پر امریکا د چا پورونه باندی دي — ډاکټر نثار احمد صمد

 

پر امریکا د چا پورونه باندی دي

 

لیکوال : توماس موچا

منبع : ګلوبل پوسټ ( امریکا )

نېټه : ۲۰۱۱/۷/۲۰

ژباړن : نثار احمد صمد

 

 

ګرانو لوستونکو ، دا ډیر مستند او ښه معلوماتی مطلب دی چی لیکوال د امریکا د خزانې د وزارت څخه تهیه کړی دی . لوستنه یې ځکه ضروری ده چی د یو مهم اخځ په توګه د خورا ترخو حقایقو څخه ډک دی ( ن . صمد)

 

رښتیا تل حیرانونکی وی . خو دا ښه دی چی حساب یا ریاضی لرو . ډیر کسان ، مثلأ سیاست پوهان او حکومتی مدافعین په ورته ډول دا ماشومانه بیان کوی چی د امریکا پر حکومت د ۱۴٫۳ ټریلیونو ډالرو پور ستره برخه د چین او یو څه هم د جاپان ده .

 

خو د دغه دودیزه تعقل په اړه یوه کوچنۍ ستونزه وجود لری ، هغه دا چی نوموړې ادعا غلطه ده . دا صحیح ده چی د دې پور ډیره برخه په چین ، جاپان او نورو بهرنیانو پوری اړه لری ، خو دا پخپله امریکایان دي چی پر امریکا باندی د دې پور ستره برخه جوړوی .

 

پر امریکا ۳۲۸، ۵۶۹، ۹۰۹، ۳۴۲، ۱۴ ټریلیونه ډالره پور باندی دی . د « بزنس انسایډر » له مخی د دغه پور بشپړ جزیًیات په لاندی ډول دي :

 

۱ ـ هانګ کانګ : ۱۲۱٫۹ بلیونه ډالره ( یعنی ۰٫۹ سلنه ).

۲ ـ د کارابین بانکی مرکزونه : ۱۴۸٫۳ بلیونه ډالره ( یعنی یوه سلنه ).

۳ ـ تایوان : ۱۵۳٫۴ بلیونه ډالره ( ۱٫۱٪ ).

۴ ـ برازیل : ۲۱۱٫۴ بلیونه ډالره ( ۱٫۵٪ ).

۵ ـ د تیلو صادرونکي هېوادونه : ۲۲۹٫۸ بلیونه ډالره ( ۱٫۶٪ ).

۶ ـ دوه اړخیزه پولی منابع : ۳۰۰٫۵ بلیونه ډالره ( ۲٪ ).

۷ ـ تجارتی بانکونه : ۳۰۱٫۸ بلیونه ډالره ( ۲٫۱٪ ).

۸ ـ د دولتی ، محلی او فډرالی متقاعدینو خزانه : ۳۲۰٫۹ بلیونه ډالره ( ۲٫۲٪ ).

۹ ـ د پولی مارکیټ دوه اړخیزه مالی منابع : ۳۳۷٫۷ بلیونه ډالره ( ۲٫۴٪ ).

۱۰ ـ انګلستان : ۳۴۶٫۵ بلیونه ډالره ( ۲٫۴٪ ).

۱۱ ـ د متقاعدینو ځانی مالی منابع : ۵۰۴٫۷ بلیونه ډالره ( ۳٫۵٪ ).

۱۲ ـ مرکزی او محلی حکومتونه : ۵۰۶٫۱ بلیونه ډالره ( ۳٫۵٪ ).

۱۳ ـ جاپان : ۹۱۲٫۴ بلیونه ډالره ( ۶٫۴٪ ).

۱۴ ـ امریکایی کورنیانی : ۹۵۹٫۴ بلیونه ډالره ( ۶٫۶٪ ).

۱۵ ـ چین : ۱٫۱۶ ټریلیونه ډالره ( ۸٪ ).

۱۶ ـ د امریکا فډرالی زخیره : ۱٫۶۳ ټریلیونه ډالره ( ۱۱٫۳٪ ).

۱۷ ـ د زړو ، بېکارانو او ناروغانو لپاره مالی منابع : ۲٫۶۷ ټریلیونه ډالره ( ۱۹٪ ).

 

په دې حساب امریکا د بهرنیانو صرف ۴٫۵ ټریلیونه ډالره پورړې ده ، حال دا چی ۹٫۸ ټریلیونه ډالره پخپله د امریکا پر امریکا باندی دي . پای 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *