جرګې ، نه جګړې ! — نثار احمد صمد

 

 جرګې ، نه جګړې  !

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

په دې مبحث کی د افغانستان د سمون او خلاصون درې مهم مسایل مختصرأ بیانیږی چی هغه تیرو ۸ کلنو غلطیو  ، فعلی ناوړه حالت  او راتلونکي ته  څه نا څه  اشاره او  پاملرنه ده ، یعنی :

۱ ـ تیر اشتباهات ،

۲ ـ روان حالت ،

۳ ـ آینده چاره ،

دا درې هغه عمده او اساسی موضوعګانی دي چی یو د بل سره تړلي او جاروتلي دي . نو ځکه باید وڅیړل سی .

 

لومړی : تېر لوی اشتباهات ـ

۱ ـ د امنیت په ساحه کی :

نړیوالي ټولنی په اتو کالو کی و نه سو کړای چی د بلیونونو ډالرو د مصرفولو سره سره درژیم لپاره ډاډمن  پوځ او پولیس جوړ کړی . په خپل سر نظامی عملیات ، د خپلو مخبرانو پر راپورونو بشپړ باور او لدې درکه ړندې بم ورۍ ، ملکی وژني ، د خلکو نیول ، بندیانول ، توهینول او وهل او د اسلامی ـ افغانی ارزښتونو سره بې پروایی  هغه عمده عوامل دي چی کلیوال یې وتورول او امنیت یې ډیر زیانمن کړ . اکثرأ پښتانه طالبان بلل او اکثرأ طالبان القاعده بلل او د هغوی سخت ځپل د امنیت د خرابۍ بل عامل دی . د بُن په غونډه کی د مخالفینو ( لکه نرم دریځو طالبانو چی وسلې یی کښېښوولې ، حکمتیار چی د طالبانو پر ضد د همدې شمال اییتلاف سره یو ځای و ، او نورو ) د ګډون مخنیوي هغوی وپارول ، د پښتنو په دسته جمعی توګه محرومول ( خو صرف په فردی توګه د ځانو سره لرل ) ، د بدنامو جنګسالارانو  واکمنول او د هغوی د افرادو لخوا ظلمونه او نور په مجموع کی هغه عمده  غلطۍ  دي چی وسوې خو متأسفانه اوس هم جریان لری . دغو کړنو د امنیت په خرابۍ کی اساسی رول ولوباوه .

 

۲ ـ دولتی اجرأت :

لومړی خو دولت په بُن کی جوړ سو ( خیر دی چی د ۱۲ رایو په مقابل کی ۲ رایی والا کښېنول سو ) خو همدا دولت وروسته  په هره توګه چی و ( که واقعی انتخابات وو یا جعلی ) منځته راغی . په هره ساحه کی یې ډول ډول غوړي وعدې کولې خو عملأ هیڅ نه کیدل . فساد مخ پر ډیرېدو سو ، د حکومتی خدمتونو او اجرأتو څه خاص درک  نه و ، اقتصاد ورځ په ورځ خرابیدی ، د تریاکو کښت او مخدره کاروبار په سرعت سره ډیریدی ، رشوت او ظلم پراخېدﺉ ، بیکاري او غربت په شدت سره ډیرېدل ، د خلکو ملاتړ او حمایت ورځ په ورځ لږیدﺉ ، د طالبانو تبلیغاتو اغیزه ښندله ، خلک تدریجأ دلسرده او مأیوسه کېدل څو چی دغو او پورتنیو عواملو لاس سره ورکړ او په نتیجه کی یی امنیت له مځکی وواهه .

 

۳ ـ تریاک او مخدره مواد :

مکررو اشتباهاتو افغانستان په یو « تاریاکی هېواد » سره بدل کړ چی د ناټو او ایساف او امریکایی پوځونو د شتون  اوپوځی عملیاتو سره سره افغانستان نن د نړۍ ۹۳٪ هیروین تهیه کوی . د زیاتوالي دا ملامتیا پر طالبانو اچول کیږی خو پوښتنه دا ده چی  که هغه د طالبانو دي نو ولی دغو بهرنیو او کورنیو ځواکونو په خپل ټول قوت او طاقت سره  دا کښتونه نه دي محوه کړی ؟ نو ځکه د عینی شاهدانو او مستندو راپورونو ادعا ګانی صحیح دي چی وایی په دې کاروبار کی د رژیم لوی اراکین ، جنګسالاران او د غټو حکومتی چارواکو خپلوان عملأ دخیل دي . که نه ولی دا تولید پای ته نه رسیږی ؟ دغه کار د حکومتی اراکینو ، جنګسالارانو او طالبانو لپاره ښه عایداتی منبع ګرځیدلې چی د امنیت د خرابۍ سره مستقیم تړاو لری .

 

دوهم : فعلی خراب حالت ـ

راپورونه ښییً چی دولتی چارواکی ، والیان ، ریًسان او د دوی د کورنۍ غړي هم خپلی شخصی ملیشې یا انجو ګانی ( او یا هم دواړي ) لری او د خارج څخه را روانی پیسې خپلو شخصی جیبونو ته اچوی . دوی په هر خارجی قرارداد کی خپله ونډه هم لری . عالیرتبه مامورین حتی پنځه ـ شپږ زره ډالره میاشتنی عاید لری خو نور ټول مامورین حتی شپیته ډالره معاش هم نه لری . د رژیم مشر د عالیرتبه چارواکو د غیر قانونی او ناجایزه اعمالو مخنیوی نه سی کولای . د اساسی قانون جوړونکي او تصویبونکي پخپله هغه تر پښو لاندی کوی او هیڅوک یی هم مخنیوی نه کوی یا یې نسی کولای . نه د رژیم مشر او نه هم په مجموع کی رژیم پر درو ګونو مملکتی څانګو ( لکه اجرایًیه ، قضایًیه او مقننه ) باندی عملی تأثیر نه لری . رشوت ، اداری فساد ، قاچاقبری ، د بشری حقوقو پایمالی ، بی عدالتی ، ظلم او حق تلفی نن عادی او روزمره کار ګرځېدلی دی . هر څوک دا ټولی ناخوالي منی خو ملامتی یو پر بل اچوی .

بهرنیان ( نړیواله ټولنه ) هم په دې کار کی ملامت دي . ځکه هغوی خپلی لویی نقدی مرستی دولت ته نه بلکی شخصی مؤسسو او انجو ګانو ته ورکوی او په دې ډول د اکثریت حق په اقلیت خوری او دولت د ناکامۍ سره مخامخ کوی . د خلکو زړونه ورځ په ورځ د لاسه وزی او د ناراضیانو جبهه مسلسل غټیږی . په دې حق تلفیو ، بی کفایتیو او بی مسؤلیتیو باندی هر لوری ( لکه دولت او نړیواله ټولنه ) ښه پوهیږی خو پړه یو پر بل اچوی او په نتیجه کی د بلیونونو ډالرو خارجی مرستی سره سره هیڅ پروژه ، مؤسسه ، فابریکه نه ده راوړل سوې . کارونه نسته ، عاید نسته ، امید نسته او باالاخره خوښی او سوکالی نسته بلکی مطلق غربت ، فلاکت او ظلمت حکمفرما دی . افغانستان د بلیونونو ډالرو خارجی کومک سره سره یو تولیدی هېواد نه بلکی یو مصرفی هېواد دی .

که پر دغو خورا شدیدو نواقصو او ستونزو باندی د ګاونډو هېوادو مداخلې او پټی نقشې هم ور علاوه کړو نو دا مشکل طبعأ باید نور هم مشکلتر سی او افغانستان له هره حیثه نور هم د نامحدود خطر په غېږ ورسی . دا هغه حساس چلنج دی چی امریکا او ناټو یی هم اوس په کنټرول کی ناتوانه دي او همدا علت دی چی دیرش زره نور پوځیان راغواړی . امریکا او لویدیځی نړۍ د افغانستان تاریخ او د افغانانو ملی او مذهبی جذبه یا خو عمیقأ درک کړې نه ده او یا دا چی بې پروایی ورسره کوی ، او دا هغه ګرداب دی چی هغوی به دلته کلونه کلونه حتی لسیزی سرګردانه او بی هدفه ولری او برﺉ به د هیچا په برخه هم نه وی .

امریکایی پوځ او ناټو مشخصه او مشترکه پالیسی نه لری او هری خوا خپلی ګټی او ستراتیژۍ مد نظر نیولي دي چی دې کار شرایط نور هم وران کړي دي . د دغو اعمالو او عملیاتو او ملکی تلفاتو د ډیرښت په نتیجه کی نن افغانان د خارجی قواوو څخه بیزاره سوي دي . دغه وضع هغوی ته دا ذهنیت ورکوی چی خارجی قواوی د افغانانو د ساتنی لپاره نه بلکی د هغوی د وژنی لپاره راغلي دي .   اکثریت افغانان اوس وایی چی امریکایی پوځونه او ناټو د افغانستان آزادونکي نه بلکی نیونکي دي . ښه ، نو چاره یی څه ؟ د سمون او خلاصون لار یی څه ده ؟ او څه باید وسی ؟

 

درېیم : آینده چاره ـ

د افغانستان سیاسی ، اقتصادی ، اجتماعی او امنیتی وضع اوس دونه خرابه سوې ده چی د یو سالم ، ګټور او پراخ سوله ییز پلان څخه پرته نسی سمېدای . د افغانستان په فعلی بحران کی نړیوالی جامعې ، ګاونډیانو او افغانانو په ګډه اشتباهات کړي دي او باید چی هغوی یې په ګډه  سره حل او فصل کړی . افغانستان یو مدبر او متنفذ او باکفایته ولسمشر او یو سالم نظام ته اړتیا لری تر څو خلک بیرته اعتماد وکړی . مطلب دا چی افغانستان یو مصلحتی ولسمشر ته نه بلکی یو سالم نظام ته اړتیا لری . د کابل رژیم نه یوازی وسلوالومخالفینو کمزوره کړی بلکی ډیرو هغو کوچنیو فرکسیونونو هم فلج کړی  چی د رژیم پر مشر باندی راټول سوي دي . لومړنی مرستیال یی د هغه په مخالفه جبهه کی ولاړ دی او دوهم مرستیال یی د ایران ګټی مخ ته بیایی او خپله خاصه اجندا په دایکنډی او بامیان کی جوړوی .  نور جنګسالاران هم همداسی وبوله . نژادی ، مذهبی او قومی اقلیتونه تر سرحدونو بهر خپلی الهامی هستې لری او د نفاق اجنداوی مخته بیایی چی دغو اعمالو د بی باورۍ ، بی اتفاقۍ او بدخواهۍ روحیه را پیدا کړې ده . هغوی قطعأ نه غواړی چی ملی پخلاینه منځته راسی او د طالبانو سره د دښمنۍ په بهانه لګیا دي چی  پښتانه متفرق او تذلیل ولری . په دې مرموزو طرحو کی ایران ، ازبکستان ، روسیه ، هند  او ترکیه خپلی خاصی ګټی لری .  د فعلی بحران دوام که په هر  مذهبی ، قومی یا ژبنی ملحوظ وی نو مسلط مشکل به نور هم  پسی مشکلتر کړی . نو ځکه افغانستان  یو رښتیاني افغاني جوړجاړي ته ضرورت لری نه قومی ، مذهبی یا ژبنی استحقاق او امتیاز یا چنو وهلو ته لکه په تیرو  ۸  کالو کی چی یې حالت د بد څخه بدتر کړی دی .

 د افغانستان فعلی بحران اصلأ نړیوالو مداخلو ایجاد کړی دی ، نو د عملی قدم په حیث اول نړیواله ټولنه مسؤلیت لری چی مثبت ، عملی او رغنده اقدام وکړی . دوهم ګام د افغانانو دی چی د خپل نجات او اتحاد لپاره به د نړیوالی ټولنی سره صادقانه او مسؤلانه ملګرتوب کوی .

فلهذا ، افغانان په مجموع کی  فعلأ یو داسی شخص او اشخاصو ته ضرورت لری چی د طالبانو ، جنګسالارانو ، شمال اییتلاف او تنظیمونو غړي نه وی او نه هم د امریکا د پوځی کمپاین برخه وی بلکی سابقه یی د وطن او اسلام د ګټو او د ټولو اړخونو د سالمو عناصرو سره د سالم ارتباط له مخی معلومه او ثابته وی . افغانان یی په بد نوم و نه پیژنی ، د طالبانو او مجاهدینو سره یی اړیکی دښمنانه نه وی ، ګاونډیان ورڅخه و نه بیریږی او نړیواله ټولنه کار ورسره وکړای سی . هو ، دغسی شخص او اشخاص چی د هېواد ملی حاکمیت ، ملی یو والی او ځمکنۍ بشپړتیا ته یی خدمت لومړنی شعار وی باید  تشویق  او مسؤلیت قبلولو ته را وبلل سی . آینده نظام باید صرف او صرف د افغانی جوړجاړي پر اساس چی هماغه کارآګاه ، باکفایته او وفادار اشخاص به یی په رأس کی وی ، تشکیل سی نه د توکمی ،  لسانی  ، مذهبی ، سمتی او نورو ادعاګانو پر اساس ( لکه اوس چی روان دی ) . هو ، دغسی یو باکفایته ، فعال او مدبر ټیم به د بحران د ختمولو په خاطر د ټولو اړخونو سره تر رغنده مفاهمې وروسته د فعلی  نظام د بدیل  طرح ریزی کوی او هغه به ولس ته وړاندی کوی تر څو د اکثریت موافقه  واخلی . که دغه دوره یوه انتقالی مرحله وبلل سی  بهتره به وی . ځکه  ، په دې موده کی غوره دا ده چی د بهرنیو پوځونو قیمومیت د امریکایی او ناټویی پوځیانو څخه بیطرفه اسلامی پوځونو ته ( چی ګاونډیان به پکښی شامل نه وی ) وسپارل سی . دا بهیر به د یو لوی بین المللی او بین الافغانی عام توافق په نتیجه کی تعمیل کیږی .

 

خو څو اساسی پوښتنی راپیدا کیږی  او هغه دا چی آیا دغسی یو مثبت ، هېواد شموله او رغنده بهیر یا پروګرام ته به  وسلوال طالبان موقع ورکړی ؟ آیا  دیرش زره نور امریکایی پوځیان چی رارسیږی نو د هغوی هدف به جنګونه او حملې او پوځی عملیات  نه وی ؟ آیا له یوې خوا به دغه « ملی ټیم » فعالیت مخته بیایی خو د بلی خوا به خارجی پوځونه پر وسلوال مقاومت باندی حملې کوی ؟ آیا دا ضد او نقیض کار به پر عین مهال روان وی ؟  آیا په دغو آینده پوځی عملیاتو کی به ملکی انسانان د لویو تلفاتو سره مخامخ نه سی ؟ او آیا اوسنی عامه خپګان به هغه مهال هم همداسی جریان و نه لری ؟ په هغه صورت کی به آیا د کاری او ملی ټیم « ملی فعالیت » کومه مثبته نتیجه ورکړای سی ؟ آیا دا اوسنۍ ناوړه وضعه او د هغه مهال وضع به څه توپیر سره ولری ؟  فلهذا ، غوره او بهتره  دا ده چی د طالبانو د وسلوال مقاومت څخه وپوښتل سی چی هغوی ولی جنګیږی ، څه غواړی ، او هدف یې څه دﺉ . د دې کار لپاره لوی ابتکار دا دی چی د مثبتو ، صادقانه او رغنده خبرو اترو زمینه مساعده سی . ځکه طالبان د همدې وطن بچیان دي ، هغوی به تل همدلته وی خو امریکایان او ناټو به ژر یا وروسته له افغانستانه ځی . بل دا چی اوس ثابته سوې ده چی طالبان په وچ زور ماتېدای هم نسی او دا هغه تریخ حقیقت دی چی د ناټو قوماندانان او لویدیځ سیاستوال هم پرې معترف دي او د ۳۰۰۰۰ نورو پوځیانو راتګ یی عمده دلیل دی . هو ، افغانان د جرګو خلک دي نه د جګړو . آیا دا به غوره نه وی چی امریکا د قبایلو د وسلوال کولو یا په بل عبارت د جنګ د زیاتولو او بین الافغانی دښمنیو پر ځای د خبرو اترو نوښت وکړی ؟ آیا د شورویانو دغسی تګلارو مضر نتایج ورنکړل ؟  آیا دا به بهتره نه وی چی امریکا خپل طاقت او ظرفیت د جګړې په ذریعه نه بلکی د مشورې او مذاکرې په ذریعه ثابت کړی ؟ آیا د خلکو د زړونو د ګټلو یوازینۍ لاره د  جګړې او بمبارۍ پر ځای مفاهمه او مذاکره نه ده ؟ نو ځکه اوس هم ډېر ناوخته نه دی بلکی په واشنګټن کی دولتی بدلون باید په افغانستان کی هم مثبت بدلون رامنځته کړی نه جګړې . او ځکه نو تر ټولو ښه چاره دا ده چی د افغانستان آینده ولسمشر  د روان مسلط سیسټم له دننه څخه نه بلکی د یو تعدیل سوي او اصلاح سوي سیسټم له منځه تشخیص شی . یعنی فرد باید نوی نه سی بلکی نظام باید نوی سی . مطلب دا چی د ټغر پر یو سر باید نوی سیسټم د جوړېدو په حال کی وی او پر بل سر یې هم د مقاومت سره صادقانه خبری اتری روانی وی تر څو فعلی بحران په خوښۍ او نیکمرغۍ سره پای ته ورسیږی . فلهذا ، دا چی د افغانستان دیرش کلن بحران د بهرنیو هېوادونو د مداخلو ، ستراتیژیو او لاس وهنو زیږنده دی نو اول ګام او مسؤلیت هم د بهرنۍ نړۍ دی چی صادقانه لاس ور واچوی او افغانان به یی مسؤلانه او د خپل هیواد  د عامه ګټو مطابق پسی عملی کوی . هو ، د همدغسی یو ګډ مسؤلیت او صداقت له مخی به غوره دا وی چی لومړی نظام جوړ سی بیا ولسمشر ورته وټاکل سی (  چی هغه به اساسی قانون مطلقأ پر ځان او فرد فرد باندی په قوت  او شدت سره تطبیقوی ) ، که نه هغه حال  او هغه احوال به وی او دا هغه څه دی چی ایران او د هغوی باالوکاله ډلی لکه شمال اییتلاف او نوری متعصبی ډلی ټپلی  ورته تږی دي او غواړي  په دې بی اتفاقیو کی خپل مضر او شوم پلانونه عملی کړی چی هماغه خدای مکړه د افغانستان تجزیه او وېشنه ده او دا هغه څه دﺉ چی  بېله شکه به د امریکا ، نړیوالي ټولني او افغان ولس په  زیان وی . والسلام  ( نثار احمد صمد )   

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.