ، چي هیڅ پښتون خصوصا شناخته پکي نه وي ، تر څو دده معرفت رباني صیب ته ونه کړي او یا د قانع د روپو لپاره د پښتنو توهین بربنډ نه شي ، چي دا د قانع صیب لپاره سر درد ؤ .

 قانع صیب به په جمعیت کي د زابل ، کندهار ،پکتیا ، غزني او وردګو قومونو د سپین ږیرو پیښي د متعصبو جمعیتیانو په مجالسو کي کولي او رخشندول به یی ، هغوي به ورباندي په کړس ، کړس خندل ، کله چي به یي د قانع صیب خیټه غوړه کړه او یو څه کوچي به یي پسي وموښله ، نو قانع صیب به په افراطي ډول له چتي ووت ، چي هم به یي ځان او هم به یي هغوی ته ښکنځل کولي ، ناپړیت شعرونه او بي ادبه قیصي به یي په دروغو جوړولي ، هغوی هم د پښتنو په مقابل کي د قانع د استعمال په ارزښت پوهیدل ، ځکه یي قانع په ګورت کي د قانع له ټول ولیدلي شخصیت سره ساتلی ؤ، بل د قانع قیمت ډیر لږ ؤ ، یو څه زهر قاتل او یوڅه هوایي ستاینه ، هغه هم د توهین ستاینه ، خو قانع صیب بیاهم د رباني او مسعود په وړاندي د پخواني خانانو تر ناظر په ټیټ  ارزښت قانع ؤ ، همدغه قناعت د قانع صیب تخلص په مکمله ډول منعکس کړ.

کله چي طالبان راغلل ، قانع صیب هم د رباني په تقلید کي په ابتداء کي ملاتړشروع کړ خو کله چي طالبان د امیر صیب مسعود سره وموښتل ، نو قانع صیب طالبانو ته په خره چپه  سپور شو ، توهین امیزه او ډیره بي انصافه لیکنه یي پسي وکړه چي ( زیره راوړۍ خیر یوسۍ ) د دي پرځای چي پخواني غلام رژیمونه له دین سره په ظلم او له دیني خلکو سره په بي انصافي پړ وبولي برعکس یي سرچپه پیر وکړ.

 لنډه داچي کله د قانع صیب د نس غوړیدل د رباني تر وس تیر شول ، بل قانع هم نور اضافي د خس او خاشاک پنډه وه چي د رباني په روان تخت او تاج پوري ځوړنده وه ، رباني نور قانع ته پړی ورسست کړ ، قانع هم د یو وفادار او د رباني صیب د یو مطیع مورید په توګه رباني صیب په کور د یو څو نورو لنډغرو سره حمله وکړه ، دي پوهیدی چي نور رباني صیب نه زما خیټه غوړولی شي او نه توان لري چي راسره حساب وکړي حتي یو شمیر کسان خو لادا وایي چي قانع دغه جرائت په ( ای اس ای ) کي د خپلو ملګرو د مټ په زور وکړ.

شپي او ورځي تیریدي چي د امریکایانو په راتګ سره د قانع د شاهي تاج یو ټپوس راوړ ، هغه ټپوس چي قانع یي په ناظرتوب کي ډیري ګاړی څټلي وي او د قانع په سر یي کیښود ، قانع لمړي د خپلو بادارانو په مشوره په اشنا راډیو ( امریکا غږ ) کي خبریال شو چي له خوسته به یي د مجاهدینو په خلاف راپورونه خپرول او بیا کندهار او کابل  ته لاړ ، او دده نږدي ملګري وایي چي قانع به په یو راپور له ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ ډالر اخستل ، کله چي به پیښه نه وه شوي چي قانع درواغ سره لیکه کړي ، نو به یي له ځانه دري یا څلور کسان جوړ کړل د یو نوم به یي منګټو لالا د بل به یي شرنګ او لونګ کیښود ، په درواغو به یي ځای پرځای راپور جوړ کړ او اشنا راډیو به خپور کړ ، قانع صیب به ویل چي داسي ځکه کوم ، چي نن مي ډالر نه ؤ اخستي ، د ډالرو په دغه باران کي ولي قانع لیونی بي ډالرو شپه سبا کړي؟!

قانع صیب دخبریالي د دندي په  جریان کي د ولایاتو او مرکز په ټولو هغو وټلونو کي  شپي کولي چي د زناؤ او شرابو خدمات یي عرضه کول.

 قانع فکر وکړ چي کولي شي پارلمان ته کامیاب شي ځکه هم یي روپۍ پیدا کړي او هم شهرت ، دا هغه څه ؤ چي قانع د هرڅه کیلي بلله ، ځان یي کاندید کړ کله چي خپلي منطقي ته لاړ خلکو ویل اوس افغانستان ترقي وکړه ؟! لیوني عیسي محمد هم پاچاهي غواړي ، په انتخاباتي کمپاین کي په شرمو وشرمید ، ځکه خلکو ویل چي عیسي محمد باید د خندا محفل ګرم کړي ، نه د پاچاهي ، خو ده بیچاره خپله سابقه هیره کړي وه ، ده فکر کاوه چي د نورو به هم هیره وي، قانع صیب تر ننه د افغان ټولني په مزاج نه پوهیږي چي بي حیثیته کس هیڅکله هم خپل لویدلي ارزښت اسانه نشي رغولي او په دي هم نه پوهیږي چي د امریکایانو په لوډسپیکري کي یي خپل قیمت تر صفر هم کښته کړ او لا منفي ته روان دي ، کیدي شي د همدغه حیثیت مزه یي نسل هم وڅکي.

په اخیر کي قانع لکه اوبو اخستي چي ځګ ته لاس اچوي ، لکه هغه یو متل دي  ، چي مړی خدای شرموي په تخته به …… واچوي ، قانع هم د حضرت صیب په سرنوښت اخته شو، هغه د امریکایانو په دوستي ، محبت او ملاتړ کي هجرت وکړ او قانع د کمونیزم په محبت ، دوستي او ملاتړ کي ږیره چټ کړه ، په دي هم سټاپ نه شو بلکه دقلم نوکه یي د دحق ، ازادي ، جهاد او اسلامي قایدینو خلاف د کمونیزم ، باطل ، غلامي ، نشنلیزم په ملاتړ د یوڅو روپو او شهرت لپاره تیره کړه ، کله د یوچا او کله د بل چا لکه کرایي مزدور د همدغو دؤ ګندګیو لپاره په خوسا ډنډونوکي لامبو وهي. رښتیا چي د قانع له شروع تر اخیره د همداسي پریوتي شخصیت خاوند ؤ ، موږ پیژندی ، خو نورو نه ، اوس یي په هرچا ځان ولید، چیزیکه در دیګ باشد درکاسه مي براید، د نوموړي له لیکنو ان نطفه هم ښکاري

 

لیکوال : محترم زابلی صاحب

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *