د دیموکراسي دیکتاتوری ! — نثار احمد صمد

 

د دیموکراسي دیکتاتوری !

واشنګټن یو ځای دیموکراسی خفه کوی او بل ځای د هغې د استقرار لپاره دنیا خرابوی

 

ليکوال: نثار احمد صمد

 

که موږ د کابل څخه  تر بغداده ، او د جاګارتا څخه تر غزې ، او د  الجزیرې څخه تر قاهرې پوری ترپلې  « دیموکراسی » ښه مطالعه کړو ، نو و به ګورو چی دیموکراسی یوه طعمه ګرځېدلې او هغه صرف د اسلامی هېوادونو لپاره تولید او صادریږی .

د علمی او عملی پلوه دغه بهیر څرګندوی چی نن دیموکراسی او آزادی هغه سوغات دﺉ چی په زوره لورول کیږی . نن دیموکراسۍ تدریجأ د یوې ایډیالوژۍ بڼه اخیستې ده ، او کټ مټ د تیری پیړۍ د کمونیسټی مفکورې غوندی د ټولنو د عینی او ذهنی شرایطو پر خلاف له بهره ور صادر او ترپل کیږی .

امریکا  د دریېمی نړۍ هېوادونو ته « دیموکراسی » که د چا خوښه وی یا نه ، که یی غواړی یا نه ، په وچ زور او فشار سره ورصادروی ، که هغه افغانستان دی یا عراق ، که فلسطین دی یا لبنان ، او که ایران دی یا سومالیا . واشنګټن په ټولو وروسته پاته هېوادونو خصوصأ اسلامی نړۍ کی د نوموړو ولسونو د هیلو پر خلاف په هره بیه چی وی خپله « دیموکراسی » ورباندی ترپی او په وینو یی اوبه کوی . دا چی هرڅومره انسانان وژل کیږی او هر څومره تباهی پیښیږی امریکا یې ځکه په باک نه راوړی چی وایی ولی دا خلک « دیموکراسی » نه غواړی .

 

امریکا په خاص ډول او لویدیځ هم په عام ډول د دیموکراسۍ نغارې وهی خو د هغې ارزښتونه په « انتخابی » ډول قبلوی . امریکا د « دیموکراسۍ » په خاطر ځینی ډلي او ګوندونه او اشخاص ترټی ، ځینی پر قدرت راولی ، ځینو ته سزا ورکوی او بعضو ته هم مکافات وربخښی . واشنګټن یو ځای دیموکراسی زندۍ کوی او بل ځای د هغې د استقرار لپاره دنیا خرابوی . که حماس په دیموکراتیک ډول انتخابیږی نو هغه خفه کوی ، مګر په افغانستان کی بیا یو فرد او د هغه ډله ټپله په غیر دیموکراتیک ډول واکمنوی او د دیموکراسۍ لاسونه او پښې ور ماتوی او دنیا خرابوی لاکن د افغانانو د هیلو پر خلاف « دا سوغات » جبرأ  تحمیلوی .

 

په ۱۹۹۶ کی نړیوالی عفوی په خپل کلني راپور کی داسی ولیکل : « ظلم ، کړول او ترور زیاتره په هغو هېوادو کی پیښیږی چی د امریکا تر نفوذ لاندی دي . . . په ټوله نړۍ کی هره ورځ د حکومتونو یا سیاسی وسلوالو ډلو لخوا یو سړی ، یوه ښځه یا ماشوم بېځایه کیږی او یا بیخی ورک کیږی چی تر زیاته حده امریکا پدې تهمت کی شامله او شریکه ده . »

امریکا تر ننه په سلو هېوادو کی څلور سوه ښکاره او شپږ زره پټی مداخلې کړي او دا هری یوې ته یې ظاهرأ د « دیموکراسۍ » د استقرار نوم ورکړی او جمعأ یی لس ملیونه انسانان مستقیم یا نا مستقیم وژلی دي . د مداخلو ، نیونو ، نسکورولو ، ترپلو او بربادولو دا لړۍ همدا اوس هم هماغسی روانه ده چی وروستي مثالونه یی افغانستان او عراق دي چی دواړه د امریکایی « دیموکراسۍ » قربانیان دي او ایران هم د دغسی « دیموکراسۍ » په تمه شپې سبا کوی .

خو پوښتنه دا ده چی یو طاقت چی په زور او پوځی نیونه سره کوم بل هېواد ته ورغلی وی ، هغه به اخلاقأ څنګه دیموکراسی راوړی ؟ آیا په کوم اسلامی هېواد کی دغسی پوځی ننوتنی رښتیانۍ دیموکراسی راټوکولې ده ؟

 

تریخ حقیقت خو دا دی چی امریکا وروسته پاته ( اسلامی ) هېوادو ته د درو لارو نه « دیموکراسی » ورصادروی چی هغه د دیکتاتورو حکومتونو ملاتړ ، د مخالفو حکومتونو تهدیدول ، او پر « تروریسټ پالو !؟ » رژیمونو هم پوځی حمله ده ، یعنی :

الف ـ د هغو ظالمو او دیکتاتورو رژیمونو ملاتړ  چی ځانونه یې د واشنګټن په تار پېیلی وی ( لکه مصر ، اردن ، الجزایر ، پاکستان ، د خلیج هېوادونه . . . ) آیا په دغو کی کوم یو یې د دیموکراسۍ په اصلی مفهوم سره دیموکراتیک دی ؟ یو هم نه .

ب ـ د هر هغه ناخوښه او مخالف رژیم تهدیدول ، محاصره کول او تر بندیزونو لاندی راوستل چی د واشنګټن له اطاعته ډډه کوی ( لکه سوریه ، ایران ، فلسطینی حماس ، لبنانی حزب الله او پرونۍ لیبیا ) . آیا په دغو کی کوم یو یی تر پورتنیو رژیمونو ډېر ظالم یا دیکتاتور دی ؟ یو هم نه .

ج ـ پر « ترور پالو !؟ » او تهدیدونکو رژیمونو باندی پوځی حمله او پر ځای یې د خپلو ګوډاګیو واکمنول ( لکه افغانستان ، عراق او سومالیا ) . آیا په دغو درو  واړو کی کوم یو یې په واقعیت کی واشنګټن ته خطر درلود ؟ آیا په کوم یو کی اوس واقعی دیموکراسی حکمفرما ده ؟ یو هم نه .

پس تریخ واقعیت دا دی چی امریکا خپل پوځیان هره خوا لیږی چی د خلکو د کورونو کړکۍ  ور ماتی کړی او هلته هنګامه او غوغا جوړه کړی ترڅو د خپل ورتګ پلمه سرښته کړی . که دغه کړکۍ ماتونکي په رښتیا هم « دیموکراسی » راولی ، او که دیموکرسی داسی ښه شیً دی نو بیا هغه ولی په آسانۍ او خپله خوښه  نه راځی ؟ اړونده ټولنی یا هېوادونه ولی  « وړیا » او « بېله تکلیفه » هغه نه خپلوی ؟ او که هغوی نه پوهیږی ، نو آیا صرف امریکا د دیموکراسۍ مسؤل یا ټیکه دار دی تر څو هغه ( که د چا خوښه وی یا نه ) باید په زوره هلته وترپی ؟

 

دا نن تر لمر سپینه ده چی غربی دیموکراسی په « بی ـ ۵۲ » نومو الوتکو کی رابار کړه سوه او په سوغات کی افغانانو او عراقیانو ته اهدأ سوه . یوې الوتکی به زوی بمباری کاوه ، خو بلی به یې مور ته څو دانې وچ بیسکېټ را غورځول .

د امریکایی « دیموکراسۍ » د لورولو شعار دا دی چی « وکړه یا مړ شه ! » او دا هغه بربنډ حقیقت دی چی له کابله تر بغداده ، او له مګدیشو نه تر تریپولی پوری ثابت سوی دی .

 

تر هغه ځایه چی په افغانانو پوری اړه لری ، هغوی نن د خپلی خوش باورۍ یا په بل عبارت د خپلی سادګۍ جزا وینی . په افغانستان کی له بده مرغه د تیرو دیرشو کالو راهیسی ښه سیاسی تجارت روان دی . یو وخت « ملی ـ دیموکراتیک انقلاب ! » ، « طبقاتی مبارزه ! » ، او « کارګری انترناسیونالیزم ! » ښه رونق درلود . وروسته د « اسلامی جهاد ! » ، « اسلامی نظام ! » ، « اسلامی شریعت ! » او نورو بازار ډېر ګرم و . خو نن بیا د « دیموکراسۍ ! » ، « آزادۍ ! » ، « بشری حقوقو ! » او « آزادو رسنیو! »  اجناس ښه خرڅیږی او د هر چا دکانداري ښه پر مخ ځی .

 

 افغانستان نن په مجموع کی یوه یرغمل سوې ټولنه ده . دلته غیرت ، میړانی او هېوادپالنی خپل لوری ورک کړی او لالهانده ځغلی . دلته پرمختګ په شاتګ سره اوښتی دی یعنی ټولنه د امریکایی پېرزوینی له امله مخته نه بلکی شاته روانه ده . د ټولنو د تکاملی بهیر پر اساس یوه ټولنه د لوړ او کښته لوري څخه بدلون مومی یعنی د لوړي څخه دولت او د کښتي څخه ملت هغه بدلوی . خو په افغانستان کی متأسفانه دا دواړه عوامل په فعلی مسلط بدلون کی رول نه لری بلکی درېیم فکټور ( یعنی بهرنیان په وچ زور او دیکتاتوریزه دیموکراسۍ سره ) زموږ ټولنه رابدلوی .

امریکا پر افغانستان د خپلی پوځی حملې سره سم یو جوړ کړی « رژیم » هم ورسره راوړ چی هغه یی په ډېر تلوار په بُن کی پینه او پترﺉ کړی و . وروسته یی  په امریکایی رنګ او برتانوي برس سره ښه رنګمالی کړ او ظاهرأ یی دیموکراتیکه او انتخابی بڼه هم پسی ورکړه چی کورټ د معاملو او مصلحتونو نتیجه وه . دا « حکومت » له هماغه لومړۍ ورځی تر ننه یو متنازع فیه او کاغذی حکومت دی چی افغانی جوړښت نه بلکی یو خارجی سټرکچر لری . د بُن غونډی او وروسته قلابی لویی جرګې د امریکا تر بم وریو او پوځی عملیاتو لاندی یو داسی رژیم تولید او مسلط کړ چی لاسونه او پښې نه لری . موږ ګورو چی امریکا په افغانستان کی د دیموکراسۍ عاشقان او د دیموکراسۍ قاتلان په یوه کوټه کی سره اچولي دي او ځکه نو دا وړۍ نه شړۍ کیږی .

 

دیموکراسي یوه متاع نه ده چی له خارجه وارده سی بلکی هغه یو پرمختیایی بهیر او یو اوږد تکاملی یون دی چی څو لسیزی په بر کی نیسی ، داسی نه چی سهار راویښ سو او یو دم امریکایی ساخته « دیموکراسی » ووینو . دیموکراسی د سوټي په زرور نسی راتلای او نه هم دیکتاتوریزه  دیموکراسي  مثبته نتیجه ورکوی . د ملګرو ملتونو د عمومی اسامبلې ریًس « میګول دي ایسکوتوبراک مان » د ۲۰۰۹ د مارچ پر څلورمه په دې غونډه کی د خپلي وینا پر مهال په ډانګ پیېلې توګه وویل چی « پر عراق او افغانستان  تیریو او د هغوی نیونو داسی ظلمونه پیښ کړي چی باید وغندل سی او ټول هغه کسان باید  بد  پر ووایی او رد یې کړي چی پر نړیوالو قوانینو باندی عقیده  لری . »  آیا تر دې هم بل پوخ سند شته دی ؟

 

فلهذا ، غوره دا ده چی امریکا باید خپله « دیموکراسی » په جبر ، تشدد ، پوځی عملیاتو او بم وریو سره تحمیل نه کړی بلکی خپل طاقت او ظرفیت د وسلوالو مخالفینو سره د رغنده ، صادقانه او بېله قید او شرطه خبرواترو له لاری ثابت کړی چی همدا  د واقعی دیموکراسۍ د قفل کِلی ده . په دوهم ګام کی نوﺉ ولسمشر باید د فعلی مسلط سیسټم له بطن څخه نه بلکی د یو تعدیل سوي او اصلاح سوي سیسټم له منځه راووزی ، یعنی فرد باید نوﺉ نه سی بلکی نظام باید نوی سی . او پدې کی بنسټیز رول د هغي بهرنۍ نړۍ دی چی د افغانستان د روانی غمیزی عاملین او مسؤلین دي ، که نه هغه آش به وی او هماغه کاسه ! والسلام ، نثار احمد صمد

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.