موسکا او ګناه؟؟؟ — شاهد شفق وردګ

 

موسکا او ګناه؟؟؟

 

لیکوال: شاهد شفق وردګ

لیږونکی: حسن همکار


له زړه درته وایم دلته ستا د انځور کښلو او ستا د خیال تصویرولو انځورونکي نشته،دلته هغه انځورګر چې دمینې تصویر یې کښلو د موسکلو په ګناه ووژل شو،څو ورځې په هغه پورې غاړه ولاړې لویې ونې باندې ځوړند وو او چا یې د جنازې کولو جسارت نه درلود،بیا نه پوهېږو کوم زړور د شپې په تیاره کښې له هغه ځایه وړی او چېرته غلی یې تر خاورو لاندې کړی دی.
هو په کلي کښې ډېرې داسې پېښې رامنځ ته کېږي او مونږ د سوڼ وهلو حق نه لرو ځکه چې زمونږ تقدیر د داسې چا په لاس کښې ده چې په تقدير باور نه لري.
یوه ورځ د کلي ملاصاحب چې خورا له زړه سپين سړی ده په مسجد کښې د اسلامي ورورولۍ په هکله معلومات وړاندې کول،ټولو کلیوالو د زړه په غوږونو اورېدل ،پوهېږي چې ملاصاحب ډېر خوږ سړی ده ا و پنځلس کاله کېږي چې زمونږ د کلي ملا ده،وایم رښتیا چې نر او صادق مسلمان ده،په هغه ورځ یې د ورورولۍ لارښوونې دومره اغېزه پرمونږ وکړه چې زړونو را ته هغه شېبه ویل چې پاڅو اویوله بل سره غاړه غړۍ شو،مونږ دې ملاصاحب نصیحت دومره په مینه اورېده چې تا به ویل د مسجد دننه هېڅوک هم نشته مګر هلته هم یو څوک راغلل او ملا ته یې وویل چې ته نور حق نه لرې چې د ورورولۍ به هکله وعظ وکړې ځکه چې ورورولي مینه او د ورونو په شونډو یو بل ته موسکا را پيداکوي او ته پوهېږې چې مونږ د موسکا دښمنان یو.
له هغه ورځې را په دېخوا مونږ یو بل ته موسکلو حق هم نه لرو،ګوره ډېره سخته نده،کله کله له ځان سره وایم چې تر څو پورې به داسې پټه خوله وو راخه له یو چا سره د زړه درد شریک کړه او چې کله چا ته څه ووایم زر راته وایې چپ شه ګني ستا مړی به هم د کارغانو خوراک شي،والله یاره دغه کلمه مې چوپ کړي او سخت مې ځوروي هم ځکه ډېر خواږه یاران مې داسې شول چې د چا یې د  مړي او ژوندي څخه ناخبر او څوک بې جنازې په دښتو او بیابانو کښې د لېوانو او کارغانو خوراک شول،خبر به نه وې خنې له دې ظلم څخه وتښتېدل او هیله یې دا وه چې پټه بل هېواد ته لاړ شې مګر د چا بېړۍ چپه شوه او دکبانو خوراک شول او څوک له تندې په دښتو کښې پاتې شول او میندې او خویندې یې د راتلو په هیله ناسته دي.
کله کله خپلو وړوکو ورونو ته خير شم او په ژورو سوچونو کښې ډوب شم ،پوهېږې چې یو څو ورځې ښوونخی فعال شو او مونږ هیله درلوده ګوندې وي چې نور هر څه بدل شي مګر ډېر یې دوام ونه کړ او یو چا هغه هم په بمونو والوزاوه ویل یې چې پوهنه دا خلک له لارې څخه وباسي او بیا په هر څه پوهېږي او مینې او ورورولۍ موسکا خورېږي خکه خو هر څه باید له بېخه له منځه یوسو ،وایم دا یې لا څه کوې هغه پورې کلو په ښوونځي کښې په زده کوونکو تېزاب وشیندل او په فاسفور یې وسوځول ،چې داسې حال وي هېڅوک هم خپل زامن ښوونځې ته نه لېږي که څنګه؟؟ که مې بد ویلي وي ته را ته ووایه؟؟؟
یو که رښتیا درته ووایم دا دکلي ملک،خان،او ځنې نور والله چې شیطان یې شرمولی،دوی چې د کلیوالو سره یوه لار کوي او د موسکا له غلیمانو سره بله،هغه ته یو څه وایې او کلی خلکو ته بل څه وایې،ګوره یاره وایم که لېوانو خبرې کولی شوی او د چا پسونه یې تښتولي وي ما به پر دې باور شوی وو چې لېوه ته خان ویلي او هغه ته یې د طبیلې ټولې لارې پرانستې او یا په لېوه په پټه پلورلي،وایم ته به یې را سره ونه منې دا ملکان او خانان پردي پسونه له شپانه سره یو ځای په لېوه پلوري.
خانده مه ،زه ټوکې نه کوم د زړه درد درته وایم،زمونږ لپاره موسکا او خندا ګناه ده ،زمونږ لپاره ورورولي ګناه ده زمونږ لپاره پوهنه ګناه ده.
مونږ د څه ویلو حق نه لرو؟؟؟
یوه ورځ د کلي د یوه خواږه زلمي واده وه،ټول کلی راټول شوی وو،او هر چا خوښۍ کولې ،ماښام شوی وو هر لوری په ډېوو روښانه وو چې یو په یو پر کور او ملمستون بمونه راشېوه شول ،پوهېږي چې د زوم او ناوې په شمول یې په لسګونو کلیوال د سترګو په وړاندې را ته شهیدان کړل،ټول حیران وو چې دا بمونه له کومه راغلل؟؟ ځنو ویل ښایې جنیاتو دا کار کړي وي،د کلي خلک دي پوهېږې ډول ډول سوچونه کوي او یوه هفته وروسته یو چا وویل چې دا بمونه له دوی څخه په خطایې توګه ښکته شوي دي،وایم هغه ورځ مو چې کوم زلمیان د لحد غېږې ته سپارل باور وکړه چې د کاڼي زړه یې هم دردولو،زمونږ د ژوند کيسه ټوله په وینو سره ده،زمونږ قسمت د کړیکو او چېغو په ناورین کښې راټوکېده لی دی،
اوه..له تا سره مې خبرې اوږدې شوې،ناوخته شوی او د ماښام لمانځه ته لږ وخت پاتې ده،ځه چې ځو مسجد ته،
هو دا چا ته و نه وایې ،دلته د ویلو سزا مرګ ده.
والله علی ما نقول وکیل.
شاهد شفق وردګ.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.