افغان وژلو څخه خوند اخیستل! — شاهد شفق وردګ

 

افغان وژلو څخه خوند اخیستل!

شاهد شفق وردګ

 

امریکایی عسکر جرمي مورلوک په یوه فوځي محکمه کښې دا ومنله چې په قندهار کښې د یی د څلورو نورو عسکرو سره یوځای بې ګناه افغان هېوادوال وژلي او دغه وژنه یی د یوه خوند ،د یوه په زړه پورې لوبې او ساعت تېری په ډول ترسره کړېده.

دغه عسکر په زغرده وویل چې زمونږ هدف د دغه ملکي وګړو وژل وو او د دې لپاره چې پر هغوی د دښمنانو ګمان وشي د هغوی تر څنګ مو افغاني اسلحې هم پرېښودې.

د نوموړي مدافع وکیل وویل چې نوموړی له عمری بند څخه خلاص او په 24 کاله بند محکوم شو خو نوموړې زیاته کړه چې دغه وحشي او د انسانیت دښمن او د صلیب زوی اووه کاله وروسته په شرط لرونکې توګه له بند څخه خلاصېدلی شي.

هغه انځور چې د شهیدو افغانانو له جسدونو سره اخستل شوی ډېر دردونکی او زمونږ او ستاسې غیرت ته ګته نیوونکی دی!

که څه هم دتاریخ په اوږدو کښې له داسي تر خو پېښو سره مخ شوي یوچې انځورول یی مونږ ته ګران دي،څوک وو چې په سرونو کښې یی مېخونه ټکوهل،څوک وو چې د مړو د رقص شوق یی درلود او څوک وو چې د عفت د پردو د څېرولو تمرینونه یی کول د دغه ټولو شوو ظلمونو د انځورولو لباره مونږ توري او کلمې له ځانه سره نه لرو.

دغه ظالمان څوک داخلی او څوک هم بهرني تر هرڅه وړاندې زمونږ وژل خپل مورنی حق ګڼي خو د اد مړو پر جسدونو لوبې کول زمونږ د سترګو په وړاندې د ماضي نا انخور شوي پېښې انځوروي.

د څو بې ګناه مظلومو افغانانو یو انځور له مونږه پوښتي ،د څو شهیدو کلیوالو جسدونه د حال په ژبه د کوم تور وحشت له مخې پرده پورته کوي؟

کرزی او د نوموړی د حکومت د ملا هډوکی شورای نظار،او د دغه حکومت غبرګې ایرانۍ پښې یعنی هزاره ګان به ښایی اوس ووایی چې په یارانه کښې بنګړي ماتېږي دوی به ښایی دا هم ووایی امریکایانو دا کار ندی کړی دا دهېواد دښمنان ورپسې تړي .

استادرباني چې سوله یی ترخپلو پښو لاندې کلکه نیولې ده ښایی ووایی دا د ځوانو فیسبوکیانو دسیسه ده امریکا داسې کار نه کوي.

صبغت الله مجددی به ښایی یوه عاجله استخاره ورباندې په کار واچوي او امریکایان به په خپله استخاره کښې برحق مجاهدین وګڼي.

کریم خلیلی او محقق خو داسې بریدونه او وژنې په کلکه تاییدوي ځکه دا د دوی پلرنی تګلاره ده او ترامریکایانو مخکې دوی دا ډول وژل کړی وو امریکایان تر دوی شا ته پاته دی.

قانوني،فهیم،عبدالله ،ضیاجان مسعود او د شورای نظار نور بال بچ به په خپل وار سره د امریکایانو اډو ته ورغلي وي د پېښې د کلک ملاتړ به هکله یی ښایی یوه یوه کلکه امضا هم ورته کړېوي او د ناوخته راتلو بښنه به یی غوښتې وي دا خو به یی خامخا ورته ویلي وي چې بمونه لوی لوی ندي لږ که درانه درانه پرې وروغورځوی دا به ډېره درته غوره وي او څومره یی چې په مړو ساعت تېرولی شی هغومره پرې وکړی که څه هم زمونږ د مسعود پالیسي غلي وژل او ترور وو خو مونږ ستاسې خودمختاری ته درناوی لرو او که مسعود ژوندی هم وی هغه به هم د دې کار بشپړ ملاتړ کړی وو خو یوه خبر له یاده مه اچوی زمونږ ډالریزه مزدوري راکوی نور چې له مونږ هر ډول غیر انساني ملاتړ غواړی د شورای نظار په توګه هر وخت ورته حاضر یو.

له دغو یادو شوو څخه کومه توقع لرل د ځان تیر ایستل دي دوی هيڅکله نورد ملت لپار ه څه نه کوی دوی خپل ضمیرونه پلورلي دي له دوی سره نورداسی کوم څه نشته چې دوی خپل پلورل شوي ضمیرونه پرې بېرته خپل کړي او د ملت د دفاع حس یی راویښ شي.

اوس یواځې سترګې د مومن ملت زړورو سرتېرو او په سنګرو کښې پرتو غازیانو ته ور اوړي هغوی ته چې د دغه وران او اشغال شوي هېواد وروستی امید دی.

هغه واقعی مجاهدین چې سنګرونه یی د تکبیر په غږ سرلوړی کړیدي.

له دغه زړورو مجاهدو ورونو اخوا ولس کوم بل خواخوږی نه لری نه هم په داخل کښې او نه د هم د هېواد د باندې،ولس باید خبلو مجاهدو سرتېرو ته خپله غېږه پراخه کړي او د ولس سرتېري باید د خپل ولس درناوی ولری.

ښایی چې ټول ولس سره یو غږ شي ،قیادت د اسې مجاهد او باعزمه ته وسپاری چې پوهه ،توره،مېړانه او غیرت یی ټول ولس ته جوت وي د تولنیز مقاومت لارښود باید همداسې شخص وي.

ضرور ده چې قومې ژبنیز او نور توپیرونه شا ته وغورځول شي هغه ډول کسان چې په دغو بدمرغو لارو کښې خپلې ګټې لټوي د ولس له صفونه څخه لری کړای شي.

په دې هیله چې افغان ولس خپل سرتېري او خپل اتلان وپېژني ،د منافقینود تبلیغاتو تر اغېز لاندې را نه شی که ملت د خپلو سرتېرو په پېژندنه کښې اشتباه ونه کړي باور لرو چې د یرغلګرو ماته به ډېره چټکه او فتحه به زمونږ د غیور ولس وی.

په افغانستان کښې د اسلامی انقلاب د شنه بیرغ د رپېدو په هیله.

ومانقمو منهم الا ایومنو باالله العزیز الحمید،بروج.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *