دموډ لوګی او سګرټ — شاهد شفق وردګ

 

دموډ لوګی او سګرټ

 
لیکونکی او راټولونکی:شاهد شفق وردګ


د اقتصادي لوړتیا ککړو هیلو ډېر ځله د انسان د وینو په تویولو ویاړ څرګند کړی دی او اوس هم د انساني ټولنې په زړه کښې داسې پېښې سر وهي چې انسانیت او اخلاقي معیارونه تر پښو لاندې کوي یواځې د دې لپاره چې څو پیسه غوښتونکي خپل جېبونه نه شي ډکولای.
د تاریخي پېښو په لړ کښې کله به داسې هم پېښه شوي وي چې کومه پاڼه د تریاکو د جګړې سرلیک له خانه سره وړي د تاریخ د پاڼو اړول پر تاسې را به شو دې ته چې نن هم د تریاکو او سګرټو د پلورلو لپاره جګړه شته او که نه؟
اوسنی نړۍ له دری ډوله هېوادونو څخه برخمنه ده،پرمختللي،د پرمختګ په حال کښې،او تر پښولاندې چې تر اوسه یې درېدل ندي په نصیب شوي.
پرمختللو هېوادونو دا منلې چې سګرټ او نور مخدره مواد د انسان روغتیا ته لوی ضرر رسوي مګر له منلو سره یې د هغو پراخ تولید ته هم زور ورکړیدی،دوی په خپلو هېوادو کښې د ننه د سګرټو نه څکولو لپاره ټولې لارې کاروي مګر د خپلو سګرټو د خرڅلاو بازار یې هم له یاده نه دی ایستلی.
د پرمختللو هېوادو د سګرټو د خرڅلاو تر ټولو غوره بازارونو تر پښو لاندې او د پرمختګ په حال کښې هېوادونه دي،طبعي خبره ده چې اسلامي هېوادونه د سګرټو په لوګي کښې راګیر هېوادونه دي.
دلته په لنډ ډول غواړم چې د سګرټو پر جوړښت او لرونکو توکو باندې بحث وکړم.
د سګرټو لوګی پر دوو برخو وېشو
1-
main stream smok  اصلی لوګی
2-
side stream smokفرعی لوګی
هغه لوګی چې د سګرټ څوونکي له خوا اخستل کېږي اصلی لوګی دی چې په کښې د پرتو موادو مقدار لږ دی او هغه لوګی چې د سګرټ د سولو په وخت کښې خپرېږي فرعي لوګی ده چې د ضرری موادو اندازه یې تر اصلي لوګي ډېره ده.
او کله چې له سګرټ څخه دود کشوو په سلو کښې دېرش خپله اخلو او اویا په سلو کښې موجود محیط ته ورکوو نو ځکه په اسانی سره ویلی شو چې په تړلو ځایونو کښې د سګرټو ضرر تر سګرټ څوونکي ډېر نورو ته رسېږي.
سګرټ په لومړیو کښې یواځې له خامو موادو یا تنباکو څخه جوړېدل مګر د وخت په تېرېدو ور سره نور زهری مواد هم یوځای کړل شول.
دغه مواد یا د سګرټو د ښه جوړښت،کلکوالي،او یا هم د نکوتینو د جذب،د خولې د خوند د ښه والی او نورو سببونو له کبله ور سره یو ځای کړل شول.
د څوارلس سوو مادو څخه یادون کېږي چې سګرټ یې له خپله ځانه سره لري او په دې کښې یواځې شپږ سوه یې اجازه لرونکې دي مګر دا چې کوم ډول سګرټ کوم مواد له ځانه سره لري په دې هکله مې څه لاس ته را ونه رسېدل.
سګرټ د سوځېدلو په وخت کښې څلور زره کیمیاوي مادې تولیدوي چې ځنې یې د سرطان د ناروغۍ سبب ګرځي او هم کاربن مونو اکساید  زړه او مغز ته غځېدلی رګونه تنګوي او په چټکۍ سره د مرګ باعث کېدلی شي.
په سګرټو کښې موجود غازونه:کاربن مونو اکساید،ارسنیک،د.د.ت،نفتالین،مېتانول،امونیا،بوتان،او اسېتون دي،چې ځنې یې د ګونګټو او غوماشو د وژلو او ځنې یې د سولو او خنې نورې بیا د حلوونکو مادو په توګه کارېدلی شي.
همدارنګه د یادولو وړ بولم چې د سګرټ په ترکیب کښې د کمود پاکولو لپاره استعمالېدونکي مواد هم شته دي،هیله لرم چې سګرټ څکوونکي ورباندې ډېر خفه نه شي.
د هغو ناروغیو څخه چې سګرټ ورته لمن وهي ځنې دا دي:معتادیت،د مغز وینې کېدل،د خوند او بوی له حواسو محرومېدل،د خولې خورا توند او بد بوی،د غږ لوېدل،د خولې او ځنو نورو برخو سرطان،د غاښونو زیړوالی او له منځه تلل،د سږو سرطان،د زړه درېدل،د بډوډو او مسانې سرطان،زر زړېدل او د رنګ تغیر او داسې نور.
دا هم له یاده مه باسی چې له هرو دوو سګرټ څکونکو څخه یو یې د سګرټو له کبله مري.
په دغو وختو کښې د نړۍ په کچه 5400000 کسان د سګرټو له کبله خپل ژوند د لاسه ورکوي چې هره ورخ 14000 کسان مري او په هرو 6.5 ثانیو کښې یو نفر د سګرټو یا د موډ د لوګي قرباني کېږي.
بله هېڅ داسې ناروغي نشته چې په دغه کچه وژونکې وي.
او دا په کلکه سګرټ څکونکو واوری چې د نړۍ په سطحه هر کال ستاسې د سګرټو د لوګي له کبله 600000 معصوم انسانان چې سګرټ نه څکوی خپل ژوند د لاسه ورکوي.
وایې چې په یوه ښار کښې یو نفر هره ورځ د خپل لاسته راوړي معاش څخ د پنځو روپو نوټ سېځلو،ګاونډویان د دغه لېونتوب څخه  یوه اقتصادپوه ته په شکایت ورغلل،اقتصادپوه هم سهار وختي د پیسو سوځونکي د کور دروازه وټکوله،د کور خاوند ، دپیسو سېځونکي ورته ښه راغلاست ووایه او نوموړی یې ملمستون ته بوتللو،تر روغبړ وروسته اقتصاد پوه یو قطی سګرټ وغوښتل چې د پيسو سېځونکي ورته راوړل،په دې وخت کښې اقتصادپوه د کور خاوند ته وویل چې خبر شوم چې ته هره ورخ د پنځو روپو نوټ سېځې او داسې لېونتوب کوې،دا ولې؟ د کور خاوند ورته وویل هغه لېونتوب خو نن تا وکړ.
اقتصادپوه حیران شو زه او لېونتوب؟؟
هغه ورته وویل هو نور کله به ما د پنخو روپو نوټ سېځلو او نن مې په هغه تا ته سګرټ را ونیول،زه او ته دواړه لېونیان یو خو فرق مو دا ده چې خلک ستا سځولو ته موډ او فېشن وایې او زما لېونتوب ګڼي.
هیله لرم چې سګرټ څکوونکي د موډ لوګی وپېژني او د ټولنې روغتیا په نظر کښې ونیسي.
والله علی ما نقول وکیل.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *