د حزب اسلامی د نوی طرحی عملی او غیرعملی اړخونه! — دکتور صلاح الدين سعيدی

 

د حزب اسلامی د نوی طرحی عملی او غیرعملی اړخونه!

 

ډاکټر صلا ح الدین سعیدی – سعید افغانی

 ۲۰/۰۲/۲۰۱۰

 

د ډیر خوښی ځای دی چه د ټوپک په  ځای د عقل، منطق او د وطن د مصالحو ګټو او بین الافغانی مفاهمی  ته اولویت ورکول کیږی.

د ډیر خوښی ځای دی چه د ولس لپاره ددوی د  سیاسی نظام د انتخاب سپارښت د هیواد د ټولو پرګنو د برخی اخیستنی  او خلکو ته د مراجعی په بنسټ په  لیار  باندی تأکید او نسخه وړاندی  کیـږی.

د ډیری خوښی ځای دی چه ټوپک او زور دحل لار نه بلکه دا حالت او جکړه په افغانانو باندی تحملی جګړه پیژندل کیږی او جګړه د حل لار نه بولو.

په دی کې هیڅ شک نه شته چه  زمونږ وطن او خلک ددی دردناکه حالت نه د ژغورنی  د جګړی او ورور وژنی د ختم لپاره هڅی ،  طرحی او عملی اقدامات یو  انسانی او اسلامی رسالت او وجیبه ده. زمونږ وجیبه او رسالت دی داسی لیاری ولټو او پری د توافق زمینی برابر کړو چه په  هغو کې د الله تعالی رضا او د مقدسو انسانی اهدافو ته درسیدو لپاره  په کې  لږ ترینو قربانیو اړتیا وی.

په دی کې هیڅ د شک ځای نه شته چه ټول بهرنی ځواکونه او منابع په افغانستان کې خپلی ستراتیژی او خپلی ګټی لری او د هغو د تحقق لپاره کار کوی.  ددوی دا ګټی او منافع په لږو او بعضی مواردو کې د افغانستان له ګټه سره برابری او په ډیر مواردو کې د پردوګټی زمونږ د وطن او خلکو ګټو سره تناقض لری.

 د حزب اسلامی په دی طرحه او ژمنو  کې د نورومثبتو ټکو په څنګ کې د افغانستان په ملی وحدت باندی تأکید او په دی اصل باندی  ټینګار کول چه ملت ته دا موقع برابره کړای شی چی د خپل خوښی زعامت غوره کړی او خپلی عقیدی او باور مطابق سیاسی نظام منځ ته راولی او غوره کړی  دا هغه عمده او اساسی ټکی دی چه باید پری توافق او عملی کار وشی.

مونږ باورلرو او معلومه ده چه د افغانستان خلک مسلمان دی او ددوی انتخاب معلوم دی. د علماء او منورینو رسالت او سپارښت د خلکو په ښه انتخاب کې قایمقام نه لری.

د حزب اسلامی د نوی طرحی مکمل متن د(د ژغورني ملي   میثاق) تر عنوان لاندی د شهادت به ورځپاڼه کې او د افغان جرمن آنلاین په ویب کې (۱۹-۲-۲۰۱۰)  کې لوستلای شی. زه په لاندی ډول ددی طرحی په هغه مواردو او شمیرو  کې چه خپل نظر او ملاحظه لرم ستاسی خدمت ته ددی طرحی د شمیرو په بنسټ خپلی ملاحظی ستاسی خدمت او مبارک حضور ته په ډیر احترام  وړاندی کول او شریکول غواړم:

 

۱/ مونږپه دی باور یو چه بهرنی ځواکونه حتی د ملل متحد په چوکاټ ( فیس میکر او فیس کیپر) یو ټولنی ته دوامداره سوله او پایداره خوشبختی نه شی راوستلی. په کار ده چه خپله خلک خپل تقدیر او سرنوشت چه خپل لاس کې ونیسی.  بهرنی ځواکونه معیینه ، مشخصه او  تعریف شوی مرسته کولای شی. خو دا خبری باندی غور او پام په کار دی چه  د افغانستان په مسأله که ټول جوانب له ځانه سره بهرنی ځواکونه لری. څنګه کیدای شی چه د ټولو جوانبو بهرنی ځواکونه د افغانستان د مسایلو د حل تصمیم او لیار افغانانو ته پریږدی.  دا په عــذر او زاری نه کیږی. دا افغانی ټینګ وحدت او ښه زعامت ته اړتیا لری. دا د افغانی د خیر اتحاد او اتفاق ته اړتیا او ضرورت لری.

ددی خبری تضمین به څوک وکړی او دا سکیجول او د بهرنیو د  نه مداخلی ضمانت به په افغانستان کې  څوک وکړی؟ زه په دی باور یم چه په دی برخه کې باید هم لاری ولټول شی چه د تمامو جوانبو نه د بهرنی ځواکونه مداخله قطع او افغانان خپله خپل  تقدیر په لاس کې ونیسی. په دی بنسټ او ریالستیک نظر ان شاء الله د بین الافغانی تفاهم ښه زمینی  برابریدای شی.

۴/  اوسنی پارلمان د خلکو د ارادو پارلمان نه دی. دا پارلمان که چا ته مشروعیت هم ورکوی قوت نه لری. ددی پارلمان  ترکیب  د خلکو د ارادو مظهر نه دی. د پرګمتیک سیاسیت په بنسټ یعنی د بدو نه دلږ بد په انتخاب ددی پارلمان د کار موده  لنډول په کار دی. په دی باندی باید غور وشی چه دا پارلمان حد اکثر له شپږو میاشتو نه یی د کار دوره اوږده  نه شی.

په دی حکومت کې د متنازع  فیها وزیرانو او مسؤلینو د لیری کولو میکانیزم  او دهغه عملی لیاری راته غیر عملی بریښی. هغه چه یو ته متنازع فیها او خاین دی بل ته قهرمان او ملی هیرو دی. او هغه چه یو ته ملی قهرمان او هیرو دی هغه بل تا بیا متنازع فیها او خاین دی. نو یواځنی لیار د محکمی او د خلکو د انتخاب لیار ده.

د ملی امنیتی ځواکونه او دری ګونه امنیتی قوای  له سیاسی ډګره ویستل او مسلکی بڼی باندی تأکید او داچه  دقانون له مخی باید مسلکی او د وطن د منافعو او امنیت په ساتلو متمرکز اوسی ډیر عالی، مدرنه او انسانی طرحه ده. 

۵/ د ټولو افغانی لورو په اتفاق د ملی امنیت اوه کسیزی  شورا جوړول به ښه خبر وی خو غیر عملی ده. داچه ددی شورا مقر بیا کوم ولایت کې وی چه د بهرنی ځواکونو د تأثیر نه وتلی وی – هم غیر عملی خبر ده.  باید ووایم چه داسی ولایت او داسی ځای زمونږ به دی وړی نړی  کې نه شته.  داسی ویل کیږی چه په افغانستان او پاکستان کې بعضی  هوایی عملیات مستقیما د امریکا د …… له دشتو نه کمپیوتری  رهبری او اجراء کیږی. هغه مناطق او ولایات  چه تاسی ته د بهرنیو دیوی ډلی د تأثیر نه خلاص ښکاری  نو بیا د بلی ډلی د مستقیم تأثیر او امکاناتو لاندی دی. که سپینه یی ووایم د افغانستان په جنوبی ولایاتو کی بیا د پاکستان آی اس آی ډیر عملی امکانات او تآثیر لری چه نوری خواوی یی نه شی منلای.  

په دی باندی اتفاق، اجماع (کنسنسیوس) نشی راتلی چه دداسی اوه کسیزی شورا غړی توب به څوک او په کوم معیار به وی.  څوک به ددی انتخاب قاضی وی؟ هماغه د خلکو د انتخاب په اصل تأکید په اوسنی پیړی کې د حل لار ده او بس.

د نورو د انتخاب او انتخاب قضاوت د خپل قضاوت او معیار په معیار حتمی برابرول غیر دموکراتیکه خبر او د حل لیار نه ده.  د افغانستان خلک  د فرمایشی کنفرانسونو او ناستو نتایج او د هغو په واسطه منځ ته راغلی حکومتونه او د هغو عواقب لیدلی. بیا هم دعینو تجاربو په تکرارولو تأکید ښه او عملی خبره نه ده. 

۶-۷-۸-۹-۱۰/د ټاکنو د عادلانه اجراء په هکله ډیری خبری دی چه باید پری توافق وشی او د بشریت د اوسنیو لاسته راوړنو اصول په کې وکارول شی. په پرنسیب کۍ ستاسی پیشنهاد او وړاندیز د منلو دی او عملی جنبه لری.

۱۱/ د افغانستان اوسنی اساسی قانون ډیری کمبودی ، نیمګړتیاوی او نواقص لری. د قانون د تغییراو تعدیل له پاره دوه لیاری دی. انقلابی تغییر او د قانون په چوکاټ کې تغییر. زه د انقلابی تغییر چه د بی قانونی او عدم استقرار موجب ګرځی سخت مخالف یم.  د قانون اصلاح باید د قانون سره سمه وشی. په دی ځای کې ددریو لور محدودول چه تاسی ورته اشاره کړی – غیر دموکراتیک وینم. د اساسی قانون د تصویب او تعدیل پیژندل شوی لاری وجود لری چه باید پری عمل وشی.

۱۲-۱۳-۱۴/ د قانون په حاکمیت باندی تأکید کول ضروری خبر ده. د قانون د تطبیق لپاره سیاسی اراده او قوی کادرونه او دقضایی او عدلی ارګانو د ظرفیتونو او اعتبار لوړول په کار دی.

 

د بین الافغانی مصالحی، مذاکری او ښه تفاهم  د مفهوم،  معیارونو او اصولو په هکله زه د خپلی یو لکنی چه د (مصالحه با کی؟) تر سر لیک لاندی چه په ویب پاڼو او مطبوعاتو کې څوورځی د مخه چا پ شوی د تکرار نه پرته –  ستاسی پام اړول غواړم. 

افغانی، وطنی، ملی، عقیدوی اولویتونو ته د قانون په چوکاټ کی اولیت ورکول او په توافق رسیدل او د لاچاری په صورت کې د بدتر نه د لږ بد په انتخاب او غوره کولول د شرایطوسره سم د سولی او خیر لپاره په دوامداره توګه او کلکو  ګامو په ښه، مدبره او هوښیار زعامت قدم اخیستل، د علم او اوسنی بشری ټولنو د ښه تجاربو څخه د افغانستان د ټولنی د اوسنی رشد په نظر کې نیولو سره سره عمل کول  – داهغه نسخی او تدابیر دی چه ان شاء الله  زمونږ د بری تضمین کوونکی دی. 

                                                          فاعتبروا یا اولابصار و ما توفیقنا الی بالله العظیم

              

—————————————————————————————————————————–

:اړیکی Email: saidafghani@hotmail.com  or   drsalahuddinsayedi@yahoo.com,

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *