آیا د امریکا بهرنۍ تګلاره سَمیدای سی؟ — ژباړن : ډاکټر نثار احمد صمد

 

آیا د امریکا بهرنۍ تګلاره سَمیدای سی؟

 

 

لیکوال : لاورنس ونس

منبع : فیوچر آف فریډم فونډیشن ( امریکا )

نیټه : ۲۰۱۱/۱/۳

ژباړن : نثار احمد صمد

 

د ویکی لیکس رسواینو د امریکا د بهرنۍ تګلارې پر تیاره ماهیت ښه رڼا واچوله . دا تګلاره لکه اریک مارګولیس چی تشریح کړې « د واشنګټن لخوا د دوستانو او دښمنانو سره یو شان رویه ، آزارونکې ، دیپلوماتان لکه کوچنیان د جاسوسانو په توګه استعمالول ، تنګ نظره مفکورې ، او د نړۍ د مشرانو سپک استعمالول او کنایې ورته ویل » دی .

 

خو تر هغه ځایه چی زه یو امریکایی یم ، نو کرکه لرم چی ویې وایم خو بیا هم د امریکا بهرنۍ تګلاره حتی تر دې هم بدتره ده . یعنی دا چی هغه یرغلیزه ، بې پروا ، جګړه ماره ، او مداخله ګره ده . هغه حکومتونه بې ثباته کوی او نړوی ، رهبران وژنی ، صنعت او اډانه ورانوی ، د پوځی کودتا ګانو ننګه کوی ، وژونکي ډلی او مخدره کاروبار ډیروی ، او د بشر پالنی تر ماسک لاندی استعمار مخته بیایی . هغه د فاسدو او ظالمو حکومتونو ملاتړ کوی او وحشیانه بندیزونه او ممانعتونه وضع کوی . هغه د امریکا پر ضد دښمني ، شخړه ، کرکه او تروریزم رامنځته کوی .

 

نو ځکه یوه ساده پوښتنه کیږی او هغه دا چی : آیا د امریکا دغه بهرنۍ تګلاره سمیدای سی ؟ که څه هم زه د هغې د سمون لپاره خوشبین نه یم خو ډاډه یم چی سمون یې ممکن دی . زه په دې هکله د څلورو حل لارو لید لورﺉ وړاندی کولای سم چی هغه د امریکا د بنسټ ایښوونکو ، ځینو پوځیانو ، کانګریس والو او د فردی آزادیو د مخکښانو لید لورﺉ دی . په لنډه توګه امریکا د خپلی بهرنۍ تګلارې د سمون لپاره باید د « جیفرسن » بهرنۍ تګلاره پلې کړی ، د سولی لپاره د جنرال « سمیډلی بټلر » اصلاحی وړاندیز خپل کړی ، د کانګریس وال « ران پاول » پند او نصیحت عملی کړی ، او باالاخره دا ټوله د فیلوسوف « مورې راتبرډ » د فردی آزادیو چوکاټ ته پسی واچوي .

 

توماس جیفرسن چی زموږ لومړنی خارجه وزیر او درېیم ولسمشر و ، د یوې داسی بهرنۍ تګلارې پلوی و چی هغه به « سوله ییزه ، او د ټولو هیوادو سره صادقانه وی او د هیچا سره به د مغلق تیا ملګرتوب نه کوی . » دغه تګلاره په ۱۸۹۸ کی د هسپانیې ـ امریکې تر جګړې پوری همداسی روانه وه . قضاوت نه کول ، مداخله نه کول ، سیاسی تړاو نه لرل ، او طرف نه واقع کیدل د جیفرسن بهرنۍ تګلاره وه .

 

د امریکا د مرین پوځ جنرال بټلر د امریکا د مرین پوځ په تاریخ کی تر ټولو ډیر مډال لرونکی مرین افسر دی . هغه تر تقاعد وروسته د « جګړه سپورټی راکټ » دی تر عنوان لاندی یو کتاب ولیکیً . بټلر د سولی لپاره یوه لایحه وړاندی کړه تر څو « امریکایی ښځو ته مطلق ضمانت ورکړی چی د هغوی ګران اعضاوی به له سمندرونو آخوا ته نه لیږل کیږی تر څو ناحقه د اروپایانو ، آسیایانو یا افریقایانو په هغسی جنګونو کی ووژل سی چی زموږ په خلکو پوری هیڅ اړه نه لری . »

 

بټلر دا معقول دلیل وایه چی « زموږ جغرافیوی دریځ هر بهرني ځواک ته دا ناممکنه کوی چی د کوم بریمن یرغل په نیت زموږ پر سواحلو خپل زیات پوځیان را انتقال او مستقر کړی . » ده هماغه د جیفرسن ږغ منعکس کاوه چی ویل یې د امریکا د لویو امتیازاتو او ګټو څخه یو هم د دې هیواد جغرافیه ده : « د اروپا څخه زموږ فاصله او زموږ تر منځ د دغسی یو لوی سمندر په شتون سره غواړو چی د هغې په شخړو کی خورا لږ مداخله وکړو . د هغې سوله او سوداګري هغه څه دي چی موږ باید مینه ورسره ولرو . »

 

او بل هم نننی جیفرسن دی چی هماغه په کانګریس کی د جمهوریت غوښتونکي ګوند استاځی ران پاول دی چی په کانګریس کی ، که له هره ګونده هم وی ، تر ټولو ډیر د بهرنۍ تګلارې د سوله ییزه کیدو او مداخلو څخه یې د راګرځیدو ږغ مسلسل اوچت لرلی دی . هغه په کانګریس کی داسی وویل : « یوه سالمه غیر مداخله ګره بهرنۍ تګلاره د نورو هیوادو سره د ملګرتوب ، آزاد تجارت ، آزادانه تګ راتګ ، د اموالو د راکړې ورکړې ، خدمتونو او خیالاتو پر اساس جوړیږی . موږ باید د ناوړه ننوتنو څخه ډډه وکړو او د نورو هیوادو په کورنیو چارو کی لاس وهني بندی کړو خیر دی که هر ډول خاصی ګټی هم پکښی ولرو …. د یوې غیر مداخله ګری بهرنۍ پالیسي بنسټیز اخلاقی اصل دا دی چی د نورو پر ضد د قوې له استعماله ډډه وکړو . دا تر څو چی حمله نه وی راباندی سوې ، ځانی اراده نه وی سوې او له ځانه د دفاع خبره نه وی ، باید پر غیر تشدد او ملګرتوب ولاړه وی او که آن موږ د نورو هیوادو لخوا د هغوی روانی کړی چاری هم نه خوښوو ، باید د ښکر په ښکر کیدو څخه ډډه وکړی . د دې معنا په ساده ژبه دا ده چی موږ باید خپل کار مخته یوسو او د هغسی خاصو ګټو تر اغیزې لاندی را نه سو چی زموږ د بهرنۍ تګلارې په کنټرولولو سره پر هغې تبر را واخلی او یا مفت ورڅخه ګټمن سی . زموږ هیواد په هغسی شخړو کی ورګډول چی په موږ او زموږ په ملی امنیت پوری هیڅ ربط نه لری ، کومی ګټی نه رارسوی حال دا چی د لویو مالی او پوځی زیانونو سره مو مخامخ کوی . »

 

او باالاخره د یوې سوله ییزی او غیر مداخله ګری بهرنۍ تګلارې لپاره چی کوم آزادانه چوکاټ لازم دی ، باید آزاد خیاله سیاسی فیلوسوف او مفکر مورې رات برډ ته مراجعه وکړو : هغه وایی چی « د امریکا لپاره د یوې آزادانه سوله ییزه بهرنۍ تګلارې بنسټیزه ډبره دا ده چی باید پر امریکا ږغ وسی چی خپله نړیواله مداخله ګره پالیسی تم کړی یعنی : د آسیا ، اروپا ، لاتینی امریکا ، منځني ختیځ او هری سیمی څخه د پوځی او سیاسی پلوه ډیر ژر او په بشپړ توګه راووزی …. امریکا باید خپلی اډې وتړی ، خپل پوځونه ورڅخه راوباسی ، خپلی پرله پسې سیاسی مداخلې ودروی ، او سي آی اې لغوه کړی …. لنډه دا چی د امریکا حکومت باید په بشپړ توګه خپلو سرحدونو ته را پر شا سی او هر ځای د سیاسی جدأ « ګوښه توب » او یا هم بیطرفۍ تګلاره غوره کړی . »

د امریکا نړیواله امپراتوري د هغې د ۱۰۰۰ بهرنیو پوځی اډو او نیم ملیون پوځیانو او اجیرو قراردادیانو په شمول چی د نړۍ د څلورو څخه په درو برخو کی یې لری ، باید لغړه سی چی د هغه تر څنګ به دا شیان هم پای ته رسوي : د امپراتورۍ جاسوسان ، پټ عملیات ، بهرنۍ مرسته ، ستره پوځی بودجه ، د پوځ سپکاوی او غلط استعمال ، د بندیانو کمپونه ، کړاو ، فوق العاده انتقالات ، وژني ، دولت جوړونی ، د برچې په زور د دیموکراسۍ خپرول ، خطا ایستل ، د رژیمونو بدلول ، پوځی ملګرتوبونه ، امنیتی ضمانتونه ، او د نورو هیوادو په چارو کی لاس وهني .

 

نو ځکه د امریکا بهرنۍ تګلاره د سمون وړ ده . امریکا به هیڅکله هم د شمالی امریکا پر شاوخوا د کوم بل هیواد متعددی پوځی اډې ، زموږ پر خاوره د زرګونو پوځیانو استقرار ، د امریکا پر خاوره د الوتنی ممنوعه سیمی و نه زغمی او نه به هم د هغوی کښتیو ته اجازه ورکړی چی زموږ پر سواحلو ګزمه وکړی . چی داسی ده نو ولی باید نور هیوادونه د امریکا دغسی اعمال وزغمی ؟ موږ مخکی لا د اسلامی نړۍ څخه د خپلی بهرنۍ تګلارې پس لګد ضربه ولیدله . څو نوره موده به لا امریکا خپله امپراتوري وساتلای سی ؟

 

نور نو دا وخت رارسیدلی چی د نړۍ پولیس ، اور لړونی ، امنیتی ګارډ ، ټولنیز مامور او هرکاره باید خپل تقاعد اعلان کړی . پای

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.