د بهرنیو ځواکونو په وړاندې د افغان ملي پاڅون لس کلنې څپې — اجمل غښتلی

 

د بهرنیو ځواکونو په وړاندې د افغان ملي پاڅون لس کلنې څپې

 

اجمل غښتلی

 

نژدې لس کاله کېږي چې په هیواد کې افغان باتور اولس د یو ملي اسلامي پاڅون په بڼه صلیبي نیواکګرو او د هغوی لاسپوڅو سره لاس او ګریوان دی، چې تر اوسه یې په وړاندې هیڅ ډول سرښندنې نه دي سپمولې، او نه پکې د سستۍ نخښې څرګندې شوې بلکې ورځ په ورځ لا ګړندی کېږي چې وحشي دښمن یې هیڅ په چاره نه پوهېږي. دا ځکه چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو تېرکال(۲۰۱۰) په نژدې لسو کلونو کې د خپلو پوځیانو د تلفاتو له پلوه تر ټولو خونړۍ کال باله چې د دوی په وینا ۷۱۱ تنه بهرني عسکر پکې وژل شوي وه خو سږکال تراوسه پوري ‍۱۴۴ تنه (د دوی په اعتراف سره) وژل شوي او دا په داسي حال کې ده چې د جګړې د شدت اصلي وخت لا په مخکې دی.

د هیواد باتور اولس د خپلو دیني علماؤ کرامو په لارښوونه او مشرۍ د هیواد د ازادۍ، استقلال، ځمکنۍ بشپړتیا، د اسلامي او ملي لاسته راوړنو په موخه پاڅون کړی، او د هاغو صلیبی لښکرو په ځپلو پسې یې مټې رانغاړلې دي چا چې په مرداره دیموکراسۍ ګران هیواد پلیت کړی او کنډواله کړې دی، وحشت او بربریت یې خپور کړی، د بې وسه مظلومو هیوادوالو وینې یې څښلې دي، په زندانو کې یې اچولي، په کورونو ورننوتلي عزت او عفت یې لوټ کړی، خلک یې هجرت ته مجبور کړي، لنډه دا چې مجاهد او باتور اولس دا ډول تکلیفونه او کړاوونه وګالل، د ویر او ماتم په ټغر کېناستل، سرښندنو او فداکاریو ته یې غاړه ایښي، داسې فداکاري چې د هیواد په تاریخ کې هم ساری نه لري، دوست او دښمن ورته لاس په غاښ دی، د خپلو هډوکو او غوښو څخه یې داسې وسله جوړه کړې چې د اتومۍ بټۍ بڼه یې غوره کړې او یرغلګر یې په وړاندې ناتوانه ثابت شوي، ځان ورته په یو خطرناک دام کې ګیر څرګندېږي چې د خلاصون لپاره یې د سولې دروغینه ډرامه، او نورې غولوونکې هڅې توندې کړي، چې اولس پرې تېر باسي، ملي پاڅون زیانمن او ځان هدف ته ورسوي، خو دا ټولې هلې ځلې یې د اوبو د زګ په څېر ورته بې ګټې څرګندې شوې. دا ځکه چې دا د یو رنځېدلي، کړېدلي، زورېدلی ځوان اولس پاڅون دی څوک چې د یو سرکشه (روس) د وحشت له امله په لوږه او تندې روږدی شوی، کلونه کلونه کړیدلی او ناارامه وه لا یې د ارام ساه نه وه اخستې چې بل سرکشه او وینې زبېښونکی شرمېدلي یرغلګر (امریکا) پرې یرغل وکړ خو باتور اولس بیا هم پسې وسلوال پاڅون وکړ.

ټولو نړیوالو او هیوادوالو ته په ډاګه ده چې افغان باتور اولس چې هرڅومره د امریکایی وحشتونو له امله وکړول شي هغومره یې احساسات راپارېږي، او پاڅون یې لا غښتلی کېږي، یرغلګر د مسلمانانو ځورول او وحشتونه په یو ډول نه ترسره کوي بلکې په پرله پسې توګه په بېلابېلو ډولو یې ترسره کوي، کله د مظلوم اولس په کورونو او د ودونو په محفلونو بمباري کوي، کله په یوه بهانه د اولسي وګړو د سورلۍ ګاډې ته د ټوپک خوله ورګرځوي، کله په کورونو او جوماتونو او نورو عامه ځایونو څاپې اچوي، څوک وژني او څوک د زندانونو د تورو تیارو مېلمانه کوي. د دې سره په څنګ کې د اسلامي شعایرو اوافغاني عنعناتو سپکاوی هم زیات تکراروي، چې له دې جملې څخه په جوماتونو کې یې د قرآن کریم د نسخو سوځول، د مسجدونو ملا امامانو بندیانول یا وژل، او د کورونو څخه د پتمنو افغاني خویاندو بېول او تالاشي کول، ډېرې دردناکې پېښې دي.

دا ډول کړنې په وار وار د دې باعث شوي دي چې د صلیبي یرغلګرو پر ضد د خلکو احساسات اوج ته ورسېږي، چې په ترڅ کې یې د هیواد په ګوټ ګوټ کي مظاهرې ترسره شي، او ډول ډول غچ اخستونکي برېدونه پرې وشي، په تېره بیا د قرآن کریم او ناموس بې حرمتي خو په هیڅ ډول هم افغانان نه شي زغملی اګر که کورونه یې بمباریږي، شتمني یې خاوري کیږي، په زندانو کې اچول کیږي اووژل کیږي. پښتانه خو له پخوا نه وايي چې: «مال تر سر جار سر تر ناموس جار».

څرنګه چې د صلیبي نیواکګرو یاد شوي ظلمونه، وحشتونه او کړاوونه د هېواد یوه فرد، ټولني او قوم پورې اړه نه لري نو ځکه د اسلامی شعایرو او ملي ګټو څخه ننګه کول د یوه فرد او قشر دنده نه شمېرل کېږي، بلکې د هېواد هر وګړی یې په خپل ځان لازمی بولي، نه ترې نر بې برخې پاتې دی او نه ښځینه پتمنې پیغلې. دیني عالم دی که بې سواده دهقان. د مدرسې طالب دی که د پوهنتون محصل، یا د لیسې شاګرد، پښتون دی که تاجک، ازبک دې که ترکمن، هزاره دې که پشيي ټول د یو ملي بېرغ او یو ملي مشر امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد تر مشرۍ لاندې سره راټول شوي او هر چا تر خپلې وسې په دغه پاڅون کې برخه اخستې چې دا د دې پاڅون د ملي څرګندوالي ستره نخښه ده. نو ځکه دا پاڅون کله داسلامي امارت د سرښندونکو مجاهدینو په نوم وي او کله بیا په نوې ابتکاري څپو کې په بېلا بېلو بڼو څرګندېږي چې ځينې مثالونه یې په لاندې ډول دي:

۱ـ په ابتکاري ډول، خالي لاس د افغان بې وزله اولس له خوا د صلیبي یرغلګرو څخه غچ اخستل او له هغوی سره د کرکې څرګندول د ملي پاڅون، په زړه پورې لاسته راوړنه ده. لاندې څو بېلګې یې ولولئ!:

رسنیو په ۱۴ / ١٢ /١٣٨٨ هـ= ۲۰۱۰/۳/۷م نېټه خبر ورکړ چې د هرات د پشت کهنه په سیمه کی د بهرنیو عسکرو یو زهرپوش د بارانونو له امله په خټو کی بند شو چی تر زیاتو هلو ځلو وروسته یې د سیمی د خلکو څخه کومک وغوښت . د خلکو له منځه یو پوخ عمره سړی د خپل بېل او کلنګ سره راووت او یو بهرنی عسکر یې په کولنګ سخت وواهه او ځای پر ځای یې وواژه. نوموړی په ګڼه ګوڼه کی تری تم شو .

د یادونې وړ ده چې د دې څخه یو کال وړاندې (۱۳۸۷) د کندهار په میوند کی هم یو ۱۲ کلن ځوان (اختر محمد) یو برطانوي عسکر د تیلو په شیندلو او اور اچولو وژلی وه.

همدارنګه د عبدالکریم په نامه یو بل ۱۶ کلن ځوان چې د همدې ولایت د شاه ولی کوټ په ولسوالۍ کې د يو بېوزله موچي زوی وه، یو کاناډایی عسکر په تبر وهلی او وژلی وه. کاناډايي سرتېرو سمدلاسه په باتور ځوان ډزې وکړي او د شهادت سپېڅلې موخه یې ترلاسه کړه.

په ٢٨ / ١٠ / ١٣٨٩ = 2011-01- 18 نېټه د اسلامي امارت ویاند قاری یوسف احمدی رسنیو ته ویلی وه چی د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ د ساروان کلا د زیدانانو په سیمه کی یو قومی مشر (مامور معراج الدین الکوزي) د ځان سره درې ډبری واخیستې او امریکایي او افغاني ګډې قرارګاه ته ورغی او د خبرو اترو لپاره یې د امریکایی قوماندان سره ملاقات وغوښت. کله چی یو امریکایی افسر ورته راغی نو دغه قومې مشر هغه پر سر په هماغه ډبرو تر ګوزار لاندې راوست او ځای پر ځای یې وواژه څو چې وروسته نورو پوځیانو دغه قومی مشر هم وویشت او په شهادت یې ورساوه. احمدی زیاتوی چی معراج الدین الکوزي د زراعت رشته لوستلې او مامور وه .

۲ـ لکه څنګه مو چې مخکې ورته اشاره وکړه چې په دې ملي پاڅون کې د هیواد د هر توکم څخه نر او ښځه ونډه لري، چې د شهېدې عابدې ترور د میړانې لاندې کیسه یې یوه بېلګه ده:

دهلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ د مارجې د لويې څلورلارې اوسیدونکې عابده ترور چي په بیدو امه مشهوره وه، دشوروي لښکرو پر ضد یوه نومیالۍ زړه وره اوځیرکه قوماندانه وه چي د خپلې کورنۍ د نژدې غړو او د ځوانو زامنو په ملتیا یې د روسانواو د هغوی پرلاسپوڅو بریدونه کړي وه، او سخت زیانونه یې وراړولي وه، خو کله چي په ۲۰۰۱م کال کي د امریکا په مشرۍ صلیبی نیواکګرو لښکرو پر هیواد یرغل وکړ او د ۲۰۱۰م کال دفبروري میاشتې په ۱۲مه نېټه د نادعلي ولسوالۍ اړونده د مارجې پرسیمه پنځلس زره صلیبي بې رحمه عسکرو برید وکړ، او مقابل کې یې د مارجې مجاهد اولس ښه په مېړانه وجنګېده، او د صلیبي ټلوالي پنځلس زره کسیز لښکر د سختې ماتې سر مخ شو او د تیښتې لار ورڅخه ورکه شوه .ماتې خوړلي صلیبي لښکرو د خپلې ماتې د غچ اخستلو په موخه د عابدې ترور د کور شاوخوا په وحشت لاس پورې کړ، څوک یې وهل ټکول، څوک یې په مرګ او زندان تهدیدول، آن تر دې چې د ځینو بې وزله هیوادوالو سینو ته یې د ټوپک شپېلۍ ورواړولې، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې دولس تنه اولسي وګړي په وینو ولمبول، د دې دردوونکي خبر اورېدل عابدې ترور ونه شو زغملی تر دې چي د څه د پاسه پنځوس کلو په عمر یې، د۲۰۱۰ م، د فبروري پر۱۶مه نېټه د خپل کور مخکې پرمېشتو صلیبي ځواکونو باندې په خپل پخواني ټوپک برید وکړ او د نیواکګرو عسکرو څخه یې درې تنه ووژل اوپنځه نور یې ټپیان کړل چي ناببره زړوره مجاهده عابده ترور (بیدو امه) هم د دښمن تر برېد لاندې راغله او د شهادت لوړ مقام ته ورسېدله. او د ملالي میوندۍ د مېړانې څخه یې هم واړوله.

۳ـ همدارنګه په تېرو لسو کلونو کې د بهرنیو ځواکونو له لوري د ملکي افغانانو بې رحمانه وژنې د دې سبب شوې دي چې د کرزي لاسپوڅې ادارې په عسکرو کې هم کله ناکله په ملی پاڅون کې د ونډې اخستلو احساس پیدا شوی، او په صلیبي یرغلګرو یې ډزې کړې، تردې چې په ځېنو دا ډول بریدونو صلیبي ځواکونو پخپله هم اعتراف کړی. او د ۱۳۹۰هـ کال د غويي په ٧مه نېټه (04.27.2011 م) د چهارشنبې په ورځ یې رسنیو ته په اعتراف سره په ډاګه کړې: افغان ځواکونو په ٢٠ مواردو کې پر ناټو پوځيانو وسلوال بريدونه کړي دي او درنه مرګ ژوبله يې وراړولې ده. زيات بريدونه د پوليسو او يا هم د هغو کسانو له لوري شوي چې په پوځي روزنه بوخت وه. د بېلګې په ډول د یو څو یادونه یې په لاندې ډول کوو:

د ۲۰۰۸م کال د اکتوبر په ۱۶مه نېټه د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د پولیسو له خوا د صلیبي یرغلګرو په پلې ګزمې هغه وخت ډزې او د لاسي بمونو برید وشو کله یې چې غوښتل د عملیاتو وروسته بیرته خپل مرکز ته ستانه شي، چې یو امریکایي عسکر پکې ووژل شو. د پاته شوو پلې ګزمې عسکرو لخوا په ځوابیه ډزو کې د پولیسو یو تن ووژل شو.

اسوشیټیډ پریس په ٢٥ /٧ / ١٣٨٧ (۲۰۰۹م) نېټه پنجشنبه خبر ورکړ چی په د پکتیکا په برمل کی د یوې پوستې څخه یو افغان پولیس پر څو امریکایی پوځیانو ډزي وکړې او یو امریکایی عسکر یې ځای پر ځای وواژه. امریکایی پوځیانو هم په جوابی فیرونو کی پر نوموړې پوسته ډزی وکړې او هلته ټول پولیس یې ووژل.

د ۲۰۰۹م کال د نومبر په ۴مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د بریتانیا دفاع وزارت ویندوی په لندن کې وویل چې یوه افغان پولیس د افغانستان په جنوبي ولایت هلمند کې د تلاشۍ په یوه پوسته کې پنځه بریتانوي پوځیان ووژل، چې درې تنه یې د ګرینډیر ګارډ(the Grenadier Guards) او دوه نور د سلطنتي پوځي پولیسو (Royal Military Police) غړي ول.

د ۲۰۰۹م کال د دیسمبر په ۳۰مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د کرزي لاسپوڅې ادارې پوځي چارواکو رسنیو ته ویلي وه چې په هرات ولایت کې یوه افغان عسکر یو امریکايي پوځي وواژه او دوه ایټالیايي پوځیان یې ټپیان کړل.

د ۲۰۰۹م کال د اکتوبر په دوهمه په میدان وردګ ولایت کې یوه افغان پولیس دوه امریکايي پوځیان په داسې حال کې ووژل چې هغوی په درانه خوب ویده ول او دوه نور یې ټپیان کړل.

د ٢٠١٠م کال د جولاى په ۱۳ مه په هلمند کې يوه افغان عسکر خپل يو بريتانوى ملګرى چې په خوب ويده وه، وواژه. وروسته يې دوه نور په لاسي بمونو ووژل.

د ۲۰۱۰م کال دجولای په۲۱مه (چهارشنبه) د بلخ په ولایت کې یوه افغان عسکر د پوځي روزنې په سیمه کې دوه امریکايان او یو افغان عسکر وواژه.

د ۲۰۱۰م کال د اګست په ٢٥مه د چهارشنبې په ورځ، د بادغيس ولايت د هسپانوي ځواکونو په يوه مرکز کې یوه نوي افغان پوليس پر خپلو بهرنيو ښوونکو ډزې وکړې، او دوه اسپانېې منصبداران یې د هغوی له اسپانوي ژباړن سره ووژل. چې سمدستي د ناټو پوځيانو دغه پوليس وواژه، د پوليس تر وژلو ٢٥ دقيقې وروسته خلک په لاریون راووتل چې شمېره یې ۴٠٠٠ شاوخوا خلکو ته رسېدله. (تفصیل یې وروسته راروان دی).

د ٢٠١٠م کال د نومبر په میاشت کې طالبانو اعلان کړه، چې د پاکستان پولې ته څېرمه يې يوه پټ جاسوس (چې په پولیسو کې یې دنده درلوده)، شپږ امريکايي عسکر ووژل چې د افغان پوليسو په روزنې بوخت وه.

په ٨ / ٩ / ١٣٨٩ =2010-11-29 نېټه د دوشنبې په ورځ اسوشیټیډ پریس وویل چې په ننګرهار کی د سرحدی پولیسو یو افسر د ننګرهار د پچیراګام په ولسوالۍ کې د تمرین په ترڅ کې د ناټو پر عسکرو ډزې وکړې او شپږ امریکایی پوځیان یې ووژل. ایساف په یوه بیانه کې ویلي وه چې حمله کوونکی په خپله هم ووژل شو.

د 2011 کال د اپریل په ۴مه، د حمل ۱۵ د دو شنبې په ورځ د مازديګر پر پنځو بجو د فارياب ولايت په مرکز( ميمنه) کي د سرحدي قواوو يو تن افعان عسکر د دې ښار په اړونده سيمه کي په هغو بهرنيو عسکرو چي پلي روان وه مخامخ ضربه وکړه او دري تنه امریکايي عسکر یې پکې ووژل او بیا د پېښې ځای څخه ژوندی واوت.

د ٢٠١١م کال د فبرورۍ په میاشت کې، بغلان کې درې جرمني عسکر د يوه افغان عسکر له لوري د ددوى پوځي اډې ته څېرمه ووژل شول.

خو په دې وروستیو کې (04.27.2011, چهارشنبه/ثور۸) د کابل په هوايي ډګر کې د یو افغان پېلوټ (احمد ګل) له خوا د ناټو د نهو تنو عسکرو وژل ډېر په زړه پورې وه. د لاسپوڅې اداراې د دفاع وزارت ویاند جنرال عظیمي ویلي وه چې وژل شوي پایلوټ له تېرو شلو کلونو راهیسي د افغانستان په هوايي ځواک کې پېلوټي کوله. په دې اړه د پینتاګون ویندوی ډګروال ډیویډ لاپن وویل:«زموږ اوسني مالومات چې ایساف ځواکونو راکړي دا دي چې په برید کې اته پوځیان او یو ملکي وژل شوي.ټول نهه تنه وژل شوي کسان امریکایان دي».

د شهید احمد ګل (پایلوټ) جنازه خپل کلي ته درسېدو سره سم د څه د پاسه دوه زره خلکو له خوا په لوړو احساساتو د صلیبي ځواکونو پر ضد د شعارونو ورکولو او د ګلونو د پاشلو په ترڅ کې بدرګه شوه. او د کابل ولایت د ده سبز ولسوالی د ترخیلو په کلي کي (دوشنبه, د می ۲۰۱۱/۰۲م نېټه) خاورو ته وسپارل شو.

د نوموړي شهید د کلی ملا امام، خلکو ته د ده د شهادت د مبارکۍ ورکولو په ترڅ کې وویل: نوره دامریکایانو په مقابل دافغانانو کرکه راپورته شوی ده، نور افغانان دامریکایانو وجود پر افغان خاوره نه شي زغملای. نوموړي احمد ګل ته په اشاره کولو سره وویل نن بیا یوه افغانی بچی دغازي محمد اکبر خان تاریخ راتازه کړ. همدارنګه په کابل کي دوزیراکبر خان د جامع مسجد امام هم د جنازې ګډونوالو ته د خپلې وینا په اوږدو کې وویل: احمد ګل دانبیا‌‌‌ؤ لار غوره کړه، شهید شو، شهید مړنه بلکې ژوندی وي، او یاد به یی همیشه دافغانانو په زړونو کي خوندی وي.

د اسلامي امارت د وخت پخوانی سفیر ملا عبد السلام ضعیف چي په جنازه کی یی ګډون کړی و ه، د جنازي برخه والو ته وویل: احمد ګل داسي کس نه وه چي د پیسو او یا هم د ناپوهۍ له وجې یې امریکایان وژلی وي، بلکې نوموړي نور دافغانستان پر پاکه خاوره دامریکایانو له غروره ډک کرغیړن عملونه نه شوه زغملی نو ځکه یی په دغه اقدام لاس پوري کړ. د ده شهادت نه یواځي دافغانانو لپاره بلکې د ټولې نړۍ مسلمانانو لپاره د فخر وړ دی، او د اسلامي نړۍ لپاره یوه لویه ضایعه ده.

دا دی اوس تازه (۲۰۱۱م کال د مۍ په ۱۲مه د پنجشنبې په ورځ) هم د هلمند ولايت په مرکزلشکرګاه ښارکي عمومي محبس ته څیرمه د نظم عامه په نوم د پوليسو په یوه غټه قرارګاه کي يوافغان پوليس د ماښام لمانځه مهال د وسله وال بريد په نتيجه کي اته تنه بهرني او پنځه تنه پوليس وژلي اوګڼ نوريي ژوبل کړي دي .

۴ـ ځینو هیوادوالو خو لا بیا پر هیواد د صلیبي ټلوالې د برید سره سم په لاریونونو پیل وکړ. او کله چې طالبان د ملکې تلفاتو د مخنیوي پر اساس تکتیکی شاتګ ته اړ شول، نو په ۱۳۸۰ لمریز کال د روژې په مبارکه میاشت کې د کابل پوهنتون زړورو او په اسلام مینو پښتنو محصلینو تاریخي لاریون وکړ چې امریکایی مزدورو او وحشي لاسپوڅو پکې په لسهاوو بې ګناه محصلین د نیولو څخه وروسته په شهادت ورسول او ځینې یې ژوندي په کوهي کې هم اچولي وه، چې زیاتره یې تر اوسه بې درکه دي. د ذکر شوي تاریخي لاریون څخه وروسته هیوادوالو وخت په وخت د وسلوال مقاومت ترڅنګ د صلیبي نواکګرو له خوا د ملکیانو د وژنې او د اسلامي مقدساتو اوافغاني عنعناتو ته د سپکاوی سره سم د دوی پر وړاندې نور ستر ستر لاریونونه کړي خو په هر ځل د کرزي د لاسپوڅې ادارې د عسکرو له خوا د سخت عکس عمل سره مخ شوي او په کړېدلی اولس یې د ویر او ماتم وريځ لا نوره هم ورخوره کړې، چې څو بیلګې یې په لاندې ډول وړاندې کوم:

د 1387 د کب د میاشتې په نهمه نېټه د غزني ولایت د مرکز په ده خدايداد کلي کې د ايساف ځواکونو د وحشیانه عملياتو پر ضد چې په یاده شوې سیمه کې یې د جوماتونو د پلټلو او د قرآن کریم د سپکاوي برسیره یې اولسی خلک سخت زورولي وه، د سهار په اتو بجو، په سلګونو قهرجنو لاريون کوونکو د بهرنيو ځواکونو او امريکا پر ضد شعارونه ورکول او د غزني- پکتيکا لويه لاره یې درې نيم ساعته تړلې وه، او بیا لاسپوڅو پوليسو په وحشیانه ډزو پیل وکړ، او لږ تر لږه درې تنه ملکي وګړي یې ټپيان کړل.

د 1388 د عقرب په څلورمه نېټه په کابل کې د تخنيکوم د محصلينو يوه لاريون د چهل ستون له تخنيکوم څخه پيل شو، او تر ګذرګاه پورې یې خپل شعارونه ورکول، چې اجیرو پوليسو لاریون په تاوتريخوالي واړاوه، او په ترڅ کې یې تر لسو ورپورته پوليس او يوشمېر محصلين ژوبل شوي وه. دغه لاریو وروسته تر هغه ترسره شو چې په ميدان وردګو کې د امريکايانو يو ټانک په ماين والوت او بيا دوی د سړک پرغاړه قرآن کریم ته اور ورته کړی وه.

د ۱۳۸۷ لمريز کال د غبرګولی په ۲۵ مه نېټه د پكتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ کي ملکي وګړو وروسته له هغه په لاريون لاس پورې كړ چې نړيوالو صلیبي ځواكونو د عملياتو پرمهال د جمعې په شپه يو كور تر هوايي بريد لاندې ونيو او د يوې كورنۍ د ټولو غړو په ګډون یې تر شلو تنو ووژل. په سلګونو قهريدلي لاريون كوونكي د زرمت ولسوالۍ ودانۍ په لور روان ول، د بهرنيو ځواكونو پرضد یې شعارونه وركول خو کله چې یې د هغو لوحو په ويشتلو او ماتولو پيل وكړ چې د ځواكونو لخوا لګول شوي وه نو د پوليسو لخوا پرې ډزې وشوې چې له امله يې دوه تنه ووژل شول او ديارلس نور ټپيان شول.

په 10-05-2008 نيټه د ننګرهار ولايت د غني خېلو ولسوالۍ د مارکو په سيمه کې امریکايی صلیبي عسکرو د يوې کورنۍ درې کسان وژلي او پنځه نور يې ژوندي ورسره بېولي وه چې له امله یې د شنبې په ورځ، د مۍ په ١٠مه، اولسي خلکو د يوه لاريون په ترڅ کې د جلال اباد- تورخم لويه لاره د شهیدانو جسدونو په ایښودلو د ترافيکو پرمخ تړلې وه. پولیسو په خلکو ډزې وکړې، چې دوه لاريون کوونکي پکې ووژل شول او درې نور ټپيان شول.

د 2008م کال د جون په ۲۶مه او د سلواغې په ٦مه، د غزني په سلګونو ښاريانو يو ځل بيا د امريکايي وحشت په وړاندې د هاغه وروسته لاریون پیل کړ چې د پوځې عملیاتو پر مهال یې لس تنه وژلي وه چې اولسي وګړي اوپولیس هم پکې شامل وه.

په ۲۵/۱/۲۰۰۹م نېټه د لغمان ولايت مرکز مهترلام کې په سلګونو اوسيدونکو د صلیبي ځواکونو د هغو عملياتو پرضد چې دولس ملکي وګړي پکې وژل شوی وه، لاريون وکړ چې قومي مشرانو اوعاموخلکوپکې ګډون کړى وه.

د ننګرهار پوهنتون زر ګونو محصلينو په ۱۳۸۸/۹/۱۸ه‍ نېټه د چهارشنبې په ورځ د سهار په ۸ بجو د کابل- جلال اباد پر لویه لار د یوې سترې مظاهرې په ترڅ کې د لغمان د مرکز په هرمل کې د سې شنبې په شپه د صلیبي ځواکونو په عملیاتو کې د ۱۲ تنو ملکیانو وژنه د شعارونو په بدرګه او د امریکا د بیرغ په سوځولو وغندله. مظاهره کوونکو
محصلینو په خپل پرېکړه لیک کې له افغانستان څخه د بهرنیو یرغلګرو د وتلو، د لغمان د والي، امنیه قوماندان او د استخباراتو رئیس له دندو څخه د لرې کېدو او هم د استخباراتو د رئیس د محاکمې او د هاغه نیول شوي محصل د راخوشې کېدو غوښتنه هم کوله، چې د همدې کال د لړم په شلمه په پکتیا ولایت کې صلیبي یرغلګرو نیولی وه
.

په ۱۹/۱۰/۲۰۰۹م نېټه د جلا آباد په ښار کې د ننګرهار پوهنتون زرګونو محصلینو د میدان وردګو ولایت کې د قرآن کریم د سپکاوي په غبرګون په یو لاریون لاس پوري کړ، چې په ترڅ کې یې په ډیرو سختو الفاظو د صلیبي ځواکونو، ناټو سرتیرو او د اسرائیل هیواد په ضد شعارونه ورکول او د ژوندي دې وي مجاهدین نعري یې وهلي. او تقریبا ۵۰ دقیقي یې د کابل جلال آباد لویه لاره په هغه سیمه کې چې د نوموړي ښار بېلا بېلي اړونده ناحیي یو له بل سره نښلوي وتړله.

په 2010-04-26 نېټه د لوګر ولایت خلک د بهرنيانو پرله پسې عملیاتو او د ملکيانو وژنې لاریون کولو ته اړ کړل، چې په ترڅ کې یې د کابل – پکتيا لويه لار تړلې وه او د صلیبي ځواکونو ۱۵ ګاډي یې سوځولي، او يو امنيتي ساتونکی ټپي شوی دی. يوه تن لاريون کوونکي ، بي بي سي ته د تيلې فون پر کرښه ویلي وه چې د حکومتي سرتېرو په ډوز کې دوه لاريون کوونکي هم ټپيان شوي دي.

د ۲۰۱۰م کال د اګست په ٢٥مه د چهارشنبې په ورځ، په بادغیس ولایت کې، شاوخوا ۴۰۰۰ خلک په لاریون راووتل او د بهرنيو ځواکونو پرضد يې د شعارونو ورکولو په ترڅ کې د قلعه نو په «پي، ار، ټي» يې د کاڼو او خښتو ګوزارونه وکړل. خلکو وویل چې بهرني ځواکونو پرې ډزې وکړې او ۲۵ کسان پکې ټپیان هم شول.

دا لاریون د هاغه افغان پوليس تر وژلو ٢٥ دقيقې وروسته پیل شو کوم چې د هسپانوي ځواکونو په يوه مرکز کې پر خپلو بهرنيو ښوونکو ډزې وکړې، او دوه هسپانوي منصبداران یې د هغوی له هسپانوي ژباړن سره ووژل. چې سمدستي د ناټو پوځيانو دغه پوليس وواژه، او سمدستي خلکو پاڅون وکړ.

په ۲۷/۵/۱۳۸۹=۲۰۱۰م د چهارشنبې په شپه د ننګرهار ولایت د سرخرود ولسوالۍ په ځنګل باغ نومې سيمه کې بهرنيو ائتلافي ځواکونو دوه تنه ملکيان ووژل او درې تنه يې له ځان سره يوړل، سيمه ايزو خلکو چارشنبه سهار په لاريون لاس پورې کړ او د جلال اباد- کابل لويه لار يې په ياده سيمه کې ټوله ورځ د ترافيکو پرمخ تړلې وه. او غوښتنه یې کوله چې ترهغې به خپل لاريون ته دوام ورکوي او وژل شوي به خاورو ته نه سپاري ترڅو چې د صلیبي ځواکونو لخوا بنديان شوي بېګناه درې تنه راخوشې نه شي.

په کندز ښار کې په ۱۹/۱۰/۱۳۸۹ه‍ نېټه سلګونو تنو د بهرنیو ځواکونو له خوا د کندز ښار د خیابان د مدرسې دینی عالم قاري نورالله او د دوو ماشومانو په ګډون درې تنه نور د کورنۍ غړي یې تیره شپه د بهرنیو ځواکونو له خوا د وړلو په اعتراض مظاهرې وکړې.

په ۲۰۱۰/۵/۹م نېټه د ميدان وردګو په سيداباد ولسوالۍ کې وروسته له هغه چې د يوې امنيتي کمپنۍ کسانو يو ملکي وګړى په ډزو وواژه، د سيمې خلکو لاريون پيل کړ او د کابل، کندهار لويه لاره يې وتړله. د دې څخه یو کال وړاندې (۲۰۰۹م) هم د همدې ولسوالۍ په هفت اسياب سيمه کې نښته شوې وه او صلیبي یرغلګرو په کورونو او کرنيزو ځمکو کې شاوخوا ٢٧ ملکي وګړي وژلي وه.

د ۱۳۸۹هـ کال د زمری په ۳۰مه (٢١/٠٨/٢٠١٠م) نېټه د بغلان د ډنډغورې سیمې په سلګونو اولسی وګړو د صلیبي اشغالګرو عسکرو او اربکیانو له لوری دډنډ شهاب الدین دکټه خیلو په سیمه کې په یوه کور د یرغل پر مهال د یوه ماشوم دشهیدولو او دریوتنو دټپي کولو پر ضد په پراخو مظاهرو لاس پورې کړې وه چی دشهید شوی ماشوم جسد یې له ځان سره اخیستی وه او د پلخمري ـ کندز لویه لار يې د ترافیکو پر مخ تړلی وه.

د 2010م کال د جنورې په ۱۲مه نېټه د هلمند ولايت د ګرمسېر د ولسوالۍ په مرکز کې څو سوه لاريون کوونکي راغونډ شول ترڅو د امریکایي وحشي عسکرو پر ضد خپله کرکه څرګنده کړې چې قرآن کریم یې د سپکاوي لپاره پر چاکوګانو وهلی او څيرې کړی وه. له هاغه وروسته د خلکو احساسات مخ په تودېدو شول چې افغان امنيتي ځواکونو پر لاريون کوونکو ډزې وکړې، د شکرالله په نوم یوه سړي (د چا چې ورور پکې وژل شوی وه) رسنیو ته ویلی وه چې په لاريون کې لس تنه ووژل شول او ١٣ نور ټپيان شول.

د ۱۳۹۰کال د کب په ‍۱۹مه نېټه چې د ۲۰۱۱م کال د مارچ د ۱۰مې نېټې سره سمون خوري، په کندهار ولایت کي سلګونه خلکو وروسته له هغې د اشغالګرو ځواکونو د کړنو پر ضد لاریون وکړ، چې د شپې له خوا یې پر کورنو د چاپو لګولو په ترڅ کې درې تنه بی ګناه عام وګړي ووژل شوه او درې نور یې ځان سره یووړه. ځایي خلکو رسنیو ته وویل چې په دغه لاریون کې د پولیسو لخوا درې تنه عام وګړي زخمي شوي دي.

د ۱۳۸۹ کال د کب په ۱۶مه نېټه چې ۲۰۰۱۱م کال د مارچ د ۷مې نېټې سره سمون خوري، د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ د نجم المدارس مدرسې سلګونو زده کوونکو د صلیبي نواکګرو قواوو پر ضد لاریون وکړ چې د سهار له نهو بجو څخه تر لس نيمو بجو پورې د جلال اباد ښار سوېل لور ته یې حلقوي سړک د ترافيکو پر مخ تړلى وه. دا لاریون وروسته له هغې وشو چې په ۵/۳/۲۰۱۱ م نېټه د یکشنبې په شپه د جلال آباد د مولوي خالص فامیلۍ (نجم الجهاد کلي) په اوله حصه کې، بهرنیو یرغلګرو او افغاني عسکرو، د دوه وو جوماتونو د ماسخوتن د لمانځه د ټولو لمونځ کوونکو لاسونه وتړل چې سپین ګیري او ماشومان هم پکې وه او په ډېره بې رحمۍ سره یې په ګاډو کې واچول. او د دغو جوماتونو شاوخوا ځینې کورونو څخه یې هم یو شمېر بې ګناه هیوادوال د خپلو کورونو څخه راوویستل او له ځانه سره بوتلل. زیاتره نیول شوي خلک په همدې شپه بېرته راخوشې شول یوازې د سيمې یو ډرېور او د نجم المدارس مدرسې يو طالب عبدالبصير ، چې په سيمه کې د يوه جومات ملا امام هم و، له دوه وو نورو زده کوونکو سره له جوماته بې له شواهدو بيولى دى چې د بیولو پرمهال سخت وهل شوي هم وه. لاريون کوونکو چې د نوموړو نیول شوو کسانو د راخوشې کولو غوښتنه یې کوله، د الجهاد الجهاد او مرګ پر امريکا شعارونه يې ورکول، او د سړک پرمخ يې غټې ډبرې ايښې وې او ټايرونو ته يې اور هم ورته کړى وه. د لاریون یو ګډون وال پژواک خبري اژانس ته ویلي وه: که دولت او بهرني ځواکونه دا ډول وحشیانه کړنو ته ادامه ورکړي نو اولس به د مصر او ليبيا په څېر د نظام بدلولو ته اړ کړي.

د دې سره یو ځای پژواک خبری اژانس خبر ورکړی وه چې د لوګر د مرکز پل علم اړوند د سيمې کلا شاوخوا ١٠٠ تنو اوسيدونکيو د ملي امنيت لخوا ديو جومات دملا امام د وړلو په اړه لاريون وکړ. لاريون کوونکو له دولت غوښتنه وکړه چې نيول شوى ملا امام ژر تر ژره خوشې کړي.

د ۲۰۱۱م کال د مارچ په ۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ په زرګونو کونړیانو وروسته له هغې د امریکايې ځواکونو او د کابل لاسپوڅې رژیم پر ضد د قهر او غوصې ډک لاریون وکړ، چې امریکایانو د کونړ په غازي اباد کې په یوه وحشیانه بمبار کې نهه تنه ماشومان شهیدان کړل او همداراز تردې وړاندې يې یو مکمل کلی د بمبارۍ په ترځ کې له خاورو سره خاورې کړ او تر ۷۰ زیات کسان ښځې او ماشومان یې په شهادت ورسول،. په وژل شوو کې هاغه ماشومان هم وه چې د سې شنبې په ورځ یې د ماڼوګي ولسوالۍ له مرکزه کابو نیم کیلومتر لېري په غرونو کې د یوې ونې لاندې لرګي ټولول. لاریون کوونکو د مړه دې وي امریکا او مړه دې وي جاسوسان شعارونه یې ورکول.

همدارنګه په کابل کې هم (د 2011م کال د مارچ په ۶مه د يکشنبې په ورځ) په سلګونو خلکو د یو ستر لاریون په ترڅ کې په کنړ کې دامریکايي ځواکونو له خوا پر ولسي وګړو بمباري په کلکه وغندله او دایې یو نه بخښونکي ستر جنایت وباله ، دوی د شهید شویو ماشومانو عکسونه لیږدول دامریکا او کابل ادارې خلاف یې شعارونه ورکول.. همدارنګه یې د دایمي امریکايي اډو جوړیدلو په کلکه مخالفت وکړ، او ویې غوښتل چې بهرني ځواکونه دي ژر تر ژره له افغانستانه ووځي.

اوس څه وخت وړاندې (۲۰۱۱/۴/۱۸م د دوشنبې په ورځ سهارمهال) د پروان ولايت په مرکز کې سلګونواولسي خلکو وروسته له هغې پر مظاهرو لاس پورې کړ چې یو ورځ مخکې ماښام مهال يرغلګرو عسکرو د ولايت د مرکز په اړونده سيمه چاپه ووهله اودکورونو په تالاشۍ سربېره يې پنځه تنه بې ګناه اولسي وګړي له ځان سره يوړل اوبنديان يې کړل. مظاهره چیانو د ولايت او قومندانۍ لارې تړلې او د صليبي يرغلګرو او ګوډاګۍ ادارې په ضد یې شعارونه ورکول چې ناڅاپه د ګوډاګۍ ادارې د پوليسوله خوا پرې ډزي وشوې اوګڼ شمېر لاریون کوونکي يې شهيدان کړه.

همدارنګه دې سره په یو مهال (دوشنبه ۲۰۱۱/۴/۱۸م) د کابل ولایت د ده سبز ولسوالۍ اړوند د تترخيل په سیمه کې څه د پاسه زر تنه خلکو وروسته له هغه په پراخ او قهرجن لاریون لاس پورې کړ چې اشغالګرو د معارف وزارت قرآن کريم، حديث او د فقهي ديني کتابونو څخه تشناب کاغذ جوړ کړ، لاریون کوونکو چې د امريکا او ګوډاګۍ ادارې په ضد شعارونه ورکول، په سیمه کې د لاله په نوم د تشناب کاغذ جوړلو کارخانه هم ویجاړه کړه.

اوس تازه د ننګرهار ولایت د حصارک په ولسوالۍ کې (۲۰۱۱-۰۵-۱۴م. د غويى٢٤مه، شنبه، سهار9 بجې) وروسته له هغې خلکو په لاریو پیل وکړ چې اشغالګروعسکرو (د شنبې په شپه یوه بجه) د ننګرهار ولايت د حصارک ولسوالۍ دلاجګړ په کلي کې په کورونو د چاپې او پلټنې پرمهال يو کوچنی لس کلن ماشوم (بلال د اول ګل زوی) په شهادت ورساوه. قهرېدلي مظاهرچيانو چې د معصوم بلال جنازه يې له ځان سره لېږدوله، او د ولسوالۍ د ودانۍ تررسېدو پورې يې، د صليبيانو او د هغوی د لاسپوڅو په ضد د شعارونو ورکولو په ترڅ کې غوښتنه کوله چې ژرترژره دي، بهرنیان له هیواده ووځي او د دې کوچني ماشوم قاتلين دې محاکمه شي، چې ناڅاپه پرې د پولیسو له خوا ډزې وشوې، دوه لاريون کوونکي يې ووژل او شپږ نور يې ټپيان کړه. د حصارک لاسپوڅي ولسوال حاجي عبدالخالق معروف، پژواک خبري اژانس ته په اعتراف سره په ډاګه کړې وه چې ځکه مو پرې ډزې وکړې چې د لاريون کوونکو په منځکې وسلوال مخالفين وه، خو عیني شاهدان وايي ټول بې وسلې اولسي خلک وه.

۵ـ په کفري نړۍ کې د کفارو د سپکاويو او نورو تېريو په وړاندي هم افغانان چپ نه دي پاتې شوي، په دې موقع کې یې هم د ملي پاڅون په لړۍ کې، د اشغالګرو قواوو پرضد د لاریونونو په ترسره کولو هم په صلیبي یرغلګرو بریدونه کړي، او خپله کرکه یې ورسره څرګنده کړې ده، د دې جملې څخه په لاندې ډول یادونه کوو:

الف: رسول اکرم -صلی الله علیه وسلم- ته د کفارو د سپکاویو پر ضد افغان ملي پاڅونونه (۲۰۰۵م کال څخه تر۲۰۰۸م پورې):

يوې ډنمارکۍ ورځپاڼې د بشریت ستر لارښود، محمد -صلی الله علیه وسلم- ته د سپکاوۍ په موخه په ۲۰۰۵م کال په لومړي ځل کې یو کاریکاتور چاپ کړ او بیا یې څو ځله خپور کړل.

همدارنګه په ډنمارک کې د اسلام د پیغمبر کارټونونه په دوهم ځل خپرولو او په هالنډ کې د اسلام ضد فلم جوړولو د غندلو په موخه (په ۲۰۰۸م کال د ۱۳۸۶/۱۲/۱۶ه‍ نېټې سره سم) د افغانستان په ډیرو ولایتونو کې په زرګونو خلکو پر لاریون لاس پورې کړ، او د افغانستان څخه یې د صلیبي عسکرو د وتلو شعارونه ورکول، او له ډنمارک او هالنډ څخه یې غوښتل چې د نړۍ له مسلمانانو نه بخښنه وغواړي او عاملین محکمې ته راکش کړي. تر ټولو لوی لاریون د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې وشو، دغو اسلام ضد کړنو د افغانانو غوصه را وپاروله، چې د افغانستان په مختلفو ولایاتو کې ورسره پر یو مهال په لاندې ډول لاریونونه شوي ول:

د "بلخ" ولايت په مرکز "مزار" ښار کې (په ١٢ / ١٢ / ١٣٨٦هجری= ۲۰۰۸/۳/۲م نېټه) په زرګونو خلکو د ډنمارکي ورځپاڼي له خوا د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د کاریکاتورونو د بیا چاپېدو او د سپکاوي څخه ډک فلم د خپرېدو پرضد لاریون وکړ او د دې کړنې د غندلو په ترڅ کې یې د هالنډ او ډنمارک او نورو اشغالګرو هیوادو پر ضد ناري وهلي او له" افغانستان" څخه یې د دغو هیوادو د سرتیرو د وتلو غوښتنه کوله. د مظاهرې یو تنظیموونکي او دینی عالم مولوي شعیب رسنیو ته ويلي وه چې: هغوي زمونږ دین او مقدساتو ته سپکاوی کوي او مونږ له خپل هیواد څخه د هالنډي او ډ نمارکي سرتیرو د وتلو غوښتونکي يو . د لاریون یو بل تن مذهبی عالم، هم ویلي وه چې د غربیانو دا کارونه یوازی د افغانستان مسلمانانو لپاره نه بلکې د ټولي نړۍ د مسلمانو لپاره د زغم وړ نه دی او هغوي هم باید د "ډنمارک" او "هالنډ" ضد مظاهري پيل کړي .

همدارنګه د کنر ولايت خاص کنړ ولسوالۍ په زرګونو تنو اوسيدونکو هم د ۱۳۸۶ه‍ کال د کب په ۱۸مه (۲۰۰۸/۳/۸م) نېټه، د ډنمارک او هالنډي مطبوعاتو د هغه کارتونونو د چاپيدا پر خلاف لاريون وکړ چې پکې د اسلام ستر پيغمبر ته د تروريست خطاب شوى دې. لاريون کوونکو د ډنمارک او هالنډ هيوادونو پر خلاف شعارونه ورکول، د دوی بيرغونه یې وسوزول، پريکړه ليک یې وړاندې کړ. او په شعارونو کې یې دا هم وویل: مسلمانان د خپل ديني اعتقاداتو له مخې د هيچا دين او اعتقاداتو ته سپکاوى نه کوي نو هيڅ هيواد د دوې مقدساتو ته د سپکاوي حق نه لري.

په ۲۰۰۸/۳/۸م نېټه،٩ نيمي بجې په زرګونو تنه خلک د هرات ښار لارو کوڅو ته هم د دغه وحشیانه عمل د غندلو په موخه را ووتل، دغو خلکو د لاريون په ورستيو شيبو کې د هرات ښار ملی لوبغالي ته ورغلل چير ته چې ګڼ شمير ديني عالمان را ټول شوي ول او د ډنمارک او هالنډ هيوادونو ضد ويناوي ېې کولي. که څه هم د دغې ورځې لاریون کوونکو شمېر ځيني سرچينو شاوخوا 50000 ښودلې وه خو د پوليسو يو افسر ويلي وه چې نژدې 100000 تنو په مظاهره کې ګډون درلود.مظاهره چيانو په خپلو شعارونو کې وويل:"مړ دې وي ډنمارک چی زمونږ پيغمبر ته سپکاوی کوي ، مړ دې وي هالنډ چې زمونږ دين ته سپکاوي کوي او مړه دې وي امريکا او غربيان.

همدارنګه په زرګونو تنو محصلينو او زده کونکو (په ۲۰۰۸/۳/۹م نېټه) د جلال آباد په ښار کې د ډنمارک او هالنډ هيواد پر ضد مظاهري وکړي. قهرجنو مظاهره کونکو د اسلام د ستر پيغمبر محمد مصطفی د -صلی الله علیه وسلم- کاريکاتور په بیا چاپیدو او د هالنډ هیواد د یو سیاست وال له خوا د اسلام دين ته د سپکاوی د جوړ شوی فلم غندنه کوله. مظاهره چيانو د څو ساعتونو لپاره د جلال آباد- تورخم لویه لاره هم د ترافيکو پر مخ تړلي وه. د ننګرهار د پوهنتون يوه زدکونکي" محمد ابراهیم" د رويترز خبري آژانس ته ويلي وه: که چيرته غربيان د اسلام له سپکاوي لاس وانخلي نو خپلو لاريونونو ته به ادامه ورکړو او دلته په افغانستان کې به د هغوي په سرتیرو سرتېرې (فدايي) بریدونه وکړو. د مظاهرې په اوږدو کې د هالنډ او ډنمارک د بيرغونو ترڅنګ د امريکاېې ولسمشر جورج بوش ګوډاګي ته هم اور ورکړ شو ‎‎.

په همدې اړه د کابل ښار شاوخوا ۷۰ تنو اوسيدونکو ښځو هم (په ۲۰۰۸/۴/۲م نېټه) د ډنمارک او هالنډ هيوادونو پر ضد لاريون وکړ.

همدارنګه په ۲۰۰۸/۵/۳م نېټه د لوګرولايت په مرکز پُل علم کې هم شاوخوا پنځو زرو هېوادوالو د زده کوونکو، او ديني عالمانو په ګډون یو ستر لاریون وکړ، چې په ترڅ کې یې د ډنمارک او هالنډ د سپکاوۍ کاریکاتورونو او فلم خپرولو سربېره د اسرائيلو له لوري په غزه کې دفلسطينيانو وژنې هم وغندلې او د درې واړو هيوادونو پرضد يې شعارونه ورکړل.

ب: قرآن کریم ته د کفارو د سپکاوي پر وړاندې (د ۲۰۱۱م کال) د غندلو په ترڅ کې د افغان باتور اولس راپاڅېدل:

بیا چې کله په امریکا کې یوه امریکايي وحشي پادري تیري جونز د مارچ په یوویشتمه او د حمل په لومړۍ نېټه، د قرآن کريم يوه نسخه وسوځله او دې کار يې په افغانستان او نورو اسلامي هېوادونو کې د مسلمانانو احساسات راوپارول. د دې وحشیانه عمل پر ضد خلک په ګرد هېواد کې راپاڅېدل، او په مختلفو ولایاتو کې لکه مزار، کندهار، ننګرهار، لغمان، پروان، جوزجان، هرات، تخار، خوست او نورو سیمو کې یې مظاهرې او لاریونونه وکړه، او د صلیبي یرغلګرو او د هغوی د لاسپوڅو پر ضد کرکه او نفرت څرګند کړ شو، خو صلبیانو او د هغوی لاسپوڅو ونه شو زغملی او په ځینو سیمو لکه مزار شریف او کندهار کې یې د قرآن په ننګ په راوتلو ډزې وکړې، او ګن شمېر اولسي خلکو ته یې مرګ ژوبله هم واړوله. د دې لاریون کوونکو پر وړاندې د صلیبي ټلوالې دا ډول سخت غبرګون هم د ملي پاڅون ښکارندویی کوي. د ملي پاڅون په څپو کې د دې لاریونو په اړه یو څه مالومات په لاندې ډول ولولئ:

د بلخ ولايت په مرکز کي په ۲۰۱۱/۱/۴م نېټه د جمعې په ورځ چې د حمل د میاشتې د ۱۲مې نېټې سره سمون خوري، د جمعې له لمانځه وروسته مازديګرمهال د زرګونو کسانو له لوري دامریکا په فلوریدا ایالت کې د ذکر شوي نه بخښونکې جنایت په ضد پراخ لاریونونه ترسره شوه او د بهرنيوسرتېرو د پي آرټي او د ملګرو ملتونو د فتر مخکي یې د قرآن کريم د سوځونکو او يرغلګرو پر ضد شعارونه ورکول، خو وحشي يرغلګرو د لاريون کونکو د شعارونو د نه زغم له امله په مظاهرچيانوباندي ډزې وکړې او۴ تنه يې شهيدان کړل. دقرآن په ننګ راپاڅېدلو مظاهره کونکو هم د دوی د ډزو په مقابل کې، په سیمه کې میشت د یوناما په دفتر حمله وکړه ، دفتر ته له داخلیدو ورسته یې د دفتر د امنیتي کسانو څخه وسلې واخیستي اوپه میشتو کسانو یې ډزې پیل کړې چې له امله لس تنه بهرنیان ووژل شول چې درې پکې لوړ پورې امریکایان (دسیاسیي چارو محلي مشر، د بشری حقوقو مسؤل او د پوځي چارو مسؤل) وه او پاتې نور یې نیپالیان وه او نور ګڼ شمېر يې ټپيان شول. د یادونې وړده چې په دې ورځ د ښار ډېری برخه بنده وه اوترماښامه پکي ډزي روانې وې.

په سبا یې (۲۰۱۱/۴/۲م د شنبې په ورځ) هم د بلخ ولایت مرکز مزار شریف په ښار کې په زرګونو اولسي خلک په لاریونو بوخت ول، او د امریکا او اشغالګرو ځواکونو پر ضد یی شعارونه ورکول.

همدارنګه د دې لاریونو سره په یو مهال (په ۲۰۱۱/۴/۲م او د حمل په ۱۳مه نېټه د شنبې په ورځ) د کندهار ښار په مختلفو برخو کې دزرګونو کسانو له لورې د دې وحشانه عمل په ضد لاریون کوونکو له ځان سره دامریکایي ځواکونو او کفري نړۍ پر ضد لیکلې شعارونه لیږدول او د ولایت مقام مخې ته غونډ شول. امنیتي پولیسو د غیرتمندو مظاهره کونکو د شړلو لپاره پر دوی ډزې وکړې چې له امله یې ګڼ شمېر وګړي شهیدان او ټپیان شوه.

د دې لاریون پر سبا (یکشنبه ۲۰۱۱/۴/۳م او حمل۱۴) بیا په کندهار کې د پوهنتون په انګړ کې د قهرجنو محصلینو مظاهره وه، چې له ځانه سره یې پر سپینو ټوکرو د امریکا، کابل ادارې او استعمار پر ضد سخت شعارونه بدرګه کول او ویل یې چې د بشریت تر دغه ستر قانون او الهي کلام هر ډول سرښندنې ته چمتو دي. همدارنګه د کندهار په مرکز او نورو مختلفو ولسوالیو کې هم ورته مظاهرې ترسره شوي چې دغرمې خوا ته په تاوتریخوالي واوښتي ، دپولیسو له لوري په مظاهره کوونکو په ځینو سیمو کې ډزې وشوې، د وروستیو ترلاسه شویو معلوماتو له مخې د دوهمې ورځې په مظاهرو کې ۴۱ تنو ته مرګ ژوبلې اوښتې چی دوه یې شهیدان او پاته نوريې ټپیان دي.

د۱۳۹۰ کال د وري په ۱۴ مه (۲۰۱۱۳/۴/۳م) نېټه د لغمان ولایت او د سرخ کانو لیسو زده کونکو هم د وحشي پادري د وحشیانه کړنې پرضد لاریون کري وه، د کابل- جلال آباد لويه لار یې د دريو ساعتونو لپاره د ترافیکو پر مخ تړلې وه. پر سبا یې (د وري په ۱۵ مه) هم بیا شاوخوا زر تنو کسانو له علینګار ولسوالۍ څخه د ولایت تر مرکز مهترلام پورې په لاریون پیل وکړ، د امریکایانو او د هغوی د لاسپوڅو پر ضد یې شعارونه ورکول، د پولېسو څه ډزې هم اورېدل شوې دي خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي خپاره شوي.

په جلال اباد کې هم (په ۲۰۱۱/۴/۳م نېټه) د ننګرهار د پوهنتون محصلينو د قرآن کریم پر ننګ په پراخه مظاهره لاس پوري کړ. چې د پوهنتون څه د پاسه 3000 زره محصلينو پکې ونډه اخستي وه، چې له پوهنتون څخه د درونټې تربازاره پوري لاړل، خو د هغه ځایه پولیسو د ښار نورو سیمو ته پرېنښودل چې هلته مظاهره وکړي. نو د غرمې تر11 بجو یې د کابل – جلال اباد لويه لار درې ساعته د ترافيکو پر مخ تړلې وه، لاريون کوونکو د امريکا، د کرزې اداره او پارلمان پر ضد شعارونه ورکول چې په ترڅ کې يې د امريکا د ولسمشر بارک اوباما جوړه شوې څېره هم وسوځوله. د دې لاريون په پاى کې په پنځه ماده ییز پريکړليک کې په ډاګه شوې وه، چې د قرآن کريم د بې حرمتۍ عاملين دي په سزا محکوم شي. اسلامي نړۍ دې د دا ډول پېښو پر وړاندې غبرګون وښيي چې بيا دا ډول پېښې را منځته نه شي او په خپلو هېوادو سربېره او دغه راز له افغانستان نه د بهرنيو ځواکونو په ايستلو کې جدي شي.

بیا په کابل پوهنتون کې (په ۲۰۱۱/۵/۴م نېټه او د حمل په ۱۶مه د سې شنبې په ورځ) هم شاوخوا دوه نیم سوه محصلین او نورو کسانو د امریکا د فلوریډا ایالت د سخت دریځي پادري تیري جونز د ناوړه عمل په وړاندې د اعتراض ږغ پورته کړ.

په خوست کې هم د نورو ولایتو په څېر (شنبه، د وري ٢٠مه ۲۰۱۱/۹/۴م ) مظاهرې روانې وې، چې د شيخ زاهد د پوهنتون څو سوه محصلينو په يوه سوله ييزه مظاهره کې د امريکا په فلوريدا ايالت کې د وحشیانه عمل غندنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې همداراز په پروان جوزجان، هرات او تخار او نورو سیمو کې هم اعتراضی مظاهرې او لاریونونه شوي وه.

ګرانو لوستونکو!

د پورتنۍ څېړنې څخه څرګندېږي چې افغان غیرتی اولس، په دومره لویه کچه سرښندنې، نه خو د دولت ګټلو لپاره دي، نه د نوم ګټلو لپاره، نه د ځمکې او جایداد په خاطر دي او نه هم د طالبانو د مخالفینو په څېر د چوکۍ او سياسي مقام او رتبې خپلولو په موخه دي، بلکې یوازې له اسلامي نظام څخه د ننګې او بقاء لپاره او له خپل اولس څخه د اجتماعي ناخوالو، اخلاقي مفاسدو او بې لارتیاؤ په خاطر او د الله تعالی د رضامندۍ، د اسلام د سپېڅلي دين د بیا راژوندي کولو او د اسلامي شريعت د واکمنتیا او د صلیبي نیواکګرو قواوو له خوا د اشغال شوي هېواد د ازادۍ او خپلواکۍ په خاطر دي. نوځکه افغان مسلمان ملت چې څومره د صلیبیانو له خوا زورېږي، کړیږي، هغومره يې اسلامي او ملي احساسات راپارېږي، که پر مظلوم اولس هرڅومره بمباري وکړي، جیلونه پرې ډک کړي، ډول ډول بندیزونه پرې ولګوي، په وینو یې ولړي، خو په دې باتور اولس کې هیڅ ستړیا او سستي نه ترسترګو کېږي بلکې د صلیبي اشغالګرو او د هغوی د لاسپوڅو پر وړاندې ملي پاڅون لا پیاوړی او غښتلی کېږي، چې دا د یو بریالي ملي پاڅون لاسته راوړنه او د بریالي توب ستره نخښه ده.

دا هم ترې څرګندېږي چې افغان اولس ټول د طالبانو اسلامي امارت سره پوره ملاتړی دی، او ټول د صلیبي ټلوالې مخالف دي، ځکه چې په دې لسو کلونو کې تر اوسه داسې نه دي شوي چې د هېواد په کومه سیمه کې د طالبانو پر ضد څوک راپورته شوی وي، او یا یې پرې برېدونه کړې وي بلکې په هر ځای کې یې ټولې جهادي اړتیاوې اولسي خلک پوره کوي او پوره همکاري ورسره کوي، خو بلمقابل د صلیبي نواکګرو لښکرو او د هغوی لاسپوڅو پر وړاندې افغان باتور اولس څو ځلې راپاڅېدلی دی، چا په ټوپک خپله مېړانه ورښودلې ده، چا د خپل ځان په خوښو او هډوکو فولادي ګذار ورحواله کړی دی، چا کوم خارجي عسکر په تبر یا کولنګ وهلی او چا پرې تېل شندلي، او چا په ډبرو وژلی، که د چا دا ډول سرښندې او فداکارۍ یوه هم له وسې پوره نه وه نو بیا یې په قلم، ژبه او لاریونونو سره په ملي پاڅون کې ونډه اخستې ده، افغان اولس دومره کرکه او نفرت له دوی سره لري، چې مازې یوه بهانه په لاس ورشي نو پاڅون ورپسې کوي، او د زرګونو کونډو رنډو، یتیمانو، شهیدانو او معیوبینو غچ ترې اخلي.

د بهرنیو عسکرو په خدمت کې هاغه لاسپوڅي افغانان چې تر اوسه پخپله سزا نه دي رسېدلي، د هغوي یو شمېر په حقیقت پوهېدلو په ترڅ کې په اصطلاح د ملي اردو او پولیسو څخه، یا بېرته په خپلو ملګرو (صلیبيانو) راګرځي او وژنې يې، او یا کم ترکمه د دولتي دندو څخه تښتې، دا پټه خبره هم نه ده ځکه په بروکسل کې د ناټو یوه جنرال (ویلیم کالډویل) د فبروري په ۲۴مه هم پرې د اعتراف کولو په ترڅ کې په دې تېښته اندېښنه ښکاره کړې وه، او د خواشینۍ وړ یې بللې وه.

دا ټولې بریاوې، اسلامي امارت سره د اولسي خلکو د پوره خواخوږۍ او د سر او مال په بدل کې د نیواکګرو پر وړاندې د مجاهدینو کلکه ننګه او د ملي وحدت په سمبولیز صف (اسلامي امارت) کې د اودرېدو ښکارندويي کوي. ځکه د افغان مسلمان ملت، دغه ملي پاڅون په ورځنيو مصالحو او ژرتېرېدونکو ګټو باندې نه دی ولاړ، بلکې د اصولي او اساسي موخو پر بنسټ ولاړ پاڅون دی، نو خکه دا پاڅون د صلیبي وینه څښونکو درنده ګانو د سولې په وړاندېز نه له دوی سره او نه له دوی د لاسپوڅو سره یو ځای د دیموکراسۍ په ټغر ګونډه وهلی شي. او د خپلو موخو او هدفونو ترلاسه کولو څخه مخکې د سولې په نامه څه نه پېژني.

ملي اسلامي پاڅون نه نیمګړی پاڅون دی، او نه په نیمګړو لاسته راوړنو بسنه کوي، بلکې داسې هر اړخیز او پوره پاڅون دی چې د مشخصو، سالمو هدفونو په موخه رامنځته شوی، تر څو چې خپل هدف او منزل ته نه وي رسېدلی تر هغه به لا غځېږي او پیاوړی کېږي به، هیڅ ډول ستړیا، سستي او شاتګ ته به غاړه کښېنږدي. ځکه هاغه پاڅون چې په ناپوره هدفونو او نیمګړې لار کې پای ته رسېږي، ملی نه ګڼل کېږي.

ــــــــــــــ

ماخذونه:

د پژواک خبري اژانس، د رویټرز خبري اژانس، افغان اسلامي اژانس او د وخت خبري اژانس راپورونه.

تاند ویبپاڼه، الاماره ملي ویبپاڼه، ټول افغان ملي ویبپاڼه، لراوبر ملي ویبپاڼه. روهي ملي ویبپاڼه. بېنوا ویبپاڼه. د کلید ګروپ ویبپاڼه. ګران افغانستان ویبپاڼه. نن ټکی اسیا ویبپاڼه.

د میوند سادات لیکنه د (د وخت ملاله شهیده عابده ترور) تر سرلیک لاندې.

بی بی سی، امریکا غږ، ازادۍ رادیوګانې. او هم شریعت غږ انټرنټي

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *