د لوی کافر لوی کار — نثار احمد صمد

 

د لوی کافر لوی کار

 

تهیه کونکی : نثار احمد صمد

 

ابو جهل د اسلام ستر دښمن و . هغه د مسلمانانو سره ډیري او سختی جګړې کړي دي . ابو جهل د قریشو د لویو مشرانو او د رسول الله (ص) وژلو ته تږی و . د ده د ټولو جنګونو لوی قوماندان د ده خپل زوی « عکرمه » و . ابوجهل د عکرمه په توره او تدبیر ډیر زیات مسلمانان شهیدان کړي وو . ابو جهل ظالم ترین انسان او د مکې د مشرکینو لوی جنګسالار و ، چی دا هرڅه یې د خپل زوی عکرمه په مټ کول . عکرمه د رسول الله (ص) او د اصحابو سره سختی او شدیدی جګړې او پر هغوی وحشی ظلمونه کول او په دې ډول به یې پلار ( ابو جهل ) د آرامۍ او خوشالۍ احساس کاوه .

 

کله چی ابو جهل د « بدر » په جګړه کی په « لات » او « عُزا » بتانوقسم واخیست یعنی دا چی تر څو یې محمد (ص) ته ماتې نه وی ورکړې ، قطعأ به مکې ته ستون نسی ، نو اوښان یې قرباني کړل ، شرابونه یې وڅښل ، مینځو سندري ویلې او نڅاوی یې کولې ، د موسیقی آلات یې ږغول . . . دا جګړه د ابو جهل په قومانده او د عکرمه په سروالي او تدبیر سره د مسلمانانو د ماتې لپاره سرښته سوې وه تر څو هغوی ته کمین ونیسی او په تورو یې وپییی . مګر لات او عزا د ابو جهل دعاوی او قسمونه ځکه نسول پر ځای کولای چی هغوی پخپله د ډبرو څخه جوړ سوي بتان وو . په دې جګړه کی مسلمانان چی په شمیر لږ وو ، پر ابو جهل او د هغه پر زوی عکرمه او نورو مشرکینو او قریشو غالب بریمن سول . په دې جګړه کی ابو جهل ووژل سو او د قریشو او نورو مړي یې همداسی پریښودل او په ځغاسته وتښتېدل . مسلمانانو هم د ابو جهل او نورو کفارو جسدونه د بدر د سیمی په « قیلب » (  څاه ) کی واچول او هغه یې د ریګو څخه ډک کړ . عکرمه بن ابو جهل د مسلمانانو پر ضد نوره عُقده هم واخیسته او په زړه کی یې د انتقام کینه نوره هم تازه سوه او قریش یې د رسول الله (ص) پر ضد تحریک او منظم کړل .

د دې انتقام او نفرت په لمبو کی د « اُحد » جګړه راورسېده . عکرمه بن ابو جهل د مشرکینو او قریشو د لوی پوځ په قومانده مخ پر اُحد وخوځېد . د ده میرمن ( اُم حکیم ) هم د نورو هغو ښځو په ملګرتیا چی غوښته یې د خپلو وژل سوو نرینه وو غچ واخلی ، په دې پوځ کی تر شا ورسره ملګري وې او د پوځیانو د لمسون لپاره یې دریې وهلې او حماسی غزلي یې ورته ویلې .

 

د مسلمانانو قوماندان رسول الله (ص) ، او د کفارو ( قریشو ) قوماندان ابو سفیان او مرستیالان یې عکرمه بن ابو جهل وو . په دې جګړه کی قریشو او مشرکینو پر رسول الله (ص) او د هغه پر اصحابو غلبه حاصله کړه او ځکه نو ابو سفیان په ډیر غرور سره څو څو ځله وویل چی : نن ورځ ( اُحد ) د ( بدر ) په مقابل کی یعنی د اُحد جګړې د بدر د جګړې بدله واخیسته .

 

تر دې وروسته چی کله د ( خندق ) جګړه پیښه سوه نو مشرکانو ښه ډیری ورځی مدینه محاصره کړې وه څو چی د عکرمه بن ابو جهل حوصله ختمه سوه او د خندق یوې تنګی ساحې ته یې نظر واچاوه او پر خپل آس تر هغه ورپوری وت او په مسلمانانو ورننوت چی څو نور مشرکان یې هم ملګري وو او « عمرو بن عبدود عامری » او نور یې شهیدان کړل او بیرته راووتل .

 

خو باالاخره کله چی مسلمانانو مکه فتح کړه نو قریشو ولیده چی بېله تسلیمۍ څخه بله چاره نه لری ، ځکه ډیر کمزوره او تجرید سوي وو او په زرګونو کسان یې تدریجأ مسلمانان سوي وو . همدا علت دی چی هغوی مجبورأ د مکې لاره ورته پرې ښووله . څنګه چی رسول الله (ص) خپلو قوماندانانو او مسلمانانو ته اعلان کړی و چی  « د مکې د خلکو د هیچا سره جنګ و نه کړﺉ مګر که هغوی پر چا حمله وکړه هغه مهال د جنګ حق لرﺉ . » ولی عکرمه د خپلو زیاتو ملګرو او پوځیانو سره بله چاره نه لرله بېله دې چی وجنګیږی . نو هغه و چی اسلامی پوځ هغوی ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړ او پاته کسان یې د عکرمه په شمول وتښتېدل .

 

تر دې وروسته عکرمه پریشان او سرګردان سو ځکه مکه د مسلمانانو په اختیار کی راغله او قریش یا خو مړه  یا تسلیم او یا مسلمانان سول او یا هم په انفرادی توګه دوری هوری وتښتېدل . رسول الله (ص) هغه قریش چی ګناه او تعدی یې کړې وه ، معاف کړل او دا کار د مسلمانانو د بریالیتوب مهم علت و . خو هغه کسان یې متهمین او مجرمین اعلان کړل چی د مسلمانانو سره یې تر پایه د کرکي څخه ډکی دښمنۍ ته پایښت ورکاوه چی په رأس کی یې همدا عکرمه بن ابو جهل و . عکرمه او نورو کفارو د پناه کوم ځای نه درلود او مجبورأ یمن ته وتښتېدل . همدا وخت و چی د ده میرمن ( اُم حکیم ) او د ابو سفیان میرمن ( هند بنت عتبه ) د لسو نورو ښځو سره د رسول الله (ص) کور ته ورغلې ( همدې هند د رسول الله «ص» د اکا یعنی حمزه «رض» بدن څو ټوټې کړی و ) او په داسی حال کی چی د رسول الله (ص) دوې میرمنی او د ده لور فاطمه (رض) هم حاضری وې ده ته بیعت وکړ .

 

هند بنت عتبه چی دا مهال نقاب درلود ، داسی وویل : « اې د خدای رسوله ، دا د شکر او خوښۍ ځای دی چی هغه دین چی غوره کړل سوﺉ دی برېمن سو . زه ستا څخه هیله کوم د هغه خپلوۍ په سبب چی زموږ او ستاسو تر منځ سته ، زما سره نیکي او د خوښۍ وړ سلوک وکړه . ځکه ما همدا اوس پر تا باندی ایمان راوړی او تصدق دې کوم . » وروسته یې نقاب له مخه ایسته کړ او داسی یې وویل : « اې رسول د خدایه ، زه هند بنت عتبه یم . » دا مهال رسول الله (ص) وفرمایل : ډیر ښه راغلې . په خدای می قسم چی تر اوسه می دا خوښه وه چی ستا کور دې پر ټوله دنیا باندی ذلیل ترین او پست ترین کور وی ، خو نور دا خوښوم چی ستا کور دې د مځکی پر مخ محبوب ترین او عزیز ترین کور وی . رسول الله (ص) پسی وفرمایل : او تر دې هم نور ډیر . وروسته د عکرمه میرمن ( اُم حکیم ) ودرېده او سلام یې وکړ او داسی یې وویل : اې د خدای رسوله ، عکرمه د دې بیری چی ته به یې ووژنې درڅخه وتښتېد او یمن ته ولاړﺉ . هغه ته امان ورکړه تر څو خدای تا په خپل امن کی وساتی ( یعنی هغه معاف کړه ) . رسول الله (ص) وفرمایل : هغه نور په امن کی دی ( یعنی معاف می کړ ) . بس همدا مهال اُم حکیم د خپل یو رومی غلام په ملګرتیا په عکرمه پسی روانه سوه .

 

کله چی د مکې څخه ډیر لیری سول نو د غلام په زړه کی یې د اُم حکیم سره د جنسی عمل میلان راپورته سو او همدا خواهش یې ورڅخه وکړ . اُم حکیم چی ډیره ځیرکه او هوښیاره ښځه وه ، مریی ته یې د خطاایستلو وعدې ورکړې تر څو ځان یو ځای ته ورسوی . کله چی د عربو یوې قبیلې ته راورسېدل نو هغوی ته یې کیسه وکړه او  مرسته یې ورڅخه وغوښته او هغوی هم مریی ونیو او بندی یې کړ . ښځی خپل سفر ته ادامه ورکړه څو چی د یمن په سواحلو کی د ( تهامه ) سیمی ته ورسېده او عکرمه ته ورغله . عکرمه دا مهال د یو کښتۍ وان مسلمان سره په دې خبرو لګیا و چی څنګه یې وساتی . خو کښتۍ وان ورته وویل چی ځان دې آزاد کړه چی ودې رسوم ( یو دې سم ) . عکرمه ورته وویل چی څنګه ځان خلاص ( آزاد ) کړم ؟ هغه ورته وویل چی دغسی ووایه : « اشهد ان لا اله الا الله و اشهد ان محمدأ رسول الله » . عکرمه ورته وویل چی زه صرف د همدې کلمې په خاطر نه یم تښتېدلی ( یعنی زیاتی مدعاوی می ورسره کړي دي ) . پر همدې مهال اُم حکیم پر عکرمه باندی مخ را واړاوه او داسی یې ورته وویل : اې د اکا زویه ، زه تا ته د یو بهترین ، نیکو ترین او وفادارترین انسان لخوا راځم . . . یعنی د حضرت محمد (ص) لخوا څخه راځم . ما د هغه څخه ستا لپاره امان غوښتی دی او هغه هم تا ته امان درکړی دی . متوجه اوسه ، ځان هلاکت او بربادۍ ته ورنکړې . عکرمه ورته وویل : آیا تا د هغه سره خبري کړي دي ؟ هغې ورته وویل چی هوکې ، ما د هغه سره ستا په باره کی خبري کړي دي او هغه هم ستا امنیت تضمین کړﺉ دی . اُم حکیم ده ته نور ډاډ او سکون هم ورکړ تر څو چی عکرمه هم د هغې سره راستون سو .

 

وروسته یې د هغه رومی غلام کیسه ورته وکړه او عکرمه هم پر لارې ، مخکی له دې چی مسلمان سی ، د هماغه قبیلې تر خوا راتیرېدﺉ او نوموړﺉ غلام یې ووژﺉ . د لاری پر اوږدو یو ځای دیره سول او کله چی عکرمه د خپلی میرمنی څخه وغوښته چی جنسی نږدېکت ورسره وکړی ، نو میرمنی یې په کلکه د دې خلوت مخنیوﺉ او ممانعت وکړ ، او داسی یې ورته وویل : زه اوس مسلمانه یم خو ته یو مشرک  یې . . . عکرمه سخت په حیرت کی سو او داسی یې ورته وویل : په رښتیا هم هغه امر چی زما او ستا د خلوت تر منځ فاصله ایجادوی ، ډیر مهم او لوی امر دی .

 

کله چی عکرمه بن ابو جهل د خپلی میرمنی په ملګرتیا مکې ته رانږدې سو ، نو  رسول الله (ص) خپلو یارانو ته وفرمایل : عکرمه چی ایمان یې راوړی او مهاجر دی تاسو ته به راسی . داسی نه چی پلار ته یې ښکنځل وکړﺉ ، ځکه ستاسو ښکنځل ژوندي انسان ته آزار ورکوی حال دا چی مړي ته نه ور رسیږی . لږ څه وروسته عکرمه او میرمن یې هغه ځای ته راورسېدل چی رسول الله (ص) ناست و . په مجردی چی رسول الله (ص) هغه ولید ، نو د ډیری خوشالۍ څخه بېله خپلی چپنی او ردأ څخه هغه ته ور وغورځېد . . . کله چی وروسته رسول الله (ص) کښېناست ، نو عکرمه ورته ولاړ و ، او داسی یې وویل : اې محمده (ص) ، اُم حکیم ما ته خبر راکړﺉ چی تا ما ته امان راکړﺉ دی . . . پیغمبر (ص) وفرمایل : رښتیا یې درته ویلی دي ، ته په امان کی یې . عکرمه وویل : اې محمده (ص) ، څه شی ته می دعوت کوې ؟ رسول الله (ص) وفرمایل : تا دې ته رابولم چی شاهدی ورکړې چی بېله الله څخه هیڅ بل معبود ، حاکم ، قانونګذاز ، ارباب ، شفا ورکونکی ، روزی ورکونکی وجود نه لری او زه د خدای بنده او رالیږونکی یم ، او دا چی په ټینګه سره به لمونځ کوې او زکات به ورکوې . او د اسلام ټول ارکان یې ورته وویل . عکرمه وویل : په خدای قسم چی تا صرف د حق لپاره راغوښتی یم او د خیر څخه دې پرته بل فرمان نه دی راکړﺉ . او داسی ادامه یې پسی ورکړه : په خدای قسم ته مخکی له دې چی دا دعوت پیل کړې ، هم دې زموږ په منځ کی تر ټولو ډیری د صداقت خبري کولې او زموږ د ټولو بهترین او وفادار ترین شخص وې . . .

وروسته یې لاس اوږد کړ او داسی یې مخاطب کړ : اشهد ان لا اله الا الله و اشهد ان انک عبده و رسوله .  بیا یې داسی دوام ورکړ : اې د خدای رسوله ، بهترینه هغه خبره چی زه یې باید زده کړم را ویې ښیه . رسول الله (ص) وفرمایل : دغه ووایه چی « اشهد ان لا اله الا الله و ان محمدأ عبده و رسوله . » عکرمه وپوښتل چی نور څه ؟ رسول الله (ص) وفرمایل : داسی ووایه چی پر یوازینی خدای باندی شاهدی ورکوم او هر هغه مسلمان چی دلته حاضر دی شاهد نیسم چی نور زه یو مجاهد او مهاجر مسلمان یم . عکرمه هم همدا جملې تکرار کړې . دا مهال رسول الله (ص) ورته وویل : نن چی هر څه زما څخه وغواړې ، چی نورو ته یې نه ورکوم نو تا ته  به یې درکړم . عکرمه هم بېله ځنډه ورڅخه وغوښته چی : دا درڅخه غواړم چی د ټولو هغو دښمنیو څخه چی ستا په حق کی می کړي ، یا په ټولو هغو جګړو کی چی ستا پر ضد پکښی درېدلی یم ، او یا د هری هغه خبري څخه چی ستا په غیاب کی می درپسی ویلي دي ، ما وبخښې . رسول الله (ص) هم دعا وفرمایله چی : یا خدایه ، هره دښمني چی یې زما په حق کی کړې وی او هر هغه لورﺉ چی ستا د نور د خاموشولو لپاره یې اخیستی بخښنه او مغفرت ورته وکړه او هم یې هر هغه اقدام او بی ادبي چی زما په غیاب کی یې کړی ور وبخښه .

 

دا مهال د عکرمه په څیره کی تازګي او خوښي را څرګنده سوه او داسی یې وویل : اې د خدای رسوله ، په یوازیني خدای قسم کوم چی زه به د هر هغه څه چی د خدای د لاری په مخنیوي کی می کړي ، دوه چنده به یې د خدای په لاره کی کوم . او په هره اندازه چی می د خدای د لاری په مخنیوي کی جنګ کړی ، د هغه دوه چنده به د خدای په لار کی وجنګېږم .

 

هو ، تر همدې ورځی وروسته عکرمه د جنګ په ډګرونو کی د یو قهرمان آس سپرلي په توګه را څرګند او د دعوت د کاروان سره مل سو . څنګه چی دغه مجاهد په یو عابد ، ټوله شپه لمونځ کونکې او په مسجدونو کی د خدای د کلام په یو قاری سره واوښت ، کله کله به یې قرآن پر خپل مخ کښېښود او داسی به یې وویل : دا زما د پروردګار کتاب دی . . . دا زما د رب خبري دي . . . ده به د خدای د بیری څخه ډیر ژړل .

 

عکرمه خپل هغه قول او عهد ته چی د رسول الله (ص) سره یې کړی و ، کلک وفادار پاته سو او تر هغه وروسته به د مسلمانانو په هره جګړه کی د جبهې منځ ته ورتی اوبریمن به راوتی . د یرموک په غزا کی عکرمه په سره ګرمی کی د یو تږې غوندی په داسی جذبه ورګډ سو لکه یخي اوبه چی پر سر پورته کوی . په یو حالت کی چی مسلمانان په مشکل کی راغلل نو دﺉ د خپل آس څخه راکښته سو په داسی حال کی چی د تورې غلاف یې مات سو ، د رومیانو د صفوفو مابین ته ورننوت . دا مهال خالد بن ولید (رض) ورته متوجه سو او ږغ یې پر وکړ چی : اې عکرمه ، دا کار مه کوه ، ځکه ستا مرګ مسلمانانو ته ډیر ناوړه او سخت تمامیږی . خو عکرمه ورته وویل : اې خالده ، خپل حال ته می پریږده . ته د رسول الله (ص) سره ډیره اوږده دوستي لرې ، خو زه او پلار می د رسول الله (ص) د بد ترینو دښمنانو څخه وو . ما همداسی پریږده چی لږ تر لږه د خپلو اعمالو کفاره پر ځای کړم . بیا یې داسی ادامه ورکړه : زه د رسول الله (ص) پر ضد په ډیرو جګړو کی جنګېدلی یم ، څنګه کولای سم نن د رومیانو سره د مخامخ والی څخه وتښتم ؟ دا هیڅکله امکان نه لری . وروسته یې د مسلمانو پوځیانو په منځ کی داسی فریاد وکړ : څوک حاضر دي چی د مرګ لپاره بیعت وکړی ؟ بېله ځنډه یې اکا « حارث بن هشام » او « ضرار بن ازرو » د څلور سوه مسلمانانو سره ده ته دا بیعت وکړ . دوی د خالد بن ولید (رض) د خیمې په اطرافو کی په زړه ورتیا او غیرت سره وجنګېدل او خورا غوڅه توره یې وکړه . کله چی د یرموک دا جګړه په دغه ویاړ او عظمت سره د مسلمانانو په ګټه پای ته ورسېده ، نو درې لوی مجاهدین د جنګ په ډګر کی لیدل کېدل چی د ټپونو او زخمونو د شدت له امله سخت کمزوره سوي  او د یرموک پر ډګر په خاورو  او وینو کی لت پر لت اوښتل . دا درې کسان په دې ډول وو  : حارث بن هشام (رض) ، عیاش بن ابی ربیعه (رض) ، او عکرمه (رض) بن ابو جهل . حارث (رض) اوبه وغوښتې تر څو ویې څښی ، کله چی اوبه ورته راوړل سوې نو عکرمه (رض) سترګي ور واړولې . هغه وویل چی دا اوبه عکرمه ته ورکړﺉ . کله چی یې اوبه عکرمه (رض) ته ور وړې نو عیاش (رض) مخ ور واړاوه . عکرمه (رض) هم وویل چی ده ته یې وکړﺉ . کله چی یې عیاش (رض) ته اوبه وروړې نو ویې لیده چی هغه د شهادت جام څښلی و . ژر یې هغه نورو دوو غازیانو ته بیرته وروړې ، چی ویې کتل هغوی هم دواړه د عیاش سره ابدی ملګري سوي یعنی شهیدان سوي وو .

 

هو ، په رښتیا هم د خدای ستر دښمن باالاخره د خدای د لارې ستر مجاهد او ستر شهید ثابت سو . انا لله و انا الیه راجعون . د هغوی سرښندونو او قربانیو اسلام کامیاب کړ څو چی تر موږ پوری یې را ورساوه . خو موږ یې حق سم نه دی ادا کړی . الله دې ټولو ته دغسی توفیق راکړی . والسلام ، ( ن . صمد )

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.