د امریکا اقتصادی تسمُم ! — ډاکټر نثار احمد صمد

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 

د امریکا اقتصادی تسمُم !

 

لیکوال : ډاکټر نثار احمد صمد

 

د امریکا حکومت نن ډیوالی او مفلس دی . واشنګټن همدا اوس دوه جنګونه مخته بیایی چی یو یې د لږښت او بل یې د ډېرښت په حال کی دی . د امریکا اقتصاد نن د افغان تحمیلی جنګ له برکته مسموم سوﺉ دی . امریکا د « ترور پر ضد په جنګ » کی څه باندی یو ټریلیون ډالره ضایع کړي چی کومه خاصه ګټه یې نه ده ځنی اخیستې . دا لا څه ، په راتلونکو ۷ ـ ۸ کالو کی به افغان جګړه یو نیم ـ دوه ټریلیونه ډالره نور هم وغواړی چی هغه به امریکا ښه پسی ډیوالی او مسموم کړی .

 

وګورﺉ ، امریکا په ۲۰۰۰ کی ( چی بیل کلنټن خپل ځای جورج بوش ته خوشی کاوه ) په خزانه کی ۳۰۰ بلیونه  ډالره مازاد ( یعنی تر ټولو مصارفو اضافه ) لرل ، خو کله چی بوش د سپټمبر تر حملې وروسته ستر پوځی مصارف راپیل کړل ، نو دا مازاد منفی خوا ته سقوط وکړ . لکه څنګه چی په لومړنیو دوو کالو کی ( ۳۰۰ـ ) بیلونه ډالره لږښت راغی ، په ورپسې دوو کالو کی هغه دوه چنده سو یعنی ( ۶۰۰ـ ) بلیونو ډالرو ته راولوېد ، په مابعده دوو کالو کی یې ( ۹۰۰ ـ ) بلیونو ډالرو ته سقوط وکړ ، او باالاخره په ۲۰۰۹ کی ( ۱۲۰۰ـ بلیونو یا ۱٬۲ ـ ) ټریلیونو ډالرو ته را ولوېد او نن څه باندی ۱٬۵ ټریلیونه ډالره کسر ښیًی .

 

د افغانستان د جنګ مصارف سږ کال خورا ډیر سول . پنتاګون یوازی په تیره فبروري کی په افغانستان کی ۶٬۷ بلیونه ډالره مصرف کړي دي . د روان کال تر پایه به امریکا دلته ۱۰۵ بلیونه ډالره په جنګ کی مصرف کړي ، حال دا چی تیر کال یې ۵۱ بلیونه ډالره ضایع کړي وو ، او د ۲۰۱۱ کال لپاره همدلته د ۱۱۷ بلیونه ډالریزه جنګی لګښت اټکل سوی دی . وروسته له دې به په افغانستان کی د هرو ۱۰۰۰ امریکایی پوځیانو زیاتول یو بلیون ډالره خرڅ وغواړی چی دا د امریکا ملا ور ماتوی ( دیرش زره را روان پوځیان به د کاله دیرش بلیونه ډالره نور مصارف هم ولری ) .

د امریکا په تاریخ کی دا لومړنی جنګ دی چی د پور په روپیو چلیږی . امریکا همدا نن ۱۳ ټریلیونه ډالره پوروړې ده . پر دغه پور سود هم پسی لویږی او هغه مسلسل ډیریږی ، ځکه چی :

 

الف ـ حکومت یې نسی ادا کولای ، نو ځکه پر سود باندی نور سود لویږی .

ب ـ پور ورکونکي ( دولتونه ، بانکونه ، شرکتونه او بلیونران ) د خپل سود اندازه پسی لوړوی .

ج ـ حکومت د پور ورکونکو اعتماد بایلی او ځکه نو هغوی د خپلی خوښی شرایط پر ایږدی .

د دې کسر او پور لوی علت دا دی چی که حکومت تر هغه پیسو چی لری یې ، زیات مصرف وکړی نو کسر منځته راځی . امریکا نن د عراق او افغانستان په جګړو کی خپلی ټولی تجرۍ ګانی او خزانې تشي کړې او ځان یې په سترو پورونو کی ډوب کړ چی دا مصیبت تر دوهمی نړیوالی جګړې را وروسته هیڅ سارﺉ نه لری .

د امریکا د کانګریس تحقیقاتی څانګه وایی چی امریکا تر اوسه په افغانستان کی ۳۵۰ بلیونه ډالره مصرف کړي دي . خو امریکایی ماهران او تحلیل ګران وایی چی دا مصارف ښایی تر یو نیم ـ دوو ټریلیونو ډالرو پوری هم ورسیږی ، حال دا چی امریکا د ستر اقتصادی ناورین او مالی بحران سره مخامخ ده . د امریکا د دې سپماییز تسمم اصلی علتونه په لاندی ډول دي :

 

لومړی ـ پر افغانستان پوځی حملې د اقتصادی بحران دروازه خلاصه کړه ، خو پر عراق باندی حملې د خزانې   دروازه پسی خلاصه کړه .

دوهم ـ د جورج بوش لخوا په دواړو جمهوری دورو ( ۲۰۰۰ ـ ۲۰۰۸ ) کی د مالیې یعنی ټکس د کمښت دوام خزانه نوره هم سپېره کړه .

درېیم ـ دا چی « د ترور پر ضد جګړې ! » ستر مبلغونه کشول ، نو واشنګټن مجبور سو چی ډیری پیسې چاپ کړي .

څلورم ـ د پیسو بی پشتوانې چاپ انفلاسیون پېښ کړ چی له امله یې د ډالر ارزښت کم سو ، ګراني پیښه سوه ، شرکتونه او بانکونه زیانمن سول او د ډیوالیتوب یوه ستره څپه راغله چی د امریکا تاریخ یې سارﺉ نه لری .

پنځم ـ د نورو  وزارتونو ( مثلأ عامی روغتیا ، ښوونی روزنی . . . ) او عام المنفعه څانګو بودجوی حق په « لوی خیټې » پنتاګون خوړل او د سترو پوځی بودجو مسلسل ډېرښت عامه خدمتونه تر ځان جار کړل او امریکایی ټولنه یې د اقتصادی رکود او سقوط په غیږ وروستله .

شپږم ـ د « ترور پر ضد د جګړې » سترو مصارفو امریکا پور اخیستلو ته اړیستله ، لکه څنګه چی همدا نن دیارلس ټریلیونه ډالره پوروړې ده ، نو ځکه به د دې سپماییز تسمم څخه څو لسیزی نوره هم راپورته نسی .

 

د امریکا د خزانې د وزارت پخوانی مرستیال « پاول کریګ رابرټس » وایی چی : « د امریکا د حکومت بودجوی کسر په ۲۰۰۸ کی ۴۵۵ بلیونه ډالره و چی په ۲۰۰۹ کی ۲۰۰۰ بلیونه دالرو ته جګ سو او په ۲۰۱۰ کی ۲۰۰۰ بلیونه دالره نور هم پسی زیات سو ، خو بارک اوباما بیا هم خپل دغه ګران بیه افغان جنګ مخته بیایی او هغه پاکستان ته پسی ورغځوی . »

 

د دې عظیم کسر د تمویل لپاره صرف درې چارې سته : لومړی ـ د نورو ډالرونو چاپول ، دوهم ـ د نورو پورونو اخیستل ، درېیم ـ د مالیو خورا ډیرول . د لومړي په نتیجه کی به د ډالر ارزښت پرله پسې رالویږی خو د دوهم په نتیجه کی به « سټاک مارکېټ » د تدریجی سقوط پر لور درومی ، لاکن د درېیم په نتیجه کی به د امریکایی ټولنی د بطن څخه د تمرد او خښم څپې راپورته سی . که د ډالر ارزښت لږ سی نو بهرني دولتونه او کاروبارونه به مجبور سی چی په ډالر د معاملې پر ځای بلی خوا ته مخ واړوی ، حال دا چی د سټاک مارکیټ د راشیوه کېدو په نتیجه کی به کمپنیاني او پانګوال خپل ضمانتونه پوره نکړای سی ، مګر د ټکس په لوړولو سره به کوچني بزنسونه مات او لوی بزنسونه نور هم ګټمن سی څو چی ټولنیز تضاد به اوج ته ورسیږی . نتیجه ؟ پورته ذکر سوه !

 

وګورﺉ ، د امریکا د احصایًیې اداره وایی چی په امریکا کی همدا اوس څلویښت ملیونه کسان د فقر په حال کی شپې سبا کوی . دا ولی ؟ علت یې پورته ذکر سو . واشنګټن تیر کال په خپل تاریخ کی د لومړي ځل لپاره ۱۴۰ بانکونه وتړل ، ځکه هغه مفلس او ډیوالي سوي وو .

 

د پورته بیان څخه ښکاری چی امریکا نن مفلسه ده او نور نو نړۍ نسی تمویل او اداره کولای . هغه امریکا چی په سلګونو هېوادونو ته به یې ستر ستر مبلغونه د کومک او پور په توګه ورکول ، نن پخپله بی وزله او تر غوږونو پوروړې ده . آیا نسو ویلای چی امریکا نن یوه ډیوالي سوې امپراتوري ده ؟

 

فلهذا ، د امریکا د سپماییز تسمم اصلی موریانه هماغه پنتاګون دی . دغه پوځی ماشین د امریکایانو وینی وچوی خو د افغانانو وینی څښي . امریکا نن په افغان دام کی راګیر ده . امریکا لګیا ده د نورو برخه لیک ټاکی خو ځان پکښی بایلی . افغانان بېله ځان بایللو څخه بل شیً نه لری چی له لاسه یې ورکړی خو د امریکا بیخ کاږی . د افغانستان جنګ د امریکا دوه نسلونه سخت زیانمن کوی : د فعلی نسل څخه مالیه او انسانان اخیستل کیږی خو پر آینده نسل به یې منفی اغیزه ( د اقتصادی ، تعلیمی ، روحیاتی . . . پلوه ) پرېوزی .

خیر دی چی د امریکا په اوسنیو غټو پوځی بودجو سره امریکایی « اتل ! » پوځیان په افغانستان کی ماشومان یتیمان کوی ، ښځي کونډیاني کوی ، او انسانان بی ژونده کوی ، حتی سربسته کورنۍ له منځه وړی . . . خو دا « مؤفقیت ! » به یې ژر یا وروسته انشاالله په « ذلت » سره اوړی ، ځکه :

۱ ـ اضافه پیسې یې خلاصیږی ؛

۲ ـ مقاومت ټولیزه کیږی ؛

۳ ـ پوځی تلفات یې ډیریږی ؛

۴ ـ نتیجه نه ترې حاصلیږی  ؛

۵ ـ سیاسی استقامت یې ختمیږی ؛

 

پس ، ویلای سو چی امریکا نور نو یوه مفلسه امپراتوري ده چی د زړه وینی خوری او دا جنګ نور نسی تمول کولای او سقوط به یې له همدې ځایه انشاالله راپیلېږی ، والسلام ( ن . صمد )

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *