آیا ملی پولیس امنیت ساتلای سی ؟ — نثار احمد صمد

 

آیا ملی پولیس امنیت ساتلای سی ؟

 

امریکایی پوځیان د پولیسو په هکله ژوره اندیښنه لری ، او وایی چی د هغوی غړې د جنګیالیو سره پټ تړاو لری

 

راپورتر : آنند ګوپتا

منبع : کریسچن ساینس مانیټر ورځپاڼه ( امریکا )

نېټه : ۲۰۰۹/۷/۸

ژباړن : نثار احمد صمد

 

جلریز ، افغانستان ـ  پوځیان وایی چی امریکا د ولسوالیو مرکزونو او ورپورو سیمو ته د خپلی اغیزې د رسولو او خپرولو په خاطر د پوځیانو خورا ډیروالې ته اړتیا لری . خو که د هغوی له قوله دا کار نه سی کېدای ، نو بیا لازمه ده چی پر خپلو افغانی ملګرو تکیه وسی چی هماغه افغان ملی اردو او افغان ملی پولیس دي .

 

پوځیان د افغان ملی اردو په هکله نېک نظر لری او وایی چی هغوی د یو ښه ترکیب بڼه اخیستې ده او یو مسلکی ځواک ترې جوړ سوی دی . خو د افغان ملی پولیس په هکله ژور ملاحظات لری .

یو ډلګی مشر « جیرمی اهرینټ » وایی چی « موږ پر هغوی باور نه سو کولای ، هغوی موږ ته په مخابره کی ووایی چی کمین راته نیول سوی دی ، مګر کله چی موږ د هغوی اړونده ساحې ته ورسو نو هلته د جنګ هیڅ کومه نښه هم نه لیدل کیږی . »

 

امریکایی پوځیان وایی چی افغان پولیسو  څو څو ځله په نیمه شپه کی ادعا کړې چی  تر حملې لاندی راغلي دي ، خو د دې څخه یې هدف دا وی چی امریکایان د طالبانو کمین ته برابر کړی او یا هم دا چی غواړی په خواږه خوب بیده سی خو امریکایان یې ساتنه او ژغورنه وکړی .

 

افغان ملی پولیس د افغان ملی اردو پر خلاف اکثریت د هېواد د جنوبی سیمو څخه ګومارل کیږی ، او له همدې امله په دې ځواک کی د طالبانو د خواخوږو کسانو شمیر ډیر زیات دی . د وردک د ولایتی شورا د غړو له قوله په ډیرو حالاتو کی ملی پولیس د جنګیالیو سره ځکه پټه یارانه کوی چی د هغوی د حملو څخه وساتل سی ، او په بدل کی جنګیالیو ته لاره هواروی چی بې آزاره عملیات وکړی .

 

بله اندیښنه هم دا ده چی دوی پر جنګیالیو وسلې هم خرڅوی . لکه څنګه چی امریکایی پوځیانو په وردک ولایت کی د محب الله  په نوم د طالبانو د یو قوماندان تر وژلو وروسته د هغه سره عصری امریکایی ساخته دوربین وموند . دغسی مشکل ښایی د هېواد په جنوب کی ، چی نوي پوځیان ورغلي ، نور هم جدی او ګواښمن وی .

د بیلګې په توګه ، د هلمند ولایت د اوسیدونکو له قوله ، طالبان په دې هم قادر دي چی په بازارونو کی هغه وسلې رانیسی چی افغان ملی پولیسو ته ورکول سوي دي . پای

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *