د ښاغلى حکمتيار پرانستى ليک د امريکا نوي جمهور رئيس بارک اوباما او… ته

 

د ښاغلى حکمتيار پرانستى ليک د امريکا نوي جمهور رئيس بارک اوباما او په کانگرس کې د ديموکرات گونډ غړوته

 

ارسالی: محترم فيض تنوير

 

ښاغلى باراک او باما د امريکا جمهور رئيس !

دا ليک د هغه مظلوم او ځوريدلي افغان ولس په استازيتوب تاسو ته ليږم چې په تيرو پنځه ويشتو کلونو کې د دوو سترو ځواکونو تر بريد لاندي راغلى او تر نن پوري په هغه اور کي سوزى چې د کريملين مغرور واکدارانو بل کړ او امريکايي چارواکو ته ئي په ميراث پريښود ، لائي د شوروى ځواکونو په لاس د ټپي ټپي بدن پرهارونه نه وو روغ شوي چې په آخرين ماډل و ژونکو وسلو سمبال امريکايي فوځونه د دوي د وژلو او د دوى د وران هيواد د مزيد ورانولو لپاره را څرگندشول او دادئ اوه کاله کيږى چې هر ورځ ئي په لسگونو مظلوم او بې وزلي بچيان په وينو کې رغړي او په کليو ، کورونو ، ښارونو ، مدرسو او جوماتونو ئي بمونه وريږي . غواړم په دې ليک کې د امريکا د مخکني جمهور رئيس جورج ډبليوبوش د جنگى ټيم او د سپينې ماڼۍ د هغه ماجر اغوښتونکي او جنگ زيږوونکي سياست په اړه تاسو ته څو ترخه حقايق وليکم چې نړۍ او په خپله امريکائي له د غو بدو ورځو ، بحرانونو ،بې امنيو او جگړوسره مخامخ کړي . په دې کي هيڅ شک نشته چي که په دې سياستونو کې ژور بدلون رانشي نو تر دې لازياتو خطرناکو پايلو ته بايد منتظر وو . تاسو ته د افغان ولس د پيغام اساسي ټکي دادي :

افغانانو ، نړۍ والو او په خپله د امريکا ولس دا انتظار درلو د  چې د جورج بوش په تلو او د نوي جمهور رئيس په راتلو سره به د سپيني ماڼۍ په هغو غلطو سياستو نو کي ژوره تبديلي راشي چې نړي ئي له جگړو ، بې امنيو او بحرانونو سره مخامخ کړې ، دغه هيلي هغه مهال لازياتي شوي چې د انتخاباتي مبارازاتو په دوران کي ئې له تاسو نه په تاکيد سره او په مکرره توگه د (  تبديلي : Change ) شعار اوريدو ، په ځانگړې توگه کله چي تاسو له عراق نه د فوځونو د ايستلو او د گوانتانامو زندان بندولو خبره وکړه ، د امريکا ولس چي له جگړو ستومانه شوي اونه ئي غوښتل چې تر دې زيات د خپلو زامنو تابوتونه استقبال کړي ، د دغي تبديلي په هيله تاسو ته رايه در کړه ، په انتخاباتو کي ستاسو او ستاسو د گوند قاطع بريا داهيلي لازياتي کړې .

دا به د حيرانتيا خبره وي چي سپينه ماڼۍ د جورج بوش له تلو وروسته هم د هغه ناکام سياستونه تکرار او د جنگ پر دوام ټينگار وکړي او د دې په ځاي چې له افغانستان او عراق نه خپل فوځونه په عاجله او بشپړه توگه وباسي او ووايي چې له دې وروسته به پر نورو هيوادو د تېري او يرغل غلطي نه تکراروي بر عکس د نورو فوځونو ليږل وغواړي !! د افغانستان بحران د نورو فوځونو په ليږلو او پربې گناه او مظلومو افغانانو د بمونو د ورولو له لاري نشي حل کيدي ، دا بحران له دې پرته بله د حل لارنه لري چي ټول بهرني ځواکونه ترې ووځي ، د هيواد په کورنيو چارو کي د بهرنيو لاسوهني بندي شي او افغانانو ته د خپل برخيلک ټاکلو موقع ورکړى شي .

افغانان امريکايانو ته وايي : آيا د نيويارک په پېښي کي د وژل شوو امريکايانو د انتقام لپاره د نږدي اته لکو افغانانو او عراقيانو وژل کافي نه دي؟ تاسو د هر امريکايي په مقابل کي نږدې دوه نيم سوه افغانان او عراقيان وژلي او په سلگونو نور موژبل کړي او له خپل کور کلي مو هجرت ته اړ کړي ، آيا په دومره بې رحمانه مرگ ژوبلي او ورانۍ مو زړونه نه دي ساړه شوي ؟ څومره نور بمونه ورول غواړي او څومره نوري ويني تويول ؟ !! آيا ستاسو تمدن ، بشري حقوق ، مساوات او ديموکراسي همدا دي ؟ آيا مسيح عليه السلام تاسو ته همدا درس درکړي ؟

که ستاسو فوځيان په يوې اونۍ کي درې ځلي د خپل لاس پوڅي حکومت په امنيتي قطعاتو بمونه وروي او په لسگونو کسان په وينو کې رغړوي ؛ نو له عام ولس سره به  د دوى معامله څنگه وي ؟ ! آيا اطلاع لرئ چې  ستاسو فوځونو په يوې مياشت کې تر پنځو سوو زيات غير نظاميان ووژل ؟ !! که دوى په خپلو زندانونو کې، په گوانتانامو ، ابوغريب، کندهار او بگرام کي هغه جنايات کوي چې په تاريخ کي ئې لږ بېلگه او مثال موندلى شو ؛ په نورو ځايونو کي به ئې له خلکو سره څه کړي وي ؟ !! ستاسو د ائتلافى ملگرو او معامله هم له افغان ولس سره دې ته ورته ده ، فرانسويان نوي ميدان ته راغلي ، مغرور دي ، ستاسو د فوځيانو د لومړيو ورځو بدمستي کوي ، په الجزاير کي چې د دوي پلرونو کوم جنايات کړي  همغه بيا تکرار وي ، په دې تفاوت سره چي هغه مهال ئې  کيمياوي وسايل نه درلودل چي وئې کاروي اوس دا هم کاروي ، د دوي په اړه بايد ووايو : که ديوه هيواد خلک داسي وي چي د جمهور رئيس له بانکي حساب نه پيسې غلا کوي ؛  که د دي هيواد بدمستو فوځيانو ته ټوپک ورکړى شي او پرديو ملکونو ته وليږل شي او په  دې هم پوه کړ‌ى شي چي هلته ئې نه څوک محاکمه کولى شي ، نه پوښتنه ترې کولى شي او نه سزا ورکولى شي ، نو معلومه ده چي د هغه ځاى له بې وزلو او بې دفاع خلکو سره به څه کوي ؟

ډيره به عجيبه وي که څوک افغانستان ته د نورفوځ له ليږلو نه کومه طمعه ولري ؛ که د عراق  په آواري زمکي چي نه لوړ لوړ غرونه لري او نه گڼ گڼ ځنگلونه ؛يولک اتيا زره بهرنى فوځ او شپږلکه عراقي فوځ ، پوليس او مليشي   نتيجه ورنه کړه او جگړه ئې پاى ته ونه رسوله نو په افغانستان کي  چې په سلو کي اتيا  خاوره ئې په دنگو دنگو غرونو او ځنگلونو پوښلې ده څنگه به وکولى شي چې  جنگ وگټي ؟ ! دلته خو يقيناً تر دې زيات فوځ هم څه نشي تر لاسه کولى ، د شوروي اتحاد او تر هغه نه مخکي د بريتانياناکامي تجربې زموږ مخي ته پرتې دي ، شوروي اتحاد يو مليون فوځيان افغانستان ته وليږل يولک شل زره تل په جگړو بوخت ول ، دکمونيست حکومت څلور لکه فوځ ، مليشي او حزبې مسلح غړي د دوى په خدمت کي او له ولس سره جنگيدل خو له ماتې او رسوايي پرته ئې بل څه په برخه نه شول ، دهمدې جنگ ماتې اومالي او ځاني تلفاتو ئې شوروي اتحاد له زوال سره مخامخ کړ .

اورو چي سپينه ماڼۍ غواړي د افغانستان په اړه له ايران سره تفاهم وکړي ، يقيناً چي دا دمخکنۍ غلطي تجربې تکرار ده ، د بوش جنگي ټيم هم پر افغانستان اوبيا پر عراق د بريد په دوران کي د ايران ملگرتيا تر لاسه کړه ، د بن په غونډه کي چي د کابل لپاره ئې خپل لاس پوڅي حکومت په کي جوړ کړ ، ايران ته ئې د برخي اخيستو بلنه ورکړه ، او ايران پلوه ډلو ته ئې دومره لويه برخه ورکړه چي د حکو مت ټول مهم مناصب لکه د دفاع وزارت ، داخله وزارت ، خارجه وزارت ، دامنيت رياست ، د جمهوري رياست معاونيتونه، سفارتونه او ولايات دغوډلو ته وسپارل شو ، تهران ته هومره امتيازات ورکړى شول چي نه ئې ايرانيانو تصور کولى شو اونه بل چا ، دومره امتيازات چي د ايران دهغه مهال جمهور رئيس خاتمي اومخکني جمهور رئيس ئې رفسجاني وويل : موږ له امريکايانو سره داسي ملگرتيا ته په هر ځاي کي چمتو يو !! د همدې لپاره ايراني چارواکو په خلاص لاس ستاسو  مرسته وکړه ، ايران پلوه ډلو ته ئې وويل چې ستاسې تر چتر لاندي او ستاسو دمټو ، وسلو او پيسو په زور خپل هغه رقيبان وځپي چي نه ئې ايران د مقابلي توان درلود اونه په ايران پوري تړلو ډلو !! خو داکارئې ستاسو لپاره نه دئ کړي ، د خپلو گټو لپاره ئې کړى ، په حقيقت کي امريکايانو کابل د ايران او  روسيې لپاره او بغداد د تهران او د مشق لپاره فتحه کړي ، د دوى لپاره ئې په دې دواړو هيوادو کې هغه څه وکړل چې په تيرو کلونو اوپه ډيرو ډيرو لگښتونو ئې ونه شو کړى .

ايران په افغانستان کي د جنگ دوام غواړي ، خپلي ملي گټي د دې جنگ په دوام کي لټوي ، د همدې لپاره هم شمالي ټلوالي ته  وسلې او پيسې ورکوي او هم د حکومت ځينو مخالفينو ته ؛ او په همدې  حال کي  هره مياشت څولکه ډالر کرزى ته دارگ د مصارفو په نامه ورکوي !! داد دې لپاره چې د مرکزي آسيا هيوادونه د افغانستان له لاري له نړۍ سره وصل نشي او ددې سيمې مارکيټونه او زير مي دافغانستان له لارې د نورو په لاس کي پرې نه وځي ، د امريکايي ځواکونو  تر تسلط لاندي افغانستان کي دايران ژور نفوذ له دې معلومولي شئ  چي په نيويارک کې د مذاهبو ترمنځ د تقارب تر نامه لاندي کنفرانس په ضد ايران دې  ته ورته کنفرانس په کابل کي جوړ کړ ، عجيبه ده چي ځيني امريکايان داسي گمان کوي چي په همدي حالت کي به په دې وتوانيږي چي دافغانستان له لاري دمرکزي آسيا زير مو ته ځان ورسوي ، د کابل په حکومت کي دايران د دومره ژور نفوذ سره سره دې موخي ته رسيدل خوب و خيال دئ . 

د جورج بوش دفاع وزارت اوسي آى اې چې دافغانستان په اړه د امريکا ولس ته څه وايي همغسي دروغ او د حقيقت خلاف دي لکه چي د عراق د  اتومي او گڼ وژنو وسلو په اړه ئې ويل ، دوي څوکاله دمخه په افغانستان او عراق کي د جگړي خاتمه او دمقاومت د ختميدو اعلان وکړ  خو دادي گورئ  چي نه يوازي جگړه پاي ته ونه رسيده بلکي اوه کاله وروسته جگړه تر بل هر کال پراخه او مقاومت تر بل هر وخت زيات مضبوط او پياوړى دئ ، د دوي  د دروغجنو ادعاوو په خلاف دلته نه امنيت تامين شوى ، نه ديموکراسي راغلي ، نه دمخدره موادو د کر ، توليد او تجارت مخه نيول شوي اونه قدرت د خلکو د خوښي حکومت ته سپارل شوى ، دلته د بوش دملگرو د ادعا برعکس هغه جنگي جنايتکاران پر افغان ولس تحميل شوي چې د شوروي اتحاد له لومړي ورځي تر نن پوري د پرديو لپاره د خپل ولس په ضد  د اجيرو او کرايې جنگيالو په څير جنگيدلي ، دغو جنگي جنايتکارانو د امريکايي فوځيانو په حمايت کي دافغانانو په ضد هومره جنايات کړي چي دروسانو په وخت کي ئي نه ووکړي ، امريکايان همغه کسان په افغانستان بيا مسلط کړل چي د روسانو او د دوي محلي انډيوالان په تيرو کلونو کي پر افغانستان مسلط کول غوښتل ، پر افغانستان د امريکا د بريد اصلي فاتحين د مسکو او تهران چارواکي دي نه جورج بوش او د ده جنگي ټيم، نن پر افغانستان د تهران اومسکو ملگري حکومت کوي ، دبوش ملگري خو هومره ناتوانه او ضعيف دي چي په ارگ کي ئې امنيت هم امريکايي کمانډو ساتي ، په ټول  افغانستان کي دومره څوک نه لري چي په کابل  حتي په ارگ کي د دوي شخصي امنيت وساتي!! افغانستان نن دامريکا پلوه ډلو په لاس کي نه بلکي د روس پلوه ډلو په لاس کي دئ، امريکا داسي ډله په افغانستان کي نلري  چي پدې هيواد د حکومت کولو توان او کفايت ولري ، له کابارو او نايټ کلبونو نه راغونډ شوي کسان دافغانستان په څير هيواد باندي حکومت نشي کولى .

د امريکا د مخکني حکومت  چارواکو او په افغانستان کي د دوى فوځي افسرانو تل خپل ملت ته د حقايقوله ويلو ډډه کړې  ، دروغ يې ويلي ، خپل ولس ئې غولولي او د حقيقت خلاف داسى راپورونه ئې ورکړي چي له امريکايي ولس سره د اگمان او هيله راپيداشي چي  گواکي جنگ به وگټي ، په افغانستان اوعراق به مسلط شي ، د  عراق ، افغانستان او مرکزي آسيا غني زير مي به د دوى په لاس کي پريوځي !!! او داچي د افغانانو اوعراقيانو اکثريت امريکايي فوځيانو ته ښه راغلاست وايى او  دوى ته قدم په قدم د گلانو گيډۍ وړاندي کوي ، يوازي يومحدود اقليت د دوى مقابله کوي !! متاسفانه هلته په امريکا کي هم د داسي کسانو شمير ډېر لږ دي  چي د دغو دروغجنو تبليغاتو تر اغيز لاندي نه ځي او دوى ته ووايى  : دا به څنگه ومنو چي زمونږ د فوځي يرغل او وحشيانه بمباريو په نتيجه کي دي دافغان ولس ٧٠٠٠٠ او دعراق اته لکه بي دفاع او غير نظامي وگړي ووژل شي ، په سلگونو زره دي مهاجر شي ، خو سره له دې دي افغانان او عراقيان د خپلو زامنو له قاتلانو نه د انتقام په ځاى هغوى ته ښه راغلاست ووايى ، او په سرمخ دى د گلانو پاڼي وشيندي !!!

په افغانستان باندي د امريکا د ظالمانه او ناروا بريد ، د غير نظاميانو بې رحمانه وژني ، په ښارونو ، کليو ، مدرسو او جوماتونو بمبارۍ، په افغان ولس ديوه داسي منفور او رټل شوي مفسد اقليت تپل چي د جنگ او دهيواد د ورانولو عاملين دي، دا عوامل باعث شول چي په افغانانو کي د امريکا د متحده ايالاتو په ضد ژوره کرکه او نفرت راولاړ شي . دي ژوري کر کي ورو ورو د پراخ مسلحانه مقاومت بڼه غوره کړه ، خلکوپه خپلو سترگوليدل چي  امريکايان يوازي له طالبانو او القاعدى سره ضديت او عداوت نلري بلکي له هر مسلمان، وطنپال او آزادي غوښتونکي مجاهد سره دښمني لري، افغانان سپکوي، کورونه ئې لټوي، وسلي تري اخلي هغه ډلي حمايه کوي چي له دوى نه مخکى د مسکو ملگري ول، د دغو ډلو رقيبان له مخالفينو سره د ملگرتيا په اتهام نسيي ، د خپلو اډو په محبسونو کي ئې ساتي او گوانتانامو ته ئې انتقالوي، د امريکا يى فوځيانو چلندئې داسي ليدو چي ځان د افغانستان فاتحان گڼي او په دې هېواد د کاملي سلطې او واکمنۍ هڅه کوي او د ټولو هغو ځواکونو او شخصيتونو نيول ، وژل او له هېواده شړل غواړي چي د خپل هيواد په آزادۍ او خپلواکۍ باور لري او پر دې ټينگار کوي چي بهرني ځواکونه دي زموږ له هيواده ووځي، د هيواد ته کورنيو چارو کي دي د پرديو مداخلې بندي شي او افغانان دي پرېږدي چي خپل برخليک په خپله وټاکي او خپلي ستونزي په خپله حل کړي ،  او له افغانانو سره د امريکايي فوځيانو داد تحقير ، سپکاوى او تذليل چلند که بل هر قوم او ولس ته د زغملو وي ؛ خو سر لوړي او باعزته افغانان ئې نشي زغملي  ، دوى د عزت مرگ  دذلت او سپکاوي تر ژوند نه سل ځله غوره گڼي، هر حالت منلى شي خو د پرديو واکمني ته غاړه نشي ايښودى .

ښايي د هغي غيرتي او با همته پښتنې ميرمني قصه به مو اوريدلي وي   چي امريکايي کوماندوگان ئې د کور دړي ته ودريدل او غوښتل ئې د تلاشي لپاره له اجازي پرته کور ته ننوځي ، هغې ورباندي غږ کړ چي کورته مه راننوځئ ، نارينه نشته ، خو مغرور و کماندويانو د پښتنې ميرمني د گواښ پروا و نکړه ، دړه يې ماته او کور ته ننوتل ، دافغاني ميرمني غيرت او همت راوپاريدو، داسپکاوى او تحقير ئې ونشو زغملى ، په دوى ئې پرله پسې ډزى پيل کړى، دوه ئې ووژل او گڼ شمير  يې ژوبل  کړل ، نور په تيښته شول ، کلى ئې محاصره کړ ، له  مرکز نه ئې مرسته وغوښته ، چي په نتجيه کي لومړى ايف ١٦ او ورپسي بى ٥٢ طيارې دسيمي پر سر راڅرگندي شوي !! د امريکايي ځواکونو قومندان د کلى خلکو ته وويل ، داميرمن به حتماً مونږ ته سپارئ که نه نوبمبارۍ ته چمتو شئ!!! خو خلکو په ځواب کې ورته وويل : تاسو د بمبارۍ شوق پوره کولى شئ خو مونږ پرديو ځواکونو ته ديوې افغاني ميرمني د سپارلو تاريخى پيغور نشو منلى !! زمونږ د دود دستو ر له مخې   تاسو ملامت ياست چي د دې ميرمني کور ته له اجازې پرته او د نارينه په غياب کي ننوتي ياست !! خير دئ که له خپل دين او ناموس نه د دفاع په خاطر زمونږ کلى د ارزگان د اوو کليو په څير بمبارد کړئ !! تاسو ته به دا دامريکايانو لپاره د شرم او پيغور خبره برېښي چي څنگه ئې ديوې ميرمني په خلاف له ايف ١٦ او بى ٥٢ نه استفاده کوله ؟ !!! خو باور وکړئ  چي په ټول افغانستان کي ستاسو د جنگ همدا کيفيت دى او ستاسو په ضد جنگيدونکى دهمدى افغانى ميرمنى په څير دي ، نه د طالبانو غړي  دي او نه د القاعده ملگري ، له خپل عزت ، خپلواکي دين او ناموس نه د دفاع لپاره ستاسو په ضد مقاومت ته مجبور  شوي ، که دوى ستاسو د ايف ١٦ او بى ٥٢ طيارو مقابله نشي کولى نو دومره خو کولى شي چي د غى پښتنې مېرمنې وکړل، د دغى پښتني قصه او دې ته ورته په سلگونو نورو تلپاتې قصو بايد هر چاته ثابته کړى وي چي په افغانستان باندي حکومت کول  او د دې هيواد دائمي اشغال هيچا  ته که هر څومره زورور او په آخرين ماډل وژونکو وسلو سمبال وى ممکن نه دئ !!!

د افغانانو او عراقيانو په څنگ  کي ټول اسلامي امت او دنړۍ اکثر خلک  دامريکا د تېرو حکومتونو د تصرفاتو له مخې  داسي گمان کوي چې امريکا يى چارواکي دروغجن ، بدمعاش ، شرير او جنگ غوښتونکي دي ، د نړۍ ټولې ستونزې دوى راولاړې کړي، چېرې چې شر ، فساد، جنگ او شخړى دى دوى ئې تر شادي، د مفسد، ظالم، کو دتائي او ديکتاتور رژيمونه حمايت کوي ، د جگړو اورته لمن وهي ، دنړۍ د بحرانونو او بدامنيو اصلى عاملين دوى دي ، د  همدې لپاره  ده چې نن د نړۍ په ټولو هيوادو کي  د امريکا په ضد مظاهره کيږي ، دسپينى ماڼۍ  سياستونه غندل کيږي ، د امريکا بيرغونه سوزول کيږي او دنړۍ تر دوه ثلثه زياتو هيوادو کي هيڅ امريکا يى آزاد نشي گرځيدى ، په هر ځاى کي خلک د دښمن په سترگه ورته گوري او بريدونه پرې کوي ، داحالت هغه مهال بدليدي شي چي امريکاله جنگي سياستونو لاس واخلى ، پر ټولي نړۍ د واکمنۍ او د نورو هيوادو په زير مو د تسلط خوب او خيال پريږدي ،  د استبدادى ، نظامى او ديکتاتوري حکومتونو او رژيمو له پاللو او د عربي هيوادو په ضد د هغه له جنگولو لاس واخلي .

دسپينى ماڼۍ واکمنانو هغه مهال نړۍ له جگړو او بحرانونو سره مخامخ  کړي چې غوښتي ئې دي د ټولى نړۍ د فاتحانو لقب وگټي ، د دې کاذب شهرت د گټلو لپاره يې هم د مظلومو افغانانو او عراقيانو په څير د نورو ولسونو له وينو سره لوبى کړې اوهم ئې له امريکايانو او دامريکا راتلونکې سره ، د خپل شوق پوره کولو لپاره ئې دهټلر او بريژنف په پل گام ايښي ، دهغوى سياستونه او تگلارى ئې غوره کړې ، خو تاريخ تکرار يږي ، دوى به هم امريکا له همغو پايلو سره مخامخ کړي چي هيټلر جرمني ورسره مخامخ کړ او بريژنف اتحاد شوروى .

د افغانستان اوعراق ناکامو تجربو وښوده چى د وسلو په زور د هيوادونو د اشغال دوران تېر شوى ، اوس د هيوادونو نيول نه استعمار گرانو ته مارکيټونه په لاس ورکوي ، نه د خامو موادو غني زير مى اونه دا چې خپل گټي مصارف هم له مفتوحه ملکونو تر لاسه  کړي، اوس آزادي غوښتونکو ته جنگ آسانه شوى ، د دښمن دسلو زرو ډالرو په مقابل کي د دوى مصارف يوه ډالر ته  نه رسيږي ، دوى د جنگ داسي لاري غوره کړي چي استعمار گران ئې په درنو او مډرونو وسلو او زياتو فوځونو مقابله نشي کولى ، د دوى دامډرني وسلې د ښارونو ورانولو او گڼ وژلو لپاره دى ، په چريکي جنگونو کي بې  کاره دي او اغيزه ئې له هيڅ سره برابر دئ ، که د امريکا نږدې دوه لکه فوځ ، د اوو کلونو جنگ ، نږدي ، پنځوسو زرو امريکايى فوځيانو د مرگ ژوبلي او تر درې زره ملياردو ډالرو زياتو لگښتونو سره سره ونه توانيدل پر کابل او بغداد مسلط شي او مقاومت  وځپي ، نو ټوله نړۍ به څنگه فتح کړى ؟ !! امريکايى فوځ په تيرو اوو کلونو کي تر درې لکه زيات بمونه او راکټي پر افغانانو او عراقيانو وورول ، د هيڅ وسلې له کارولو او له هيڅ جنايت نه ئې ډډه ونه کړه ، حتى نيم غني شوي يورانيم ئې وکارول ، خو تاسو ووائي  چي لدى ټولو ئې لاس ته رواړنه څه وه ؟ !! نه ئې مقاومت وځپلى شو ، نه ئې مجاهدين ، طالبان  او القاعده ختم کړى شول ، نه دافغانستان له لاري د مرکزي آسيا پر زير مومسلط شول ، نه ئې دمخدره موادو د توليد او تجارت مخه ونيولى شو ه ، نه ئې امنيت راوستى شو او نه ئې د خپلي خوښي حکومت جوړ کړ‌ى شو ، راشئ وگورى چې دوى دعام ولس له وحشيانه وژلو پرته نورڅه کړى او سره له دومره وژلو اوس دوى او د دوى لاس پوڅى حکومت له څنگه بد وضعيت سره مخامخ دى !!

جورج ډبليوبوش د خپلو برياوو دشمير لو په ترڅ کي ويل  :  په امريکا کي دافغانستان اوسني سفير دامريکا تابعيت لرى ، زلمى خليلزاد افغانى الاصله امريکايى او زمونږ د ملي امنيت غړى اوس په دې هيواد کې زما خاص استازى دى !! حامد کرزى زمونږ دتيلو د کمپنۍ يو مامور اوس د دې هيواد جمهور رئيس دى او … داسي خبري يو وخت بريژنف هم کولې ! په  هغه وخت کي چي دافغانستان په زمکه او فضاء د شوروى ځواکونو واکمني وه ، نو د KGB  رسمي غړي دافغانستان واکمنان شول ، خو دې کار نه بريژنف ته گټه ورسوله او نه ئې اتحاد شوروي ته په داسي بوږنوونکو خبرو خوبايد جورج ډبليو بوش د خجالت احساس کولى نه د  افتخار او غرور احساس !! په نورو هيوادونو تيرى اوخپل جاسوسان ورباندى مسلطول د شرم کار دى نه د فخر ا و مباهات کار ، بوش بايد دى ته هم متوجه وى چي داکسان يوازى ستاسو د نظامي حضور تر چتر لاندى اوستاسو د نظامى حضور تر وروستۍ ورځي ښايي د هغو حلقو له نظره د افغانستان   واکمنان وگڼل شي چې ستا په څېر فکر کوي . نه پوهيږو کوم با عقله او باضميره انسان به هغه څوک ديوه هيواد واکمن وگڼي چي شخصي امنيت ئې هم پردي ساتي ، په ټول هيواد کي په هيڅ هيوادوال اعتماد نشي کولى او داسي داخلي ځواک په نظر نه ورځي چي د دوى امنيت په ارگ کي تامين کړى شي !! اوچي کله د امريکا يى کماندو گانو په حمايت کي خپل ولايت اوخپل قوم ته درومي نو ورباندې بريد کيږي !! که امريکايى فوځونه د پوره اووکلونو مسلسل جگړي په نتيجه کي په دې ونتوانيدل چي ياخپل امنيت په افغانستان کي تامين کړى او يا د هغه کسانو چي دوى  په دى هيواد مسلط کړى، هم د دوى په بارکونو او گزمو بريدونه کيږى او هم د دوى تر حمايى لاندي شخصيتونه او وزيران ترور کيږي اوپه جمهور رئيس ئې بريدونه کيږي !!! آيا همدا خبره د  سپينى ماڼۍ واکمنانو ته کفايت نکوى چي دافغانستان په ارتباط تير سياست غلطه وگڼي اوپه هغه کي تجديد نظر وکړي ؟ !!

افغانان چي کله له امريکا غږ ، آزادى يا بى بى سى راډيوگانو نه داتبلغات اوري چې په افغانستان باندى د امريکا له حملى نه وروسته د ديموکراسى په لوري لومړي گام اخيستل شوى ، د نجونو ښوونځى پرانستل شوي ، موسيقى آزاده شوى ، د ويديو کسټونو دوکانونه پرانستل شوي ، د هندى فلمونو نندارې بيا پيل شوي ، د چادري په سرکولو او د ږيرو پريښودو جبري احکام لغوشوى … نو افغانان خپلو منځونو کي وايي : مونږ خو دامريکا يى ديموکراسي او روسي ديمواکراسۍ ترمنځ په فرق پوه نه شو ،،  هغوى هم خپل نظامي تيرى د ارتجاع او امپرياليزم په خلاف د ديموکراتيکو ځواکونو او ديموکراسي پلوه ډلو د حمايى حرکت گڼلو او د واقعى او لوسي ديموکراسۍ په لور ئې لوئى لومړى گام شمير لو او تاسو د دوى په پل گام ږدى . نظامى تجاوز ته د ديموکراسى په لورى د لومړي گام  نوم ورکوئ ، د هغوى لومړى  کار هم همدا وو چى ښځي چادرى له سره لرى کړى او سړي خپلي پگړۍ ، موسيقى ، دښځو سندرى ، نڅا ، نايټ کلبونه عام شي او ږيره پرېښودل ، تسبيح گرځول او دسپينو جامو اغوستل جرم وگڼل شي او د حبس او مرگ سزا ورباندي مرتبه شي  ، هرشيخ ، ملا، حاجي، پير او صوفى ، او هر دږيرى  خاوند ، انقلاب ضد او مباح الدم وگڼل شي تاسو هم همدا کار کوئ ، ستاسو فوځونه چي په کوم کلي بريد کوي نو لومړي هدف ئې د ملانيول وي ، د هر مسلمان او مجاهد نوم  د دوى په تورلست  کي ليکل شوي !! که هغوي د کور ، کالي او ډوډۍ شعارونه ورکول او په عمل کي ئې افغانانو ته کور گور  کړ او کالى ورته کفن ، تاسو هم ډېر کلي په هديرو بدل کړل، ډير جوماتونه مو له خاورو سره برابر کړل ، د قلعه جنگي ډله ييز او هلته د ٧٠٠ اسيرانو وژل ، د کندهار  د اسيرانو بې رحمانه وژنه اوپه زرگونو کسان په ډله ييزو قبرونو کي ښخول ، …. ستاسو په امر ترسره شوى او دا هغه څه دي چي روسي افسرانو په افغانستان کي وکړل ، مونږ افغانان په هغې ديموکراسۍ لعنت وايو چي : د نظامي تيري او اشغال زيږنده وي ، د پرديو د خوښي واکمنان په ټولني تحميل کړي ، قدرت وطن پلورونکو ته وسپارى ، دروسانو په لاس روزل شوي د خاد جهمنى شبکه يوځل بيا واک ته ورسوي او د افغانانو د بيا نيولو ، ځورولو او وژلو موقع ورکړي ، جنگي جنايت کاران ، غله او داړه ماران پر ولس مسلط کړى .

د امريکا مخکنيو چارواکو زمونږ گاونډي هېوادونه د افغانستان په ضد په خپلې ناروا جگړې کې راښکېل کړل او په دې سره يې د ټولې سيمې د هېوادونو ترمنځ د دښمنۍ تخم وکرلو او دغو هېوادونو ته يې په داخل کې نه حل کېدونکې ستونزې راولاړې کړې. څوک چې د نړۍ د مشرتابه اهليت ولري هغه په هېوادونو کې فتنې نه راولاړوي، برعکس له خپل رسوخ نه د فتنو په ختمولو کې استفاده کوي، څوک چې د فتنو اورونه بلوي؛ دا گمان دې نه کوي چې د دې اور له بڅرکو نه به د ده لمن خوندي پاتې شي، څوک چې بل په خپل کور کې آرامې ورځې ته نه پرېږدي دا گمان دې نه کوي چې دى به د بل په کور کې آرامه شپه تېره کړي.

د امريکايانو خير په دې کې دى چې له قيد، شرط او ځنډ نه پرته له افغانستان نه ووځي، د افغانانو د مزيد وژلو، کړولو، په افغانستان کې له پاتې کېدو او په دې هېواد کې د يوه لاس پوڅي حکومت له تپلو نه لاس واخلي. په دې کې دې هيڅ شک نه کوي چې په افغانستان کې به د دوى د پاتې کېدو همغه پايلې وي چې شوروي اتحاد ورسره مخامخ شو. ښايي مسکو د همدې لپاره په افغانستان باندې د امريکا د بريد ملاتړ وکړ او شمالي ټلوالې ته يې وظيفه ورکړه چې ستاسو خوا ته ودرېږي او ستاسو تر قومندې لاندې د خپل ولس په خلاف وجنگيږي. دا يو داسې خطرناک دام وگڼئ چې روسانو د غچ اخيستو لپاره ستاسو د پښو مخې ته غوړولى.

د امريکا ولس بايد په دې پوه شي چې د جورج بوش ټيم په افغانستان او عراق کې اقتدار، غلو، مفسدينو، وطن پلورونکو، ملي خائنانو او د پرديو جاسوسانو ته سپارلى، د افغانستان او عراق د بيا ودانۍ په نامه چې د امريکا له بانکونو نه څه ايستل کيږي هغه ستاسو د جنرالانو او د دوى د افغاني او عراقي غلو ملگرو ترمنځ وېشل کيږي، د همدې لپاره له اوو کلونو تېرېدو وروسته هم د دې بيارغونې نښې حتى د کابل په ښار کې نه تر سترگو کيږي، تاسو کابل ته راغلي وئ، کاش له ارگ نه لس کيلومتره يوې بلې خوا ته تللي وئ چې ستاسې د بيا ودانولو تر نامه لاندې مرستې خو پرېږده حتى نظامي بودجه مو هم په جنگي چارو نه مصرف کېږي او ستاسو جنرالان يې په خپلو منځونو کې وېشي، ستاسو افسران حتى وسلې، مهمات، او نور نظامي وسايل خرڅوي!! پر افغانستان باندې ستاسو د پوځونو له تسلطه وروسته هومره کوکنار کرل شوي چې د هېواد په اوږده تاريخ کې سابقه نلري، تاسو چې د کوکنارو د فصلونو د ړنگولو لپاره کومې مرستې د کابل ادارې ته ورکوئ د چارواکو په جيبونو کې لوېږي، او د نړۍ والو د غولولو لپاره هغه فصلونه له منځه وړي چې څلور ځلي اپيم ترې ټول شوي.

امريکايي چارواکو اووه کاله مخکې ويل چې له څلورو مليونو مهاجرينو نه درې مليونه خپل هېواد ته ستانه شول، خو نن وايي چې اوس هم په پاکستان او ايران کې درې مليونه مهاجرين مېشت دي! پوښتنه دا ده چې دا درې مليونه خپل ملک ته نه وو ستانه شوي او تاسو په دروغو د دوى د ستنېدو خبره کوله!! او که د بې امنيتۍ او جگړو په وجه بېرته ايران او پاکستان ته مهاجر شوي!

امريکايي چارواکي د جگړو د روان وضعيت او پايلو په اړه هم داسې خبرونه ورکوي چې حقايق د امريکايي ولس او نړيوالو نه پټ وساتي او هغوى وغولوي، دوى په خپلو مرکزونو او گزمو باندې د ټولو راکټي حملو او بريدونو په اړه په ورته الفاظو وايي: راکټونه له هدف نه څو سوه متره لرې ولگېدل، مالي او ځاني تلفات يې نه درلودل بريد د القاعدې او طالبانو د پاتې شونو له خوا شوى، … او دې ته ورته خندوونکې خبري!! خو افغانان په دغو خبرو تمسخر کوي او وايي دې ته ورته خبرې مو څو کاله مخکې له روسانو اورېدلې او اوس يې له امريکايانو اورو. امريکايي چارواکي دومره دروغ وايي چې د روسانو مخ يې سپين کړ، د روسانو د مرگ ژوبلې شمېر هلته اعلان شو چې دوى له افغانستانه ووتل او ښايي د امريکايانو د مړو حقيقي شمېر به هم هلته اعلان شي چې زمونږ له هېواده ووځي، د دفاع وزارت او سي آى اى په راپورونو باور مه کوئ، دوى مجبور دي چې حقايق پټ کړي، دا هيڅکله مه منئ چې ښايي د جنگ له لارې به څه ترلاسه شي او امريکايان به خپلو موخو ته ورسېږي، امريکا له دې وروسته د جنگ په ډگر کې داسې څه نه شي کولې چې مخکني حکومت نه وو کړي.

تاسو ته په صداقت سره وايم چې په افغانستان کې روان مقاومت نه د القاعدې له لوري پېل شوى او نه د طالبانو له لوري، که تاسو د القاعدې او طالبانو ټول غړي هم ووژنئ نو مقاومت به همداسې روان وي لکه نن، دا مقاومت هغو افغانانو له خوا پېل شوى چې خپلوان يې د امريکايانو په لاس وژل شوي، کورونه يې وران شوي، په کليو او جوماتونو يې بمونه ورېدلي، کورونه يې تلاشي شوي، دوى او کورنۍ ته يې سپکاوى شوى، شخصي وسلې يې ترې اخيستل شوي، دا هماغه افغانان دي چې له روسانو سره هم په همدې خاطر وجنگېدل.

دا ولې تاسو کمونيست جنرالان او د دوى په خدمت کې مصروف د مليشو هغه ځواکونه استخدام کړي او د پوځ او پوليس قطعات مو ترې جوړ کړي چې لاسونه يې تر څنگلو د مظلومو افغانانو په وينو سره دي؟ د روسانو په خدمت کې ايتلاف ولې نن ستاسو په خدمت کې دى او روسان چې له چا سره جنگېدل نن تاسو ورسره جنگېږئ؟ ځواب يې څرگند دى، څوک چې غلامۍ ته سر نه ټيټوي په آزادۍ او خپلواکۍ باور لري، ستاسو له نظره همدومره بد دي لکه د روسي ښکېلاکگرو له نظره او د دوى معامله به له تاسو سره همغسې وي لکه له روسانو سره.

مونږ افغانانو او هيڅ باعقله انسان ته د امريکايي چارواکو دا تگلاره د فهم وړ نه ده، دوى ولې له بې وزلو افغانانو سره خپل زور آزمويي! ولې د وران او جنگ ځپلي افغانستان د مزيد ورانولو لپاره خپلې آخرين ماډل وژونکي او تخريبونکې وسلې استعمالوي؟ دا ولې د دوى اقتصادي او نظامي برلاسي او د بل فقر، لوږه، ضعف او ناتواني د دې پر ځاى چې په دغو سخت زړو کې د ترحم او عاطفې احساس راوپاروي، برعکس په دوى کې تکبر، غرور او مستي راولاړوي!! او د خپل رعب او هيبت تر اغېز لاندې د خلکو له راوستو او د دوى له ځورولو نه لذت اخلي؟! دوى دې ووايي چې په دې اوږدې مودې کې له مرگ، ژوبلې، خوف، وېرې او بې امنيو پرته يې افغانانو ته څه رااوړي؟!

تاسو او ستاسو تر حمايې لاندې انتقالي اداره نه د امنيت په تامينولو موفق شوئ او نه د کوکنارو د کر په مخنيوي کې، نن نه په لويو لارو کې امنيت شته، نه په لويو ښارونو کې او نه په انتقالي ادارې کې د شاملو ډلو تر تسلط لاندې سيمو کې، عام افغانان خو پرېږدئ، د دوى ډله ييزې وژنې، په مال، ځان او ناموس باندې تېري خو پرېږدئ، حتى د ملگرو ملتونو د اړوند ادارو مامورين هم خوندي نه دي. مگر د اخضر ابراهيمي هغه وينا ستاسو لپاره د شرم او پېغور خبره نه ده چې ويل يې: د دوى د ادارې په يوه ښځينه مامورې څو څو ځله په ډله ييزه توگه جنسي تيرى شوى، دا تېرى د ده په وينا د هغې ډلې له خوا شوى چې تاسو ته تر ټولو زياته نږدې ده او تاسو تر ټولو زيات په هغې اعتماد او حساب کوئ، همغه ډله چې د رونالد رمز فيلډ په امر يې تاسو ته دا شرايط برابر کړل چې ٧٠٠ کسان په قلعه جنگي کې ووژنئ او تر ١٠٠٠ نه زيات يې پخپله ووژل او د شبرغان په ډله ييزو قبرونو کې يې ښخ کړل!!

جورج ډبليو بوش په عراق له نظامي بريد نه غوښتل دا ثابته کړي چې پر افغانستان باندې د ده حمله يوه کاميابه تجربه وه چې بايد په نورو هېوادونو کې هم تکرار شي، غوښتل يې وښيي چې په دې بريد سره غواړي د امريکا گټې تامين کړي او له احتمالي خطر نه يې وژغوري!! خو حقيقت دا دى چې په افغانستان د امريکايي ځواکونو بريد يوه ناکامه تجربه وه، په دې بريد سره امريکايانو هيڅ نه دي ترلاسه کړي، نه د طالباو او القاعدې د مشرانو په نيولواو وژلو موفق شول، نه يې داسې حکومت جوړ کړى شو چې د امريکا گټې تامين کړي، نه يې جگړه پاى ته ورسوله او نه يې په دې هېواد کې د خپلې خوښې سوله او امنيت تامين کړى شو. د بوش ادارې په دې جگړو سره امريکايانو ته د خپلو زامنو له مرگ ژوبلې او د امريکا په ضد د افغانانو او ټولې نړۍ له ژورې کرکې او نفرت نه پرته بل څه نه دي ترلاسه کړي. څوک په دې نه پوهېږي چې د امريکا ا منيت په بهر کې او په زرگونو ميله لرې په نورو هېوادو کې په ځانگړې توگه د افغانستان او عراق په څېر هېوادو کې له گواښ سره نه دى مخامخ، او په دغو هېوادو د بريد له لارې يې نشي خوندي کولې، دا هسې د اشغالگرانو بې بنسټه منطق دى چې په کمزورو هېوادو د بريد لپاره يې د بهانې په توگه کاروي، له چا سره چې د خپل ولس او هېواد غم وي هغه نه د خلکو زامن د مرگ کومي ته لېږي، نه دروغ ورته وايي، نه يې شتمنۍ د غلو په لمن کې اچوي ا و نه يې له بحرانونو سره مخامخ کوي، بلکې امکانات يې د ولس د مالي ستونزو په حلولو، د فقر، لومې په ختمولو اود اقتصادي ظالمانه تفاوتونو په له منځه وړلو لگوي، کاش جورج بوش خپل ولس ته ويلي وي چې پر عراق زمونږ د حملې مقصد د دې هېواد د تېلو غني زېرمې ترلاسه کول دي، نه دا چې له عراق نه امريکا ته خطر متوجه دى!! که په دې هېواد بريد ونه شي نو اتمي او کيمياوي وسايل به جوړ او د امريکا په ضد به يې استعمال کړي!! خو نړيوال وايي: دا څنگه امريکا له هغو هېوادونو هيڅ وېره نه لري چې پرمخ تللې اتومي، کمياوي او بيولوژيکي وسايل لري، نه له روس نه وېره لري او نه له چين نه، او نه په اسرائيلو اعتراض کوي چې کافي اتومي کيمياوي او بيولوژيکي وسلې جوړوي!! دا په داسې حال کې چې عراق د جنگ او اوږدې محاصرې په وجه نه د داسې وسلو د جوړولو مالي توان درلود او نه فني کفايت، هغه پر خپلې خاورې د امريکايي طيارو د پرله پسې بمباريو مخه هم نشوى نيولې، اتومي بم يې به يې څنگه جوړولى شو!!؟

زه او زما په څېر د نړۍ ډېر خلک دا انتظار لري چې د متحده ايالاتو په انتخاباتو کې ستاسو بريا به دې ته لار آواره کړي چې د امريکا په تېرو غلط سياستونو کې تبديلي راشي، تاسو به ټوله نړۍ او په خپله د امريکا ولس له هغو خطرناکو گواښونو نه وژغورئ چې د جورج ډبليو بوش، جگړه مارو، ماجرا غوښتونکو او کاوبايي سياستونو راولاړ کړي. د دغو سياستونو دوام نړۍ په ډېر وېروونکي لوري بيايي، دغو غلطو سياستونو په نړۍ کې د امريکا په ضد هومره ژوره کرکه او نفرت راولاړ کړى چې امريکا يې په ډېر څه او ډېرو کلونو کې نه شي جبرانولې.

که امريکا له افغانستانه د باعزته وتلو لار لټوي نو موږ يې مرستې ته چمتو يو؛ خو د افغانانو له نظره د بحران د باعزته حل يوازنۍ لار دا ده:

١_ د ټولو بهرنيو ځواکونو وتل.

٢_ د هېواد په کورنيو چارو کې د بهرنيو لاسوهنو مخنيوى.

٣_ يوه موقت بې طرف حکومت ته د قدرت انتقال.

٤_ په آزاد او خپلواک افغانستان کې آزاد او عادلانه انتخابات.

٥ _ د ټولو سياسي بنديانو بلا قيد و شرط آزادول.

٦_ دائمي اوربند.

٧_ ټول هغه تصرفات لغو او باطل اعلانول چې د اشغال په دوران کې نيواکگرو ځواکونو او د دوى لاس پوڅو حکومتونو ترسره کړي.

٨_ هغه معاهدې چې اشغالگرانو پر افغانانو تحميل کړې او زمونږ له آزادۍ او خپلواکۍ سره مغايرت لري؛ بې اعتباره گڼل، د پرديو نظامي اډې، زندانونه، د افغانانو نيونه، په غير افغاني محکمو کې د دوى محاکمه، بهرنيو محبسونو ته د دوى انتقال اود ظالمانه او غير انساني مقرراتو له مخې د دوى مجازات د تل لپاره پاى ته رسول.

٩_ مونږ دا هم ويلي چې که ځيني افغاني ډلې امنيتي تضمينونه لټوي او د دې لپاره د بهرني سوله ساتي ځواک حضور ضروري گڼي، پر دې بحث کيدى شي، موږ چمتو يو چې ددوى تشويشونه رفعه کړو، دا هم کيدى شي چې په دې موخه د بې طرفه اسلامي هېوادو محدود شمېر سوله ساتي د موقتي ټاکلې مودې لپاره په هېواد کې ځاى پر ځاى شي، په دې شرط چې:

دا به د موجوده دروغجنو سوله ساتو په څېر نه وي چې د اشغالگرانو په خدمت کې دي او ماموريت يې د سولې تامين نه؛ بلکې د سولې تر غولوونکي نامه لاندې د افغانانو په ضد جنگ دى.

له ښارونو نه بهر به په عسکري مراکزو کې ځاى په ځاى کېږي، تگ او راتگ به يې د افغان حکومت په اجازه او موافقه وي، داسې نه لکه د ناټو نيواکگرو او جنگ طلبه ځواکونه چې په خپل سر ځي او راځي، په ښارونو کې مراکز لري او گزمې کوي، د افغانستان زمکه او فضا مفتوحه سيمه او تر خپلې مطلقې واکمنۍ لاندې گڼي.

د موقت حکومت تر قومندې لاندې به عمل کوي او د مسؤلو افغاني مقاماتو له موافقې پرته به د هيڅ نظامي تحرک حق نه لري، داسې نه چې د اوسني نيواکگر ځواک په څېر وي چې په خپل سر عمليات کوي، پر کليو، کورونو مدرسواو جوماتونو بمونه وروي، هره ورځ په لسگونو مظلوم او بې وزلي افغانان په وينو کې رغړوي، نه د افغانانو او نړۍ والو پرله پسې او جدي اعتراضاتو ته اعتناء کوي او نه د خپل لاس پوڅي حکومت د چارواکو مکرر التماس او غوښتنې ته چې تر عملياتو مخکې بايد دوى خبر کړى شي!!

همداراز حاضر يو په دې اړه د دوى پر غوښتنې بحث وکړو چې د بهرنيو ځواکونو د وتلو ترڅنگ بايد د مجاهدينو په ليکو که د بهرنيو جنگياليو شتون وڅېړل شي، موږ ټولو خواوو ته اطمينان ورکوو چې له دې سره په بشپړه توگه موافق يو چې په افغانستان کې دې نه بهرني ځواکگران وي او نه بهرني جنگيالي، نه دې د هغو لپاره نظامي اډې وي او نه د دغو لپاره نظامي مراکز، که څه هم ټولو ته دا خبره جوته ده چې اوس القاعده په عراق کې جنگيږي او پاکستاني طالبان په پاکستان کې، يو يې هم په افغانستان کې د جنگېدو او د نظامي مراکزو درلودو ته ضرورت نه لري، په افغانستان کې د دوى د شتون په اړه تبليغات د خاصو سياسي موخو په غرض ترسره کيږي.

دې ته هم چمتو يو چې تضمين وکړو چی په افغانستان کې به د مخدره موادو د توليد او تجارت مخه نيسو، موږ د نشه يي موادو کشت،توليد او تجارت حرام گڼو، دهېواد منتخبه شورى به د نورو اساسي مسائلو تر څنگ په دې قضيې بحث کوي او لازم تدابير به نيسي، په دې کې هيڅ شک نشته چې د مخدره توکيو بازار د نيواکگرو ځواکونو لخوا تود شوى، دوى جنايتکاران او د مخدره توکو قاچاقچيان په څنگ کې نيولي، د لاس پوڅي حکومت لوړ پوړي چارواکي د بهرنيو ځواکونو لوړ پوړي افسران په ګډه په دې گنده فعل کې لاس لري، د دې ادعا د اثبات لپاره دا دليل کافى دى چې د بهرنيو ځواکونو له راتلو سره د مخدره توکيو توليد تر مخکې څو ځلې زيات شوى او هر کال مخ پر زياتېدو دى. د دشمنانو دا تبليغات په بشپړه توگه بې بنسټه او دروغجن دي چې مجاهدين په دې ناروا فعل کې په لاس لرلو تورنوي، مجاهدين خو هغه دي چې د خپل رب د رضاء او د خپل هېواد د آزادۍ لپاره خپل سر قرباني کوي، د شهادت تلوسه يې دې ته چمتو کوي چې له باروتو ډک واسکټ واغوندي ا و د دښمن په خوا کې چاودنه وکړي!! دا فرشته صفته مجاهدين به څنگه د حرامو توکيو په توليد او تجارت سره خپل ايمان ته تاوان رسوي او د خپل رب د رضاء په خلاف به عمل کوي؟!!

په آخر کې بايد تاسو ته ووايم: د دې پر ځاى چې امريکا هره مياشت تر شل مليارد ډالرو زياتې پيسې د جگړو په دوام او د بې وزلو خلک په وژلو لگوي؛ آيا ښه به نه وي چې دا پيسې د امريکا د اقليتونو، مخصوصاً مظلومو تورپوستو د هغو ستونزو په ختمولو ولگول شي چې دا څو پېړۍ ورسره مخامخ دي، ستا د بريا د اعلان په ورځ ټولو نړۍ والو د تور پوستو په سترگو کې هغه اوښکې ليدلې چې که له يوې خوا د مړو هيلو راژوندۍ کېدو نښه گڼل کيږي له بلې خوا د زړو پرهارونو، محروميتونو، مظلوميتونو او تحقيرونو غمازي کوي.

 

د افغان سوله غوښتونکي ولس په استازيتوب

 

حکمتيار

افغانستان

١٠/١١/٢٠٠٨

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *