جګړې به امریکا ونړوي — ډاکټر نثار احمد صمد

 

جګړې به امریکا ونړوي

 

سوله ییز ولسمشر اوباما داسی جنګونه مخته بیایی چی د ده هیواد یې تر عهدې نسی وتلای

 

لیکوال : اریک مارګولیس

منبع : ټورنټوسن ورځپاڼه ( کاناډا )

نېټه : ۲۰۱۰/۲/۷

ژباړن : نثار احمد صمد

 

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د امریکا لپاره ۳٬۸ ټریلیونه ډالره بودجه غوښتې او کانګریس ته یې د امریکا د سپماییزی رغاونی د بیرته سمون لپاره وړاندی کړې ده . دا په حقیقت کی یوه بله هغه قوي پېچکاري ده چی هغسی ناروغ ته یې ور لګوی چی د خطرناکه مخدره مادې ـ یعنی پور ـ عملی دﺉ .

 

ډیري امپراتورۍ د یرغلونو له امله نه بلکی د بې پروا پیسه لګولو څخه نسکوره سوي دي . وروستۍ نمونه یې شوروی اتحاد و چی ځان یې د ډیرو ټانکونو په رانیولو سره وران او تباه کړ .

 

د واشنګټن کسر ( یعنی د مالیې څخه د عاید او مصرف تر منځ توپیر ) به سږ کال د ۱٬۶ ټریلیونو ډالرو سربداله کونکي حد ته ورسیږی . دا ستر مبلغ به په پور اخیستل کیږی چی اکثریت برخه به یې د چین او جاپان یعنی هغو هېوادونو څخه وی چی امریکا یې مخکی لا ۱٬۵ ټریلیونه ډالره پوروړې ده . پر دغه پور به نور ۲۵۰ بلیونه ډالره سود هم لویږی .

 

یو ټریلیون ډالره دومره پیسې دي چی د روم د امپراتورۍ د تأسیس له وخته تر ننه که د هغه څخه هره ورځ یو ملیون ډالره مصرف سی ، نو په ۲۷۳۸ کالو کی به ( چی د روم د واکمنۍ راهیسی تیر سوي دي ) حتم سی .

 

د اوباما ټوله پوځی بودجه تقریبأ یو ټریلیون ډالره ده چی په هغه کی ۸۸۰ بلیونه ډالره په پنتاګون پوری اړه لری . نورو پټو تورو پروګرامونو ته هم څه نا څه ۷۰ بلیونه ډالره اختصاص کیږی ؛ د مصر ، اسراییلو او پاکستان غوندی هېوادو ته پوځی مرستی ؛ ۲۲۵۰۰۰ پوځی « قراردادیانو » ( اجیرو کارمندانو ) ته پیسې ؛ او د جنګېدلو پوځیانو مصارف ټولی اضافی بودجې دی . د دې څخه علاوه نور ۷۵ بلیونه ډالره ( چی د کاناډا د ټولی پوځی بودجې څلور چنده کیږی ) د هغو ۱۶ امریکایی استخباراتی شبکو لپاره ورکول کیږی چی دوه لکه ( ۲۰۰۰۰۰ ) کارمندان لری .

 

د افغانستان او عراق جګړې به ( چی تر اوسه یو ټریلیون ډالره په مصرف سوي دي ) سږ کال ۲۰۰ ـ ۲۵۰ بلیونه ډالره نور خرڅ هم وغواړی چی په هغه کی به پټ او غیر مستقیم مصارف هم شامل وی . د اوباما لخوا افغانستان ته د نورو دیرش زرو پوځیانو « توند ډېرښت » به نور ۳۳ بلیونه ډالره هم کش کړی چی دا د جرمنی تر ټولی پوځی بودجې هم ډیري دي .

 

دا د حیرانۍ خبره نه ده چی د نوبل د سولی د جایزې د ګټونکي اوباما « له حده وتلې » دا بودجه د امریکا پوځی سهمونه لوړ بیایی . دا پوځی او استخباراتی مصارف په داسی بې رحمۍ سره ډیریږی چی ۱۰٪ امریکایان بېکاره دي او د اقتصاد څخه هم سور رنګه مایع څڅیږی . امریکا نن د لویدیځی نیمی کرې هغه لوی ناروغ انسان ته ورته ده چی د خراب اقتصاد له وجی پر لار نسی تللای کټ مټ لکه وفات سوې عثمانی امپراتوري چی همدغسی وه .

 

پنتاګون همدا نن د ټولی نړۍ د پوځی لګښتونو پوره نیمایی یوازی کوی . که د امریکا ناټویی ملګري او جاپان هم ورعلاوه کړو ، نو د نړۍ ۷۵٪ پوځی بودجه د دوی ده . چین او روسیه دواړه په مجموع کی دونه لږ پوځی مصارف لری چی د امریکا د هغې صرف ۱۰٪ کیږی .

 

امریکا په ۵۰ هېوادو کی ۷۵۰ پوځی اډې لری او ۲۵۵۰۰۰ پوځیان یې هلته مستقر دي چی ۱۱۶۰۰۰ یې په اروپا او تقریبأ یو لک ( ۱۰۰۰۰۰ ) یې هم په جاپان او جنوبی کوریا کی ځای پر ځای دي .

وګورﺉ پوځی مصارف د فډرالی لګښت ۱۹ سلنه او د مالیو د عاید لږ تر لږه ۴۴٪ یوازی په خېټه کی اچوی . د بوش د حکومت پر مهال د عراق او افغانستان جنګونه ـ چی په پور چلېدل ـ د هری امریکایی کورنۍ لپاره په څه باندی ۲۵۰۰۰ ډالرو تمام سوي دي .

 

نو اوباما هم د بوش غوندی د امریکا جګړو ته د اضافی صلاحیتونو له لاری پیسې ور انتقالوی چی هماغه د هېواد پر اوږو له مخکی څخه لا دروند پیټیً یعنی اعتبار کارډونه ( کریډیټ کارډونه ) دي . راتلونکي نسلونه به په دغو بلونو کی راګیر وی .

 

د ولسمشر او کانګریس والو دغه قماربازي د عوامو  بې اعتمادي خپل ټاپي ته رسولې ده . د امریکا جنګونه باید د مالیو په روپیو مخته یووړل سی نه په دفتری او اداری تقلباتو سره . که امریکایی مالیه ورکونکو په رښتیا هم خپلي پیسې د افغانی او عراقی جنګونو لپاره ورکولای ، نو دا جنګونه به په لږ موده کی ختم سوي وای . نو ځکه امریکا یوې منصفانه او احترامانه جنګی مالیې ته اړتیا لری .

 

امریکا نور نو  واضحأ خپل امپراتوریزه ټاپي ته رسېدلې ده . پوځی مصارف او پورونه د امریکا اقتصاد یعنی هغه څه له دننه خوری چی په نړۍ کی د دې هېواد  د قدرت اصلی بنسټ تشکیلوی . امریکا هم نن د مړه سوي شوروی اتحاد تر څنګ په ۱۹۴۵ کی هغه مړ کېدونکي برتانوۍ امپرتورۍ ته ورته ده چی د دوهمی نړیوالی جګړې د پرمخ بېولو لپاره عظیمو پورونو له مځکی ووهله او نور یې نسو کولای چی خپل مطلق واک یې تمویل یا ساتلی وای ، خو بیا هم د امپراتوریزه ادعاګانو څخه نه ده لوېدلې .

 

دا اوس ورځ په ورځ واضح کیږی چی ولسمشر د امریکا پر مفرور ورانونکی پوځی قدرت باندی کنټرول نه لری . شپیته کاله مخکی ستر ولسمشر آیزنهاور ، چی عکس یې ما پر خپل میز راته ایښی دی ، امریکایانو ته خبردارﺉ ورکړی و چی د پوځی ـ صنعتی اییتلاف څخه ځانونه وساتیً . خو دا دﺉ شپږ لسیزي وروسته د همیشني جنګ او پر نړۍ د تسلط پلویانو د وال سټریټ د پیسو پور ورکونکو ته لاس ورکړﺉ تر څو امریکا مرییتوب ته ټېل وهی .

 

ګڼ شمیر امریکایان په حقه سره له حده وتلو کسرونو خښمولي او بیرولي دي . خو اکثریت په دې نه پوهیږی چی د دوی سیاسی مشرانو هم د دوی هېواد د هغو غیر ضروري بهرنیو جنګونو او ځان غټ بللو په هڅه سره ورانۍ ته روان کړﺉ چی غواړی د نړۍ اکثریت برخه تر کنټرول لاندی راولی ، او نوو محافظه کارانو هغه « پراخ اړخیره تسلط » بللی دی .

 

نو که اوباما په رښتیا هم د امریکا د سپماییزه رغاونی د راستنولو په هکله جدي دﺉ ، باید پوځی مصارف پرې کړي ، د عراق او افغانستان جګړې ډیر ژر پای ته ورسوي او د هېواد عظیم څو کسېزه بانکونه تجزیه کړي . پای

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.