طالبان : اوباما بې منطقه دی — نثار احمد صمد

 

 

طالبان : اوباما بې منطقه دی

 

منبع : هیرالډسن ، اسټرالیا

نېټه : ۲۰۰۹/۳/۱۰

ژباړن : نثار احمد صمد

 

د افغانستان طالبانو نن د ولسمشر بارک اوباما هغه وړاندیز چی د طالبانو د معتدلو کسانو سره دې خبري وسی ، بې منطقه وباله او هغه یې رد کړ او ویې ویل چی د جنګ د ختمېدو یوازینۍ لاره هماغه د بهرنیو پوځیانو وتل دي .

ښاغلي اوباما د نیویارک ټایمز سره په یوه مرکه کی هلته په افغانستان کی د هغسی تاکتیکونو په غوره کولو سره څرګندوَنه وکړه چی په عراق کی یې هم د نرمو عناصرو سره د خبرو اترو په توګه کارولي وو .

 

کله چی د طالبانو د ویندوی قاری محمد یوسف څخه وپوښتل سوه چی د ښاغلي اوباما د وړاندیز په هکله به د طالبانو د لوی مشر ملا محمد عمر څرګندوَنه  څه وی ، وویل « د دې په وړاندی ځواب یا غبرګون ځکه نه سی ښودل کېدای چی هغه بې منطقه دی . طالبان یو موټی دي ، یو مشر لری ، هدف یې یو دی ، او یوه تګلاره لری . . . زه نه پوهېږم چی هغوی ولی د نرمو طالبانو خبري کوی او دا څه معنا ؟ که د دې مانا هغه کسان وی چی نه جنګیږی او په کورونو کی ناست دي ، نو د هغوی سره خبری اتری چټی او بې معنا دي . دا هغه څه دی چی د طالبانو د حیرانۍ سبب ګرځی . »

 

په عراق کی د سُنی مسلمانانو لخوا د خپل ګاونډ د ساتنی لپاره د خپلو خلکو ګومارنه د توند تشدد د لږښت اصلی علت وګرځېد .

ښاغلي اوباما څرګنده کړه چی د افغانستان یعنی هغه ځای حالات د عراق په مقایسه ډیر پیچلي دي چی هلته تقریبأ ۷۰۰۰۰ بهرني پوځیان ، منجمله ۳۸۰۰۰ امریکایان مستقر دي او ډیر ژر به ۱۷۰۰۰ نور پوځیان هم ورسی .

 

افغان ولسمشر حامد کرزی ، چی په ۲۰۰۱ کی د امریکا په مشرۍ د پوځی طاقت په زور د طالبانو تر سقوط را وروسته افغانستان رهبری کوی ، د اوباما د دې وړاندیز هرکلی وکړ .

په افغانستان کی د بهرنیو پوځیانو شتون وروسته له هغه پرله پسې زیات سوی چی طالبان پر امریکا د سپټمبر د یوولسمی د حملو د مسؤلینو په حیث د القاعده مشرانو د نه ورسپارلو په نتیجه کی بېواکه سول .

هو ، پر حکومت او بهرنیو پوځونو د طالبانو حملې هم پرله پسې زیاتی سوي څو چی اوباما یې مجبور کړ چی افغانستان ته د خپلی نوی ادارې د تګلاری په سر کی ځای ورکړی .

ځینی لویدیځ سیاست پوهان او پوځی افسران اوس وایی چی دا جنګ یوازی په پوځی طاقت سره نه سی ګټل کېدای او د حل یوه لاره یې د پخلاینی کومه ذریعه هم ده .

خو قاری یوسف وویل چی د افغانستان د مارپیچه تشدد د حل یوازینۍ لاره هماغه د بهرنیو پوځونو ایستنه ده . کله چی د ده څخه وپوښتل سوه چی آیا طالبان به د کرزي د حکومت سره د دې پوځونو د وتنی د مودې په سر وږغیږی ، وویل « افغانان په دې ښه پوهیږی چی خپل برخلیک ځنګه وټاکی . » پای

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *