د اوباما افغاني تګلاره جاهلانه ده — نثار احمد صمد

 

 

د اوباما افغاني تګلاره جاهلانه ده

 

لیکوال : مایکل شیوور

( د سی آی اې پخوانی مقام )

ژباړن : نثار احمد صمد

 

( یادوَنه : مایکل شیوور ۲۲ کاله په سی آی اې کی افسر و او څلور کاله هلته د اسامه بن لادن د شعبې ریًس هم و څو چی په ۲۰۰۲ کی یې له کاره استعفأ وکړه . ده  درې کتابونه  تألیف کړي دي . دﺉ د سیمی په هکله اول لاس معلومات او خبرتیا لری . دغه لیکنه یې د ۲۰۰۹ د مې پر شپږمه په ایشیا ټایمز کی لیکلې ده چی ژباړه یې دا ده وړاندی کیږی ـ ن . صمد )

 

بروس رایډل په ډیر تظاهر او ځان ښودنه سره د هغه ټیم مشري کوله چی د اوباما د ادارې لخوا یې افغانی تګلاره « له سره څیړله » . لکه چی معلومه ده ، د دې ټیم ارزوَنو یا خو بې کفایتی او یا هم حماقت وښود ، او یا هم دا چی دا دواړه یې ثابت کړل : هغه دا چی ۲۱۰۰۰ نور امریکایی پوځیان د هغه هېواد کنټرول ته ورلیږی چی د ټکزاس په اندازه لوی دی او لوژستیکی سیسټم یې چی امریکا او ناټو هلته ژوندي ساتی د پاکستانی غلیم قلمرو او یا هم هغه روسیې لخوا ورځی چی په دې خوشاله ده چی په افغانستان کی د امریکا پزه په وینو ولړل سی . دا پوښتنه باید وسی چی څنګه د رایډل غوندی یو استخباراتی سړﺉ هغسی پلان ته ور وړاندی  سو چی ګام پر ګام ناکامۍ ته درومی .

ځواب یې په دې کی نغښتی دی چی زه بیرېږم ښایی رایډل به غواړی چی اوباما په یو نوي پلان او د امریکا د مداخله توب په حقانیت باندی خوشاله کړی . د ولسمشر د خوشالولو هڅه د سی آی اې د هغو پخوانیو لوړو افسرانو یوه ځانګړتیا ده چی د سیاسی مفت خورۍ لپاره خطاایستني کوی او دا کارونه یې د تعجب وړ هم نه دي . رایډل په سی آی اې کی د خپلی وظیفې پر مهال د منځني ختیځ څو مسألې په اغیزمنه توګه شنلي وې .

خو هغه څه چی ما بیا هم حیرانوی ، هماغه د اوباما د ټاکلي دندی یعنی افغانستان په هکله د ده څرګنده ناپوهي ده . رایډل د ۲۰۰۹ د اپریل پر دېرشمه د « بروکینګ انسټیټوټ » په ویب پاڼه کی د دې حقیقت په باره کی فریاد کړﺉ چی امریکا ولی په افغانستان کی بشپړه او یرغلیزه مداخله نه ده کړې . دﺉ په هغه مقاله کی یعنی « افغانستان : څه شی په خطر کی دی ؟ » داسی لیکی :

« امریکې د تیری پېړۍ د وروستۍ رُبعی پر مهال په افغانستان کی دوه ځله د لویو کامیابیو ګټل د لاسه ورکړي دي چی هغه په افغانستان کی د یو ټینګ حکومت د جوړښت لپاره د جګړه ییز بریالیتوب تر څنګ یو غوڅ تعهد کولو ته ځان ټینګول و . »

 

سړﺉ تعجب کوی چی رایډل د څه شي په هکله ږغیږی . امریکا خو په افغانستان کی جګړه هیڅ نه ده ګټلې . ځکه په ۱۹۷۹ ـ ۱۹۹۲ کی خو  د سور پوځ پر ضد جنګ افغانانو ګټلی دی . د امریکایی وسلو ورکړي خو د هغوی سره فقط دا کومک کړی و چی روسان یې په چټکۍ او اغیزمنۍ سره وژل . دا خو هغوی وو ، نه موږ ، چی هماغه جنګ یې وګټیً . په فعلی جنګ کی چی د ۲۰۰۱ په اکتوبر کی راپیل سوی ، موږ صرف یو ځل بریمن سوو چی هغه هم د افغانی ښارونو د کنټرول لپاره و ، لاکن د ۲۰۰۲ د مارچ راهیسی خو موږ د هغه په هر قدم کی ناکامه یو . رایډل د خپل اعتبار په خاطر وایی چی موږ اوسنی جنګ بایلو . دﺉ دا هم وایی چی « لا تر اوسه نه دﺉ بایلل سوی » . خو دﺉ پر غلطه دی ؛ ځکه موږ همدا اوس هم هغه بایللی دی .

د رایډل د خورا لویو غلطیو څخه بل مهم ټکی هم دا دی چی هغه په تکرار سره دا ډیره چټی خبره کوی چی واشنګټن او لویدیځ د سور پوځ تر وتلو وروسته افغانستان همداسی پرېښود . رایډل ادعا کوی چی د ۱۹۸۰ لسیزی په وروستیو کی :

« امریکا د شوروی د څلوېښتمی فرقې په ماتولو کی د افغان مجاهدینو سره کومک وکړ . . . دا چی مجاهدین ډیر بد سره بې اتفاقه وو ، نو ډیر ژر یوې کورنۍ جګړې ته په غېږ ورغلل . امریکا باید یوه داسی نړیواله هڅه کړې وای چی نظم یې راوستلی وای او هم یې د دې شخړی د ختمولو په غرض د پاکستان او سعودی عربستان غوندی کلیدی لوبغاړی پکار اچولي وای . خو د دې برعکس افغانستان د سپینی ماڼۍ یا کانګریس پاملرنه باالکل د لاسه ورکړه . »

د رایډل دا جهالت چی د سور پوځ تر وتلو وروسته څه پېښ سول ، تقریبأ لړزونکی دی ، خو د واقعیتونو دغسی غلط تعبیر د سیاسی پلوه هله ضروری ښکاری که څوک په دې عقیده وی چی د اوباما لخوا د افغانستان نوې مګر ماتېدونکې تګلاره کامیابېدونکې ده . خلک ښایی دا فکر وکړی چی رایډل ، چی په دې وروستیو کی یې د عراق په ارتباط کارونه مخته بېولي ، مخکی تر دې چی خپل قلم ته لاس کړی ، د افغانستان په چارو کی به یې د واقعی سابقې له مخی د خپلو پخوانیو تجربه کارو ملګرو سره مشورې کړي وی .  دغسی حقایقو به په افغانستان کی د امریکا مداخله ډیره پر ځای ښودلې وای .

 

رایډل استدلال کوی چی د شوروی تر وتني وروسته پاییدونکیً افغان دولت ځکه ناکام سو چی « مجاهدین سخت بې اتفاقه وو » ، لویدیځو هېوادونو خپلی ګټي د لاسه ورکړې ، او واشنګټن د سعودی او پاکستان په لاس لرلو پسی و نه ګرځېد . خو دا ټول څرګند چټیات دي . ځکه مجاهدین « سخت بې اتفاقه » وو ، دي ، او په آینده کی به هم وی ، خو  د دې سره سره یې بیا هم  شوروﺉ ستر ځواک پر ګونډو کړ، کټ مټ لکه نن چی هم د  امریکایی ستر ځواک ماتولو ته اړم دي ، او په دې کی شک نسته چی هغوی به باالاخره د خپلی افغانی ټولنی او خپل تاریخ سره سم خپله اداره هم تنظیم کاندی . لویدیځ دا له پامه غورځولې ده چی افغانانو خپل هېواد  د ۲۰۰۰ کالو راهیسی اداره کړی او تر موږ ، چی غواړو د قبایلی او توکمیزه پلوه د هغوی دا متنوع ټولنه کنټرول کړو ، ډیره ښه تجربه لری .

 

د واشنګټن او د هغه د ملګرو له نظره د شوروی څخه مابعده ستونزه دا وه چی که مجاهدینو هر ډول رژیم هم جوړ کړی وای ، نو موږ هغه نه غوښت ؛ په دې معنا چی باید هغسی حکومت وای چی هیڅ هغه کسان پکښی شامل نه وای چی شورویان یې وځپل او ویې شړل . همدا علت دی چی له بده مرغه  امریکایی حکومت ، د هغه ډیرو اروپایی ملګرو ( خصوصأ برتانیې ، فرانسې او جرمنی ) ، او هم د ملګرو ملتونو بېلابېلو جوړښتونونو د شوروی نه په مابعده افغانی سیاست کی د دیکتاتورۍ له مخی بشپړه مداخله وکړه او په دې توګه یې د ځانی ارادې لپاره د هر ډول رښتیانۍ افغانی هڅی مخ راوګرځاوه . او سعودیان او پاکستانیان هم عینأ لکه نن چی دي ، افغانانو ته دا ویل چی دغسی یا هغسی وکړﺉ او د هغوی سپارښتنی د امریکا د ګټو پر ضد هغسی خلاف رواني وې لکه څنګه چی نن  دي .

 

خو د رایډل د دې څرګندونی یا ادعا سره سره ، امریکایی ، لویدیځو او د ملګرو ملتونو دیپلوماتانو د ۱۹۸۰ کلونو په وروستیو او د ۱۹۹۰ لسیزی په پیل کی افغانانو ته پرله پسې دا هدایت ورکاوه چی دغه یا هغه ډول حکومت باید ولرﺉ . دغه درې ارابه ییزه موټر غوښته چی د کابل رژیم په سیکولر ( چی مذهب له سیاسته بېلوی ) او تکنوکرات افغانانو سره ډک کړی ؛ یعنی هغه سیکولر افغانان چی د حامد کرزي غوندی یې د جګړې موده په ژغورنده توګه په هند ، امریکا یا اروپا کی تیره کړې وه ؛ هغسی « ګوکسی » مجاهدین چی صرف په نوم اسلامی وو او د جنګ پر مهال یې ښه کومکونه کشول خو جنګ یې نه کاوه ؛ او حتی د افغان کمونیسټ رژیم پخواني غړي به هم پکښی شاملېدل . په بل عبارت ، هر چا ته ښه راغلیً ویل کېدﺉ چی د لویدیځ تر پالنی لاندی افغان حکومت کی شامل سوی وای پرته له هغو چی ږیری  یې لرلې ، مشین ګنونه  یې لرلي وو ، اسلامپال  وو ، او د شورویانو تر بشپړ شړلو پوری  جنګېدلي وو .

 

د شورویانو څخه په مابعده سمدستی کلونو کی واشنګټن په لس ګونو ملیونه ډالره مصرف کړل تر څو  هغسی متحدالمرکزه افغان حکومت یې رامنځته کړی وای  چی د تاریخی پلوه  به په افغانستان کی د جنګ باعث ګرځېدﺉ لکه همدا نن چی یې  جوړوي . او د یو مهلک تکراری اتفاق پیغور خو لا دا دﺉ چی د اوسني افغان ولسمشر کرزي پلار ـ چی تر خپل زوی ښه ډیر معزز او باکفایته و ـ بیا هم د لویدیځ د مطلوبو او محبوبو کسانو څخه شمیرل کېدﺉ ، او د زلمي خلیل زاد یعنی هماغه امریکایی دیپلومات لخوا لارښودل کېدﺉ چی موږ یې په کابل او بغداد کی د وروستیو مصیبتونو سره مخامخ کړي یو . له دې نه علاوه ، پوهو امریکایی سفیرانو لکه رابرټ او فیلی آکلی او پیټر ټامسن یو شمېر امریکایی او برتانوی بیوروکراتانو ( لویو دفتری کسانو ) ، قراردادیانو ، او انجوګانو ته دا لارښوونه کول چی افغانانو ته د لویدیځی دیموکراسۍ لاری چاری وښیًی او هم دا ورزده کړی چی ملی بودجې څنګه تنظیم او اداره کیږی ، قانون څنګه مستقر او عملی کیږی ، او یو پیاوړﺉ مرکزی رژیم څنګه جوړیږی . هو ، دغه نه تطبیق کېدونکې بدچلنده مداخله دومره مخته ولاړه چی د امریکایی حقوق پوهانو او قاضیانو ټیمونه را وغوښتل سول تر څو افغانانو ته یو داسی غربی سوﺉ قضایی سیسټم ور زده کړی چی  هماغه زموږ په نظر د کم عقله اسلامی او قبایلی پخواني شي ځای ونیسی .

 

پای دا چی ، په افغانستان کی د ۱۹۸۰ کلونو د وروستیو پر مهال د امریکا په مشرۍ د دیموکراسۍ جوړولو مداخله اصلأ د هیڅ په خاطر وه ، کټ مټ لکه د اوباما روانه پالیسی چی به هم همداسی وی . افغانانو هغه سیکولریزم نه دی غوښتی چی د امریکا تر مشرۍ لاندی  لویدیځ به ټینګار پر کاوه ، او همدا نن هم د امریکا په مشرۍ د اییتلاف لخوا هماغه ور وړاندی سوﺉ شی نه غواړی . په داسی حال کی چی افغانان به د خپلو اولادونو لپاره روغتیایی کومکونه ومنی ، برقی جنریټرونه او د څښلو د اوبو د زخیرو د زیاتوالی وسایل به قبول کړی ، خو هغه اقدامات به په کلکه رد کړی او ورسره و به جنګیږی چی هدف یې د سیکولر دیموکراسۍ په نوم په خپله ټولنه کی د قبایلیت او اسلام د عنعنوی رول له منځه وړل وی . افغانان هم د ټولو مسلمانانو غوندی د عصریت او لویدیځیت د اصطلاح ګانو تر منځ توپیر کولای سی ؛ هغوی د عصریت سره سخته مینه لری خو د لویدیځوالی سره تر مرګه جنګیږی . فلهذا ، د اسلامی نړۍ سره زموږ د راتلونکو اړیکو په خاطر دا یو مرګونی تاوان دی چی موږ بس دې ته اړم یو چی وایو دا  دواړه اصطلاحات مشابه او مترادف دي .

 

وروستیً ټکی هم دا چی رایډل د  اسراییل پلوه  یرغلیزه بروکینګ انسټیټوټ مشر غړی دی . آیا دا صرف یو تصادف دی چی په افغانستان کی د امریکا د زیاتی او اوږد مهالي مداخلې د « اړتیا » په هکله د ده غولونکې لیکنه د اسراییلو د خارجه وزیر « لیبرمېن » تر هغه څرګندوني فقط یوه اوونۍ وروسته خپره سوه چی ویل یې « پاکستان ، افغانستان او عراق  اسراییلو ته درې اصلی تهدیدونه » دي ؟ خو زه فکر نه کوم چی دغسی دې وی ، ځکه همدا علت دی چی امریکا به د ۲۰۱۳ کال تر بلی پرانیستونکي ورځی پوری په همدې افغانستان او عراق کی مات سوی وی ، یا دا چی لا به بیا هم پکښی جنګیږی ، وینی کیږی به ، او د بایللو په غېږ به ورغلی وی . پای

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.