د افغان جګړې لګښت تر عراق واوښت — ډاکټر نثار احمد صمد

 

د افغان جګړې لګښت تر عراق واوښت

 

لیکوال : ریچرډ ولف

منبع : یو . ایس . اې . ټوډې ( امریکا )

نیټه ۲۰۱۰/۵/۱۳

ژباړن : نثار احمد صمد

 

واشنګټن ـ په افغانستان کی د جګړې میاشتنی لګښت ، چی علت یې د پوځیانو ډیرول او په ستونځمنو ځایونو کی د جګړې پایښت دی ، د ۲۰۰۳ راهیسی د لومړي ځل لپاره په عراق کی د کټ مټ لګښت څخه زیات سو چی د لږښت نښي یې نه تر سترګو کیږی .

 

پنتاګون یوازی په همدې تیره فبروري کی په افغانستان کی ۶٬۷ بلیونه ډالره مصرف کړي حال دا چی په عراق کی یې ۵٬۵ بلیونه ډالره مصرف کړي دي . د هغه څخه لږ ور آخواته یعنی په ۲۰۰۸ کی عراق [ تر افغانستان ] درې چنده زیات مصارف لرل او په ۲۰۰۹ کی هغه دوه چنده ته را لږ سول .

 

د دې اوښتلو او بدلون علت دا دی چی پنتاګون لګیا دی په افغانستان کی پوځیان ډیروی خو د عراق څخه یې راباسی . باید ووایو چی د دې دواړو جګړو مجموعی لګښت تر یو ټریلیون ډالرو هم اوښتی دی چی په هغه کی د جنګېدلو پوځیانو لپاره مصارف او بهرنۍ مرسته هم شامله ده . دا لګښتونه به پر ولسمشر او کانګریس باندی نور فشار هم واچوی چی همدا اوس اوس یې هېواد  د ۱۲٬۹ ټریلیونو ډالرو پور سره مخامخ کړی دی .

 

د هارورډ پوهنتون پروفیسره او د دې جګړو د مصارفو متخصصه « لیندا بیلمز » وایی چی : « دا ټول مصارف یو مأموریت دی چی تر ډیره حده د پوځیانو په تعداد پوری اړه لری . دا لګښتونه د عملیاتو د شدت او هم په خورا ستونځمنو ځایونو کی زموږ د پوځیانو د شتون نتیجه ده . »

 

اوباما په چهار شنبه واضح کړه چی په افغانستان کی به د پوځیانو د را ایستلو څخه وروسته چی د ۲۰۱۱ په جولای کی به پیلیږی ، بیا هم د امریکا رول د اوږدې مودې لپاره وی . ده د افغان ولسمشر حامد کرزي سره د مطبوعاتی کنفرانس پر مهال وویل چی : « دا د اوږدې مودې ملګرتوب [ شراکت ] دی . »

 

دا چی په افغانستان کی د امریکایی پوځیانو تعداد او مصارف ډیریږی ، نو ورسره به د امریکا ملاتړ هم بحرانی وی ، یعنی :

لومړی ـ په افغانستان کی د امریکایی پوځیانو شمیر همدا اوس ۸۷۰۰۰ ته رسېدلی چی د ۴۴ نورو هېوادو څخه ۴۷۰۰۰ پوځیان هم هلته شتون لری . حال دا چی په عراق کی د امریکایی پوځیانو شمیر ۹۴۰۰۰ ته را ټیټ سوی دی . په راتلونکې کال کی به په افغانستان کی ۱۰۲۰۰۰ امریکایی پوځیان موجود وی حال دا چی په عراق کی به دا شمیر ۴۳۰۰۰ سی .

 

دوهم ـ په افغانستان کی به د روان مالی کال په ترڅ کی چی د سپټمبر پر دیرشمه ختمیږی ، زموږ مصارف تقریبأ ۱۰۵ بلیونو ډالرو ته ورسیږی چی په هغو کی هغه اضافی ۳۳ بلیونه ډالره هم شامل دي چی اوباما د کانګریس څخه غوښتي خو لا تر اوسه نه دي تادیه سوي . حال دا چی په عراق کی به په همدې موده کی څه نا څه ۶۶ بلیونه ډالره مصرف سوي وی . د ۲۰۱۱ مالی کال لپاره په افغانستان کی د ۱۱۷ بلیونو ډالریزه لګښت پیش بیني سوې ، حال دا چی په عراق کی به صرف ۴۶ بلیونه ډالره مصرفیږی . پنتاګون تر اوسه په عراق کی ۶۲۰ بلیونه ډالره مصرف کړي ، خو په افغانستان کی یې ۱۹۰ بلیونه ډالره لګولي دي .

 

درېیم ـ په افغانستان کی د هر امریکایی پوځی لپاره مصارف د ۲۰۰۵ کال راهیسی په عراق کی د هر پوځی د مصارفو تقریبأ دوه چنده سوي دي . د دې کار علت هلته د پوځیانو لږښت ، دلته د سمندر څخه د افغانستان لیری والی ( یعنی په وچه کی ایسار توب ) ، د اډانې( لاس رسیو ) نشتوالی ، د تیلو لوړه بیه او د امنیت لږوالی دی . د ستراتیژیکی او بودجوی ارزوَنو د مرکز څخه ټډ هریسن وایی چی « دا مصارف د څو شیانو تړنه ده . په افغانستان کی دا تل یوه ستونزه پاته سوې ده . »

 

د امریکا د انکشافی مرکز څخه لارنس کرب وایی چی « عراق د لوژستیکی پلوه ډیر آسانه دی . موږ هلته مواد فقط کویټ ته رسوو او بیا یې د سړک په ذریعه ور انتقالوو . » پای

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *