بي بي سي او قضاوت — شاهد شفق وردګ

 

بي بي سي او قضاوت

 

شاهد شفق وردګ


د کورنیو جګړو اتلان او وینې څښونکي قاتلان د څه له مخې باید وپیژنو؟؟
بی بی سی؟؟
صدای امریکا؟؟

او نورې غربی رسنۍ؟؟؟

باور وکړی چې زمونږ د تاریخ دغه پړاو د بی بی سي او صدای امریکا په دروغجنو او کرکجنو تبلیغانو باندې ملت ته وړاندې شوي

بی بی سی له مکې څخه نه خپرېږي،بی بی سی د کوم مجاهد او مومن تر لارښونې لاندې خپرونې نه کوي،بی بی سی له لندن څخه خپرېږي د انګلیسانو تر لارښونې لاندې ،د هغو انګلیسانو تر لارښونې لاندې چې د تاریخ په اوږدو کښې یی  د ډېرو ملتونو وینې څښلې او اوس هم یی لا څښاک ته دوام ورکوي.

د شیطانت دغه مرکز څخه مونږ څنګه او په څه ډول دا توقع ولرو چې هغوی به زمونږ د اسلامی انقلاب او مومنو ورونو په ګټه خپرونې کوي؟؟
هغوی به کله هم د اسلام او مسلمانانو لپاره کوم خبر خپور نه کړي .

د کورنیو جګړو  سببونه څه وو؟؟
څوک وو چې بی بی سی اتلان کړل ؟؟؟
او څوک وو چې بی بی سي قاتلان کړل؟؟

زه یواځې دوه کرکتړونو ته اشاره کول غواړم ،د دوی به هکله ځنو نقطو ته اشاره کوم او قضاوت تاسي ته پرېږدم
زرداد او مسعود؟؟؟
لومړی زه له تاسې پوښتنه کوم چې  ایا زرداد تر خپل شا پورې کوم بهرنی لاس درلود؟؟کومه استخباراتی شبکه شته وه چې د هغه ملاتړ وکړي؟؟
دا سوال چې تر کومه ما پوښتلی د نه ځواب مې تر لاسه کړی.
د مسعود په هکله چې مې کله پوښتلي ځواب مثبت ده ،هر څوک ورباندې پوهېږي،روس،ایران ،فرانسه،اسراییل،هند ،امریکا دا ټول مسعود خپل ګڼي او افغانان هم دا مني چې مسعود  د دوی اتل وو
ښه بیا د دغه کفري هېوادونو غلام په څه ډول دې حالت ته ورسید چې ویل کېدل به رسول الله ص ورته په خوب کښې کمربند ورتړلی او ورته ویلي یی چې امت مې وژغوره؟؟
د خدای ج د دین دښمنانو دا تبلیغات تر دې حده رسېدلي وو چې خپل غلام یی خلکو ته د رسول الله ص  پیغام راوړونکی ګاڼه نور تاسې فکر وکړي چې د مسعود ددښمنانو په هکله به یی څه ویل؟؟؟
زرداد د مسعود لومړی درجه دښمن وو،له هغه سره جګړه کوله کوم هېواد یی تر شا هم نه وو،تاسې به نه وي اورېدلي چې چا ویلي وي زرداد رسول الله ص په خوب ولید؟؟
دا ولې ؟؟
ځکه چې زرداد د دغو هېوادو غلام نه وو
زرداد بی بی سی غوندې شیطاني خپرونه په شا کښې نه درلوده،نوموړي شیطاني څېرې نه درلودې چې ووایی یو کمربند ده ته هم ور وتړل شو.

بی بی سي او غربي تبلیغات د زرداد په خلاف روان وو ځکه زرداد د دوی له غلام سره جګړه کوله ځکه خو به که چا غلا کړېوه  دا په زرداد پورې تړل کېدله،که به چا کوم قتل وکړلو دا د زرداد کار ګڼل کېدلو،تر دې چی هر څه یو افسانوي شکل ونیولو او فلمونه ورباندې جوړ شول.
مونږ هم فکر کولو نور نو چې چېرته ډبره را لوېږي حتما به په دې کښې هم د زرداد لاس وي،ځکه داسې څه نه وو چې زرداد نه وو کړي،زه ماشوم و
م کله مې چې ځنې افسانې اورېدلی نو زردادمې کومه لویه توره بلا تصور کوله ځکه زما تر غوږونو د جوړ شوو فلمونو کیسې را رسیدلې او له دغه نوم څخه مې نفرت کولو.
د کلیو او حتی زمونږ د ښارونو تر ټولو لویه خبری سرچینه بی بی سی وه،لویی لویی پخوانی راډیوګانې به ورته ایښې وې او بي بي سي به چې څه وویل همغه د ډبرې لیک وو نور ن
و په کښې چاڅه نه ویل.
بلې خوا ته نو پخواني ظاهرشاهي سپین ګيري او ملکان وو چې چېرته به کښ
یناستل یوه خبر یی  هم د خدای ج لپاره نه کوله یا به یی ظاهرشاه ستایلو یا به یی اخوانیان او زرداد غندل او د دې لپاره یی ښه افسانوي نقلونه جوړ کړي وو،خلکو به نو څه ویل فلاني اکا وویل،ملک صاحب وویل،خبر به نه وو چې ملک او اکا څو شیطانان په مسابقه کښې شا ته کړل.

زه په داسې دوره کښې را لوی شوم چی په ټولیزه توګه  دحزب اسلامي په ضد کمپاین روان وو ،تر پوهنتونه پورې را ورسېدم ،ډول ډول نظرونه،مې واورېدل مګر دې نتیجې ته ورسیدم چې ما چې څه اورېدلي وو هغه تر نیمایی ډېر د غرب تبلیغات وو او شنه درواغ.

دا باید ومنو دا غربی خبری رسنۍ چې څه وایی تر نیمایی ډېر درواغ وایی دا یو حقیقت ده.
دا څو ورځې د تونس د انقلاب خبره پر تلویزونو ګورم مګر په هغه ډول نه خپرېږي کوم چې د ا انقلاب غوښتونکي یی غواړي،هر څه معکوس او له معکوسو څرګندونو سره وړاندې کېږي.
نو ځکه خو ویلی شو چې زرداد په هغه کچه ښایی کوم جنایت نه وي کړی کوم چې بی بی سی مونږ ته وړاندې کړي تاسې په دې هکله لږ تصور کړي او دا باید یو ځل بیا ووایم چې قضاوت د بی بی سي په خوله نه تر سره کېږي او نه هم زه د چا حامي یم چې له هغوی څخه دفاع وکړم

دا لیکنه مې د یوه ورور پر څرګندونو ولیکله چې له ګېډې څخه یی کولې هیله لرم چې نوموړی یی ولولي .
په درنښت
والله علی ما نقول وکیل.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *