مصلح اومجاهد ملا نجم الدین آخونزاده د« ســـعــیــد افغانی » په لـــیکونـوکی — امين الدين سعيدی

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 

مصلح اومجاهد ملا نجم الدین آخونزاده د« ســـعــیــد افغانی » په لـــیکونـوکی

 

لــــیـــکــنــه او ټـــولــوونـــــه : امــیــن الــــــدیـــــن « ســعـــیـدی »


دافغان اســـتراتـیژیکو څـیړنیزمرکز اودحق دلاری کلتوری ټولنی مسؤل مدیر– جرمني

 

 

ګـــرانــو لوستونکو :

خدایبخښلی  دکتور مولوی محمد سعید « سعید افغانی » دخپل کتاب کی چی « زما ژوند» تر عنوان لاندی  لیکلی وه او په کال ( ۱۳۶۵ ) هجری کی خپور شوی دمصلح او مجاهد ملا نجم الدین آخونزاده  صاحب په هکله داسی لیکی:

 

زه دخپل پلار ( ۱ ) سره څو واری « هډی » ته د مرحوم ملا نجم الدین اخونزاده  صاحب زیارت ته تـــلی یم او اکثر به زما پلار د روژی د مبارکی میاشتی  په اولو  ورځوکښی دقرآن کریم خــتــم دنجم الدین  اخند زاده په جامع جومات کی دزیارت تر څنګه کوه او هلته به د روژی د میاشتو په تراویحو کښی دری شپو کی ټول قرآن کریم ختم او لوستل کیده. دی ختم ته دمشرقی، ننګرهار حتی د سرحداتو ډیــر خلک را ټولیدل. هلته په هغو شپو کی تود لنګر د هغه ځای د شیخانو د اسلام پور  د پاچایانو په مشری چلیده. په دی لنګر کی زرهاؤ خلکو ته ډوډی ورکوله کیدله،  ډیر مالونه حلا لیدل او زیاتی وریجی او ډوډی پخیدلی.

 

دی لنګر ته د روژ ی په اولو شپو ګی زیات خیراتونه او مرستی رسیدلی. مرحوم نجم الدین آخونزاده صاحب دوخت پوه عالم او سالک ؤ.  دی د صوات مرحوم ملا غفور آخونزاده  مرید ؤ.  دی د قادری په طریقی کی  پــیر او مرشد ګرځیدلی او په زرهاؤ مریدان  او په سلها ؤ ماذونان  ئي  در لودل. د نجم الدین  آخند زاده  صاحب مأذونان  په ټول افغانستان  کی د پوره  شهرت  خاوندان ؤ.

 

نجم الدین آخونزاده  صاحب لوی مجاهد ؤ او دانګلیسانو په مقابل کی ئی د امیر عبد الرحمن  په وخت کی زیاتی مشهوری غـــزاګانی کړی دی. دی  دامیر عبد الرحمن په عصر کی دمهمندو د قام  په « جړوبی » علاقی کی اوسیده او بی د امیر  د اجازه ی څخه د انګلیسانو  په مقابل  کی ئی جهاد کولو تر داسی اندازی دده جهاد قوت موندلی ؤ چی انګلیسانو امیر عبد الرحمن  خان  ته یو لیک واستوه چی په هغه کی دری لاندی مطالب درج ؤ .

 

۱- ملا نجم الدین د سر حد څخه لری کړه ځکه دی زمونږ په قابل کی د جهاد پارونه کوی.

۲- څرخی  سپه سالار چی په کنړ کی دی هغه د مجاهدینو سره مرسته کوی نو هغه له دی ځای څخه وغواړه او بل چیری ئی واستوه .

۳- دافغانستان او دسرحد  دخلکو  سره تک  او راتګ بند کړه.

 

امیر عبد الرحمن  خان د انګلیسانو په ځواب کی داسی ولیکل:

 

۱-  نجم الدین آخونزاده  صاحب زما  په  واک  نه دی هغه د مهمند و په آزاده ســـیمه کی او سیږی او په خپل  سر  دتاسو  په مقابل جګړی تنظیموی، زه په  خپله  هم  د هغه د زیات  شهرت او اعتبار  څخه ډاریږم.  دی  دلته په  افغانستان کی  زیات  مریدان  او مخلصان لری او خلک په ده باندی د ولایت  دومره  قوی  عقیده لری چی که دوی چیری  پس له محمد صلی الله علیه وسلم په چا باندی د رسالت  عقیده منله نو به په دی باندی به ئی  دپیغمبری  ایمان  راوړی وی نو ښه داده چی د افغانستان څخه بیرون وی.

 

۲- زه حاضریم چی څرخی  سپه سالار دستاسی  دلیکنی په اساس  دکنړونو  څخه  بدل کړم خو په دی شرط که چیری  هلته د تاسو په ضد  وضعه زیاته ورانه شوله مسؤلیت به ئی زما په ذمه  نه وی ځکه چی زما  به فکر د څرخی سپه  سالار  وجود هلته چی پوه او مدبر شخصیت دی  دستاسو په ګټه  دی.

۳- لطفآ موضوعات  لږ دقیق  وڅیــړی  هغه  داچی  دافغانستان  او  سرحدی  خلکو تر مینځ پولی  ارتی  او دوی تر مینځه د وروری  روابط نه شکیدونکی علایق دی چی هیچا ته دا امکان نه میلاویږی چی ددوی تر مینځه تګ او راتګ  بند کـــړی. او که څوک دی کار ته اقدام وکړی ؤ به ئی نشی کړی – ځکه  ورور  د ورور څخه جداکول او خپل  دخپلوان څخه بندول آسان کار نه دی او هغه هم بیا په داسی  ارته سیمه اوبیدیا کی.

 

وائـــی: د امیر عبد الرحمن خان په یاداشتونو کی راغلی دی  چی ده په پټه  د مرحوم  نجم الدین  آخندزاده صاحب سره  رابطه  درلوده او په مخفی  ډول  ئی خلک د انګلیسانو په مقابل کی پارول خو په ظاهر کی د انګلیسانو  سره  د عدم تعرض متعهد ؤ.

(۱)مولوی عبد المجید  د مولانا سید امیر زوی په قوم صافی دلغمان د ولایت دعمرزیو  په قریی کی  د خیر آباد د کلی او سیدونکی دی. دی دخپل دوخت  لوی مجاهد ؤ او د افغانستان  داستقلال  او آزادی په جهاد کی یی پوره مؤثــره بر خه درلوده او دخپلو قومی ځوانانو ، مشرانو ، شاګردانو او پیروانو سره د انګلیسانو په مقابل کی دډکی ، تورخم ، او ناقی په سیمو کی جنګیدلی دی.  

 

 

 

د مقالي  نوم   :

مصلح اومجاهد ملا نجم الدین آخونزاده

د« ســـعــیــد افغانی » په لـــیکونـوکی

  لیکنه اوټولوونه :

امين الدين  «سعیدی »دافغان استراتیژیکو څیړنیزمرکز

اودحق دلاری کلتوری ټولنی مدیر مسؤل – جرمني

 

پته  :

saidafghani@hotmail.com  بريښنا ليک :

 

 

 

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *