كله چي منبر د چټ چړي لاس ته ورشي!! — ملا عبدالله

 

كله چي منبر د چټ چړي لاس ته ورشي!!

 

لیکوال: ملا عبدالله

 

كله چي توره د مست، ډبره د لیوني او منبر د چټ چړي لاس ته ورشي نو خداى دي هوښيار، حقپال او دين پال له بدو ورځو وساتي!! نن توره د بدمستو په لاس كي ده، ډبري د لیونيو او منبرونه د چټ چړيانو، امريكايانو د شوروي ځواكونو جاني ملیشی او گلمجمان په برگو امريكايي دريشيو پوښلي، كلشنكوفونه او ام 16 ئې د دوى پر اوږو اېښي، آزادي غوښتونكي مؤمن افغانان په نښه كوي، ټلويزيونونه ئې ډمانو، سپكو سندرغاړو او بدلمنو نڅاگرو ته سپارلي، ذليل او وطن پلوري مبلغين، مخبران او جاسوسان د سياسي او نظامي كارپوهانو تر نامه لاندي راغونډوي، گردي ميزونه ورته جوړوي او د هغوى سپكي او گنده ويناوي د خپلواكو او آزادو اجتماعي، نظامي او سياسي كارپوهانو د تحليلونو په نامه خپروي، منبرونه ئې هغو ته سپارلي چي دين په خسيسي بيع پلوري، هغه چي آزادي غوښتونكي مجاهدين باغيان او مباح الدم حتى واجب القتل بولي او اشغالگران د افغانانو خواخوږي، حاميان او مرستندويان، له فيس بوك ئې د ښكنځلو داسي منبر جوړ كړى چي هر لوچك او پرېوتى انسان كولى شي عزتمن او هدفمن انسانان او اسلام ته ژمن آزادي غوښتونكي وښكنځي، پرون جومات سپېڅلى ځاى او منبر دومره هيبتناك او دروند ځاى گڼل كېدو چي يوازي منلي علماء توانېدل پر سر ئې يا خوا ته ئې ودرېږي، خطيب به د داسي څه له ويلو وېرېدو چي د قرآن او سنت خلاف وي، كه به ئې خبره درنه او د منلو وړ نه وه نو په هر لوري كي به له تريو تندي او جدي اعتراض سره مخامخېدو. خو نن هر چړي ستر مفتي دئ، كه د منبر پر سر او د كومي ورځپاڼي له لاري خپلي فتواوي نشي خپرولى نو له ويبپاڼو ښكنځلپاڼي جوړوي او د انټرنيټ له لاري او له فيس بوك په استفادې سره هر څه او هره گنده خبره خپرولى او هر څوك ښكنځلى شي. د فيس بوك يهودي مدير د همدغو ښكنځلمارو خپرونو ته په اشارې سره په ډېر غرور او فخر وايي: موږ د اسلامي هېوادو ځوان نسل ته داسي تسهيلات برابر كړل چي كولى شي د خپل زړه بړاس وباسي او هر څه چي زړه ئې غواړي ووايي!!

نن ټكى آسيا يو له دغو ښكنځلمارو ويبپاڼو ده، په ښكنځلو سره خپل بازار گرموي او لوستونكي پيدا كوي، ډېرى ليكوالان ئې يا چټ چړيان دي چي په ليكنو كي به ئې يوه داسي جمله ونه مومئ چي له ادبي پلوه صحيح او د محتوى له پلوه په ويلو ارزي، هم له اخلاقي پلوه كچه او هم له ادبي او معنوي پلوه سپېره، يا هغه كمونستان چي گمارل شوي د طالب په جامه كي طالبان او مجاهدين سره وجنگوي!! 

څو ورځي وړاندي مي د همدې ښكنځلپاڼي د يوه ليكوال كچه ليكنه ترلاسه كړه، هغه د اسراءو وژل د قرآن او سنت مطابق عمل گڼلى او د ورور حكمتيار پر هغي وينا ئې اعتراض كړى چي د اتيا اسيرانو ډله ييزه وژنه ئې غندلې وه، دې جناب خپلي ليكني ته دا عنوان وركړى: حكمتيار د قول او عمل په تناقض كي!! ليكوال د ورور حكمتيار پر هغي جامع مركې غصه شوى وو چي له افغان آژانس سره ئې درلوده، خو پرته له دې چي د مركې يوه كرښه په مكمله توگه نقل او نقد كړي د خپل زړه بړاس ئې په څو سپكو سپېرو خبرو ايستلى دئ. كه څه هم دا ليكنه په ځواب نه ارزي، خو ځينو پوښتل: آيا په رښتيا د اسيرانو وژل جائز او د قرآن او سنت مطابق دي؟ د دوى په ځواب كي دا عرائض لرم:

په ټول قرآن كي نه يوازي د اسيرانو د وژلو د جواز كوم حكم نه مومو بلكي له اسيرانو سره د ښه سلوك او مرستي اړوند صريح او مؤكدي لارښووني او سپارښتني مومو، قرآن دا د هغو نيكانو او ابراروو چي د جنت لوړ مقامونه به ئې په برخه وي يوه ځانگړتيا گڼي چي اسيرانو ته خپل غوره طعام وركوي: د دغو نيكانو په اړه فرمايي:

إِنَّ الأَبْرَارَ يَشرَبُونَ مِن كَأْسٍ كانَ مِزَاجُهَا كافُوراً * عَيْناً يَشرَب بهَا عِبَادُ اللَّهِ يُفَجِّرُونهَا تَفْجِيراً * يُوفُونَ بِالنَّذْرِ وَ يخَافُونَ يَوْماً كانَ شرُّهُ مُستَطِيراً * وَ يُطعِمُونَ الطعَامَ عَلى حُبِّهِ مِسكِيناً وَ يَتِيماً وَ أَسِيراً* إِنمَا نُطعِمُكمْ لِوَجْهِ اللَّهِ لا نُرِيدُ مِنكمْ جَزَاءً وَ لا شكُوراً* إِنَّا نخَاف مِن رَّبِّنَا يَوْماً عَبُوساً قَمْطرِيراً * فَوَقَاهُمُ اللَّهُ شرَّ ذَلِك الْيَوْمِ وَ لَقَّاهُمْ نَضرَةً وَ سرُوراً*  الدهر: 5- 11

يقيناً چي دا نېكان به له داسي جامونو څښي چي مخلوط به ئې د كافور وي. هغه چينه چي د الله خاص بندگان به ئې خوا كي څښي، روانوي به ئې (څنگه ئې چي) روانول غواړي. په نذرونو وفا كوي او له هغي ورځي وېرېږي چي شر به ئې خور وي. او مسكين، يتيم او اسير ته په داسي حال كي طعام وركوي چي خوښېږي ئې. يوازي د الله د رضاء لپاره طعام دركوو، نه بدله درنه غواړو او نه مننه. بې شكه چي موږ له خپل رب وېرېږو، له هغي ورځي چي تريو مخې قهرجنه ده. نو الله د دغي ورځ له شره وساتل، او له تازگۍ او خوښۍ سره ئې مخامخ كړل.

گورئ چي قرآن د هغو نيكانو ستاينه كوي چي پر خپل نيازمن، مسكين، يتيم او اسير همنوع ترحم او زړه سوى لري، مرسته ورسره كوي، تر دې هم آخوا له خپل غوره او محبوب طعام هغوى ته خوراك وركوي. له بې وزلو او محتاجو سره د مرستي په وخت د حال او قال په ژبه وايي: يوازي د الله تعالى د رضاء لپاره له تا سره مرسته كوو، د دې په مقابل كي نه د بدلې طمع لرو او نه د منني.

د دغو وړتياوو له كبله الله تعالى نه يوازي دا ابرار د قيامت د ورځي له سختيو ژغوري بلكي جنت ته ئې بيايي او له تازگۍ او خوښۍ سره ئې مخامخ كوي. په خپل نذر وفا، له قيامت وېره، له بې وزلو سره مرسته او خپل غوره طعام يتيم، مسكين او اسير ته وركول، د الله تعالى د رضاء لټه، او له ده پرته له بل چا طمع نه درلودل، له دې ځان ساتل چي په بل منت بار كړي يا د ستايني او توصيف انتظار ترې ولري، او له الله تعالى وېره د دې باعث شوه چي جنت ئې په برخه شي.

همداراز قرآن د اسيرانو په اړه سپارښتنه كوي چي يا ئې د فديې په مقابل كي خوشي كړئ يا احسان پرې وكړئ او فديه هم مه ترې اخلئ:

فَإِذا لَقِيتُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا فَضَرْبَ الرِّقَابِ حَتَّى إِذَا أَثْخَنْتُمُوهُمْ فَشُدُّوا الْوَثَاقَ فَإِمَّا مَنًّا بَعْدُ وَإِمَّا فِدَاءً حَتَّى تَضَعَ الْحَرْبُ أَوْزَارَهَا …. غافر: 4-5

نو كله چي له كافرانو سره مخامخ شئ نو (دنده مو) د غاړو وهل دي، تر هغه چي ښه ئې ووژنئ، بيا (ئې د تړلو لپاره) بندونه كلك كړئ، بيا يا احسان پرې كول دي او يا فديه (واخلئ)، تر هغه چي جگړه خپل اوزار كېږدي…

په دې مباركو آيتونو كي هغه اساسي او مهم مطالب څېړل شوي چي د اسلام په جنگي تگلاري كي ټاكونكې لارښووني گڼل كېږي، په دې توگه:

كله چي مؤمنان له كافرانو سره په كومي جگړي كي مخامخ شي نو د دوى لومړۍ او اساسي دنده دا ده چي خپله ټوله توجه د دښمن ځپلو ته واړوي، تر هغه چي ښه ئې ووژني او له پښو ئې وغورځوي، د دښمن له ماتولو وروسته دي بې وسلې شوي او نيول شوي جنگيالي د جنگي اسيرانو په توگه ونيسي، د دوى د تړلو لپاره دي مضبوط بندونه او بشپړ احتياط وكاروي، بيا دي يا له دې اسيرانو سره احسان وكړي او له كومي معاوضې او بدلې پرته دي دوى آزاد كړي او يا دي د فديې په بدل كي دوى خوشي كړي.

دا لړى بايد تر هغه دوام وكړي چي جگړه خپل اوزار او جگړه ماران خپله وسله پر زمكه كېږدي او د جگړي امكانات پاى ته ورسېږي.

د (احسان) او (فديې) له حكم داسي معلومېږي چي ښايي د اسيرانو وژل به په هيڅ صورت كي جائز نه وي، خو دې ته په پام سره چي نه دلته او په دې آيت كي او نه د قرآن په بل آيت كي د دوى د نه وژلو په اړه صريح حكم نه دئ راغلى، نو ځكه رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د دوى په اړه الهي مشيت او د حكم منشأ داسي گڼلې او پر هغه ئې عمل كړى چي كه د مسلمانانو اولي الامر د خاصو وجوهاتو له كبله د ځينو اسيرانو وژل ضروري وگڼي دا كار كولى شي، خو دا جواز په يوې عامي قاعدې كي د استثناء بڼه لري چي يوازي د ضرورت په صورت كي عمل پرې كېدى شي، لكه چي رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د بدر د جگړي له 70 اسيرانو يوازي عقبه بن ابى معيط او نضر بن الحارث او د احد د جگړي له اسيرانو يوازي ابوعزه شاعر په قتل محكوم كړل، جمهور فقهاء په دې رأيه دي چي د اسلامى حكومت اولي الامر د ضرورت په صورت كي كولى شي ډېر مضر اسير په قتل محكوم كړي، البته دا يوازي د اولي الامر صلاحيت دئ نه دا چي هر سپاهي په هري گوښې كي د اسير په وژلو لاس پوري كړي!! خو كه كوم اسير دا هڅه كوله چي وتښتي يا په كوم بل شرارت لاس پوري كړي، هر څوك چي له داسي حالت سره مخامخ شي كولى شي د اسير په اړه مناسب اقدام وكړي، كه څه هم دا اقدام د اسير په وژل كېدو منتج شي.

دا آيت موږ ته لارښوونه كوي چي د مؤمنانو د جنگ موخه او هدف بايد د جنگ پاى ته رسول وي، مؤمن مجاهدين يوازي د دې لپاره په وسله وال جهاد لاس پوري كوي چي د جنگ ټغر د تل لپاره ټول شي، د امن او امان حالت او د صلح او سلم فضاء تأمين شي، او د هر ډول وسله وال تېري او تجاوز امكانات له منځه ولاړ شي، اسلامي جهاد نه د نورو هېوادونو د نيولو لپاره دئ، نه د يوه ملت غلبه او برلاسى پر بل ملت، نه كوم بې هدفه جنگ دئ چي پر نورو د خپلي نظامي برلاسي تحميلولو او د دوى پر زېرمو د تسلط لپاره وي، او نه د زور ځواك كارولو له لاري پر خلكو د يوې نظريې او عقيدې او يوه نظام تحميلولو لپاره، جهاد يو سپېڅلى جنگ دئ؛ د ناروا او ظالمانه جنگ په ضد او د عدل او امن د اقامې په موخه، كله چي د اسلامي دعوت په وړاندي موانع ايجاد شي او دښمن وسلې ته لاس كړي او جگړه پيل كړي او مسلمانان دې ته اړ شي چي په وسله وال مقاومت لاس پوري كړي، په دې صورت كي اسلام مؤمنانو ته لارښوونه او امر كوي چي وسلې ته لاس كړي او تر هغه د دښمن په ضد وجنگېږي او وسله پر زمكه كښېنږدي چي جگړه پاى ته ورسېږي (حتى تضع الحرب اوزارها)، د جگړي گواښ او احتمال منتفى شي او د تجاوز او تېري وېره له منځه ولاړه شي.

دا پوښتنه راولاړېږي چي رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د كومي الهي لارښووني له مخي درې خطرناك اسيران وژلي، ځواب دا دئ چي الله تعالى مسلمانانو ته امر كړى د كفر هغه ائمه او مشران ووژني چي په وار وار ئې خپلي ژمني تر پښو لاندي كړې او د عهد او ميثاق درناوى نه كوي، وژل شوي اسيران له دغي ډلې ول نه عام اسيران، په عادي اسيرانو كي نه يوازي هيڅوك نه دئ وژل شوى بلكي صحابه وو له هغوى سره داسي نېكه معامله كوله چي تر خپل اولاد او د كورنۍ تر غړو به ئې هغوى ته ښه خوراك وركولو. 

د دې الهي لارښوونو او د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) د سنت په رڼا كي او د صحابه وو منهج ته په پام سره هر عقلمن او دين ته ژمن انسان په آسانۍ سره قضاوت كولى شي چي د اتيا اسيرانو يو ځايي وژنه د اسلام خلاف كركجن عمل وو، د دغو اسيرانو ډېرى عادي افغانان ول چي اكراهاً او په زور جنگ ته سوق شوي وو، صحابه وو د قريشو په څېر محارب مشركين  نه وژل، هغه قريش چي رسول الله (صلى الله عليه وسلم) او صاحبه ئې له مكې شړلي ول، د مسلمانانو په ضد ئې ستر ستر او نه هېرېدونكي جنايات كړي ول، نه پوهېږو هغه به څنگه ځان اسلامي اصولو او لارښوونو ته ژمن گڼي چي اسيران وژني، په جوماتونو كي چاودني كوي، خپل مسلمان رقيب د مېلمه په توگه خپل كور ته بلي او هملته ئې وژني، د مذاكراتو لپاره مجاهدين بلي او په لاري كي ورته كمين نيسي، نه يوازي هغوى وژني بلكي په ډېري بې رحمي سره ئې مثله كوي، يقيناً چي داسي خلك نه كوم دين او مذهب لري او نه عقل او مروت.  دا څو ورځي وړاندي همدغو د دين په جامه كي د دين دښمنانو يو داسي اتل مجاهد د مذاكراتو لپاره دعوت كړ چي امريكايانو د هغه پر سر جائزه ټاكلې وه، د هغه پر كور ئې بريد كړى وو چي په ترڅ كي ئې دى ژوبل او ورور ئې شهيد شو، د امريكايانو د يرغل له پيل بيا تر هغي ورځي پوري ئې جهاد وكړ چي د همدې جانيانو په لاس په شهادت ورسېدو، په لاس كي ئې له امريكايانو غنيمت كړې وسله وه، پر دښمن ئې مرگوني بريدونه كړي وو او ډېر ئې وژلي او ټپيان كړي وو، همدا نوميالى او زړه ور اتل او د هغه دوه نور نوميالي مجاهدين د دغو سپېرو جانيانو په لاس شهيدان شول، دا په داسي حال كي چي قرآن او اسلام موږ ته وايي: له محارب او كافر دښمن سره هم غدر او خيانت مه كوئ، له هغوى سره خپلي ژمني مراعات كړئ، له خدعې او دوكې ډډه وكړئ، راشي دا د اسلام ځلانده لارښووني د دغو اماتور انقلابيونو له كركجنو كړنو سره مقايسه كړو: د بدر په مشهوري او لومړنى ستري جگړي كي دوه كسان رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ته راغلل او وئې ويل: يا رسول الله! موږ ستا خوا ته راتلو چي په لاري كي له دښمن سره مخامخ شوو، هغوى وپوښتلو: چېري روان يئ؟ بهانه مو وكړه چي بل لور ته ځو، موږ ته ئې وويل: ژمنه وكړئ چي په جگړي كي به د محمد ((صلى الله عليه وسلم)) ملگرتيا نه كوئ، موږ دا ژمنه ورسره وكړه، اوس څه وكړو؟ رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ورته وفرمايل: پر خپلي ژمني وفا وكړئ او په جگړي كي برخه مه اخلئ!! قرآن او رسول الله (صلى الله عليه وسلم) مجاهدينو ته لارښوونه كوي چي د مخالفينو (يهودو او نصاراوو) معبدونه مه ورانوئ، راهبان او عبادت كوونكي مه وژنئ، ښځي، ماشومان او سپېن ږيري مه وژنئ، وني مه وهئ او فصلونه مه سوزوئ، چا چي پر تاسو سلام واچولو هغه ته د نامسلمان او كافر خطاب مه كوئ او له وژلو او ځورولو ئې ډډه وكړئ، كه د دښمن كوم كاروان د حج او عمرې په موخه مكې ته روان وو او ستاسو له سيمي تېرېدو نو نه يوازي ممانعت ئې مه كوئ او پر هغوى له بريد ډډه وكړئ بلكي مرسته ئې وكړئ!! كه له محارب دښمن سره مو د صلحي معاهده وكړه نو خپله معاهده مراعات كړئ او د هغې له غوښتنو په پټه يا څرگنده مخالفت مه كوئ او د ژمنو له ماتولو او غدر او خيانت ډډه وكړئ!! 

ښكنځلمار ليكوال ته وايو: الحمد لله د ورور حكمتيار قول او عمل تل يو شان او د اسلام له لارښوونو سره سم وي، پنځه څلوېښت كاله وړاندي او د مبارزي په لومړيو ورځو كي چي هغه كومه خبره كړې، نن همغه خبره كوي، له خپلي لاري يو انچ يوې خوا بلي خوا ته كوږ نشو، د كابل په جادو كي او د پوهنتون په صحن كي ئې هم شعارونه دا ىوو: ژوندى دي وي اسلام، مرگ پر شرقي او غربي استعمار، … دا دئ له شرقي استعمار سره هم وجنگېدو او له غربي سره هم، د امريكا په ضد د جهاد فتوى ده وركړه او تر نن پوري د هغوى په ضد د مبارزې په سنگر كي ناست دئ، نوم ئې د امريكا په تور ليست كي نيول شوى، له بې پيلوټه طيارې لومړى راكټي بريد پر ده وشو، ده او حزب ئې هيڅكله ضد او نقيض مواقف نه دي نيولي، خبره ئې تل يوه او اصولي ده، كمزوري او ناپوه كسان زموږ د دريځونو د څرنگوالي له درك عاجز دي، داسي خلكو به د قرآن په اړه هم ويل: ولي نن يو حكم او څه وخت وروسته بل حكم راځي!! قرآن د هغوى په ځواب كي وايي:

مَا نَنسخْ مِنْ ءَايَةٍ أَوْ نُنسِهَا نَأْتِ بخَيرٍ مِّنهَا أَوْ مِثْلِهَا أَ لَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ عَلى كلّ شىْ ءٍ قَدِيرٌ البقره: 106

كه كوم آيت منسوخ كوو يا ئې (درباندي) هېروو نو يا تر هغه غوره رالېږو او يا د هغه په څېر، آيا په دې نه پوهېږې چي الله په هر څه ښه قادر دئ؟

اهل كتابو به پر مسلمانانو دا اعتراضونه كول چي دا ولي په قرآن كي داسي احكام راغلي چي وروسته منسوخ شوي او پر ځاى ئې نوي حكمونه راغلي؟ ولي ئې ځيني مخكني هدايات وروسته وروسته كاملاً له پامه غورځول شوي؟ ولي بايد تورات چي د الله كتاب دئ پرېښودل شي او پر ځاى ئې نوى كتاب راشي؟ الله ته خو ماضي او مستقبل معلوم دي، ولي به داسي لارښووني كوي چي وروسته ئې بدلي كړي؟ له عادي مسلمانانو نه به ئې دې ته ورته ډېري نوري داسي پوښتني كولې چي په دوى كي شكوك او شبهات راولاړ كړي، په حقائقو پوه مسلمانانو خو به دوى ته مناسب ځوابونه وركول، خو هغه كسان چي نوي مسلمان شوي وو، د دغو پوښتنو تر اغېز لاندي به تلل او له پيغمبر عليه السلام نه به ئې ځواب غوښتو، په دې آيتونو كي مسلمانانو ته د دغو پوښتنو په اړه څو لارښووني شوې، دې ته مو پام وي چي دا ځوابونه يهودانو ته مخامخ نه دي وركړى شوي بلكي په خپله مسلمانانو ته ويل شوي:

كه الله كوم آيت منسوخوي، يا ئې د هېرولو او پرېښودو حكم كوي، نو يا خو هغه ته ورته او يا تر هغه غوره او د خپلو بندگانو له حالت او وضعيت سره مناسب حكم لېږي، قضاوت بايد پر دې بنياد نه وي چي ولي د يوه حكم پر ځاى بل راغى، دا ځكه چي د انسان وضع بدلېږي رابدلېږي، د ده د وضعي له بدلېدو سره سم به مناسبي لارښووني ورته كېږي، په داسي حال كي به د دښمنانو اعتراض څه ارزښت او اهميت ولري چي وروستى حكم د مخكني په څېر يا ترهغه هم غوره وي؟

په دنيا كي خو د واكمنانو حكمونه په دې خاطر بدلېږي رابدلېږي چي ناچار د خپل ضعف او بې وسۍ په وخت كي يو حكم صادر كړي او د خپل قوت او غلبې په وخت كي بل، نه د ضعف په وخت كي د غلبې او ځواكمنۍ د وخت امرونه كولى شي او نه د قدرت په وخت كي د ضعف دوران ته ورته احكام صادرول خوښوي، الله تعالى خو په هر څه قادر دئ، په احكامو كي تبديلي ستاسو ضعف ته په پام سره راځي نه د الله تعالى د عدم قدرت په وجه.

دا احكام خو د هغه چا له لوري دي چي د زمكي او آسمانونو د هر څه ټولواك او ستاسو ولي او نصير دئ، نه خو د داسي ذات په اوامرو اعتراض كېدى شي او نه خو له انسان سره دا ښايي چي د خپل ولي او نصير خداى د لارښوونو په اړه دا شك ولري چي په مخكنيو يا وروستنيو كي به د ده خير او مصلحت په تمامه معنى نه وي مراعات شوى.

مشركان او اهل كتاب خو د كينې او حسد له كبله دا سؤالونه كوي، نه د دې لپاره چي كه په حقيقت پوه شي نو ايمان راوړي. اعتراضونه ئې له دې راخوټېدلي چي پر تاسو ئې د الله تعالى فضل نه لورېږي.

ليكوال ته د خپلو عينكو له مخي دا تناقض برېښي چي حزب اسلامي هم پر وسله وال جهاد تركيز كوي او وايي: تر هغه چي يو بهرني فوځي زموږ په هېواد كي وي زموږ وسله وال جهاد به ادامه لري، او وايي: د بهرنيو ځواكونو په شتون كي په انتخاباتو كي برخه نه اخلو خو د دې تر څنگ وايي: ښايي حزب اسلامي به د داسي نوماند ملاتړ وكړي چي تر نورو په نسبي توگه غوره وي، او په دې سره به د امريكا دا شيطاني منصوبه شنډه كړي چي يو بل سرسپارلى غلام د ارگ پر كرسۍ د منتخب جمهور رئيس په نامه كښېنوي!! 

حزب د هغو په ځواب كي چي وايي: بايد په انتخاباتو كي له گډون او د كوم نوماند له ملاتړ ډډه وشي، وايي: كه څه هم د دې رأيي پلويان ډېر لږ دي او د دې رأيي په تأييد كي هيڅ مضبوط شرعي او عقلي دليل نه مومو، كه مجاهدين دا دريځ غوره كړي نو گټه به ئې امريكا او هغو مفسدينو،  دين دښمنانو او وطن پلورو ته رسېږي چي د اشغالگرانو په چوپړ كي دي، د دې كار پايلي به دا وي: امريكا به په آسانۍ سره او له كوم خنډ پرته يو بل سرپلورى غلام او تر نورو ډېر مفسد د منتخب جمهور رئيس په توگه د ارگ پر گدۍ كښېنوي، يا به اشرف غني احمدزى او ډله ئې (دوستم او دانش د جنبش او وحدت غړي) د لوبي گټونكي اعلانوي يا عبدالله او ائتلاف ئې (چي له شوراى نظار، وحدت او كمونستانو جوړ شوى)، دواړه د سابقې، تگلاري او دريځ له پلوه سره ورته دي، غواړي امريكايي ځواكونه په افغانستان كي پاته وي، امنيتي تړون لاسليك شي، د امريكايي ځواكونو شتون قانوني بڼه غوره كړي، نه (9) اډې ئې په واك كي وي او د افغانانو په ضد د عملياتو حق ولري. ځيني به د كرزي نوماند (زلمي رسول او احمدضياء مسعود) ته رأيه وركړي،  هغه كسان چي د حزب اسلامي تر نامه لاندي د عبدالله، اشرف غني او زلمى رسول په خوا كي ودرېدلي، ولس به دوى د حزب اسلامي استازي گڼي، كه حزب هر څومره ووايي چي په انتخاباتو كي ئې برخه نه ده اخيستې او د عبدالله، احمدزي او بل نوماند ملاتړ ئې نه دئ كړى هيڅوك به دا خبره نه مني…

كه افغانان وتوانېږي چي په راتلونكو انتخاباتو كي د امريكا منصوبه شنډه كړي او ارگ ته د يوه سرسپارلي امريكايي مزدور د رسېدو مخه ونيسي، او د هغه پر ځاى داسي څوك بريالى كړي چي امريكايانو ته ووايي: خپلي كډي بار كړئ، افغانان په خپل هېواد كي بهرني ځواكونه نه مني!! كه د كرزي دې وينا اروپا او امريكا وارخطا كړي چي د امنيتي تړون له فوري او بلاقيد و شرط لاسليك ډډه كوي او وايي: د امريكايي ځواكونو په شتون كي مي هيڅ خير نه دئ ليدلى!! دې وينا ئې د اروپايي اتحاديې مشر راسموسن دې ته اړ كړ چي ووايي: كرزى د امنيتي تړون په نه لاسليكولو سره له اور سره لوبي كوي!!  … نو د هغه منتخب جمهور رئيس دا وينا خو به له شكه پرته د هغوى پښې ولړزوي، داسي نوماند ته رأيه وركول به يقيناً داسي وي لكه د امريكايانو پر مخ كلكه څپېړه، ارزښت به ئې دومره وي لكه پر امريكايي قطارونو په سنگر كي د ناستو مجاهدينو ډزي او د هغوى ټانكونه په ماينونو الوزول. په انتخاباتو كي د غوره نوماند ملاتړ به يوازي په هغه صورت كي د اعتراض وړ وو چي مجاهدينو د بهرنيو ځواكونو د حضور په حالت كي وسله پر زمكه اېښې وى او له مقاومت ئې لاس اخيستى وى، له دې پرته اعتراض يوازي د كمعقلو كار گڼل كېدى شي نه بل څه!!    

دې مفتي ته دا هم بايد ووايو: هغه ډله چي اتيا اسيران ئې وژلي وو نن ئې مشران په كابل كي دي، د امريكايانو په چوپړ كي، لومړى له شوراى نظار سره ملگري شول، بيا كرزي ته واوشتل، اوس د اشرف غني احمدزي په خوا كي له جنرال دوستم او اتمر سره څنگ په څنگ ولاړ دي، په توري بوري د امريكايي ځواكونو د بريد په دوران كي هغوى د امريكايانو د زمكنيو اجيرو جنگياليو په څېر جنگېدل، طالبان د هغوى مړي مردار بولي او امريكا ئې شهيدان او اتلان!! نه پوهېږم دا مفتي څه نوم وركوي!!

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.