افغان جنګ « ښایی تر دوبی پوری وبایلل سی » — نثار احمد صمد

 

افغان جنګ « ښایی تر دوبی پوری وبایلل سی »

 

لیکوال : سپیلی یس

منبع : ډیلی ټلګراف ورځپاڼه ( لندن )

نېټه : ۲۰۰۹/۲/۱۰

ژباړن : نثار احمد صمد

 

د یو تکړه امریکایی پوځی ماهر له قوله په ښورښی ضد ستراتیژی کی به د عاجلو بدلونونو څخه پرته د طالبانو او القاعده پر ضد جګړه د اوړی په پای کی وبایلل سی .

د ډګروال جان نګل یعنی هغه چا ارزوَنی چی د امریکا حکومت ته چی همدا اوس د افغانستان په هکله څلور بیلابیلی څیړنی مخته بیایی ، مشوره ورکوی دا ډار څرګند کړی چی تر څو د ښورښیانو پرمختګ تم  نه سی ، نو افغانستان به هم د نوي ولسمشر ویتنام سی .

 

امیرالبحر میولن ویلی چی دﺉ غواړی د نورو ۳۰۰۰۰ امریکایی پوځیانو ورلیږل ، سره له دې چی د اوباما اداره د دغو څیړنو ارزوَنی ته معطله ده ، ژر اعلان کړی .

ده وویل چی « هلته پر مځکه قوماندان د نورو اضافی ځواکونو غوښتنه کړې ده او زه په دې تمه یم چی د دې ټولی ستراتیژۍ په وړاندی بیا هم دا غوښتنه پر ځای کړم . »

په پوځی حلقو کی هیلی او امیدونه دا دي چی ولسمشر به نه یوازی د اضافی پوځیانو له درکه بلکی د هغی لاس رسۍ څخه  هم راضی سی چی په عراق کی یی ښه نتیجه ورکړه یعنی دا چی امریکایی پوځیانو د ښورښیانو پر میندلو او وژلو باندی لږ تمرکز کاوه . بلکی  د دې کار په عوض کی یی  د « څرګندی ، نیولی ، جوړوَنی » ستراتیژی پسی را اخیستې وه چی د هغې له مخی نیولي ځایونه مستحکم کېدل او د دې مخنیوی یی کاوه چی نیولي ښارونه بیرته د دښمن لاس ته ور نه سی .

 

ډګروال نګل چی د عراق یو تجربه کار دی ، او هلته یی د جنرال ډیویډ پترس تر سیوری لاندی د دغی بریمنی ستراتیژۍ په جوړولو کی مرسته کړې وه ، ډیلی ټلګراف ته وویل چی هغه لاسته راوړني چی طالبانو په تیرو دوو کالو کی حاصلی کړي باید چی د افغانستان د عنعنوی جنګی موسم تر پایه چی هماغه د سپټمبر وروستۍ یا د اکتوبر پیل دی ، بیرته ترې غصب سی ، که نه طالبان به یو داسی کلک او دوامداره تکیه ځای ولری چی د لویدیځ پوځی شتون به عبث او بې ګټی کړی .

ډګروال نګل چی په دې وروستیو کی یی د امریکا د حکومت لخوا د ښورښ ضد لارښود  د مرستیال لیکوال دنده اجرا کړې ، وویل چی « ښورښی ضد مبارزه یو خوځښت لری ، داسی لکه د فټبال په لوبه کی چی نندارچیان تر کوم شي دمخه یو څه احساسوی . همدا اوس اوس خو دغه تحرُک یا خوځښت د طالبانو سره دی . »

دﺉ هم د نورو پوځی مفکرینو غوندی پدې ګروهه دی چی په نظامی تاکتیکونو کی د بدلون سره د « ملکی وسلوالو » بیړنی یو ځای والی هم حتمی دی چی دا کار به د نړیوالو څانګو او حکومتونو دندی او هدفونه ښه واضح کړی چی لګیا دي دغه بیوزله هېواد ته پر مختګ ورکوی .

 

ښاغلي اوباما په خپله انتخاباتی مبارزه کی ژمنه کړې وه چی افغانستان ته به نور ډېر منابع هم ور سوق کړی او ځینی وختونه خو یی د بریالیتوب لپاره سر له دېواله هم واهه . خو همدا اوونۍ  یی په یو مطبوعاتی کنفرانس کی خپلو دفاعی قوماندانانو ته د یوې لویدیځ ډوله دیموکراسۍ پر ځای داسی ورغبرګه کړه چی نوموړﺉ هېواد باید د تروریسټانو د یو داسی امنځی څخه راوګرځول سی چی « بېله مجازات کېدو څخه به عمل کوی او د امریکا پر خاوره به د حملو پلانونه جوړوی . »

 

ډګروال نګل د هماغی « څرګندی ، نیولی ، جوړوَنی » ستراتیژۍ په تمه نه دی چی هغه به د عراق غوندی دلته په افغانستان کی هم کټ مټ نتیجه ورکوی . بلکی افغانستان هیڅکله هم عصری نه و ، درلوونکی د یو کمزوره قبایلی جوړښت دی یعنی هغه څه چی په عراق کی یی د همدې خورا جدی پوځی څپې ملاتړ وکړ ، او باالاخره دلته د تریاکو غوړېدلی کاروبار وجود لری . بل دا چی جنګیالي د پولي په پاکستانۍ خوا کی ژغورلی امنځی لری.

 

دﺉ هم د نورو کارپوهانو او د پنتاګون د مامورینو غوندی عقیده لری چی د افغانستان فعلی ۷۰۰۰۰ کسیز پوځ ـ چی د عراقی پوځ څلورمه حصه ده ـ که درې چنده  کېدای نسی ، اقلأ دوه چنده خو باید سی تر څو خپل ځان د یو مقنع امنیتی ځواک په توګه راولی . پای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *