ولسمشره ، لږ رښتیا خو ووایه! — ډاکټر نثار احمد صمد

 

ولسمشره ، لږ رښتیا خو ووایه !

 

لیکوال : اریک مارګولیس

منبع : انفارمیشن کلیرنګ هاؤس ( امریکا )

نېټه : ۲۰۱۰/۱۲/۲۰

ژباړن : نثار احمد صمد

 

د افغان مبهم جنګ په هکله حقیقت پسله نهو کالو څخه ، چی څه باندی ۱۰۰ بلیونه ډالره په مصرف سوي  او د ۷۰۰ امریکایانو د ژوند په بیه تمام سوﺉ ، بیا هم هماغسی غولونکی دی .

حکومت او خپرونو په افغانستان کی د یو شریف ، اتل امریکایی جنډه رپونکي تشبثی انځور په رنګولو کی چی متأسفانه له حقیقته ډیر لیری دی ، توطیًې جوړوي . لکه عیب لټونکې ( امبروز بایرسي ) چی څرګنده کړې : « د سیاست والو ساده ګي د سوبمنو وسایل دي » .

تیره اوونۍ د افغانستان په هکله په واشنګټن کی درې په زړه پوری راپورونه خپاره سول :

 

لومړی ـ د اوباما د سپینی ماڼۍ څخه یوه سیاسی رنګمالي خپره سوه چی ادعا یې وکړه چی دا جنګ ډیر ښه مخته ځی او یو څه امریکایی پوځیان ښایی په راتلونکې کال کی راوباسو . دغه « مه وارخطا کېږﺉ او خوشاله اوسیً » لنډوَنه د جنګ پلوه نیویارک ټایمز ، وال سټریټ ژورنال او نورو حکومتی دوسته امریکایی خپرونو د سُرناګانو په څپو کی راغله . امریکایی جنرالانو په افغانستان کی د « پرمختګ » خبری وکړې دا چی هدف یې هر څه وی ، وی به ـ خو امریکایی ځواکونو په کندهار کی خورا ظالمانه عملیات وکړل تر څو مقاومت د اشغالګرو په پښو کی حلال کړي او هغو ټولنو ته سزا ورکړی چی د طالبانو ننګه کوی .

 

دوهم ـ سور صلیب یو بېرونکی راپور خپور کړ او هغه ښیی چی افغانان د لویدیځی نیونې تر تقریبأ یوې لسیزې وروسته بیا هم د پراخی سؤ تغذی او جدی روغتیایی ستونزو څخه کړیږی . هو ، دا د امریکا په مشرۍ د هېواد جوړولو پایله ده .

 

درېیم ـ د ملی استخباراتی ارزوَنی ، چی د امریکا ټولی ۱۶ استخباراتی څانګي پکښی شاملی دي ، یو پټ راپور دباندی راووت . دغه کلیدی استخباراتی راپور دنیا سره وښورول او ښایی پوره متن یې خپور نسی . دغه ملی استخباراتی ارزوَنه دا منی چی افغان جنګ چی فعلأ د میاشتی ۱۳ بلیونه ډالره خوری ، د کیشت او مات حالت ته رسېدلی دی ؛ دونه خراب مخته ځی چی لویدیځ اشغالګر ځواکونه اوس په دفاعی حالت کی دي او د هغوی خوږمنی اکمالاتی لارې د زیاتېدونکی تهدید سره مخامخ دي . طالبان د خپل کنټرول ساحه خصوصأ د افغانستان په شمال کی پراخوی .

 

افغان ولسمشر حامد کرزﺉ چی سي آی اې واکمن کړی دی ، تیر کال واضحأ وویل چی د امریکې تر مشرۍ لاندی دا جنګ « خصوصأ د ملکی تلفاتو له مخی بې تأثیره سوی دی » .

ملی استخباراتی ارزونه ښایی د ۲۰۰۷ کال راپور بیا تکرار کړﺉ وی چی ویلی یې وو ایران د اټومی وسلو کوم پروګرام نه لری . خو په واشنګټن کی جنګ پلوه اړخ په بې وسۍ سره زیار باسی چی دا راپور خپور نسی یا دا چی څه بدلون پکښی راوړی .

 

نا امیده امریکایی جنرالان او سیاست وال د یو ناکامېدونکي جنګ او هم له مقامه لوېدونکي حالت سره مخامخ دي ، نو ځکه د دې ناګټونکې جنګ پړه پر پاکستان اچوی .

البته په واشنګټن کی د پاکستان د ملی ګټو ، ښېرازۍ ، خپلواکۍ او یا هم په پښتنی او بلوڅی قبایلی سیمو کی د چاودېدونکو ربړو آن یوه ذره اندېښنه هم شتون نه لری . بلکی واشنګټن غواړی چی پاکستان په ښکاره او ساده ډول د دوی هدایات ومنی او بس . همدا علت دی چی امریکا هر کال پاکستان ته دوه بلیونه ډالره ورکوی او په دې ډول « سپاهیان » باید د « راج » اطاعت کونکي وی .

په واشنګټن کی دا تقریبأ له پامه غورځول سوې چی امریکا په ۲۰۰۱ کی د پاکستان پرسر ټوپک نیولی و او تر هغه راوروسته یې اسلام آباد د داسی تګلارو منلو ته چی د پاکستان د ملی ګټو او عوامی ښېګڼی سره ضدیت ولری ، اړیستلی دی .

دا عجیبه ده چی واشنګټن په کابل کی بیچاره حامد کرزﺉ د فساد په تور ترټی مګر همدغه امریکا په پاکستان او افغانستان دواړو کی لوړو حکومتی چارواکو او جنرالانو ته رشوت ورکوی . دا لا څه ، امریکا د افغانستان د لویو هیرویًینی کاروباریانو او کمونیسټی جنګی جنایت کارانو سره هم مرستی کوی . یوه ورځ به ډیره غټه خیره راپورته او د یو غضب علت به سی کټ مټ لکه په لاتینه او مرکزی امریکا کی چی د مخدره ییز کاروباریانو سره د سي ای اې د تشبث باعث سو .

 

تیره اوونۍ دا خبر هم خپور سو چی د امریکا هوایی ، ځمکني او اجیر ځواکونه به حتی نور هم د پاکستان دننه ته ورسی . ویکی لیکس ښیًی چی د پاکستان کمزوره ، امریکا رزق ورکونکیً حکومت د دغسی امریکایی پوځی ننوتوب او هلته د پاکستانیانو د اهدافی وژنو ملاتړ کوی .

پنتاګون دغو چټی سوچونو په څپو کی اخیستی چی وایی په پاکستان کی « ژغورلي امن ځایونه » مقاومت ته د لویدیځی نیونې پر ضد سېک او طاقت ورکوی . د ویتنام د جنګ پر مهال هم پنتاګون داسی ویل چی په کمبودیا او لاؤس کی د کمونیسټی ژغورلو امن ځایونو تباه کول د بریالیتوب کیلی ده . خو داسی نه وه . پر هغوی حمله جنګ نور هم پراخوی او د امریکا پوځی دریځ ښه پسی کمزوره کوی .

 

په اصطلاح پاکستاني امنځایونه اصلأ ټوله هغه پښتنی قبایلی سیمه په بر کی نیسی چی په نولسمه پیړۍ کی د برتانوی استعمارچیانو لخوا ترې غوڅه او بېله سوې ده . پښتانه همدا نن هم د افغانستان ـ پاکستان دغه مصنوعی پوله نه منی . طالبان کوم یرغلګر پوځ نه دی ، بلکی تقریبأ ټول د هغو ځایی کروندګرو او شپنو څخه ترکیب سوي چی پر دغه پوله خواره واره پراته دي .

اکثریت امریکایان د افغانستان یا جنوبی آسیا په هکله خورا لږ معلومات لری او د دې سیمی په پېچلتیاوو ، حدودو یا سیاست نه پوهیږی . کوم لږ کسان چی پوهیږی ، لکه د خارجه وزارت او سي آی اې څه ماهرین چی دي ، د هغوی خبره څوک نه اوری .

 

سي آی اې چی دنده یې ولسمشر ته د بې اساسه معلوماتو ورکړه ده ، نن تر ډیره حده سیاسی او درواغجنه سوې ده او په دې هکله باید د ولسمشر رونالډ ریګن څخه مننه وسی . هغه هوکې ویونکي کسان چی ریګن په سي آی ې کی نصب کړي وو ، همده او مابعده نورو ولسمشرانو ته هر هغه څه ویل چی اورېدل به یې . دا بهیر خصوصأ د بوش په حکومت کی هله خپل اوج ته ورسېد چی د سي آی اې غوړه مال ریًس جورج ټینټ د عراق په هکله ټوله درواغ حق او اعتباری وښودل تر څو په دې ډول یې ولسمشر او د هغه مرستیال خوشاله کړي وای . د ټینټ دغه له شرمه ډک « چړپی او کړپی » چی ویل یې عراق د عامه وژنو وسلې لری ، نور نو خپل ټاپی ته رسېدلی و .

 

همدا نن نن سي آی اې په افغان جنګ کی د خپلو اجیرانو د یو کوچني پوځ او بې پیلوټه طیارو په لرلو سره فعاله ونډه لری . د امریکا د بهرنۍ تګلارې پوځی کېدنه دوام لری . ورپسې به څه وی ؟ آیا د کرنی وزارت به هم خپل کوچنی پوځ او هوایی ځواک جوړ نکړی ؟ خارجه وزارت خو د وړاندې څخه لا په عراق کی لږ او ډیر پوځی رول ادا کړی دی .

د دې جنګ په هکله د سي آی اې راپور د قانونی تمایل او مسلکی پلوه جدأ ملوث دی . جنګ د موقف په لوړولو کی عجیب ښه رول لری . خو څوک په جنګ کی داسی نسی جنګېدای چی هدف ونلری . نتیجه دا چی بارک اوباما ته  هغسی کسان مضر او بد معلومات ورکوی چی محوری رول لری . خو د داسی خلکو خبره نه اوری چی پوهیږی .

 

وګورﺉ ولسمشر اوباما تیره اوونۍ اعلان وکړ چی امریکا به په افغانستان کی د القاعده سره جنګ ته پایښت ورکوی . خو ده امریکایانو ته رښتیا و نه ویل . نور حکومتی مقامات وایی چی یمن د القاعده عملیاتو نوﺉ مرکز دی .

موږ نن د اوباما د حکومت څخه د امریکایی اتباعو لپاره د اټومی تهدید په هکله کټ مټ هغسی د خندا وړ اعلانونه اورو لکه کاندولیزا رایس چی د یوې اټومی چاودنی په هکله درواغجني او بې شرمانه خبرتیاوي ورکولې . نو دا د افغانستان په هکله د اوباما سلاکاران دي چی له بیری تر مځکی لاندی پټیږی ، نه موږ .

 

د سي آی اې لوی ریًس لیون پنیتا په دې وروستیو کی وویل چی په افغانستان کی تر پنځوس اضافه القاعده وال پاته نه دي . نو چی داسی ده ، ۱۵۰۰۰۰ امریکایی او ناټویی پوځیان دلته څه کوی ؟ د کسپین د حوزې تیل او ګاز او د دغی منابعو نه ډکې سیمی څخه د چین محرومول د دې سوال احتمالی ځواب دی .

 

د دې جګړې وحشت او تباهی نن نوره هم ډیریږی . امریکایی پوځیان د کندهار پر شا و خوا د خلکو کورونه په بمونو سره الوزوی او یا یې هم په بلدوزرونو سره هواروی ، د طالبانو شکمن خواخوږي وژنی ، او د ملکی وګړو پر ضد د ډله ییزو انتقامونو څخه کار اخلی . وژونکي ډلي د هغو کسانو په قتلولو بوخت دي چی د طالبانو د ملاتړ ګومان پر کیږی او د لویدیځی نیونی سره مخالف دي .

 

کټ مټ « غلی کونکي » تاکتیکونه د عراق د فلوجه ښار د مقاومت د ماتولو لپاره هم استعمال سول چی امریکایی مرین پوځیانو د دې ښار درېیمه برخه د خاورو سره برابره کړه . شورویانو هم د افغانستان د لس کلني نیونی پر مهال همدا تاکتیکونه کارول .

کټ مټ تاکتیکونه اسراییلو هم د لویدیځی تړې د اشغال پر مهال عملی کړل چی په هغو کی د هغه لوی دېوال جوړول هم شامل وو چی مځکی یې سره جدا کړې ، کورونه یې په بمونو وچاودول ، او د شکمنو پر ضد یې د شپې حملې کولې .

 

په عین حال کی پنتاګون د امریکا د دغه اوږد ترین جنګ د بیری په غیږ ورغلی دی . وګورﺉ څنګه نن یو څو په سپکو وسلو سمبال بګړې والو قبایلیانو د نړۍ د قویترینو وسلوالو پوځونو سره د خپل وقفه ای جنګ له برکته هغوی ځای پر ځای درولي دي ؟ پای

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.