عراق د ناټو افغانستان دی! ډاکټر نثار احمد صمد

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 

عراق د ناټو افغانستان دی!

 

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

نن د امریکا لخوا د عراق د نیونی اته کاله پوره سول . عراق او افغانستان دواړه د بشری حقوقو د ټیکه دار (!) ، د انسان دوستۍ د دعویدار (!) او د خپلواکۍ د علمبردار (!) تر پوځی نیونی لاندی شپې سبا کوی . دواړه په اصطلاح « د تروریزم پر ضد د جنګ » د ګناه په بې ګناهۍ نیول سوي چی افغانستان یې پیلامه او عراق یې ادامه ده . دواړه د امریکا د خارجه پالیسۍ قربانیان دي . که عراق د ناټو افغانستان دی نو افغانستان بیا د امریکا فلسطین دی . دواړه د « څرګندی ناڅرګندتیا » په غیږ ورغلی او ځپل سوي دي . دواړه د خپلی بې ګناهۍ په ګناه تورن دي . دواړه  یرغمل سوي ، رټل سوي او کوټل سوي دي . خو د دې سره سره څو عمده توپیرونه لری چی مختصرأ دا دي :

 

لومړی ـ د خلکو ذهنیت ، خصلت او خصوصیت بیل بیل دی : په عراق کی اکثریت وګړی باسواده ، تعلیم یافته ، ښاری ، متمدن او سیکولر دي چی جنګ ته ژر نه چمتو کیږی . خو په افغانستان کی اکثریت وګړی بې سواده ، کم تعلیمه یا بې تعلیمه ، کلک مذهبی ، کیلوالی او لږ متمدن دي چی جنګ ته ژر آماده کیږی .

 

دوهم ـ بل عمده توپیر یې جغرافیه ده : عراق د کردستان څخه پرته ( چی غرنی دی ـ خو وګړی یې د امریکا ټینګ ملګری دي ) نور ټول عراق هوار دی او اکثریت اوسېدونکی یې ښاری دي . نو ځکه دلته چریکی جنګ مشکل حتی ناشونی دی ، حال دا چی افغانستان لوړ غرونه ، ماتی درې او ګوښه کلی لری او څنګه چی اوسېدونکي یې د امریکا دوستان نه دي نو طالبان په هغوی کی پټ او ننوتلی دي .

 

درېیم ـ بل توپیر یې ګاونډیان دي : په عراق کی اردن ، سوریه او ایران د بغداد سره هیڅ کومه تاریخی دښمني ، حتی سیالی او مخالفت هم نه لری او نه هم هلته ځانګړي ګټی لری خو په افغانستان کی پاکستان ، ایران ( حتی څو ګامه لیری هېوادونه لکه هندوستان ، روسیه ، ترکیه هم ) خپلی خاصی ګټی ، ستراتیژیکي عمق ، ژبنی یا نژادی یا مذهبی مضر اهداف لری او فقط د خپلو ګټو او ناولو هدفونو لپاره افغانستان ورانوی .

 

څلورم ـ بل فرق یې مرکزی واک او ځواک دی : د عراق دولت د پخوا څخه پیاوړی او غښتلی دی چی په آینده کی هم ځواکمن کېدای سی ( فقط مشرتابه یې له منځه یووړل سوه ) نور اکثریت ولس پر مذهبی عقیده چی هماغه شیعیت دی ، سره مل او ملګری دي خو په افغانستان کی دغسی نه ده بلکی هر څه متشتت او متفرق دي.

 

پنځم ـ د عراق حکومت شتمن و ، او شتمن دی : بغداد د کاله څه کم سل بلیونه ډالره د تیلو له درکه ګټی . خو افغانستان دغسی نه دی بلکی صرف پر خارجی مرستو تکیه لری . یوازینی لوی عاید یې مخدره ییز کاروبار دی ، چی هغه هم د څو دولت پلوه عناصرو په اختیار او انحصار کی دی .

 

شپږم ـ د نیواکګر ځواک لږښت او ډیرښت : په عراق کی امریکایی اشغالګر ځواکونه پرله پسې لږیږی خو په افغانستان کی برعکس ډیریږی . هلته هوایی او ځمکني عملیات هم لږ او دلته ډیریږی . په همدې ترتیب د تلفاتو ، مصارفاتو او ضایعاتو بازار هم هلته سړیږی خو دلته ګرمیږی .

 

اووم ـ د بهرنیو ځواکونو او ځایی قوتونو برخورد : په عراق کی امریکا د اصلی سیالانو ( یعنی شیعه ګانو ، سُنیانو او کردانو ) سره ملګرتوب کوی . نړېدلی رژیم نور پای ته ورسېد او نوی ځواک یې ایجاد او واکمن کړ . خو په افغانستان کی دا جنګ د یو طرف په ګټه د بل په مطلقه دښمنۍ سره جریان لری او هغه یې د شمال څخه جنوب ته ولیږﺉ . خو اوس یې دایره نوره هم پراخه کړې او عمدتأ پښتنی کلی او وګړی مسلسل بمباری کوی چی مشکل یې نور هم مشکلتر کړ .

 

اتم ـ د جنګ عنوان غلط دی : امریکایی پوځ په عراق کی جنګ د بعث ګوند پر ضد د سُنیانو د مقاومت سره کاوه خو په افغانستان کی یې د القاعده په نوم د طالبانو سره کوی . هلته اکثریت القاعده وال د ګاونډیو هېوادو څخه ورغلي ځوانان وو ( نو ځکه یې عراقی سُنیان ورڅخه بیل کړل او ویې پیرېدل ) ، خو دلته د کلیو او وطنونو د طالبانو سره جنګیږی نو ځکه دا بهیر پای ته نه رسیږی بلکی پر ضد یې مقاومت نور هم پراخیږی .

 

نهم ـ د امنیت ساتندویان : په عراق کی اصلی امنیت دولت ( یعنی مرکزی واحد ) ساتی خو په افغانستان کی هغه جنګسالاران او امریکایی ایجنټان ساتی . لکه په روزګان کی د مطیع الله په مشرۍ امنیتی ملیشې چی امریکایان او اسټرالویان د میاشتی ۳۴۰۰۰۰ ډالره ورکوی . یا په کندهار کی د تورجان ملیشې چی کاناډا یې تمویلوی ، یا په بدخشان کی جنرال نظری محمد چی ملیشې یې جرمنیانو ته کار کوی ، یا په کندهار کی د رژیم د مشر د ورور احمد ولی کرزي او د رژیم د دفاع د وزیر د زوی حامد وردګ ملیشې او نور . ملګري ملتونه شکایت کوی چی ایساف ۱۰۰۰ ـ ۱۵۰۰ غیر راجسټر سوي وسلوال کسان روزلی ، ګومارلی او مسلح کړي دي او څه نا څه ۱۲۰۰۰۰ وسلوال افراد په ۵۰۰۰ شخصی ملیشو کی شامل دي . خو دا کار په عراق کی نسته . بلکی هلته یې رانیول سوي سُنی ملیشې د خلکو څخه لیری ساتلی دي .

 

په هر صورت ، د عراق جنګ عمومأ او د افغانستان جنګ خصوصأ امریکا د ستر پوځی ، امنیتی ، اقتصادی او حتی اخلاقی ستونزو سره مخامخ کړې ده . دواړو جنګونو داسی ناوړه لورﺉ نیولی چی امریکا نه ورڅخه راوتلای سی او نه هم پکښی پاتېدلای سی ، یعنی په دواړو جګړو کی یې ځان په قطۍ کی اچولی دی . په دواړو کی وژل کوی او وژل کیږی . څه ښه یې ویلی چی : « تروریزم د بېوزلو جنګ دی ، خو جنګ بیا د شتمنو تروریزم دی » . والسلام ، ( ن . صمد )  

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.