القاعده ګټونکې ده که امریکا ؟ — ډاکټر نثار احمد صمد

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 

القاعده ګټونکې ده که امریکا ؟

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

افغان جنګ نن د امریکا اوږد ترین جنګ ثابت سوﺉ دی . دا جنګ د واشنګټن لپاره ځکه ستومانیزه ، ستونځمن او ناکام جنګ دی چی نن تر نهو کالو وروسته پوځیان ورڅخه راباسي نه ، بلکی نور هم پسی ورلیږی ، یعنی جنګ ښه پسی اوږد او سختوی . آیا پوهیږﺉ چی دا ولی ؟ معقول ځواب یې نه سپینه ماڼۍ او نه هم پنتاګون ورکولای سی بلکی صرف یو سړی یې ورکولای سی چی هغه اسامه بن لادن دی .

 

وګورﺉ بن لادن د ۲۰۰۴ د نوامبر پر لومړۍ نېټه خپله ډیره مهمه ویډیویی فیته خپره کړه او په هغه کی یې په درایت سره ویلی چی امریکا به داسی ډیوالی او مفلسه کړو لکه روسیه چی مو همداسی وځپله . هغه وایی چی « دا خورا آسانه کار دی چی دوو مجاهدینو ته یوه ټوټه ټوکر ورکړو او هغوی په ختیځ کی یو څه لیری ولیږو او پر هغه ټوکر لیکلي وی چی : القاعده . په دې سره به جنرالان وروځغلی او امریکا به په دې ډول وځپو چی هغه به د اقتصادی ، انسانی او مالی تلفاتو سره مخامخ سی او بېله څو خصوصی کمپنیو څخه به ټول متضرر سی . »

هو ، د دې څخه ښکاری چی بن لادن د امریکا په مالی او اقتصادی کسر ښه خبر دی او ډیر ښه پوهیږی چی سپینی ماڼۍ ( خصوصأ جورج بوش ) هم د ده تر څنګ د امریکا پر اقتصاد چاړه را اخیستې او یوه یوه ټوټه ځنی پرې کوی .

 

وګورﺉ القاعده نور هیڅ ضرورت نه لری چی خپل ځوانان امریکا ته ولیږی او هلته ملکی انسانان او ملکی اهداف وځپی ، بلکی امریکایی پوځیان پخپله په ځانو پسی لوی منځني ختیځ ته راولی او همدلته یې له منځه وړی او په دې ډول امریکا تر ډیوالیتوبه په وینو لړی .

 

آیا د دې څخه نه ثابتیږی چی د امریکا د پوځی ستراتیژۍ اصلی جوړونکي د دوی خپل جنرالان نه بلکی همدا بن لادن دی ؟ دا ځکه چی امریکایی پوځ باالکل هغه څه کوی چی بن لادن یې غواړی ، یعنی : په پوځ باندی له حده وتلي مصارف کوی چی دا کار د امریکا ملا ورماتوی . په بل عبارت ، بن لادن وایی چی زه به مو داسی یا هغسی خوږمن کړم ، خو موږ ګورو چی امریکایان په تمامه معنا د هغه همدا هدایات عملی کوی . بن لادن یو ډالر مصرفوی خو په امریکا یو بلیون ډالره ضایع کوی ، القاعده سل ډالره مصرفوی خو په واشنګټن یو ټریلیون ډالره بربادوی … نو آیا القاعده بریمنه نه ده ؟

 

وګورﺉ ۱۹ ځوانانو په کاغذ پرې کونکو چاړو سره په سلګونو زره لویدیځ پوځیان د « لوی منځني ختیځ » جبهو ته سوق کړل ، وګورﺉ یو لک امریکایی عسکر یې په افغانستان کی د صرف سلو القاعده والو سره په جنګ کی راګیر کړل ، وګورﺉ په بوټ کی بم لرونکی یو نفر ( ریچرډ  ریډ ) څنګه په ملیونونو لویدیځ وال مجبور کړل چی د هر ځل پرواز پر مهال خپل بوټونه وکاږی ، وګورﺉ د کیمیاوی موادو انتقالونکي ځوان ( عمر فاروق عبدالمطلب ) څنګه په ملیونونو لویدیځ وال مجبور کړل چی په هوایی دګرونو کی د بدن ښکاره کونکو معایناتو ( سکېنر ) څخه ووزی او ټول بدن یې لڅ معلوم سی ، وګورﺉ څو جنګیالیو څنګه شپږ زره امریکایی پوځیان ووژل او د امریکایی پوځ بې سارﺉ توب یې له مځکی وواهه ، د امریکا حیثیت یې را ټیټ کړ ، په واشنګټن یې دوه ټریلیونه ډالره ضایع کړل … خو د دې ټولو سره سره د القاعده مشران پس له نهو کالو هماغسی آزاد ګرځی او وخت په وخت اخطاریه پیغامونه صادروی ، جلب او جذب کوی ، حملې کوی ، امریکایان پرله پسې ناآرام او پریشان ساتی ، امریکا د مالی او اقتصادی بحرانونو په غیږ ورولی … نو آیا نسو ویلای چی هغوی امریکایان لکه پسونه چی مسلخ ته بیول کیږی داسی « د منځني ختیځ لویی جبهې » ( یعنی دام ) ته ورکشوی ؟ په بل عبارت ، هغه آرمان چی القاعده تل په زړه کی درلود ،  آیا نن یې واشنګټن نه ورپوره کوی ؟ نو آیا اوس القاعده ګټمنه ده که امریکا ؟

 

وګورﺉ جورج بوش په نادانۍ سره داسی وویل : « د دې پر ځای چی موږ د هغوی سره دلته جنګیدای ، اوس همالته ورځو او ورسره جنګیږو . » هو ، همدا کار پخپله د القاعده لوی هدف او آرمان و چی بوش ورپوره کړ ( ځکه القاعده ته دا مشکله حتی ناممکنه وه چی لومړی یې خپل ځوانان ورلیږلي وای ، بیا یې د تابعیت تذکرو « یعنی ګرین کارډونو » ته منتظر کړي وای ، بیا یې مسلکی تعلیم په کړی وای او بیا یې نو د امریکا په دننه کی حملې ورباندی کولای ) ، خو دا ټولی آسانتیاوی په افغانستان او عراق کی واشنګټن وړیا ورته مهیا کړې . که نه هلته به یې ملکی امریکایان وژل خو دلته یې پوځی امریکایان ووژل ، هلته به یې ملکی اهداف وهل خو دلته یې پوځی اهداف په نښه کړل … آیا دا پخپله د القاعده برﺉ نه دی ؟

 

وګورﺉ امریکا په تاریخ کی هم کله په څو کوچنیو مګر له تلفاتو ډکو جګړو کی داسی نه وه راګیر سوې لکه نن چی ده ، وګورﺉ امریکا هیڅکله هم د خپلو اسلامی دوستو رژیمونو په هېوادو کی تر بل هر ځای د دومره کرکې سره نه وه مخامخ سوې لکه نن چی ده … آیا دا هر څه د امریکا تاوان او د القاعده آرمان نه دی ؟

 

آیا د افغانستان او عراق اشغال امریکایان هر ځای د خطر سره نه دي مخامخ کړي ؟ د اسلامی هېوادو د امریکایی پالونکو رژیمونو ستونزی یې نه دي ډیري کړي ؟ د امریکا تلفات او مالی ضایعات یې نه دي ډیر کړي ؟ حملې ، بم ورۍ ، جنګ ، مقاومت ، بې ثیاتي ، نا امني او باالاخره تروریزم یې نه دی ډیر کړی ؟ د زړونو ګتل په بایللو سره نه دي اوښتي ؟ آیا تعقیبونه ، توقیفونه ، تحقیرونه او قتلونه نه دي زیات سوي ؟ مخالفت په مقاومت سره نه دی اوښتی ؟ بې شمېره دښمنان نه دي تولید سوي ؟ نو آیا نسو ویلای چی امریکا بایلونکې خو القاعده ګټونکې ده ؟ آیا نسو ویلای چی د القاعده آرمان واشنګټن ورپوره کوی ؟  آیا نسو ویلای چی د دې سناریو اصلی بایلونکي هلته امریکایی عوام او دلته مسلمانان دي خو ګټونکي یې صرف څو ملیونران او بلیونران او د هغوی ګوډاګي مزدوران دي ؟ پس الله دې ظالمان برباد او مظلومان آباد کړی . والسلام ، ( ن . صمد )

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *