د دوبۍ له تجارته.. تر.. بارودي واسکټه — سيد عبد القهار فدايي

 

د دوبۍ له تجارته.. تر.. بارودي واسکټه

 

ليکوال: سيد عبد القهار فدايي

 

د دوبۍ له تجارته تر بارودي واسکټه، کيسه د کوم هندي فلم کيسه نه ده، او نه يې هيرو او اتل د هاليووډ کومه ډمه ده، او نه د پخوانيو نياګانو د نه وه نه وه..يو..وه….کومه خيالي کيسه ده، بلکې يوه واقعي د سترګو ليدلې، د يوه مبارک بدن د ټوټه ټوټه کيدلو د داسې يو چا کيسه ده چې ټول افغانان بلکې ټوله نړۍ يې د نيکه پوروړي دي، د هغه نيکه وه چې په افغانستان کې يې د اسلامي نهضت بنسټ کيښود او د خپل تن په مبارکو وينو يې خړوب کړ، چې بيا د همدې نهضت په برکت نړۍ د سرو شوريانو له شر څخه خلاصه شوله، دلته يو ځل په اخلاص سره ټول دا دعا راسره بدرګه کړئ چې يا الله د ژوند تر پايه مو په خپل دين قايم او دايم لرې او د هغو کسانو له پايلې څخه مو وساتې چې د نړې ستر شکست نا پذير طاغوت شوري اتحاد يې مات کړ، نړۍ يې د هغوى له شره وژغورله خو پخپله د يو بل طاغوت غربي صليبي استعمار پښو ته ورغورځيدل او د خپلو غيورو هيوادوالو ټول ګټلي افتخارات او وياړونه يې له خاورو سره خاورې کړل.

د کابل پوهنتون د شرعياتو د پوهنځي پخوانى رئيس شهيد پوهاند استاد غلام محمد نيازى زمونږ په معاصر تاريخ کې د لمر په شان ځلانده او روښانه شخصيت دى، د هغه په هکله چې هر څومرو وويل او وليکل شي بيا هم نشي کولاى چې د ده پوره حق ادا کړي، راځمه د هغه په لاره تللي لمسي ته يې، قهرمان شهيد عبد الله نيازي ته چې نږدې دوه اونۍ وړاندې يې د وردګو ولايت د سيد آباد ولسوالۍ د توپ په دښته کې د امريکايانو په مرکز فدايي بريد وکړ، د بريد تفصيلات کولاى شي د اسلامي امارت له ويب پاڼې څخه او همدارنګه د نن ټکي آسيا په ويب پاڼه کې د (د شهيد استاد غلام محمد نيازي لارويانو ته د تسليت او مبارکۍ پيغام) تر عنوان لاندې ليکنې څخه تر لاسه کړئ.

ګران شهيد عبد الله نيازى د استاد محمد نسيم نيازي زوى د غزني ولايت اصلي اوسيدونکى او د افغان مهاجرو پخواني پنډغالي د جلوزو کيمپ په هجرت کلي کې را لوى شوى تنکى ځوان وه، د غوره او عالي اخلاقو خاوند وه، له خورا اوچتې کورنۍ اخلاقي تربيې څخه برخمن وه ځکه د يوې مجاهدې او علمي کورنۍ غړى وه، د هجرت کلي د النور په عالي ليسې کې يې زده کړه کړې وه، په کور کې ډير نازولى وه، اوس مهال د متحده اماراتو په دوبۍ ښار کې په شخصي تجارت بوخت وه.

د نوموړي اتل شهيد لخوا سرښندونکى بريد کول د ټولو هغو شکونو او شبهاتو لپاره تر ټولو ښه جواب دى کوم چې د اسلام دښمنان يې د فدايي مجاهدينو او سرښندونکو بريدونو په هکله د خلکو په منځ کې خپروي، ځکه نوموړى نه ناداره او نيستمن وه چې د ژوند له ترخو څخه د ځان خلاصولو او يا خپلې کورنۍ ته د اقتصادي ګټو لپاره لکه څنګه چې د اسلام دښمنان يې وايي دا کار کړى وي، نه پخپله ناپوه وه او نه له کومې بې علمه کورنۍ څخه وه چې د ناپوهې له امله د نورو د ګټو لپاره يې خپل ځان قربان کړى وي، او همدارنګه نوموړي ګران شهيد کوم بې ځايه احساساتي ځوان هم نه وه چې دده له ښو احساساتو څخه نورو خلکو ناوړه استفاده کړې وي!

اوس سوال دادى چې بيا نو څه شي زمونږ دغه ګران شهيد دې ته هڅولى وه چې د دوبۍ آرام هوسا له مزو ډګ ژوند، پوست او نرم موټر پريږدي، د جهاد له کړاوونه ډک ژوند ته راشي او له څلور ټنو بارودو ډک موټر اشترنګ ته کښيني ، له خپل خواږه بدن څخه (د شهيد ملا داد الله د وينا په اساس) ايټمي بم جوړ کړي او د اسلام په دښمنانو يې ورنازل کړي؟؟؟!

جواب ډير ساده دى خو د هغه چا لپاره چې په الله ، په رسول الله، په کتاب الله، او د قيامت په ورځې کلک ايمان او عقيده ولري، او لږ تر لږه د خوږ پيغمبر صلى الله عليه وسلم او د هغه د اصحاب کرامو له سيرت او غزواتو څخه څه ناڅه خبر وي.

جواب دادى چې دا د هغه ويښ ضمير، بادرکه او بادرده وجدان، او د دين او طن په وړاندې د ايماني او ملي مسؤوليت احساس وه چې هغه ته يې نور د دوبۍ په اسمان څکو بلند منزلو کې د پاتې کيدلو اجازه نه ورکوله!

دا د الله پاک د ښکلو او پراخو جنتونو سره هغه له کنترول او کابو کولو څخه وتلې مينه وه کومې چې د رسول الله په خوا کې عمير بن وهب ته يې د درې څلورو خرماو د خوړلو اجازه ورنکړه او د سرښندې په ميدان يې د شهيد عبد الله نيازي په څير داسې ورګډ کړ چې بيرته راتګ يې نه وه!

دا هغه د براء ابن مالک صحابي په شان دالله د دښمنانو د وژلو او ځپلو جذبه وه چې د يمامې په جنګ يې له دښمنانو څخه ډکې کلا ته په يواځې ځان په پوره سرښندنې سره ورټوپ کړ او د کلا دروازه يې د مجاهدينو په مخ خلاصه کړه!

او همدارنګه دا د الله په لار کې د شهيد پوهاند استاد نيازي بهيدلې پاکې وينې وې چې يو ځل بيا د ده د لمسي په رګونو کې په جوش راغلې، او تر هغه يې په آرام پرې نښود تر څو يې چې د خپل نيکه په شان د شهادت عالي مقام تر لاسه کړ او يو ځل بيا يې د خپل نيکه يادونه د خلکو په زړونو کې را تازه کړل.

فدايي عمليات په رښتيا سره چې د اتل شهيد ملا داد الله خبره د مجاهدينو ايټمي بمونه دي چې د الله دښمنان يې تر پوزې راوستي، لاره يې ترې ورکه کړې ده، د ژوند له خونده يې محروم کړي دي، ځکه تر اوسه دوى پدې ندي توانيدلي چې د سرښندونکو بريدونو مخه ونيسي، شپه او ورځ لګيا دي دغه راز بريدونو د مخنيوي لپاره پلانونه جوړوي، خو هيڅ ګټوره نتيجه نه ورکوي، په دې لړ کې يې ځينې ليکوالانو، د سياسي او اجتماعي امورو څيړونکو او ځينو د دين د علماو په نامه د ديني معلوماتو بوجيو او جوالونو، او يا د قرآن کريم په اصطلاح د کتابونو خرو ته يې دنده ورکړې ده چې په فدايانو او فدايې عملياتو پسې پروپاګندې وکوي او خلکو ته يې د اسلامي شريعت څخه د مخالف کار په توګه وروپيژني، خو الحمد لله دغو کارونو نه يواځې دا چې د دغه راز حملو په هکله يې د مجاهدېنو روحيې سستې کړې نه دي بلکې برعکس نورې يې هم تاندې او ژبغړاندې کړي دي چې د شهيد عبد الله نيازى له لوري دغه ډول حمله کول يې يو غوره مثال دى.

پداسې حال کې چې هغه کسان چې خپل ځان د شهيد پوهاند استاد نيازي اصلي وارثان او دده د لارې رښتيني لارويان بولي، لدوى څخه ځينې يې يا د صليبيانو په لمن کې لويدلي دي او د اسلام له غازيانو سره عملا په جنګ لګيا دي لکه سياف، رباني او د دوى اتباع، او ځينو يې د کفر او اسلام د جنګ پر مهال محايد او بى طرفه موقف اختيار کړى دى لکه د جمعيت اصلاح ځوانان، نه له صليبيانو سره په نره ودريږي او نه د اسلام له غازيانو سره، اګر چې عملا د صليبيانو په څنګ کې ولاړ ښکاري ځکه د هغوى شميره يې زياته کړې او يو شمير دينداره ځوانان يې د دعوت په نامه له مسلح جهاد او مبارزې څخه مصروف کړي دي.

د شهيد استاد ددې ټولو ناخلفو او درواغجنو لارويانو باوجود د هغه د لمسي له خوا د صليبيانو او د هغوى د لاسپوځو په مقابل داسې ستره قرباني ورکول په ښکاره ددې دليل دى چې د مجاهدينو او فدايانو په وړاندې به هيڅکله د صليبيانو او د هغوى د نوکرانو پوچ او بي اساسه تبليغات نتيجه ورنکړي او نه به د الله په لار کې د ايثار او سرښندنې دغه لړې ټکنۍ کړي.

د ګران شهيد عبد الله نيازي له لوري فدايي عمليات دا په ګوته کوي چې په رښتيا سره ټول شهيدان او په تيره فدايان د الله پاک خاص او الله ته ګران بندګان دي ځکه الله پاک د داسې سترې قربانۍ توفيق ورکوي چې د انسان له طاقت نه بلکل وتلى کار دى، په خپل شيرين ځان پورې بارود تړل څه آسان کار نه دى!

دلته د هغې ديندارې او عابدې ښځې قيصه را په زړه کيږي چې په نيمه شپه کې را پاڅيدلې وه، له خپل رب سره يې راز او نياز کولو او په سجده کې يې دا دعا کوله: يا الله ستا د هغه محبت په خاطر چې له ماسره يې لرې ما وبښې! يوه عالم ورته وويل چې داسې مه وايه بلکې داسې ووايه: چې زما د محبت په خاطر چې له تاسره يې لرم ما وبښې! ځکه ته څه پوهيږې چې الله پاک له تاسره محبت لري او که نه، هغې ورته يو ډير په زړه پورې جواب ورکړ، ويې ويل: دا مهمه نه ده چې ته له هغه سره محبت ولرې، بلکې مهمه داده چې هغه له تاسره محبت ولري، که چيرې الله پاک له ما سره محبت نه درلودلو نو پدې نيمه شپه کې به يې زه خپل ځان ته نه ودرولم او ته به يې نه غافل کولې!

په پاى له الله پاک څخه غواړم چې زمونږ ددې ګران شهيد کورنۍ ته جميل صبر او په آخرت کې ورته عظيم اجر ورکړي، او الله پاک دې دده د پاکو وينو په برکت د وحشي صليبيانو او د دوى د لاسپوڅو ځناورو ورميږونه مات کړي او زمونږ کړيدلى مسلمان ملت دې د دوى له ظلم او وحشت څخه وژغوري.

ستا سو له وخت را کولو څخه يوه نړۍ مننه.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *