د پردی؛ آخوا او دی خوا — برهان الدین سعیدی

 

د پردی؛ آخوا  او دی خوا

د داکتر محمد سعید « سعید افغاني »  لیکنه
نشر  نیټه  :  
۱۰ ـ  ۱۰ ـ ۲۰۱۰  م  ـ  کال

 

 

د پر دی ،  دی خوا ؛  د قدرت  ، د خلکو د  ژوند  هڅې ، فعالیت او نڅا لیدله  کیږی او  د ژړا ، تاثر ، تجاوز ، بی نظمې  صحنې   نشته  دی .

ګل او بلبل ؛  دواړه ښه  په نظر راځی  او د ښکلا  میدانونه  سمبال  شوی  دی .

ساز، آواز ، خوږې  نغمې  او سندری ،  د حسن او جمال  قواری  مجسمې  جلب او جذب راولی .

دلته جلا او تجلآ، راز او نیاز ؛  زما په زړه او فکر باندی شور او ولولی  راوستې  دی.

دلته زما په زړه کښی د ګلو ډیری غوټی وغوړیدلی ، خوښ  شوم  او د ځان نه سره می  وویلی : چه شکر اوس نو د امید واری  کاروان مخ  په  وړاندی روان  دی.

 خو لږ وروسته چه ځیر شوم ،  د خوب  او خیال صحنه را ته  ښکاره  شوه   او د لری یوه  پرده په نظر راغله. دا پرده هم ډیره ښکلی پرده وه ،  زری ګلان یې  در لودل  او شنه بخملی ځمکه یی وه .

زه ورو ورو  د پردی  په خوا  روان  شوم !

 ډیر افسوس :  چه د پردی آخوا   سخت شور او زوږ می  په غوږ راغی  ، غوښتل می چه  د پردی آخوا  د نیا و ګورم او د پردی آخوا  بیچاره ګانو سره مرسته و کړم  او یا  د صلی او عاطفی خلک د مرستی د پاره و غواړم .

همدا وجه وه چه پردی ته ورنژدی شوم ، لاسونه می  ورنژدی  کړل  چه  پرده واړوم  خو  پرده  په کلکو ګل میخو  میخونه کلکه وه ، آخوا دی خوا می  وکتل  او د پردی د اړولو خیال را سره قوی وه ، دا پرده  ډیره عریضه او طویله وه .

 په پرده کښی می چه څومره د سترګو نور دپردی دا خوا حال معلومولو  د پاره خرچ کړه  پوره کافی حالا  او احوال را ته روښانه نشو ، ډیر ځنډ ودریدم  او زیات  انتظار می وویسته  !!  آخر په دی فکر شوم  چه  ارو مرو  باید  د پردی آخوا  پوره حال ځانته معلوم کړم .

 خو افسوس :  چه یو قوی محافظ  راغی  راته یی  وویلی :  اوس دا  کار د کیدو نه دی ؛  ما  ورته وویلی  ته څنګه فکر کوی  چه د پردی آخوا پوره حال څڼګه دی ؟

 

ده راته وویلی !  ډیر خراب حال  دی ،  او دا  دلته  چه څه  ګوری  صرف  نمونوی  دي !

 دلته عوام فریبه صحنی دي  او د پردی آخوا عمومی  حالت نهایت  تباه کن  دي .

 ماورته وویل :  تر څو دا پرده  وی ؟

ده وویل  :  د پردی آخوا سخت  فشار روان  دی . 

خو ګمان کوم ؛  چه ډیر ځغرده به دا طلسمي  پرده له مینځه لاړه شي   او آخر به عمومی  سرنوشت د پردی آخوا  او دې  خوا ،  خلکو د پاره  جوړه  شی  .

زه  نور د یوه  مصلحت د پاره  چپ او غلی  شوم !  او د امید واری  په هڅه  تر اوسه انتظار پایم !! رښتیا ! دا  لکه  چه  یو خوب  وه ……….

 

سعید افغاني

د  ۳ـ ۱۰ ـ ۱۳۵۴  هجري شمسي کال ـ کابل

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *