ښایی ورکي سوي امریکایی وسلې به طالبانو ته ځی ! — نثار احمد صمد

 

 

ښایی ورکي سوي امریکایی وسلې به طالبانو ته ځی !

 

راپورتران : جابی وېریک ، او جیفری سمیت

منبع : واشنګټن پوسټ ورځپاڼه

نېټه : ۲۰۰۹/۲/۱۲

ژباړن : نثار احمد صمد

 

د هغه تصفیوی حساب کتاب له مخی چی کانګریس مؤظف کړی او هغه دا اخطار ورکوی چی ښایی څه وسلې مخکی لا د طالبانو تر لاسونو رسېدلي وی ، اوس داسی ښکاری چی په افغانستان کی په لسګونو زره مشین ګنونه او نوری ناریه وسلې غلا سوي دي ، دا ځکه چی امریکایی مامورینو د هغوی څرک نه دی معلوم کړی .

د حکومت د احتسابی دفتر حساب کتاب دا څرک لګولی چی د هغه څه باندی ۲۴۲۰۰۰ میله سپکو وسلو د درېیمی برخی د موجودۍ لیستونه هیڅ کنټرول سوي نه دي چی امریکا د افغانستان ځواکونو ته وړیا ورکړي دي ، یعنی هغه وسله تونونه چی په زرګونو « اې کې ـ ۴۷ » ثقیل مشین ګنونه ، هاوانونه ، سپک مشین ګنونه ، راکټونه او د هغه توغونکي پکښی شامل دي .

راپور وایی چی په دې باره کی هم کوم اعتباری ثبت یا راجسټر نسته چی دا وښیًی چی هغه ۱۳۵۰۰۰ اضافی وسلې چی د ناټو نورو هېوادو وړیا ورکړي دي ، څه سوې . راپور زیاتوی چی ډیری هغه وسلې چی د ۲۰۰۴ او ۲۰۰۸ کلونو تر منځ ورسپارل سوي ، د هغه افغان اردو لخوا په ډیپو ګانو کی خوندی سوي چی د تښتېدو ، غلا او ناقصو امنیتی سیسټمونو څخه ډکه سابقه لری او دروازې یی هم د لرګو څخه جوړي سوي او قفل ور اچول کیږی .

 

د حکومت احتسابی دفتر دا هم معلومه کړې چی دغه بی دسپلینه کنټرول حتی پر هغو خورا حساسو تجهیزاتو باندی هم مشتمل دی لکه د شپې لخوا لیدونکی عینکی چی د افغانستان په زیږو ځمکنیو عوارضو کی یی امریکایی پوځیانو ته د طالبانو پر ضد په جنګ کی یو پرېکنده برلاسی توب ور بخښلی دی . د حکومتی احتساب کتاب د څانګی دا راپور چی ښایی نن د کانګریس منصفه هیًت ته وسپارل سی ، وایی چی د حسابدارۍ اساسی طریقې لکه د پرله پسې نمبرونو ثبتول هیڅ درج سوي نه دي چی دې کار د وسلو په ملیونونو ډالره « د غلا یا ورکي د جدی خطر » سره مخامخ کړي دي . د دې راپور یوه کاپی واشنګټن پوسټ هم تر لاسه کړې ده .

 

د ولسی جرګې وکیلانو مخکی له دې چی دا راپور رسمأ خپور سی ، پر پنتاګون د هغه د وضاحت په خاطر فشار اچولی دی . د ماساچوسیټ دیموکرات نماینده جورج ټایرنی وویل چی دغه بی وسۍ یا ناکامۍ ښایی خبره دې حد ته ورسوی چی امریکایی پوځیان د ښورښیانو لخوا په هغو وسلو سره وژل کیږی چی د امریکایی مالیه ورکونکو په روپیو رانیول سوي دي . ټایرنی په یوه لیکل سوې وینا کی وویل چی « هو ، دا هغه خطر دی چی موږ په افغانستان کی د زرګونو تهیه کړو وسلو د نه ثبتولو له امله ورسره مخامخ یو . » د دفاع د وزارت ویندوی پر دغه پروني راپور باندی کومه عاجله تبصره نه ده کړې .

 

دغه ستونزی چی نن په افغانستان کی پیدا سوي ، دوه کاله مخکی په عراق کی د کټ مټ احتساب د کشفولو هنداره ده . ځکه هلته هم د ۲۰۰۷ په جولای کی د حکومت د احتسابی شعبې د څرګندوَنی له مخی د لږ تر لږه ۱۹۰۰۰۰ « اې کې ـ ۴۷ » مشین ګنونو او تفنګچو چی امریکا ور لیږلی وې ، هیڅ درک معلوم نه سو . دا رقم د ټولو هغو کوچنیو وسلو څه نا څه ۳۰ سلنه کیږی چی په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۵ کی عراق ته د محلی ځواکونو  د استعمال لپاره ورلیږل سوي وو .

د حکومت د احتساب دفتر وویل چی امریکا په هغه هېواد کی هم د بهتر حساب کتاب د معیارونو په استقرار او څارلو کی ناکامه سوې وه . د « ګلاک » د اتوماتیکو تفنګچو په شمول ځینی وسلې باالاخره د کردستان د کارګر ګوند ( پی کی کی ) لاسونو ته ورسېدل چی زیاتره د هېواد په شمال کی ځای پر ځای دي چی ترکیې ، امریکې او اروپایی اتحادیې د تروریسټی ډلی ټاپه هم پر وهلې ده . ترکیې په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کی پنتاګون ته دا شکایت وکړ چی د عراق څخه منحرفی سوي وسلې زموږ د پولو په دننه کی د جنایتونو او وژنو لپاره استعمالیږی .

 

د افغانستان د راپور په ارتباط د حکومت د حساب کتاب د څانګی یو ټیم په تیر اګسټ کی دغه هېواد ته سفر وکړ او د هغو بېلا بیلو ورکو سوو وسلو د څرک معلومولو هڅی یی شروع کړې چی دغه جګړه ځپلي هېواد ته په څه باندی څلورو کالو کی ورکول سوي دي . راپور وایی چی څارونکو مامورینو دا معلومه کړه چی د موجودی کولو څارنه په افغانستان کی نه ده تر سره سوې او یو علت یی دا دی چی هلته د لازمو پرسونلو کمیً و ، او بل دا چی د پنتاګون هیڅ راهنمایی نه وه . راپور زیاتوی چی د دې په نتیجه کی امریکایی مامورین « ډاډه کېدای نه سی چی د افغان پوځ لپاره ورکړل سوي وسلې دې نوموړي پوځ ته رسېدلي وی . »

حکومتی احتسابی دفتر څرګنده کړه چی د امریکا هغو پوځی ټیمونو په تیر جون کی یعنی له دې نه لږ څه وروسته چی دغه څارونکي راورسېدل ، د دې ستونزو د کنټرولولو هڅی پیل کړې .

 

په اکتوبر کی د پنتاګون یو بېل راپور  افغانستان ته د بسپنه سوو وسلو د ډیپوګانو د زیانمنېدلو ډېر توضیحات برابر کړي وو . په هغه کی ویل سوي چی امریکا او د هغه متحدو ځواکونو په افغانستان کی خپله هغه پالنه او سرپرستی په باک نه وه راوړې چی د هغې له مخی ډاډ من سوی وای چی افغان ځواکونو ته تر ۱۱٫۷ بلیونه ډالریزه کومک لاندی  ورسپارل سوي وسلې باید « په حساب کتاب کی راوړل سوي ، کنټرول سوي او په طبیعی ډول ساتل سوي وای » او په ځاګړې توګه یی د دې وسلو د مسلسلو نمبرونو په ثبتولو کی  چی  وروسته  به یی هغه  پسی اداره کول ، غفلت کړی دی  .

 

د پلټونکي جنرال دا راپور چی د دفاع وزیر رابرټ ګیټس او د ټولو قواوو لوی درستیز مایکل میولن توظیف کړی و ، د امریکا پر مرکزی قوماندانۍ باندی پړه اچوی چی افغانستان  ته د لیږل سوو وسلو  د اداره کولو د بهترو معیارونو په جوړولو کی ناکامه راغلې ده .

دا راپور همدا راز د امریکې تر مشرۍ لاندی هغه واحد باندی هم انتقاد کوی چی د افغان پولیسو او اردو د روزنی متصدی دی او په دې کی پاتی راغلی چی روزونکو ټیمونو او ښوونکو ته یی بهتری لارښوونی کړی وای .

راپور  زیاتوی چی هغه سیمه ییز امریکایی دفتر چی افغانستان ته د ۴٫۷ بلیونو ډالرو بهرني پوځی خرڅلاو پروګرام څاری ، هم خورا کوچنی دی او د هغه پرسونل کافی نظم ، مهارت او تجربه نه لری تر څو دا یی کنټرول کړی وای چی اړونده وسلې خو به بلی خوا ته نه وی تللی . صرف نهو کسانو چی یو جګړن یی مشر و ، د هغه پروګرام د څارنی مسؤلیت درلود چی په ۲۰۰۷ کی یی څه باندی ۱٫۷ بلیونه ډالره خرڅ کړل په مقایسه د هغه ۷۷ کسیزه ټیم چی یو تورن جنرال یی رهبری کوی او په سعودی عربستان کی کټ مټ پروګرام څاری چی تر دې ځای یی ۶۰ سلنه لږ پیسې خرڅی کړی دي .

 

په افغانستان کی د دغو نهو افسرانو څخه یو یی لا هم په بهر کی د وسلو د خرڅلاو تجربه نه لری ، یعنی هغسی حالت چی دا راپور یی د افغان وسلوالو ځواکونو د بشپړ مهذب کولو په خاطر « د امریکایی پوځ هڅی ته په ستراتیژیکی اهمیت ور بخښلو کی » نیمګړی بولی .

 

د پنتاګون پلټونکو د ۲۰۰۷ په اکتوبر او د ۲۰۰۸ په اپریل کی هلته د خپلو کتنو پر مهال دا مشاهده کړه چی د امریکا لخوا د څارنی بشپړ نشتوالي ځکه یوه خلا یا فاصله ایجاد کړې چی افغان امنیتی ځواکونو دا ظرفیت او استعداد لا هم نه دی ښودلی چی د پوځی تجهیزاتو دا بهیر اداره کړای سی . د افغان پوځ د لوژستیک مشر هغوی ته وویل چی دﺉ حتی په دې هم نه دی خبر چی کله به اکمالات رارسېدل نو څه ډول وسلې به پکښی شاملی وې ، یا دا چی هغه به چا رالیږلې .

 

د دفاعی استخباراتو مرستالی او لویی امنیتی ماموری ایلن مک کارتی د پنتاګون د دې راپور په ځواب کی رسمأ ومنل چی په افغانستان کی به د وسلو او چاودېدونکو موادو « غلا ، ورانکاری ، ځانی کول ، او غلط استعمال په ټوله نړۍ کی د پرسونلو او تأسیساتو ساتنه او امنیت د ستر خطر سره مخامخ کړی . » دې دا هم ومنل چی د امریکا مرکزی قومانداني باید دغی ستونزی ته تر هر څه لومړیتوب ورکړی . پای

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.