ټولټاکنې که د ولس په سترگو کې خاورې اچول — څارگر

 

ټولټاکنې که د ولس په سترگو کې خاورې اچول

 

لیکوال: څارگر

 

پدي خبره نيک خوا، او بدخوا ټول پوهيږي چې په اصطلاح ولس مشرۍ ته ولاړ کسان د پرديو په مزدورۍ کې ولاړ له ولس سره ئې رابطه او اړيکې قطع، خپل پلرنې کور او کلى ور څخه پاتې، په تجريد له خپلو خپلوانو لري او جلا ژوند تيروي، ولس هغوى د يرغلگرو د لاس محصول او په هغوى پورې تړلى او وابسطه بولي، د هغوى اکثريت له هېواد څخه بهر په امريکا او غربي هېوادونو کې ژوند تيراوه، د جنايت کاره کمونستي بانډونو په له جاناياتو ډک دور او د روسانو د يرغل په توره موده کې په بهرنيو هېوادونو کې خپلې چړچې او مزي کولي، د کمونستانو په وحشيگريو ئې اقلاً ټنډه کونځې قدرى نشوه، د روسانو او کمونستانو په ضد خبره او په جهاد کې برخه اخستل خو لا لري خبره ده، څو کسان ئې چې له نږدې پيژنم د جهاد له کليمې سره يې پوره حساسيت درلود، ځينو خو ئې کمونستي روحيه هم درلوده، لکه نورو کمونستانو چې د روسانو له ماتې سره سم د امريکا او غرب په آخور ودريدل د روسانو پر ځاى ئې د امريکا او انگريزانو غلامۍ ته سرونه ټيټ د کمونيزم پر ځاى ئې د کيپټاليزم زنده باد په ويلو سره د مسلمانو آزادي غوښتونکو افغانانو په وړاندې د اشغالگرو تر قوماندي لاندې ودريدل په جناياتو ککړو کمونستانو خپلو هماغه جناياتو ته ادامه ورکړه، کوم چې د وحشي روسانو د اشغال په دور کې سر ته رسولې وو، دوى هم د روسانو د يرغل غندنه قدرى ونکړه.

ولسمشرۍ ته کانديد پالش کړى شوي څيرې که هغه د کمونستي نظريې پلويان وو او که په امپرياليستانو زړه بايلودونکي په عياشيو سر څيرى وى يوازې خپله آرامي او خوشحالي ورته مطرح وه، افغان او افغانستان ئې هير، خپل سوگند ته هغه چې د پناه ورکوونکى هېواد د قوانينو د مراعات او د گټور ساتلو په هکله ورکړى شوى وو سرا پا تسليم، افغاني غرور، د پرديو خلاف د دريدو همت ئې له لاسه ورکړى وو، د يرغلگرو له يرغل څخه ئې په استفادې سره افغانستان ته د راتگ زحمت وگاله، کله ئې چې دلته د خپل سريو، اختلاسونو، لوټمار او داسې نورو بدمرغيو بازار گرم وليد په لومړى صف کې ودريدل، د ژورې غوندې خپلي منگلي ددې مظلوم ملت په ستوني کې ورخښي، ويني ور وزبيښلې، دا دى نن ئې د شرم سترگې په بډه وهلي د ملت د خدمت د خندا وړ چيغې وهي، هغه هم په لوکسو هوټلونو کي، چې په هره غونډه کې په لکونو زره ډالر مصرفيږي، د ښارونو په منځ منځ کې هم په مرمۍ ضد موټرو کې پداسې حال کې تگ، راتگ کوي چې د يو زيات شمير پوليسو او خادستانو لخوا بدرگه کيږي همدلته ده چې د سړى په زړه کې گڼ سوالونه را پيدا کيږي او هغه دا چې.

١-نه پوهيږو چې دا دومره وافر ډالر ئې له کومې لاري لاسته راوړي، چې د خلکو ضميرونه اخستل پرې غواړي؟

٢-تر شا ئې د کومو استعمارگرو هېوادونو لاس دى چې د زرو، زور له لارې ئې په ولس تپل غواړي؟

٣-ولسمشرۍ ته ولاړ کسان چارکلاگانو او ماهر سياست بازانو پداسې ويره او ډار کې اچولي چې عامه غونډو ته سر قدى نشي ور ښکاره کولاى، همدا دلالان دي چې په حرامو را ټولي کړى شوي ډالر ددغه او هغه په نامه ترې شکوي.

٤-د دوى انتخاباتي کمپاين په نړيواله سطح يو ځانگړى کمپاين دى چې په لوکسو هوټلونو کې هغه هم د بندو دروازو تر شا د خواصو په وړاندي سر ته رسي.

٥-شرم آوره ئې لا دا چې خپل کلى کور، ساحى او منطقې ته د ورتگ جرأت نشي کولاى.

دا او داسې نور ډير مسايل دي، ښيي چې دا يوه سياسي لوبه ده چې سر ته رسي، امريکا او مؤتلفين ئې غواړي دا لوبه گرمه وساتي، د رسنيو له لارې پراخ تبليغات ورته وکړي، ځينې کسان د پيسو او نورو غوړو وعدو په ورکولو سره پرې را ټول کړي، د باوري منابعو له قوله ويل کيږي چې د رايو ورکولو زيات شمير پاڼې د همدغه په جعلکاريو روديو کانديدانو لخوا چاپ او تهيه کړى شوى.

چې د انتخاباتو په ورځ وکارول شي، د نه تقلب خبري هسې، تشه بې ځايه او بې معنى خبره ده، کانديد کسانو ته له دردول شوى ولس څخه، هغه د غرض لاسونه گران او محترم دي چې له اقتصادي پلوه د دوى مرسته کوي، په رسنيو کې د تبليغاتو لاره ورته همواره وي، دوى ولس ته ژمن او وفادار ندي، د استعمارگرو تر سيوري لاندې ژوند ئې خاصه او عادت دي د ښاغلي!! عبد الله عبد الله هغه خبره د دوى د څيرو د پيژندلو لپاره کافي ده، نوموړي د امريکا په چکر کي په يوه غونډه کي چې افغانان پکې ناست وو خبرې کولي، د ناستو کسانو له جملې څخه يوه ښځه را پاڅيده د عبدالله په مخاطب کولو سره ئې وويل (تا ته امريکايانو لس مليونه ډالر د څه لپاره درکړل؟ آيا دا ځان پلورنه نده او دا ډالر د کوم مقصد لپاره درکړل شول، ولي دى واخستل د عبد الله رنگ ژيړ لار او بهانه ترې ورکه شوه ويې ويل خوب کردم که گرفتم).

له دې ذلالت نه، چې د دوى د ځان پلورنې او چوپړگرى يوه وړه نمونه ده، د دوى د پريوتي شخصيت اټکل کولاى شي، له بدو نه بده لا دا چې هر يو امريکايانو ته د هېواد پلورنۍ سينه ډبوي او وائي چې که زه مو د قدرت په گدۍ نصب کړم امنيتي تړون (د هېواد پلورنې وثيقه) به بې له کوم چون او چرا په غبرگوليمو امضا کړم، د اسلاميت، غيرت او افغانيت په قانون کې دا رنگه څيرې د ملت په وړاندې په دار ځړول پکار دي، داسې کسانو ته وټ يا رايه ورکول نه بښونکى جرم جنايت او خيانت دى، انتخاباتو ته په ولاړو کسانو کې اکثريت په خبايثو، رنگا رنگ جناياتو ککړ د نيواکگرو تجربه شوي مزدوران دي چې ددې منصب د تر لاسه کولو لپاره را ميدان ته کړى شوي، د گل اغا شيرزى په تورو او له شرمه ډکو کړنو په يادولو سره قلم ته حيا ورځي او له ليکلو ئې شرميږي، نور د دولتي ځمکو او غيردولتي جايدادونو غاصبين د اغواگريو او ملي سوداگرو او شتمنو کسانو د اغوا او داړي اچولو لپاره، داړه مار گروپونه ساتل او د همدې مقصد لپاره سر پرستي کول د شرم هغه تور داغ دي، چې راتلونکو نسلونو لپاره به ئې د پيغور په توگه ور ياديږي.

په هر صورت مظلوم ملت ويني او گوري چې امريکايان د دوى په همکارۍ او پيش خدمتي کلي، کورونه او پرگني د خپلو، خپلوانو د غم په ټغر کښينولي، دوى بيا هم په پوره سپين سترگى او بې شرمى سره هڅه او هاند کوي چې د اشغالگرو لخوا پدې ځپل شوي ملت ځانونه مسلط کړي، د جعلکارانو لخوا د جعل کاريو پکار اچولو سره غواړي د نيواکگرو فوځيانو پاتې کيدل د هېواد پلورنې د سند په امضا کولو سره تائيد کړي او د ملت د لا زياتو ځورونو او کړاوونو سره مخ کړي، د ملت له ځمکې لاندې معادن او زيرمې پرې ولوټي او دوى پدې چپاول کې خپل جيبونه ډک کړي، چې اکثره کانديدان د امريکايانو د لازيات نظر را جلبولو په منظور، همدا وائي چې بايد له امريکا سره د امنيتي تړون سند لاسليک شي دا جنابان!! چې په غلامي او هېواد پلورنه باندي نه شرميږي، اوس له هغه ملت څخه د رايه ورکولو هيله کوي چې دوى ئې پر سر امريکايان او انگريزان د حاکمولو د تمديد ليوال دي.

عجيب، غريب او د خندا وړ منطق، د دوى په مرام نامو کې چې له هوټلونو او داسې نورو حکومتي ځايونو څخه خپرې شوي، د افغانستان د آزادۍ، اسلامي نظام د راوستو ذکر قدرى پکې ندي شوى.

نو دا رنگه غلام صفته ځان پلورونکو ته رايه ورکول د دنيا له شرمندگۍ او اخروي مختورۍ پرته بل څه ندي، نبايد پداسي ناروا عمل کي چي سراسر د هېواد مقدرات د اسلام دښمنانو ته سپارل دي برخه واخلي.

دى ځپل شوى ملت ته د الله په توکل ډاډ او اطمئنان ورکوو چې راتلونکي د اسلام دې د استعمارگرو او د هغوى د چوپړگرو بوت په ماتيدو او د استعمار جال په شليدو او دا تور دور به ختميدو د اسلامي نظام او خپلواکۍ لمر په را ختو دى.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *