د انتخاباتو په اړه د حزب اسلامي دريځ — ډیلی شهادت

 

اعلاميه

د انتخاباتو په اړه د حزب اسلامي دريځ

 

ډیلی شهادت

 

حزب اسلامي خپلو غړو ته دنده سپارلې چي په راتلونكو انتخاباتو كي د هغه چا د بريا مخه ونيسي چي امريكا ئې د ارگ پر كرسۍ د كښېنولو هڅه كوي، بايد د مفسدينو، وطن پلورونكو او هر هغه نوماند د بريا مخنيوى وكړي چي د بهرنيو ځواكونو په مزيد پاته كېدو، امريكا ته د اډو په وركولو او د جگړي پر دوام ټينگار كوي، د ولايتي شورى گانو په نوماندانو كي بايد د صالح، مسلمان، وطنپال او تر ټولو غوره نوماند ملاتړ وكړي، كه څه هم د بهرنيو ځواكونو په شتون او د هېواد د اشغال په حالت كي د شفافو او عادلانه انتخاباتو طمع بې ځايه ده، د رابرټ گيټ اعتراف دا څرگند حقيقت مزيد بربنډ كړ چي امريكايانو په تېرو انتخاباتو كي په پراخه پيمانه لاسوهنه كړې او د يوه سپېره نوماند د بريا هڅه ئې كوله، دغه حالت ته په پام سره حزب اسلامي د جمهوري رياست لپاره مشخص نوماند نه دئ وړاندي كړى، خو دا د هر افغان دنده گڼي چي په سياسي ډگر كي هم دښمنانو، پرديپالو او مفسدينو ته ماته وركړي او ميدان هغوى ته تش پرې نږدي او په دې ډگر كي د دښمن داسي مقابله وكړي لكه په تودو سنگرونو كي چي مؤمن مجاهدين د هغوى مقابله كوي. حزب اسلامي به د جمهوري رياست په انتخاباتو كي هم تر ټولو د غوره يا په بدو كي تر نورو نسبتاً ښه ملاتړ كوي، او په دې اړه به خپله وروستۍ پرېكړه افغان ولس ته اعلانوي.

د انتخاباتو په اړه د حزب اسلامي دريځ ډېري كړۍ وارخطا كړې، ځينو د ښكنځلو تر پولي پوچه خوله پرانيستله، د امريكا مزدورو رسنيو اوباش او پوچ خولي مبلغين وگمارل، د دوى له تبليغاتو معلومېږي چي د سختي وېري خپسكه پرې كښېنستې ده، ځيني د حزب اسلامي له تگلاري او د هېواد له وضعيت او د هغه له غوښتنو د بې خبرۍ له امله او د دښمنانو د تبليغاتو تر اغېز لاندي داسي انگېري يا تبليغات كوي چي ښايي حزب اسلامي به له امريكا سره كوم توافق ته رسېدلى وي، ځيني تر دې هم وړاندي ولاړل او وئې ويل: ښايي حزب اسلامي به له وسله والي مبارزې لاس واخلي، ځينو نورو وويل: حزب اسلامي له طالبانو سره د ځينو لانجو او د طالبانو تر نامه لاندي د مشبوه او مفسدو ټوپكيانو له لوري د حزب اسلامي پر مجاهدينو د بريدونو له كبله دا پرېكړه كړې ده، موږ افغان ولس ته اطمئنان وركوو چي دا انگېرني او تبليغات په بشپړه توگه غلط او دروغجن دي، حزب اسلامي نه په خپل اصولي دريځ او تگلاري كي څه تبديلي راوستې، نه د بهرنيو ځواكونو په شتون كي خپله وسله پر زمكه ږدي او نه په لاسپوڅي او د پرديو تر سلطې لاندي حكومت كي د برخي اخيستو اراده لري، كه څه هم د طالبانو تر نامه لاندي مفسدينو په تگاب، ننگرهار، وردگ ميدان، لوگر، بغلان، غزني او نورو سيمو كي د حزب اسلامي پر مجاهدينو بريدونه كړي، او گڼ شمېر اتل او نوميالي مجاهدين د دوى په لاس په شهادت رسېدلي، ځيني ئې د گډو عملياتو په پلمه بللي په غدر سره ئې شهيدان كړي او ځيني ئې مذاكراتو ته بللي او په لاري كي ئې ورته كمين نيولى، خو موږ دا خائنانه او غدارانه بريدونه د دښمن د عمالو بريدونه گڼو، پړه ئې د دښمن پر استخباراتي شبكو اچوو، او د حزب اسلامي غړو ته لارښوونه كوو چي محتاط اوسي او پرې نږدي چي د اسلام دښمنان او منافقين د مجاهد په جامه كي جهاد او مجاهدين له شا او په غدر او خيانت سره په خنجر ووهي.

 

حزب اسلامي افغانستان

24/10/1392

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *