پنځم افغان جنګ — نثار احمد صمد

 

پنځم افغان جنګ

آیا امریکایی پوځیان د افغانانو لپاره خپلی وینی تویوی ؟

 

لیکوال :  نثار احمد صمد

 

 

افغانستان په دغو کنایو او استعارو سره پیژندل سوی دی : « د آسیا څلور لاری » ، « د ستري لوبی ډګر » ، « د امپراتوریو قبرستان » او نور . د مقدونی سکندر څخه د انګریزانو تر راتګ پوری افغانستان د پیړیو پیړیو لپاره د آسیا څلور لارﺉ او د امپراتوریو د تیرېدو محراق و . په نولسمه پیړۍ کی د برتانوی استعمار سره په درو جګړو کی د هغه ستري لوبی ډګر ثابت سو چی د برتانیې او روسیې تر منځ روانه وه . په شلمه پیړۍ کی چی کله د شوروی روسیې پوځی یرغل مسلط سو ، او هغوی د افغان مجاهدینو تر ګوزارونو لاندی راغلل نو افغانستان د امپراتوریو هدیره و پیژندل سو . خو نن بیا د امریکا سره تش په نوم « د تروریزم پر ضد جګړه » یو ځل بیا د افغانانو د سرونو په بیه مخته ځی چی پای یې نه تر سترګو کیږی .

 

افغانستان هغه بد نصیب هېواد دی چی تر یوې پیړۍ په لږ موده یعنی فقط ۸۳ کالو کی درې ځله د زمانې د ستر ځواک په منګلو کی راګیر سوی دی . دا هېواد په ۱۹۱۹ کی د برتانوی استعمار لخوا ، په ۱۹۷۹کی د شوروی روسیې لخوا او په ۲۰۰۱ کی  هم د امریکا لخوا قهرأ نیول سوی او وران سوی دی چی لومړنی د نولسمی پیړۍ ستر ځواک و ، دوهم د شلمی پیړۍ ستر ځواک و ، او درېیم هم د یوویشتمی پیړۍ یوازینی ستر ځواک دی .

 

پر افغانستان باندی په تیرو ۱۷۰ کالو کی پنځه جګړې ، هره یوه د وخت د ستر پوځی ځواک لخوا ترپل سوې ده . لومړنۍ جګړه په ۱۸۳۹ کی د برتانوی استعمار سره وه چی په هغه کی  ( ۴۰۰۰۰ )برتانوی پوځیان او ( ۱۰۰۰۰ ) افغانان له منځه ولاړل . دوهمه جګړه په ۱۸۷۸ کی بیا هم د برتانویانو سره وه چی  ( ۳۰۰۰ ) برتانویان او ( ۳۰۰۰ ) افغانان پکښی مړه سول . درېیمه جګړه په ۱۹۱۹ کی یو ځل بیا د برتانوی یرغلګرو سره وه چی ( ۵۰۰ ) برتانویان او  افغانان پکښی ووژل سول . په همدې ترتیب څلورمه افغان جګړه په ۱۹۷۹ کی د شوروی روسیې سره وه چی ( ۱۳۵۰۰ ) شوروی پوځیان او ( دوه ملیونه ) افغانان پکښی ضایع سول . په دې ناولې جګړه کی هېواد لوټی لوټی سو او د یوې پیړۍ لپاره شاته ولاړ . باالاخره پنځمه افغان جګړه ، یو ځل بیا د زمانې د یوازیني ستر ځواک یعنی امریکا سره پیښه سوه چی د ۲۰۰۱ د اکتوبر د اوومی څخه د نوموړي ستر ځواک په پوځی یرغل سره تر ننه روانه ده . په دې جګړه کی تر اوسه  ( ۳۵۰۰۰ ) افغانان او ( ۶۹۰ ) امریکایی پوځیان وژل سوي دي .

دغو پنځو جګړو د افغانستان پایې ولړزولې ، افغانستان یې قیچی او ونښتېځی او باالاخره نن یو ځل بیا د  « بیلتون پالو » د تورو پلانونو او شومو توطیوښکار دی .  دا  وروستۍ یعنی پنځمه جګړه د څلورمی جګړې غوندی ډیره ناولې ، خونړۍ او ورانونکې ده . په ظاهره دغی جګړې ته د تروریزم څخه د خلاصون او د دیموکراسۍ د پر مخ یون نوم ورکول کیږی خو په اصل کی د امریکایی یرغلګر ځواک د  سیمه ییزو حتی نړیوالو بېلابیلو ګټو په هدف سره درومی .

 

آیا امریکایی مشرانو د افغانستان تاریخ سم لوستی دی ؟ آیا د هغوی په یاد نه دي چی افغانستان ته ولی ورغلي وو ؟ آیا امریکایانو ته نه وو  ویل سوي چی موږ هلته په اسامه بن لادن او القاعده پسی ورځو ؟ نو هغوی خو په افغانستان کی نسته او تر پولي اوښتي دي ، نو امریکایی پوځیان ولی مسلسل  ډیریږی او اصلی هدف یې څه دﺉ ؟ آیا واشنګټن د طالبانو پر ضد جنګ اعلان کړی دﺉ ؟ او که دا په اصطلاح  د تروریزم پر ضد جنګ دی ؟ القاعده چی تر پولي اوښتې ده نو امریکایان ولی په افغانستان کی کلک مښتي دي او ځانونه نور هم  پسی ننباسی ؟

واقعیت خو دا دی چی دیرش زره نور امریکایی پوځیان به د کابل فاسد رژیم ځکه روغ نه کړای سی چی دهغه د بنسټ ډبره په هماغه بُن کی کږه ایښودل سوې ده او دا تعمیر همداسی کوږ پورته کیږی .

 

که د دې جنګ مالی اړخ مطالعه کړو نو و به ګورو چی د امریکا د دفاع وزارت ( پنتاګون ) په افغانستان کی هره میاشت ۲٬۷ بلیونه ډالره مصرفوی . په افغانستان کی د امریکا پوځی مصارف د ۲۰۰۱ راهیسی ۱۷۳ بلیونو ډالرو ته رسیدلي چی د ۲۰۰۹ تر پایه به ۱۸۵ بلیونه ډالره سی حال دا چی پنځلس کاله وروسته به ۸۴۶ بلیونو ډالرو ته ورسیږی ( خو که پر هغه نور ضمنی مصارف هم واچول سی نو دا رقم به  ۱٬۳ ټریلیونو ډالرو ته ورسیږی ) . دا ضایعات په داسی حال کی جریان لری چی امریکا د شدید مالی بحران په غیږ ورغلې ده .

د امریکا څخه علاوه نور هغه دولتونه هم لوی پوځی مصارف کوی چی پوځونه یې په افغانستان کی ځای پر ځای  دي . د مثال په توګه برتانیې لس بلیونه ډالره او کاناډا هم اووه بلیونه ډالره  پوځی لګښت کړی دی .

 

امریکا په افغانستان کی د خپلو ټولو انسانی تلفاتو ، پوځی مصارفو او رژیم ته د مالی او نغدی خیراتونو د ورکړي  سره سره بیا هم بریمن نه بلکی په ستونزو کی راګیر دی . که د برتانیې سره د افغانانو درې جګړې او بیا د شورویانو سره څلورمه جګړه د روانی پنځمی جګړې سره پرتله کړو نو و به ګورو چی امریکا دلته د ستونزو په ګرداب کی لاهو دی ، مثلأ :

 

۱ ـ لوژستیکی او اکمالاتی مشکلات : برتانوی هند او روسیه د افغانستان سره مښتي وو حال دا چی امریکا خپل اکمالات او لوژستیک تر نیمی کُرې راتیروی او لوی مصارف او ضایعات قبلوی .

 

۲ ـ د مقابل لوری ځانګړتیا : برتانیه او روسیه هر یو صرف د افغان مبارزینو سره جنګېدل خو امریکا نن د پولی پر دواړو خواوو د طالبانو سره جنګیږی چی د پښتنو څخه علاوه د پنجاب او کشمیر مبارزین هم ورسره جنګیږی او ځکه نو دا جبهه نوره هم پراخیږی .

 

۳ ـ  دوه ګونی خنډ : برتانیه او روسیه په افغانستان کی د ټولیزه او سراسری مقاومت سره مخامخ وو خو امریکا په شمال کی د مخالفت او په جنوب کی د مقاومت سره مخامخ ده او هر وخت کېدای سی چی د شمال اییتلاف جنګسالارانو ته  د امتیازاتو د کمښت په نتیجه کی هلته  هم د مقاومت سره مخامخ سی .

 

۴ ـ پخپله پاکستانی دولت : برتانیې او روسیې دغسی ستونزه نه لرله حال دا چی نن اسلام آباد د امریکا یو مجبور او لاچارﺉ ملګری دی چی په ناخوښۍ او پریشانۍ سره د خپلو خلکو پر ضد د امریکا سره ولاړ دی او هره شېبه د پوځی بغاوت احتمال شته دی .

 

۵ ـ ایران یو سیمه ییز ځواک : ایران د برتانیې او روسیې د جګړو پر مهال کوم مهم عامل او لوی فکټور نه و ، خو نن دی . تهران په بغداد او کابل دواړو کی د سُنی حکومتونو په نړولو کی د امریکا لاس نیوﺉ وکړ خو په افغانستان کی مسلسل لګیا دی چی امریکا په جنګ کی مصروف ووینی .

 

۶ ـ فرعی غبرګونونه : برتانیې او روسیې په کوم بل ځای کی د خپلو مخالفینو د تاکتیکی حملو تجربه نه لرله خو نن د پاکستان اسلامی ډلی ( لکه جیش محمد ، لشکر طیبه او نوری ) او القاعده کولای سی د ډیر فشار په نتیجه کی په هند کی بله کومه بمی حمله وکړی او ډیلی مجبور کړی چی د پاکستان سره د جګړې حد ته ورسیږی او په نتیجه کی پاکستان دډیورنډ څخه  خپل پوځ هماغه خواته سوق کړی او په دې ډول امریکا هم طالبانو او القاعده ته یوازی په لاس ورسی .

 

که پورتني ملاحظات او احتمالات په غور مطالعه سی نو وبه ګورو چی امریکا په افغانستان کی د خپلو پوځیانو په ډیرولو او د جګړې په سختولو سره  ورو ورو سیمه د لوی خطر په غیږ ورولی . فلهذا ، ویلای سو چی افغانستان ته د نورو پوځونو لیږل دا لاندیني علایم او نتایج ثابتوی .

 

۱ ـ پنتاګون اوس هم د سړې جګړې ذهنیت لری . وګوری په ویتنام کی یې د پوځیانو په ډیرولو سره هغه جنګ کمبودیا ته هم پسی وغځاوه . کټ مټ یې نن دا دی تدریجأ د افغانستان څخه پاکستان ته خپروی .

 

۲ ـ د امریکا پوځی اډې مسلسل د ډیرېدو په حال کی دي . د بګرام او نورو څخه روسیه او چین تر څارنی لاندی دي او غواړی چی د چین ، روسیې او هند  د پوځی خوځښتونو په وړاندی مورچل بندی سی .

 

۳ ـ ناټو خپله ناتوانی او ماتې په سترګو وینی . د ناټو منشی « جاپ دی هوپ شیفر » اعتراف وکړ چی که ناټو نور پوځیان ور نه کړی نو د افغانستان جنګ به « امریکایی » سی . ځکه نو امریکا ورو ورو رامخته کیږی او هر څه په منګلو کی نیسی .

 

۴ ـ پنځمه افغان جګړه اصلأ د انرژی جګړه ده . د ۷٬۶ بلیونو ډالرو په ارزښت هغه پایپ لاین چی د ترکمنستان او افغانستان او پاکستان پروژه نومیږی او تیل او ګاز به د ترکمنستان څخه د افغانستان له لاری د پاکستان ګوادر بندر ته رسوی ، په ټپه ولاړ دی چی دغه جګړه یې باید ژر تر ژره( د کامیابۍ په صورت کی ) فعال کړي . اوس خو هیڅ پانګه وال دا زړه نه کوی چی خپل ستر مبلغونه چټی اور ته واچوی . نو ځکه امریکا په هره بیه چی وی  باید افغانستان « تسلیم » او « باثبات ! » کړی .

 

هو ، سپینه ماڼۍ غواړی په افغانستان کی خپل پوځیان دوه چنده زیات کړی تر څو په هغه جنګ کی ووژل سی چی د فساد ، مخدره موادو ، جنګسالاریزم او بشری حقوقو د پایمالولو څخه دفاع کوی . دا ځکه چی رژیم فاسد دی ، اداره فاسده ده ، او کړنلاره فاسده ده مګر امریکایی پوځ د هغوی په دفاع کی لګیا دی افغانان قتلوی او هېواد ورانوی . دا چی هلته ( ۶۹۰ ) امریکایی پوځیان وژل سوي ، د څه لپاره ؟ آیا هغوی  افغانانو ته د آزادیو او دیموکراسۍ د سوغات  لپاره وژل کیږی  چی امریکایانو ته یې   د دې کار   هیڅ بلنه هم نه ده ورکړې  ؟ آیا  دا پوځیان د هغو افغانانو لپاره وژل کیږی چی پر امریکا باندی د دې کار هیڅ حق نه لری ؟  آیا افغانان پر امریکا دومره ګران دي چی د هغوی لپاره خپلی قیمت بها وینی تویوی ؟ که داسی وی ، نو آیا امریکا به عینأ د تبت والو ، چیچن والو ، برمایانو ، ایرانیانو ، کیوبایانو یا شمالی کوریاوالو د آزادیو لپاره هم وجنګیږی ؟ دا ولی د نړۍ په هره سیمه منجمله افغانستان کی یوازی همدا امریکا د « دیموکراسۍ » او « آزادۍ » ټیکه دار دی  ؟ که دیموکراسي داسی ښه شی وی نو ولی  یې پخپله افغانان په داوطلبانه توګه نه خپلوی ؟ پس خبره دا ده چی افغانستان هدف نه بلکی د « هدف » لپاره یوه وسیله ده . د روان افغان پنځم جنګ شاته اصلی هدف هماغه د « یوروشیا » د پراخی سیمی کنټرول دی چی سابقه یې حتی نولسمی پیړۍ ته رسیږی چی د برتانیې او روسیې تر منځ د هغې په سر سیالي کېده .

 

نو آیا امریکا به هم ژر یا وروسته د برتانیې او شوروی روسیې غوندی دلته تاریخ ځپلی نسی او نوم به یې د هغوی تر څنګ و نه لیکل سی ؟  الله دې همداسی وکړی  ـ  والسلام ، ( نثار احمد صمد )

Leave a Reply

Your email address will not be published.