جګړه د وحشیانو تجارت دی! —ډاکټر نثار احمد صمد

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 

جګړه د وحشیانو تجارت دی!

 

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

د یوویشتمی پیړۍ لومړۍ لسیزه د جنګ لسیزه ده چی پر افغانستان د پوځی حملې څخه راپیل سوې ده .  له همدې ځایه د لومړي ځل لپاره امریکایی اډې او امریکایی پوځیان په ختیځه اروپا ، منځني ختیځ ، او مرکزی او جنوبی آسیا کی مستقر او پسی ډیر سول ، یعنی هغه سیمي چی تر دې دمه د پنتاګون د دایمی شتون څخه بهر پاته وې .

 

که د نړۍ په هر کونج او هر ګوټ کی هم څه خبره یا کومه منطقوی ستونزه پیښه سی ، نو واشنګټن په لوی لاس هغه د ځان د « امنیت » سره تړي او هرومرو ځان د پوځی پلوه هلته  رسوی ، مداخله کوی او دښمنان تولیدوی . همدا علت دی چی دغسی ننوتني اکثرأ « حتمی یا لازمی » نه  بلکی « اختیاری یا انتخابی » وی. د افغانستان اشغال هم یو انتخاب و ، نه کوم ضرورت .

 

پر افغانستان د امریکا حملې او نننۍ جګړې دا ثابته کړه چی د امریکا بهرنۍ تګلاره عملأ د « سیاسی » حالت څخه « نظامی » حالت ته اوښتې ده . واشنګټن دلته د دیموکراسۍ پر ځای تریاک راشنه کړل ، جنګسالاران یې د غارونو څخه قصرونو ته ورسول ، جنګ مشران یې « مارشالان ! » او « ملی اتلان ! » کړل ، مخالفت یې په  مقاومت  سره بدل کړ ، طالبان یې راویښ او فعال کړل ، بیګناه او ملکی خلک یې د خاورو میلمانه کړل . . . ځکه نو په افغانستان کی د امریکا او لویدیځ د پوځی شتون پروسه غلطه ده ، جنګی طریقه یې غلطه ده او باالاخره اصلی اراده یې غلطه ده . دا ټول هغه ژوندۍ بیلګې دي چی د اتو کالو راهیسی مسلسل جریان لری .

 

دا نن یو منلی حقیقت دی چی امریکا دښمنانو یا دښمن جوړولو ته سخته اړتیا لری ، که نه هغه به یو بیکاره او بی هدفه غوندی هیواد وی . امریکا په افغانستان کی د دوهمی نړیوالی جګړې دوه چنده زیاته موده جنګیدلې ده. د افغان جنګ تر ټولو ستر درواغ دا دﺉ چی واشنګټن وایی : « موږ د تروریسټانو سره مخکی له دې چی همدلته جنګیدای ، باید همالته وجنګیږو . » واشنګټن او لویدیځ ملګري یې همدغه درواغ پر خلکو خرڅوی . خو شواهدو ښودلې چی پر امریکا د سپټمبر د یوولسمی حمله د افغانستان د غارونو څخه نه بلکی د جرمنی د اپارتمانونو څخه طرح  سوې وه چی صرف ۱۹ ځوانانو امریکا ته د اسراییلو څخه د ملاتړ سزا ورکړه .

 

طالبان هیڅکله د امریکا او لویدیځ دښمان نه وو ، او نه دي . بلکی هغوی د خپل هیواد  د آزادۍ لپاره ورسره جنګیږی . آیا که طالبان کله هم د طیارو ضد راکټونه پیدا کړي ، د دې جنګ پایلی به امریکا پر ګونډو نه کړی ؟

سپینه ماڼۍ مسلسل لګیا ده چی د افغانستان روان جنګ نور هم شدید او پاکستان ته  پسی خپور کړی . دغه ارتکاب څو لوی مصیبتونه په بر کی لری لکه :

لومړی ـ د افغانستان او پاکستان تر منځ د کړکیچ زیاتول ؛

دوهم ـ د هند او پاکستان تر منځ  اوږد مهاله بیدَه جیوپولیټیکل سیالي بیرته راویښه او فعالول ؛

درېیم ـ د واشنګټن او منطقوی قدرتونو تر منځ د مرکزی آسیا او کسپین د نفتی حوزې په سر د رقابت شدیدول ؛

څلرم ـ د پنځو ګاونډو هیوادونو بې ثباته کول او ملی ګټی یې د خطر سره مخامخ کول ؛

پنځم ـ د سیمه ییزو ځواکونو ( لکه چین ، روسیې ، ایران ، هند او پاکستان ) تر منځ د جیوپولیټیکل سیالیو ډیرول ؛

شپږم ـ باالاخره د جګړې بڅرکي راپورته کول ؛

 

 دا چی په افغانستان کی جګړه تونده سوې او مقاومت پراخ سوﺉ ، دا د امریکایی پوځ د ناکامۍ ښکارندوی دی او ځکه نو هغوی دیرش زره نور پوځیان راوغوښتل تر څو خپله ماتې جبران کړای سی .

د امریکا هدف افغانستان نه بلکی سیمه او نور هیوادونه دي ( لکه ایران ، پاکستان ، چین ، هند ، روسیه ، مرکزی آسیا او منځني ختیځ ) . په بل عبارت ، امریکا په سیمه کی دوه ډوله هدفونه لری چی لومړني یې «نږدې»  او دوهمی یې هم « لیری » اهداف دي .

 

نږدې یا فعلی هدفونه یې دا دي:

لومړی ـ په افغانستان کی د خپل پوځی استقرار ټینګول ؛

دوهم ـ افغانستان په خپلو منګلو کی لرل ؛

درېیم ـ د افغان مقاومت ځپل ؛

څلرم ـ افغانستان د خپلو مابعده اهدافو لپاره د ټوپ د یوې تختې غوندی استعمالول ؛

 

لیری یا وروستي هدفونه یې دا دي :

لومړی ـ د مرکزی آسیا او کسپین نفتی حوزې ته ځان رسول او پر دغو منابعو غیږ راګرځول ؛

دوهم ـ د چین د اقتصادی قدرت ایسارول ؛

درېیم ـ د روسیې د نظامی قدرت محاصره کول ؛

څلرم ـ پر ایران او پاکستان باندی د نفوذ تأمینول او بیا تسلط پر قایمول ؛

 

ځکه نو ویلای سو چی : امریکا افغانستان ته پوځیان رالیږی ، پاکستان ته جګړه صادروی ، ایران ته اخطار ورکوی ، چین او روسیې ته خبردارﺉ ورکوی ( چی موږ دلته راغلي یو ! ) ، جیوپولټیک اهدافو ته ځان برابروی ،  پوځی صنعت ته ډاډ ورکوی چی  ډیري عصری وسلې تولید او را کړﺉ ، جنرالانو ته اطمینان ورکوی چی دغه وسلې وکاروﺉ او سخت وجنګیږﺉ ، او باالاخره افغانانو ته خبردارﺉ ورکوی چی موږ « انګریزان » او « شورویان » نه یو ! ناپلیون بوناپارت څه ښه ویلي چی « جګړه د وحشیانو تجارت دی » .

 

هو ، همدا علت دی چی واشنګټن باید  په افغانستان کی د خپل پوځی اوږد مهاله شتون لپاره  « القاعده » او «تروریزم » له حده غټ وښیًی او امریکا ته یې « لوی تهدید ! » وبولی حال دا چی اصلی جنګ یې د هغوی سره نه بلکی د طالبانو سره دی چی  د دې وطن بچیان دي او د امریکایی نیونی پر ضد مجبورأ خپلی او د دوی ویني تویوی. وګورﺉ د بارک اوباما امنیتی سلاکار جیمز جونز ( د ۲۰۰۹ د اکتوبر پر څلرمه ) پخپله اعتراف وکړ چی: « موږ القاعده په افغانستان کی په بري سره دړي وړي کړه . څه نا څه ۱۰۰ القاعده فعالین په افغانستان کی پاته دي چی عملیات کوی . هغوی اډې نه لری ، نه پر موږ او نه هم زموږ پر ملګرو نور د حملو توان لری .» ښه ، چی داسی ده نو ولی نور دیرش زره پوځیان رالیږل کیږی ؟ ځواب یې پورته ذکر سو .

 

واشنګټن په تیرو ۸  کالو کی دلته پنځه غیر ملی او خورا منفوری ډلی په غیږ کی نیولي دي ، لکه :

الف ـ مخدره سالاران ؛

ب ـ جنګسالاران ؛

ج ـ فساد سالاران ؛

د ـ قدرت سالاران ؛

ه ـ ملیشه سالارن ؛

 

دغه ټول ګنهکاران د خپلو جیبونو د ډکولو او صرف امریکایانو ته د خدمت کولو په غم کی دي نه د رنځیدلو افغانانو په غم کی . همدا علت دی چی طالبان ورځ په ورځ غښتلي کیږی . دغه تریخ حقیقت او د امریکایی ولس زیاتیدونکیً نارضائیت دی چی امریکا دې ته اړباسی چی د ناټو او خپلو نورو ملګرو پښه ( حتی که صرف په نوم هم وی ) افغانستان ته را داخله کړی او په دې ارتکاب  کی هغوی هم ټول د ځان شریکان کړی .

 

خو پیښي ، پرمختیاوی او د افغانانو ارثی ځانګړتیا دا ښیًی چی : د یو غیر مشروع رژیم جبرأ مشروع کول د بهرنیو اشغالګرانو تر وس وتلیً دﺉ ، آن که هغوی هرڅومره ډیر شتمن او د پوځی پلوه بې رقیبه هم وی . امریکا او لویدیځ نسی کولای چی افغانستان ته په جعلی او ساختګی انتخاباتو سره دیموکراسي تحفه کړی . دا یو تریخ حقیقت دی چی د « تروریزم پر ضد جنګ !؟ » او د نفتی منابعو په سر شخړه د یوې سِکې دوه مخونه دي .  په رښتیا چی تروریزم د بې وزلو جنګ دی ، او جنګ بیا د شتمنو تروریزم دی !  والسلام ، ( ن . صمد ) 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.