ډاکټر نثار احمد صمد د ليکوالۍ او بشر حقوقو د کال جايزه وګټله — احمدشا هوتکي

 

ډاکټر نثار احمد صمد د ليکوالۍ او بشر حقوقو د کال جايزه وګټله

Dr Nisar Ahmad Samad  Honoris Causa for " HUMAN RIGHTS / LETTERS "

 

 

منبع : د لراوبر وب پاڼه
ليک : احمدشا
هوتکي – کاناډا

 

د کاناډا د مطبوعاتو  شورای  په ۲۰۱۰ کال کي د بشری حقوقو او لیکوالی جایزه، ستاینلیک او مډال ښاغلي ډاکټر نثار احمد صمد ته په خاصو تشریفاتی مراسمو سره  د آنټریو  د ګورنر جنرل ښاغلي ډیوید اونلی (  Honorable David Onley)  لخوا د ( دکاناډا د آنټریو ایالت په ګورنر جنرل هاؤس /پارلمان )  کی د  یوه پرتمینی غونډه  په ترڅ کي وړاندی سو.

 

 په دې غونډه کي د پارلمان ځینو استازو  د مختلفو ټولنو استازو ، مخورو ، د سیاسی ګوندونو استازو ، حکومتی مامورینو هم ګډون کړی و
په کاناډا کی د ګډملتیزه
خپرونو (مطبوعاتو) شورا   هر کال غوندی په کاناډا کي د استوګن بېلا بېلو توکمیزو ټولنو د فعالو او مخکښه کسانو د ستاینی لپاره  جوړیږی
غونډه د کاناډا د ملي
سرود په ږغولو سره پیل سوه . وروسته د دکاناد د مطبوعاتو د شورا   لوی رئیس   خپله وینا واوروله او د ټولو هغو کسانو لنډ ژوندلیک او د خدمتونو څو بېلګې یې ذکر کړې چی د دې معتبری ټولنی د ستاینلیکونو او جایزو مستحق ګڼل سوي وو .

په کاناډا کي د بېلا بېلو استوګن ټولنو څخه څه نا څه ( ۳۵ ) استازو ته د بشری حقوقو د تأمین په مبارزه کی د هغوی د فعالی ونډی اخیستنی ،   مطبوعاتو ته د خدمت په ویاړ  او ټولنی ته دهلو ځلو دپاره دا ستاینلیکونه او جوایز ووېشل سول .

 

په کاناډآ کی د افغانی ټولنی په نمایندګی ۳ و مخکښو کسانو ته ستاین لیکونه،جایزې او مډال ورکول سوې چی لومړنی د افغانستان پيژندل سوی لیکوال، محقق، ژباړن او د افغانستان او نړی د مسایلو کار پوه ښاغلي ډاکټر نثار احمد صمد ته د بشري حقوقو او د لیکوالی لپاره د ښه خدمت په برخه کي  ، بل   د ټولنی د خدمت دپاره د کابل فارم مشر ښاغلي سردار محمد  شهنوازی  او د ژورنالیزم او ورځپاني په برخه کي د افغان رسالې مشر احمدشاه هوتکی وو .
 Excellence in Journalism and Visual Presentation

دغونډی په  وروستی برخه کي د آنټریو  د ګورنر جنرال ښاغلي ډیوید اونلی    انځور   چي دافغان رسالې  په وراندیز د افغانستان  د پیاوړی انځورګر ښاغلي کامران احمدی لخوا  تهیه سوی وو  ښاغلی ګورنر جنرال ته وړاندی سو ، چي په لیدو سره یی ښاغلي ګورنرجنرال حیران سو. او د ښاغلي کامران  احمدی هنر ته یی آفرین ووایه.

 

د غونډی په ورپسی برخه کی د آنټاریو ګورنر جنرل ښاغلی (ډیویډ اونلی) هغوی ټولو ته مبارکی ویل او د هغوی د کار او زیار ډېره ستاینه یې وکړه . د غونډی په پای کی هغه عصریه وخوړل سوه چی په همدې مناسبت د مطبوعاتو   د شورا لخوا تهیه سوې وه .

 

 د لراوبر ويبپاڼي ټول همکاران  دخپل مشر او درانه همکار  او د افغانستان د چارو وتلي سياسي څېړونکي ښاغلي ډاکټر نثار احمد صمد ته د زړه له کومي د مبارکۍ په وړاندي کولو سره له کاناډايي چارواکو په خاص ډول د آنټريو ايالت له والي ښاغلي ډيويد اونلي څخه مننه کوي چي افغانستان او ټولي نړۍ د سولي په لاره کي يې زموږ د ښاغلي ډاکټر نثار احمد صمد نه ستړی کېدونکي هڅي وستايلې او هغه يې په رسمي ستاينليک او مډال ونازاوه . موږ له مهربان خدای جل جلاله څخه خپل قدرمن مشر همکار ته د پوره روغتيا او خوښۍ دعا کوو چي نړۍ او افغانستان يې تر ډېره پوري د قلم له رڼا په تياره لارو کي ګټه پورته کړي .

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *