امریکایی بلوا پاکستان ځپی — ډاکټر نثار احمد صمد

 

امریکایی بلوا پاکستان ځپی

 

فساد او امریکایی ضد خښم دا ناکراره هیواد ټوټې ټوټې کوی

 

لیکوال: اریک مارګولیس

منبع: ټورنټوسن ورځپاڼه ( کاناډا )

نيټه: ۲۰۰۹/۱۲/۲۰

ژباړن: نثاراحمد صمد

 

زما د دفتر پر دېوال د  وروستیو څلورو پاکستاني مشرانو عکسونه ځړیږی . له هغوی نه دوه یې ، یعنی ضیأالحق او بينظیر بوټو وژل سوي دي . پخوانی صدراعظم نواز شریف د څلورم عکس والا یعنی جنرال پرویز مشرف لخوا د یوې پوځی کودتا پواسطه وشړل سو ، حال دا چی هغه بیا پاکستاني پوځ د یوې آرامی خو روانی کودتا په ذریعه پسی ایسته کړ .

تر دغو عکسونو لاندی دغسی لیکلي دي : زه به یو بد چانسه انسان یم او یا دا چی د پاکستان رهبری کول به مخته نسی وړل کیدای .

 

دا دﺉ واشنګټن بالآخره هلته هغه دیموکراسي حاصله کړه چی د پاکستان لپاره یې غوښته ، یعنی هغه څه چی د ټولو معکسو پایلو مور ګڼل کیږی . ما د پاکستان د اوسني ولسمشر آصف علی زرداری یعنی د بې نظیر بوټو د میړه سره هیڅکله نه دي لیدلي ، خو د لسیزو راهیسی می د فساد د هغو تورونو په هکله لیکلي چی د سیوری غوندی هغه تعقیبوی . زرداری له هغه راهیسی په « ښاغلي ۱۰٪ » سره شهرت لری چی د خپلی میرمنی په حکومت کی شامل و ، او د حکومتی قراردادونو د منظورۍ مسؤلیت یې درلود .

 

واشنګټن په ۲۰۰۸ کی هڅه وکړه چی د مشرف ډوبیدونکې دیکتاتوري یې پر هر چا د ګراني بینظیر بوټو په معتقد کولو سره داسی ژغورلې وای چی نوموړې به یې د پوځی واک په وړاندی د یو دیموکراتیک بادوان په توګه دروله . د هغې بیه دا وه چی د دې او میړه پر ضد به یې د فساد اوږد لیست معافیدﺉ .

 

امریکا او برتانیې په آرامه او ډاډمنه توګه د بوټو د کهول او د هغوی د متهمو زرګونو ملاتړو ( او نورو سیاسی څیرو ) پر ضد د معافۍ ترتیبات ونیول . خو بی نظیری تر خپل وژل کیدو لږ څه مخکی ماته وویل چی د مشرف کست کاره ( حاسد ) ملګري غواړی چی ما ووژنی .

 

آصف زرداري ته وروسته د پاکستان د ټولو نه غټ یعنی خلکو د ګوند مشري په میراث کی ورسیده . دﺉ د امریکا د ټینګ سیاسی او مالی ملاتړ په برکت ولسمشر سو . زرداری په عوض کی د امریکا څخه په افغانستان کی د هغوی د جنګ ننګه وکړه او پنتاګون ته یې اجازه ورکړه چی د پاکستانی اډو او پرسونلو استعمال ته ادامه ورکړی . واشنګټن هم د لږ تر لږه ۸ بلیونو ډالره د ورکړی ژمنه ورسره وکړه .

خو دغه اومړې او نازکه معامله اوس ځکه په اوبو کی لاهو کیدونکې ښکاری چی د پاکستان تازه او نوی مګر غیر احتمالی دیموکراتیک اتل ، یعنی د ستری محکمې لوی قاضی افتخار چودری د هغه د فساد تورونه بیرته قانونأ راپورته کړي دي .

 

دا صحیح ده چی زرداری د جنایی تورونو پر خلاف د ولسمشرۍ د مقام لرلو په وجه خلاص دی ، خو د ده نږدې ملګري چی هماغه د رژیم بدنامه پیاوړي کسان دي ، لکه داخله وزیر رحمان ملِک او د دفاع وزیر احمد مختار د قانونی تعقیب سره مخامخ دي . دا دواړه کسان په افغانستان کی د امریکا د پوځی عملیاتو ، د امریکا لخوا د پاکستاني اډو د کارولو او هم د خپلو پښتني قبایلو پر ضد د پاکستان د جنګ اصلی مرستندویان او عاملان دي .

 

مخالف ګوندونه د زرداری او د هغه د لویو ملګرو استعفأ غواړی . اسلام آباد د هغه څه پر خلاف د ښورښ او بلوا په حال کی دی چی واشنګټن پاکستانی حکومت ته دا اړتیا لری چی په اصطلاح د پاکستانی طالبانو پرضد  خپل جنګ نور هم شدید کړی ، په افغانستان کی  د امریکا د زیاتیدونکو پوځی هڅو ملاتړ وکړی او د پاکستان په دننه کی  د بې پیلوټه طیارو حملې نوري هم زیاتی او سختی کړی .

 

هو ، د مړو هډوکي د زرداری تر المارۍ دباندی نڅا کوی ، یعنی لومړی دا چی د ده ۶۳ ملیونه ډالره غیر قانونی پس لغتی او کمیشنونه د بوټو والو لخوا د سویس بانک په حسابونو کی ساتل سوي دي ، دوهم دا چی د زرداری اټکل دوه بلیونه خپل ډالرونه ، درېیم دا چی په امریکا ، فرانسه ، هسپانیه او برتانیه کی ښکلي او عصری ودانۍ او تعمیرونه او ډیر نور جایداد شتون لری .

زرداری د فساد د تورونو له امله په پاکستان کی ۱۱ کاله بندی و ، چی بی نظیری به ادعا کوله چی دا ټول سیاسی لمسونونه وو . ده په سویس کی په دې ادعا سره چی ګواکی دماغی تکلیف لری ، ځان د محاکمې څخه خلاص کړ .

 

د بوټو کهول په پاکستان یعنی هغه مسکین هیواد کی بیا هم تر ټولو غټ فیوډالان ( لوی مځکه وال ) دي چی سړي سر کالنی عاید یې ۱۰۲۷ ډالره او د بیسوادۍ کچه یې هم تر ۵۰٪ جګه ده . پاکستان په ۱۹۴۷ کی د خپل جوړښت راهیسی د نازړه سویه فیوډالانو یعنی هغو کسانو لخوا رهبري سوﺉ چی سیاست مداران د باسمتی وریجو د بوریو ( کڅوړو ) غوندی رانیسی او خرڅوی ، او یا هم د جنرالانو لخوا اداره کیږی .

 

د زرداری یعنی په اسلام آباد کی د واشنګټن د نفر  ورځي مخ پر ختمیدو دي . امریکایی ضد خښم په دې ټولیزه ادعا ګانو سره مسلسل ډیریږی  چی وایی پاکستان د امریکا لخوا « اشغال سوی » دی ، د یو درېیمه درجه استثماری زراعتی هیواد غوندی کړنه ورسره کیږی ، او د امریکا لخوا د نصب کړو فاسدو ګوډاګیانو لخوا رهبری کیږی .

 

ډیر پاکستانیان د خپل هیواد  روانه خونړۍ بم وري د دوو خواوو لمسون بولی چی هغه د « زي » ( یعنی پخوانی بلیک واټر ) امریکایی اجیرانو او خپل  پخوانی غلیم یعنی هند انتقامی حملې دي .

اکثریت پاکستانیان په دې نظر دي چی واشنګټن غواړی د  دوی بی ثباته هیواد تجزیه کړی تر څو په دې ډول د هغه پر اټومی وسلو غیږ راوګرځوی .

 

واشنګټن خو همدا اوس د سرکښه او پارېدلی پاکستان پر لومړۍ کرښه ولاړ دی . که زرداری له مخی لیری سی ، او یا هم د یو بی کفایته تش په نوم مشر په حیث بالاخانې ته وشړل سی ، نو عامه پاملرنه به د پاکستان ۶۱۷۰۰۰ کسیزه پوځ او د هغه قوماندان جنرال ـ او کیدای سی « انتخابی ولسمشر ؟ » یې هم وبولو ـ  یعنی اشفاق کیانی ته واوړی .

 

دا چی موږ ۲۰۱۰ کال ته رسیدونکي یو ، نو د « افپاک » کرغیړنه نوموَنه به د بارک اوباما سپینه ماڼۍ کټ مټ د جنرال مک آرتر د هغه عاقلانه خبردارې غوندی ځوروی ، سربداله کوی او نینوی چی په جاهلانه توګه په باک نه وه  راوړل سوې یعنی دا چی : په آسیا کی د ځمکنۍ جګړې څخه ډډه وکړﺉ . پای

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *