خلك او راتلونكى ټولټاكني — احمد نويد

 

خلك او راتلونكى ټولټاكني

 

دا چې په يوه هيواد كې ټولټاكني د ولسواكۍ تر ټولو پياوړى او مهم بنسټ بلل كيږي. كه د ولسواكۍ همدا لنډ مګر له مانا څخه ډګ مفهوم راواخلو، چې ولسواكۍ، يعني د ولسونو حكومت،د ولسونو لخوا او د ولسونو لپاره ، نو دا ښكاره خبره ده چې دغه راز حكومت يوازې او يوازې  د ټولټاكنو له لارې رامنځ ته كيداى شي او بس. دا چې د ټاكنو وخت او نيټه ورځ په  ورځ د رانژدي كيدو په حال كې ده  او زمونږ هيوادوال هم هوډ لري چې د زمري مياشتي په ۲۹  نيټه كې د ټولټاكنو مراكزو ته د رايي وركولو لپاره په ليكو كې ودريږي او خپله رايه چې د دوي ايماني او ملي دنده ده د خپلې خوښي نوماند ته وكاروي.

دا چې د افغانستان راتلوونكى له نړۍ سره غوټه (پيوند) خوړلى دى دا په كار ده چې زمونږ هيوادوال د راتلوونكى جمهور رئيس د ټاكلو لپاره له  پوره دقت او پاملرنى څخه كار واخلي او داسى كس ته خپله رايه وركړي چې د اففانستان د خلكو او ملى ارزښتونو ته درناوي ولري نه دا چې يو خاص قوم او يا ګوند په پلوي فكر وكړي، د دي استعداد ، توانايي او تجربه  ولري چې افغانستان حد اقل د نړۍ هيوادونو په ليكه كې ودروي، له لاس ته راغلو فرصتونو څخه د هيواد په ګته كار واخلي او د بيسوادي  د له  منځه و ړلو لپاره په كلكه مبارزه وكړي ځكه چې زمونږ په هيواد كې دغه اوسنۍ ناامني او ټولي بدبختي او ناخوالي د بيسوادي له امله رامنځ ته شوي دي ، او په دغو دري لسيزو كې د سياسي بازارونو سوداګر په دي توانيدلي دي چې زمونږ د خلكو له بيسوادي څخه د خپل ځان او يا هم خپل هيواد په ګټه كار واخلي.

دا چې افغانستان د دغو دري لسيزو كورنيو جګړو او بهرنيو لاس وهنو په ترڅ كې خپل ټول مادي او معنوي شتمني له لاسه وركړى، خو له نيكمرغه د طالبانو له ماتي وروسته او د موقتى ادارې په رامنځ ته كيدو سره بيا تر اوسه پوري زمونږ په هيواد او دولت كې د پام وړ ډير بدلونونه رامنځ ته شوى دي، چې د هغې له جملې څخه د انتقالى دولت رامنځ ته كيدل، د اساسي قانون تصويب،د لوي جرګي جوړول، د لومړى ځل لپاره په افغانستان كې د منتخب حكومت ، پارلمان او ولايتي شوراګانو را منځ ته كيدل او په هيواد كې د ننه او بهر د لسګونو ملى او بين المللي كنفرانسونو دايرول او په هغه كې د افغانانو ونډه اخستل او د دي تر څنګ د افغانستان د بيارغاوني،پراختيا او پرمختګ لپاره د مرستندويه هيوادونو د مرستو جلبول، تر څو زمونږ جګړه ځپلى هيواد څه نا څه د سيمي هيوادونو په ليكه كې دريدل. چې دا ټولي هغه لاسته راوړني دي چې د افغانستان دولت په دغو څو كلنو كې تر لاسه كړى دي او همدا رنګه د امنيتي ستونزو سره سره په اقتصادې، ټولنيز، سياسي،فرهنګي،بيارغاونى او په ځانګړى توګه د ښوونې او روزنې … او داسي نورو برخو كې تر ډيره حده پورې هلې ځلې شوى او ښي لاسته راوړني هم له ځانه سره درلودي چې دا زمونږ د مظلوم ولس لپاره د ښيكڼي او ښيرازى  زيري بلل كيږي.

دا چې افغان ولس له كلنو  جنګ جګړو او ورانيو وروسته دا دى د دويم ځل لپاره د يو ستر ملى ازميښت سره مخامخ كيږي چې هغه هم  په نژدي راتلونكي كې د جمهورى رياست  او ولايتي شوراګانو په ټاكنو كې په يوه سولييزه او ډاډمنه فضا كي د دوي فعاله ونډه اخستل دي.

 

دا چې افغانستان هر كله له كوم ستر ازمون سره مخ شوى، نو زمونږ د هيواد او ولس  دښمنانو تل هڅه كړى ده چې په يو لړ زهرجنو او بې اساسه تبليغاتو لاس پوري كړى، دا چې افغانستان اوس يو بل نوي پړاو ته د ننوتو په حال كې ده، بيا هم ځيني كورنۍ او بهرنۍ كړۍ غواړي چې د خپلو شومو موخو  لپاره د خلكو په منځ كې په يو لړ بې اساسه او له حقيقت څخه لري تبليغاتو لاس پورې كړي، چې له نيكمرغه  د دې خاوري ميړنۍ ولس  د ملى يووالي تر بيرغ لاندې سره راټول شوي او په ګډه يې د هيواد د ژغورلو لپاره مټي رانغښټلي دي او خپلو كورنيو او بهرنيو دښمنانو پر وړاندې په ميړانه دريدلي او هغوي ته يې غاښ ماتوونكي ځوابونه وركړي دي.او په دغه اساس پړاو كې چي د هيواد او خلكو د سرنوشت ټاكنه ده غواړي چې په خپل بې دريغه ګډون سره يو ځل بيا هم ټولې نړۍ ته دا ثابته كړي چې افغانان هيڅ كله هم نه غواړي چې د خپل هيواد د دښمنانو د تبليغاتو تر اغيزې لاندې راشي او په دغې ملي پروسه كې به په خپل ګډون سره يو ځل بيا هم خپل دښمن له ماتي سره مخامخ كړي . تر څو خپل هيواد او خلك يې د دغو پلورلو شويو او پرديو له شتون او ګواښ څخه خلاص او آزاد كړي.

   په درنښټ 

  احمد نوید

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *