چریکان او که پوځ ؟ — نثار احمد صمد

 

چریکان او که پوځ ؟

امریکا چمتو ده چی د « لګښتی جګړې » راتلونکي ته بیا ځان مجهز کړی

 

لیکوال : اریک مارګولیس

منبع : ټورنټوسن ورځپاڼه ( کاناډا )

نېټه : ۲۰۰۹/۴/۱۲

ژباړن : نثار احمد صمد

 

آیا امریکایی پوځ ته لازمه ده چی د روسیې یا چین سره د منظمو جګړو لپاره چمتوینه ونیسی او که ځان د درېیمی نړۍ د چریکانو سره د جنګېدو په غرض په یو خورا فعال ځواک سره بدل کړی ؟

د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګېټس دا مناقشه د شوروی امپراتورۍ تر سقوط را وروسته د پنتاګون تر دېولونو شاته باالاخره په خورا غضب سره دا ده پای ته ورسوله . د ګېټس تازه اعلان کړې دفاعی بودجه واضحأ څرګندوی چی د امریکایی پوځ راتلونکې په هغه څه کی نغښتې ده چی پنتاګون یې « لګښتی جګړه » بولی هغه به اکثرأ په اسلامی نړۍ کی وی .

 

برتانویانو ، چی د ناوړه کار لپاره د وړ کلمې په کارولو کی تر امریکایانو کم نه وو ، د ناخوښو بومی اوسېدونکو پر ضد خپل دغسی لیری عملیات « استعماری جګړې » یا « کوچنۍ جګړې » بللې . خو د برتانوی امپراترۍ پوځ په ۱۹۱۴ کی د « زولو » ، « درویشانو » او « افغانانو » پر ضد دجګړو لپاره وروزل سو چی هلته ناببره د استعماری جرمن پوځ سره مخامخ سو او په وینو پسی ولړل سو .

 

په داسی حال کی چی ګېټس د مسلمانانو پر ضد سوټی خوځوی ، خو هلته بیا ولسمشر بارک اوباما ښه پولیسی دنده مخته بیایی ، یعنی کله چی ترکیې ته ورغی نو عین همدې اسلامی نړۍ ته یې « د دوستۍ د لاس غزولو » وړاندیز وکړ .

 

دا چی د امریکا کسر د ۲۰۰۸ په لومړۍ نیمایی کی څه نا څه یو ټریلیون ډالرو ته ورسېد ، پوځی مصارف به بیا هم ۴٪ لوړ کړه سی . د افغانستان او عراق جګړې به صرف همدا سږ کال نور ۲۰۰ بلیونه ډالره هم وخوری .

هو ، دومره ډېر ساده توب ! راځی چی څو نوري مرغۍ په توره ووهو ، یعنی دا د کومی حیرانۍ خبره نه ده چی د پنتاګون د دې نوي بودجې په خبرونو سره دفاعی سهمونه څه لوړ سول ، خو کانګریس وال او د تبلیغډلو خلک به هله کریږی ووهی چی د وسلو ځینی پروګرامونه پای ته ورسیږی . لاکن د دې ټولو سره سره به پوځی ـ صنعتی ترکیب بیا هم زیانمن نسی .

 

لومړیتوب  ـ

د افغانستان او عراق د جګړو ملاتړ ته خو اوس پنتاګون لومړیتوب ورکوی . پنځوس نوری بی پیلوټه او رېبونکي الوتکی به هم تهیه سی . همدا د پنتاګون د خوښۍ وړ هغه تجهیزات دي چی غواړی په هغو سره په پاکستان او افغانستان کی دښمنان « محوه کړی » بېله شکه چی « جانبی زیانونه » به هم پېښوی . جورج آرویل به دغسی خراب کار ته دا ډول ښه نوم ورکاوه : « د احترام وړ وژني » .

نور خاص ځواکونه او پرمختللي مځکني او هوایی ضبط کونکي به ځای پر ځای کړه سی تر څو « تروریستان » او « ښورښیان » تر هدف لاندی راولی ( یعنی هغه کسان چی د امریکایی راج په وړاندی مقاومت کوی ) . نوری څه باندی ۵۰۰ خورا فعالی یرغلیزه ایف ـ ۳۵ نومی الوتکي به هم رانیول کیږی . د ایف ـ ۲۲ نومو خورا پرتمینو غلچکی الوتکو تولید به ډېر  ژر پای ته ورسول سی چی د هري یوې بیه ۱۴۰ ملیونه ډالره ده .

پوځ د خپلو جنګی عراده جاتو او توپخانې د سیسټم ډیره برخه د لاسه ورکړې ده . د امریکا سمندری ځواک د خپلو ۱۱ طیاره وړونکو بیړیو څخه یوه د لاسه ورکړې  او هم یې د لوړی تکنالوژۍ د تباه کونکو څخه څو دانې ضایع سوي دي . د درېیمی نړۍ لپاره به په لږو اوبو کی د عملیاتو په خاطر زیاتی ساحلی جنګی کښتۍ ورشاملی کړای سی . هغه ولسمشریزه هلیکوپترونه چی له دننه په سرو زرو پوښل سوي او بیه یې ۱۲ بلیونه ډالره ده ،  ته به وایې چی د مغول امپراتور تخت په هوا کی روان دی ، وځنډول سول .

 

د دفاعی لګښتونو دغه بیا صف بندي په زغرده ښیی چی د اوباما اداره غواړی په افغانستان ، عراق ، ممکن سومالیا او د درېیمی نړۍ په بله کومه هغسی داغ منطقه کی چی د تیلو غټو زخیرو ته نږدې وی ، یوه اوږد مهاله جنګی ستراتیژی پسی را واخلی .

د ولسمشر بوش لخوا د تش په نوم « ترور پر ضد جګړه » امریکایی مالیه ورکونکو ته په ۸۰۸ بلیونو ډالرو تمامه سوه . اوباما هغه  « تر سمندرونو آخوا عملیات » بولی ، او داسی ښکاری چی دﺉ  د بوش پر پل خپل پل ایږدی .

 

له دننه زیانمنول  ـ

د هغو عصبانی مناقشو علت چی په پنتاګون کی کیدې ، او هم د ځینو لوړچارو جنرالانو لکه د هوایی ځواک د قوماندان جنرال موزلی غُصه ، اصلأ هغه اندیښنه ده چی وایی په اسلامی نړۍ کی به د « ښورښی ضد » جګړو حالت ته د امریکایی پوځ وراچول ملی دفاع له دننه زیانمنه کړی او هم به په راتلونکې کی د غټو ځواکونو لکه چین ، روسیې او حتی هند او پخپله اروپا پر ضد د امریکا وړتیا  بی سېکه کړی .

 

په افغانستان کی د صرف یو امریکایی عسکر کالنی لګښت درې لکه دیرش زره ( ۳۳۰۰۰۰ ) ډالره دی . د امریکا د هوایی ځواک جنګی الوتکي په متوسط ډول ۲۴ کاله زړې دي .

لکه ما چی په دې وروستیو کی ویلی وو ، روسیه لګیا ده چی د خپلو سولېدلو سرحدونو پر شاوخوا کوچنۍ جګړې جوړي کړی ، خو بیا یې هم خپله پوځی بلا پیاوړې ساتلې ده . هلته چین او هند هم پرله پسې لګیا دي خپل وسلوال ځواکونه عصری کوی .

د امریکا د سمندری ځواک طیاره وړونکي لویی بیړۍ چی د امریکا د ستراتیژیکی ځواک کلیدی پروژه ده ، همدا نن نن د درو نوو  وسلو تر تهدید لاندی واقع دﺉ : لومړی ـ چینایی اصلاح سوي « ډی . ایف ـ ۲۱ » نومی ۲۰۰۰ کیلو متره ویشتونکي توغندي چی کولای سی د رادار ، مصنوعی سپوږمۍ او بی پیلوټه طیارو پواسطه پر دغو سترو بیړیو ور حواله سی . دوهم ـ د روسیې ګړندی « شکوال » ښامار نومی طیارې ، درېیم ـ د روسیې ـ هند لخوا په ګډه د بیړیو ضد درې سوه کیلو متره واټنیزه تر ږغ چټک توغندي . دا هغه وسلې دي چی کولای سی امریکایی طیاره وړونکي بیړۍ د هیلیو غوندی ښکار کړی .

 

ولسمشر اوباما په اسلامی نړۍ کی پر چریکی جګړو باندی په خپل دغه زیات تمرکز سره لویه اشتباه کوی ، حال دا چی د خپل مالی سقوط له امله د امریکا د نړیوال طاقت کلک سولېدل په باک نه راوړی او هم هلته په آسیا او اروپا کی د نوو ستراتیژیکی پیاوړو سیالانو پر ظهور باندی سترګی پټوی . پای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *