د ناروغانو تر وژلو؟؟ — شاهد شفق وردګ

 

د ناروغانو تر وژلو؟؟

 

شاهد شفق وردګ

 

لوګر ولایت د یوه ناورین شاهد وو،هو ټول به خبر وی روغتون د برید هدف ګرځېدلی وو،ناروغ،د ناروغ لپاره راټول شوي خپلوان او خواخوږي ،د ناروغ د درملنې لپاره لاس په کار ستړي ډاکتر او ستومانه نرسان ټول وژلو وړ ګڼل شوي وو؟؟سوچ وکړي چې کوم د انسانیت غلیم به دغسې برید کوي؟؟

تاسې به په رښتیا دغسې هیلې یواځې له یهودو،له صلیبي وحشي یرغلګرو سره ومومي،او یا هغه مزدوران کوم چې په اسلامي هېوادونو کښې یا د اسلام تر نامه لاندې او یا هم تر نورو نومونو لاندې دغه ډول بریدونو ته زړه ښه کوي ،خو امریکا نور وتلو ته مجبوره شویده ،دوی به اوس کله ناروغ وژني کله به ډاکتر وژنې،کله به انجینر وژني،کله به ځوان محصل وژني ،دا ټول دوی تر ننه کول داسې نه وه چې دوی دا لوبه نن پیل کړه ډېر معلمین،استادان،محصلین او ګڼ شمیر هېوادوال یی را ته شهیدان کړل یا په خپله یا هم په اسلامي لباس کښې د ملمع شویو حرکتونو په مټ،نن به دوی دغه بریدونو ته نور هم زور ورکوي،تر څو وښیی چې مونږ ستاسې لپاره یواځنی د فلاح لار یو که مونږ نه وو تاسې به نور هم وژل کېږي په تېره بیا بې شرمه بې ناموسه ګاونډی پاکستان به هم توغندي درته راولي.

د روغتون برید ،د پاکستان برید،د شورای نظار او هزاره ګانو منډې ترړې د صلیبیانو د اهدافو او فلانونو یوه لړۍ ده

تاسې لږ سوچ وکړی له یوه لوری امریکایی بې پیلوټه الوتکې د وزیرستان پر مظلومو خلکو بمونه وروي او پاکستان هیڅ غبرګون نه ښیی له بل لوري زمونږ د وینو تږي بې شرمه پاکستان زمونږ خاورې ته توغندي ولي او امریکا هيڅ نه وایی دا دواړه شیطاني کړۍ زمونږ د اسلامیت زمونږ د حریت په دښمنۍ کښې ګامونه اوچتوي خو مونږ لا تر اوسه نه یو ویښ شوي،مونږ لا تر اوسه کله نا کله دومره تېروځو چې هغو د پخوانیو کمونستانو په خبرو هم باور کوو هغوی هلته دلته د خپلو کمونستو مشرانو انځورونه لګوي او بیا ورته شهید وایی زمونږ ځنې ناپوه ځوانان هم ورسره دا غږ بدرګه کوي،که ترې وپوښتو چې د اسلام په رڼا کښې شهید چا ته ویل کېږي بیا ښایی کمونست نجیب او هغه ته ورته څېرې په دغه تعریف کښې ځای ونه شی موندلی.

له بل لوري ځنې کسان عجیب او غریب نظرونه وړاندې کوي د مثال په توګه یو د ورونو راته ویل چې پر اسلامي حرکتونو او هغو عملیاتو چې د اسلامي حرکتونو تر سرلیک لاندې د ملکي وګړو په وژلو پای ته رسیږي انتقاد مه کوی!۱ تر څو منافقین او هیواد پلورونکي خوښ نه شی!

ما هغه کس ته همغه ورځ هم وویل کوم حرکت کوم حزب کومه ډله چې د الله لپاره قدم پورته کوي هغه به څنګه او په کوم ایمان ملکي خلک وژني ؟نو معلومه خبره ده چې دا داسلامي حرکت تر نامه لاندې د صلیب مزدوران دي او دوهم دا چې د خلفای راشدینو تګلارې ته پام وکړی هلته چې خلیفه خلکو ته وایی که ما لاره غلطه کړه او له سمې لارې واوښتم نو تاسې ما سمې لارې ته دعوت کړی ما ته لارښونه وکړی او تر هغه زما مرسته وکړی تر څو چې زه په نیغه لار روان یم

دا نه ورته وایی چې تاسې په ما نتقاد مه کوی چې بیا منافقین خوشحاله نه شی دا نه ورته وایی چې تاسی مونږ ته د نیغې لارې د ښودلو حق نه لری هو هلته چې خلیفه ته ګت څنډنه کېږي که له نیغې لارې واوړې نو سر به درته پرې کړم

هغه څوک چې د اسلام لپاره د پورته کېدو دعوه کوي او بیا له اسلام سره په ټکر کښې کارونه ترسره کوي ایا همدغسې څوک تر هر چا زیاد د غندلو وړ ندی؟؟؟

او که تاسی وایی چې د کفارو تکنالوزي تر مونږ وړاندې ده او مونږ ځانمرګي کوو او مجبور یو چې عام خلک ووژنو دا هم ستاسې د ایمان ضعف،ستاسې جهالت،له الله څخه ستاسې لریوالي څرګندوي دا خبر هم هغه ورځ یوه را ته تکرار کړیوه چې مونږ تکنالوژی ته لاس رسی نه لرو!

درنو مومنو ورونو ! له سختو پړاونو څخه د تېرېدو او یا هم د ورنېږدې کېدلو به حال کښې یو ،دښمن ښایی نن د جامې د بدلولو ډېر ضرورت حس کړي او اسلامي صفونو ته لار موندل ښایی ورته ګرانه نه وي ځکه خو د شخصیتونو په راټولولو کښې جدی پاملرنه په کار ده

دسرلوړی واحد خپلواک افغانستان او

د خپلواکۍ د رپانده شین بیرغ

د رپېدو په هیله

شاهد شفق وردګ.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *