د افغانستان کړګيچ او د حل لاری — دوستداران وطن

 

 

د افغانستان کړګيچ او د حل لاری

 

 

منبع: د دوستداران وطن محترم ويب پاڼه

 

ټولو ته په ياد دي کله چې امريکا پر افغانستان يرغل وکړ او د مهلکو او پرمختللو وسلو او الوتکو په استعمال سره يې خپل زور وښود، په ملک کې يو ډول ذلت آميز سکوت  حاکم شو، ډيرې داسې سټې پرديو ته سلامي شوې چې نومونه يې د آزادي بښونکي جهاد د مخکښانو په لست کې ليکل شوي وو، د مفتيانو پر خولو مهرونه ووهل شول، ډيرو د جهاد او هجرت  ډګر پريښود د تپل شوي نظام تر سيوري لاندې د ځاى موندلو پخاطر د ثبت او سجل په ليکو کې ودريدل او د افغان په خونه  کې هغه ميړونه په شمار وو چې د بې سياله مادي زبر ځواک د يرغل په خلاف  يې د جهاد د جنډې پورته کولو همت وکړ.

خو د شکر ځاى دى چې د افغان په کور داړه اچونکو په خلاف را پورته شويو  محدودو خړو پړو غازيانو  پخپلو اتلوليو او قربانيو سره د افغان د عزت پګړۍ د مغرورو نيواکګرو په پښو کې له لويدو نه  وژغورله، د خپلې تورې په زور يې  هغه سکوت مات کړ او ټول ولس ته يې دومره  همت  او حوصله ورکړه چې نژدې ده د تپل شوي نظام لومړني قاضيان او مفتيان هم د يرغل په خلاف حکم او فتوى ورکړي.

د خداى په کرم سره  اوس د تيري په خلاف را پورته شوې چيغې ډير زور نيولى، هره خوا او په هره طبقه کې ملاتړي مومي. دوې ورځې وړاندې  داسې يوه چيغه له پيښور نه هم پورته شوه، په يوه رستورانت کې  د ډيرو قدرمنو قلموالو په همت  ((د افغانستان روان کړکيچ او د حل لارې)) تر نوم لاندې علمي سيمينار جوړ شو.

دغه سيمينار  که څه هم د اکثريت په حکم پدې صراحت درلود چې افغانستان د امريکايي پوځونو له خوا اشغال شوى او که څه هم ځينو يې لهجه تونده بلله، خو زمونږ په اند يو ډول غموض او نا مطلوبه  احتياط پکې څرګند و او پر افغان ولس د کيدونکي ظلم په خلاف يو کمزورى عکس العمل او ټيټه چيغه وه .

دلته نه تفصيلاتو ته ورځو او نه ددې ډول نيکو اقداماتو په ارزښت او افاديت سترګې  پټول په ځاى عمل بولو، خو ددې حقايقو او واقعيتونو توضيح ضروري شميرو او وايو: د افغانستان روان کړکيچ  د افغانانو داخلي کړکيچ نه دى، بهرني پوځونه راغلي  وطن يې په زور نيولى او د هغو افغانانو په خلاف په جګړه بوخت دي چې د خپل کور او ملک واک بل ته نه سپاري. د نيواکګرو ننني ملاتړي که د هر نوم، بڼې او قيافې درلودونکي دي له هغو سره توپير نلري چې د روسي يا انګريزي يرغل په وخت يې له وطن او ولس سره جفا کړې د يرغلګرو خواته دريدلي دي، ليکې سره جدا دي او هيڅ منطق دا نه مني چې پر کور د داړه اچونکو همکار او لار ښود دې د کور له هغو غړيو سره يو برابر وبلل شي چې په ميړانه له کور نه دفاع کوي.

مطلب دا چې کړکيچ او عوامل يې تشخيص شوي په خداى مؤمن او قام مين افغانان دې په اوږدو لارو نه ځي، د خپل ملک د آزادۍ او خپلو خلکو د نجات په خاطر دې سره يو شي، خپلې هڅې دې په همدې جهت کې سره شريکې او ګړندۍ کړي، ظاهرې بڼې  او پروني انتسابونه دې هير کړي، د اشغال ملاتړو ته د توبې او د ولس غيږې ته د عودت دروازه خلاصه پريږدي، خو د واک او حکومت حق دې نه ورکوي او پدې ټکو په اتفاق سره دې هر څوک له خپل موقعيت نه د خپلو حالاتو او امکاناتو مطابق لاس په کار شي تر څو افغان ولس د خپل برخليک ټاکلو حق تر لاسه کړي او په اسلامي افغانستان کې د خلکو د خوښې اسلامي حکومت قايم شي (و ما ذلک على الله بعزيز).

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *